زمان آغاز ثبت نام برای قرعه‌کشی سال 2025 گرین کارت آمریکا-02.jpg

د ۲۰۲۵ لپاره د تنوع ویزې (Diversity Visa) لاټري پروګرام په رسمي ډول د لېوالو کډوالو غوښتنلیکونه مني. د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۴مې د همدې کال د نوومبر د میاشتې تر ۷مې نېټې پورې د وړ هېوادونو اوسېدونکي کولای شي چې دDV  لاټري پروګرام له لارې په متحده ایالتونو کې د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي.

د تنوع ویزې د لاټري پروګرام، چې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له لوري اداره کېږي، موخه یې دا ده چې په متحده ایالتونو کې کلتوري تنوع او ګډون ته وده ورکړي او له تاریخي پلوه د ټیټې کچې کډوالۍ لرونکو وړ هېوادنو اوسېدونکو د دایمي استوګنې شونتیا چمتو کوي.

د DV (د تنوع ویزې) لاټري غوښتونکو لپاره هر کال د ویزو شمېر ټاکل شوی او د بدلون وړ دی. د ویزو شمېر ممکن هر کال توپیر ولري. په هرصورت، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ټولیزه توګه هر کال د DV لاټري پروګرام لپاره شاوخوا ۵۰۰۰۰ زره ویزې  ځانګړې کوي. دا ویزې د هغو هېوادونو څخه وړ غوښتونکو ته ویشل کېږي چې متحده ایالاتو ته ټيټه کچه کډوالي لري. دا مهمه ده چې په یاد ولرئ چې د منلو شرایطو پوره کول او د DV لاټري ګټونکي په توګه غوره کېدل د ویزې ترلاسه کولو تضمین نه کوي، ځکه چې د ویزو شمېر محدود دی او د اړینو اسنادو سپارلو پورې تړاو لري.

د دې پروګروام ګډونوال باید د ګډون لپاره ځینې معیارونه پوره کړي. پر شرایطو برابروالی د غوښتونکي په اصلي هېواد پورې تړاو لري چې باید د  تنوع ویزې دلاټري پروګرام لپاره وړ هېواد وګڼل شي او په هماغه کال د متحده ایالتونو د حکومت له لوري وړ هېواد اعلان شي. د غوښتونکو لپاره خورا مهمه ده چې د غوښتنلیک سپارلو دمخه د اوسنیو لارښوونو پر بنسټ، پر شرایطو د خپل برابروالي تایید وکړي.

د بهير د لا ډېر ساده کولو لپاره، د DV (د تنوع ویزې) لاټري په بشپړه توګه انلاین ترسره کېږي. غوښتونکي باید د غوښتنلیک سپارلو په لړ کې په د DV (د تنوع ویزې) لاټري رسمي ویبپاڼې ته لاسرسی ومومي ترڅو خپل غوښتنلیک بشپړ او وسپاري. دقیق او تازه معلومات د بریالي غوښتنلیک او د غوښتنلیک د رد د مخنیوي لپاره خورا اړین ټکي دي.

هر احتمالي غوښتونکي ته اجازه ورکول کېږي چې د غوښتنلیک په موده کې یوازې یو ځل د غوښتنلیک انلاین پورټل ته ننوځي. د یو تن له لوري څو غوښتنلیکونه به د سملاسي رد سبب شي. له همدې امله، له غوښتونکو ته سپارښتنه کېږي چې د وروستي غوښتنلیک سپارلو دمخه خپل غوښتنلیک ټول معلومات د وروستي ځل لپاره وګوري.

د غوښتنلیک سپارلو وروسته به، د کمپیوټري پچه اچونې بهیر به ترسره شي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت به غوره شوي غوښتونکو ته د DV لاټري د انلاین پایلو کتنې ویبپاڼې له لارې خبر ور کړي. خورا مهمه ده چې غوښتونکي د پایلو موندلو لپاره د غوښتنلیک سپارنې پرمهال چمتو شوي تایید شمېره له ځان سره خوندي وساتي.

د تنوع ویزې (DV) لاټري پروګرام ته غوره کېدل یوه مهمه لاسته راوړنه ده ، خو د زرغون کارت (Green Card) تضمین نه کوي. ټاکل شوي کسان به د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له لوري چمتو شويو لارښوونو سره سم د ویزې مرکې په ګډون نورو اړینو ګامونو تر سره کولو ته اړتیا ولري.

غوښتونکي باید پوه شي چې د DV لاټري پروګرام ته غوښتنلیک سپارل په بشپړ ډول وړیا دي. د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت احتمالي غوښتونکو ته په کلکه سپارښتنه کوي چې د هر ډول غیر مجازو ویپاڼو یا خدمتونو ترلاسه کولو پر وړاندې محتاط اوسي چې ادعا کوي د DV لاټري پروګرام کې د ګټلو په بدل کې د مرستې وړاندیز کوي.

د تنوع ویزې (DV) لاټري پروګرام د هغو خلکو لپاره یو ارزښتناک فرصت وړاندې کوي چې په متحده ایالتونو کې د دایمي استوګنې په لټه کې دي. احتمالي غوښتونکي هڅول کېږي چې رسمي لارښوونې په بشپړ ډول ولولي او خپل غوښتنلیکونه د ټاکل شوي نیټې دننه د بهرنیو چارو وزارت د تنوع ویزې د ویپاڼې له لارې وسپاري.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

اېکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واټساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)