ایالات متحده 125 هزار مهاجر را در سال مالی 2024 می پذیرد-02.jpg

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۲۹مه اعلان وکړ چې هېواد به یې په ۲۰۲۴ مالي کال کې  ۱۲۵۰۰۰ کډوال ومني.

د دغې اعلامیې له مخې، ولسمشر بایډن د ۲۰۲۴ مالي کال لپاره د کډوالو د منلو په اړه د ولسمشرۍ پرېکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې په راتلونکي مالي کال کې د کډوالو د منلو شمېر ۱۲۵ زره تنه ټاکل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، نړۍ دا مهال د ډله ییزې بې ځایه کېدنې له بېساري بحران سره مخ ده چې په کې د جګړې، ظلم او بې ثباتۍ له امله لووړ شمېر خلک کډه کولو ته اړ شوي دي. متحده ایالتونو د متحده ایالتونو د کډوالو د ننوتلو پروګرام بیا روغونې، تنظیم، او پراخولو لپاره کار کړی دی. په ۲۰۲۳ کې، د بهرنیو چارو وزارت، د متحده ایالتونو د روغتیا او بشري خدمتونو څانګې سره یوځای، د ښه راغلاست (Welcome Corps) پروګرام پیل کړ، چې یو نوښتګر پروګرام دی چې د متحده ایالتونو اتباعو ته دا وړتیا ورکوي تر څو د متحده ایالتونو د کډوالو د منلو پروګرام له لارې ور رسېدونکو کډوالو کوربه توب وکړي. همدارنګه، د ښه راغلاست کیمپس پروګرام (Welcome Corps on Campus) په لاره اچول شوی دی، د لوړو زدکړو د ملاتړ په موخه نوښتګر پروګرام دی ټاکل شوي امریکايي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسو ته لاره هواروي چې د کډوالو زدکوونکو لپاره د ښوونیزو خدمتونو په چمتو کولو کې مهم رول ولوبوي. د ۱۲۵ زره کډوالو منل یو زړور هدف دی چې په دریو لسیزو کې نه دی ترلاسه شوی او اوس د ترلاسه کېدو په درشل کې دی.

د ولسمشر بایډن د تېرې ورځې د پرېکړې یوه برخه کې په بېساري ډول د لاتینې امریکا او کارابین خلکو لپاره د متحده ایالتونو د بیامیشتیدنې هڅو ته وده ورکول دي ترڅو په سیمه کې د خوندیتوب لارې چارې برابرې شي. دولت همداشان د افغان خپلوانو، روهینګیايي کډوالو، همجنسبازانو یا لیزبین، LGBTQI+ خلکو، د بشري حقونو مدافعین او د شکنجې قربانیانو په شمول د نامتو ګواښ سره خلکو د منلو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

اعلامیې زیاته کړې چې د مهاجرینو د ځای پر ځای کولو لپاره د متحده ایالتونو لیوالتیا د یو میلمه پال هېواد په توګه د هېواد د تاریخ څرګندونه کوي. په ۱۹۸۰ کې د کډوالو د منلو د قانون له تصویب راهیسې، متحده ایالتونو له درې میلیونو څخه ډیر خلک د کډوالو په توګه منلي دي. همدارنګه د بشري لګښت او قوي ډیپلوماسۍ په مرسته د امریکا د کډوالو ځای پر ځای کول د سیمې په کړکېچ کې له ثبات سره مرسته کوي او ددې څرګندونه کوي چې متحده ایالاتونه له هغو هېوادونو سره چې د کډوالو کوربه توب کوي د مسوولیت شریکولو ته لېوالتیا لري. متحده ایالات به د نړیوال کړکېچ په وړاندې د امنیت او د ټولنې د هوساینې لپاره فرصت چمتو کولو کې د نړیوالې رهبرۍ په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

اېکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)