چگونه برای مجوز مشروط بشردوستانه در ایالات متحده تقاضا دهم؟-02.jpgدا لارښود د هغو خلکو لپاره دی چې امریکا متحده ایالاتو کې یو سپانسر ولري څو د بشردوستانه مجوز (Humanitarian Parole) د غوښتنې لپاره ورسره مرسته وکړي، او د بېړنیو بشري اړتیاوو او ګواښونو سره مخ وي. بشردوستانه مجوز خلکو ته اجازه ورکوي چې د امریکا متحده ایالاتو ته په موقته توګه رادننه شی، ځکه چې هغوي‌ په خطر کې دي، طبي درملنې ته اړتیا لري، یا د نورو بیړنیو لاملونو لپاره امریکی ته راځی. ډېری غوښتنې رد کیږی. بشردوستانه مجوز هغه وخت جواز لري کله چې خلک بل هیڅ قانوني لاره ونلري چې د امریکا متحده ایالاتو ته رادننه  شي.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

دا لارښود د هغو خلکو لپاره دی چې:

  • امریکا متحده ایالاتو کې یو سپانسر ولري چې د بشردوستانه مجوز دغوښتنې لپاره ورسره مرسته وکړي، او
  • د بیړنیو بشري اړتیاوو/ګواښونو سره مخ وي.

 

بشردوستانه مجوز

بشردوستانه مجوز خلکو ته اجازه ورکوي چې د امریکا متحده ایالاتو ته په موقته توګه رادننه شی، ځکه چې هغوي‌ په خطر کې دي، طبي درملنې ته اړتیا لري، یا د نورو بیړنیو لاملونو لپاره امریکی ته راځی. ډېری غوښتنې رد کیږی. بشردوستانه مجوز هغه وخت جواز لري کله چې خلک بل هیڅ قانوني لاره ونلري چې د امریکا متحده ایالاتو ته رادننه  شي.

د بشردوستانه مجوز بیلګی چی مناسب ګڼل کیږی دا دي:

  • هغه څوک چې د ژوند بچ کېدو درمنلې ته اړتیا لري او هغه یوازې په امریکا متحده ایالاتو کې شتون ولری.
  • هغه څوک چې په امریکا متحده ایالاتو کې یې د کورنۍ غړی وي، د امریکا متحده ایالاتو ویزه نشي اخیستی، او په خطر کې وي.

 

مهم شیان چې پرې پوه اوسئ:

  • هر څوک کولاۍ شی چی بشردوستانه مجوز ته غوښتنه وکړی، د هغو کسانو په ګډون چی له امریکا متحده ایالاتو څخه بهر مېشت وي.‌
  • د امریکا متحده ایالاتو ته ننوتل لنډ مهاله دي.‌ د بشردوستانه مشروط اقامت معیاري یا ستندرد موده 365 ورځې ده.
  • وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو ته ننوتیئ، تاسی کولای شئ چې د پناه غوښتلو په شمول د مهاجرت کوم بل حالت غوښتنه هم وکړئ. د نه بریالیتوب په صورت کې به له تاسو څخه د هیواد د پریښودلو غوښتنه وشي.

 

بشردوستانه مشروط اقامت ته د درخواست لپاره باید غوښتنلیک کې دا لاندې اسناد شامل وي:

  • دI‑131 فورمه،‌ د سفر د سند لپاره غوښتنلیک،‌ د ثبتولو د فیس سربېره چې$575 (US) کېږي.
    •  په شمول :
      • د پاسپورت یوه کاپي او د پاسپورت دوه عکسونه له غوښتنلیک سره یوځای کړئ.
      • د غوښتنلیک د فورمې په مناسب ځای کې ستاسو لاسلیک.   
    • یادونه: که تاسی له یوه څخه ډېرو خلکو ته غوښتنلیک ورکوئ،‌ د هرکس لپاره جلا فورمه ولېږئ (د ماشومانو په شمول) او د ثبتولو فیس چې د سړي په سر $575 کېږي.
    • که تاسی په کافي اندازه پېسې نه لرئ، کولای شئ چی په استثنایی توګه د I‑912 په ډکولو سره د فیس معافیت غوښتنه وکړۍ.

