ویزای بشردوستانه تغییرات جدید در روند-02.jpg

په برازیل کې د لنډمهاله ویزې افغان غوښتونکو لپاره نوي مقررات معرفي شوي دي. د نویو مقرارتو له مخې، افغانان کولی شي یوازې په تهران او اسلام اباد کې د برازیل په سفارتونو کې د بشردوستانه ویزو لپاره غوښتنلیکونه وسپاري. پخوا، کې د روسیې په مسکو، ترکیې په انقرې، د قطر په پلازمېنه دوحه او د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د برازیل په سفارتونو کې ورته اسانتیا موجوده وه.

دغه نوي مقررات د هغو خلکو لپاره د استوګنې اجازه هم اغېزمنوي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د سیاسي بدلون او د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله له افغانستان څخه وتلي او برازیل ته رسېدلي دي.

د لنډمهاله ویزو په مقراراتو کې بل بدلون دا دی چې د ویزې ورکړه په برازیل کې د سرپناه ظرفیت پورې اړه لري چې باید د غیر دولتي سازمانونو؛ د عدلیې او عامه امنیت وزارتونو ترمنځ د همکارۍ د تړونونو له لارې تنظیم شي.

دا نوي مقررات به د دوشنبې په ورځ د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکټوبر  له دویمې نېټې څخه نافذ شي او د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ۳۱ پورې به د اعتبار وړ وي. لنډمهاله ویزې به ۱۸۰ ورځې وخت ولري، په داسې حال کې چې د افغانانو لپاره د استوګنې جواز به د دوو کلونو لپاره اعتبار ولري.

له بل لوري، برازیل ته له رسیدو وروسته، له فدرال پولیسو سره د کډوالو د راجستر او د کډوالۍ د ملي ثبت کارت (CRNM) ترلاسه کولو لپاره ۹۰ ورځنۍ ورځې په خپل حال پاتې ده او د لنډمهاله ویزو او استوګنې لپاره د اړینو اسنادو شرایط هم نه دي بدل شوي.

د نامعلومې مودې لپاره د پاتې کېدو غوښتنه لاهم شونې ده، خو غوښتونکي باید ځينې ځانګړي شرایط پوره کړي، لکه د ۹۰ ورځو لپاره له برازیل څخه نه وتل، تل د کډوالۍ ادارې تر څار لاندې اوسېدل، په خپله د ژوند اسانتیاوې لرل او جرمي سابقه نه لرل پکې شامل دي­. سربېره پر دې، کډوال باید د کډوالۍ دریځ پریږدي او د کډوالۍ له امله د بشردوستانه ویزې ترلاسه کولو څخه ډډه وکړي.

د دې نويو مقرراتو موخه دا ده چې د لنډمهاله ویزو او د اوسېدو اجازه لیک ورکولو بهیر ګړندۍ شي او ډاډ ترلاسه شي چې برازیل وړتیا لري چې اړمنو خلکو او کډوالو ته بشري مرستې چمتو کړي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واټساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)