 

    • هغه شخص چې غواړي تاسو سپانسر کړي، باید I-134 فورمه بشپړه کړي. ستاسو سپانسر باید داسې یو شخص وي چې د رسمي دولتي سند لاسلیک کولو ته لیواله وي او داسې اسناد چمتو کړي چې وښیي نوموړی ستاسو د مالي ملاتړ کولو توان لري. اړینه نه ده چې ستاسو سپانسر ستاسو د کورنۍ غړی یا ملګری وي.
    • ستاسو سپانسرکوونکۍ باید د خپلو مالیاتو شواهد وړاندې کړي دا د دې په شمول:.
      • د تېرو دوو کلونو عوایدو د مالیې اسنادو کاپیانی.
      • د خپلې دندې اومعاش ثبوت.
      •  ‌دا چې خپل کور یا موټر لري.
      • د بانک حسابونه.
      • د اثاثو یا د امدن داسې نور معلومات.
    • ستاسو سپانسر باید د خپل پاسپورټ کاپي هم ورکړي
    • د دې فورمې لاسلیکول پدې معنی ندي چې که تاسی ته مجوز درکړل شي، سپانسر به ستاسو د اوسېدو لپاره پیسې درکوي. دا پدې معنی ده چې سپانسر به یواځې هغه مهال ستاسو سره مرسته کوي کله چې اړتیا لرئ.
    • که تاسی نه پوهېږئ چې سپانسر به مو دومره پېسې ولري چې د غوښتنې اړتیاوې پوره کړي، تاسو کولای شئ دا وېب پاڼه وګورئ.
      •  سپانسر باید دومره پېسې ولري چې خپل ځان، خپله کورنۍ،‌ او ستاسو سره ټول بدرګه کونکو تر مالي ملاتړ لاندې ونیسي. “د کور اندازه”.
      • ‑ د بېلګې په ډول: ستاسې تمويلوونکي واده کړی، او دوه ماشومان لري. ته او ستا جوړه د بشري مرستو د ژمنې لپاره غوښتنه کوئ. د کورنۍ اندازه ۶ ده.
      • د تمويلوونکي عايد بايد د ډالرو له هغه مبلغ څخه زيات وي، کوم چې په ويبپاڼه کې د کورنۍ د اندازې لپاره ورکړل شوی دی.

 

  • همدارنګه یوه لیکلې بیانیه هم شامله کړئ چې ووایي:‌
    • دا چی تاسی ولې باید بشردوستانه مجوز ترلاسه کړئ. موږ ته د خپل حال په اړه هومره ډېر جزیات راکړئ څومره چې کولای شئ او دا چې ولې اړ یاست چې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړئ.
    • تاسو ولې د موجودو لارو لکه د ویزې، یا د کډوالو د بیامیشتیدنې پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته سفر نشۍ کولی. که تاسی پخوا وېزې ته غوښتنه ثبت کړې وي، ووایئ چې کله او چېرته موغوښتنه کړې وه. که تاسی هېڅکله هم وېزې ته غوښتنه نه وي‌ کړي هم ووایي چې ولې مو غوښتنه نده کړی.
    • که ستاسو قضیه په طبي مسئلو پورې اړه لری، هغه طبي اسناد شامل کړئ. دې کې:
      • چې ستاسو ستونزه په ګوته کوي.
      • ‌کومې درملنې ته اړتیا لرئ
      • تشریح کړئ ولې یی د امریکا په متحده ایالاتو کې درمنلې ته اړتیا لرئ.
      • تاسی باید دا هم ووایي چې څوک مو طبي درملنه او نور لګښتونه په غاړه اخلي چې کله د امریکا متحده ایالاتو کې یاست.‌
    • که تاسو په دې دلیل درخواست کوۍ چې تاسو د پناه غوښتونکي، کډوال یا د ګرین کارت لرونکي په توګه په متحده ایالاتو کې ژوند کاوه خو له یو کال څخه ډیرې مودې مخکې تاسو دا هیواد پریښود او اوس داسې اسناد نلرۍ چې بیرته دې هیواد ته ننوځئ، تاسو باید توضیح کړئ چې ولې مو دا هیواد پریښود او د بیرته ستنیدنې لپاره مو ولې ژر درخواست ونکړ. له تللو څخه وروسته په خپل ژوند کې هرډول رامنځته شوي بدلونونه توضیح کړئ.
    • تاسو کولی شئ د ټولو بشردوستانه مجوز د قضیو لپاره، د کورنۍ غړو، ملګرو، او کانګریس استازو لخوا لیکونه په خپل غوښتنلیک کې د غوښتنې د ملاتړ لپاره شامل کړئ.‌

 

خپل غوښتنلیک لاندې پتې ته ولېږئ:‌

د USCIS ویب پاڼه وګورئ ترڅو د خپل غوښتنلیک د لیږلو لپاره سم موقعیت پیدا کړئ. د غوښتنلیک د لیږلو لپاره هیڅ ډول آنلاین یا د ایمیل له لارې طریقه موجوده نه ده.

 
 

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)