قانون جدید SIV (جولای 2021) برای من چه معنایی دارد؟-02.jpg

په 30 جولای 2021 یو نوي قانون د افغان SIV لپاره شرطونه بدل کړل. دې لارښود کې دغه بدلونونه لیسټ کړی شوي او په دې اړه دی که دغه بدلونونه ستاسو په وضعیت تطبیق کوي نو څه باید وکړئ.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲۱ کال د جولای په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

په 30 جولای 2021 یو نوي قانون د افغان SIV لپاره شرطونه بدل کړل. دې لارښود کې دغه بدلونونه لیسټ کړی شوي او په دې اړه دی که دغه بدلونونه ستاسو په وضعیت تطبیق کوي نو څه باید وکړئ.

د دندې یو کال موده لازمه ګڼل کیږي.

نوی قانون د SIV پروګرام کې د حقدار جوړېدو لپاره شرط د دوه کلونو نه یو کال ته کمويتاسو باید COM ته یو نوی درخواست ورکړئ که چیرته ستاسو کیس له دې امله رد شوی و چې:

  • د شرط د پوره کولو لپاره ستاسو د کور موده کافي نه وه، یا
  • تاسو د دوه کلونو د کار ثبوت نه لرلو.

د COM د نوي درخواست د ورکولو په اړه د IRAP سرچینې درسره ښايي کومک وکړي.

د کډوالۍ ځانګړې ویزې د غوښتونکو د میرمن/خاوند او ماشومانو واجدیت شرایط

نوی قانون د هغو کسانو د کورنیو سره کومک کوي چې د SIV حقدار وو خو مړه شوي دي. د SIV لپاره د هغه درخواست ورکوونکي چې مړ شوی وي مېرمن او د 21 کالو نه ټیټ عمر والا ناواده اولادونه د ویزې موجود درخواست ته ادامه ورکولی شي یا SIV لپاره نوی درخواست ورکولی شي. په تاسو به اړینه وي چې د خپل ښځې خاوند یا موروپلار د کار په اړه هماغه معلومات او ثبوت ورکړئ د کوم ورکول چې د SIV په هر درخواست ورکوونکي اړین وي.

د SIV پروګرام لپاره درخواست ورکولو په اړه لارښوونې په انګلیسي ژبه کې دلته دي. د COM د نوي درخواست د ورکولو په اړه د IRAP سرچینې درسره هم ښايي کومک وکړي.

هغه خلک چې میړه یا مور او پلار یې مړه شوي باید وښیې چې میړه یا مور او پلار لږترلږه یو کال د وړتیا کار بشپړ کړی.

د COM د هر ځل رد کېدو یو اپیل

په ځینو حالتونو کې د یو تن COM رد شي او هغه بیا اپیل داخل کړي ، او اپیل یې بیا په یو نوي دلیل سره رد کړی شي. نوی قانون وايي چې په دې صورت کې تاسو باید د یو نوي اپیل په ورکولو وتوانېږئ تر څو د رد کېدو د هغه نوي دلیل ځواب ورکړی شئ.

 که تاسو د COM لپاره اپیل ورکړی و او ستاسو اپیل ستاسو د لومړي COM د رد کېدو نه په یو بل مختلف دلیل سره رد کړی شوی و، نو نوی قانون اجازه درکوي چې یو نوی اپیل داخل کړئ. د اپیل د داخلولو په اړه د IRAP لارښود دلته دی. کله چې تاسو د COM پروګرام ته ایمیل کوئ نو باید دا پاراګراف پکې شامل کړئ:

"ما د COM اپیل داخل کړی و او رد ځواب مې ترلاسه کړی و. ما یو اپیل داخل کړی و. COM زما په اپیل کې رد ځواب راکړی و، خو زما درخواست په یو نوي دلیل سره رد کړی شوی و. د افغان اتحادیانو د حفاظت قانون، څرنګه چې د 2021 د بیړني امنیت د ضمیمه يي اختصاصاتو د قانون لخوا اصلاح شوی دی، وايي چې زه باید د هر رد ځواب یو لیکلی اپیل ترلاسه کړم. له دې امله چې COM زما درخواست په یو نوي دلیل رد کړو، نو لازمه ده چې ددغې رد د ځواب د دلیل د حل کولو لپاره زما دا نوی اپیل قبول کړي."

هیله کوو په یاد وساتئ چې د تجدید نظر یا اپیل نوي غوښتنلیک پرځای کیدی شي تاسو نوی کیس نمبر ترلاسه کړئ او ستاسو غوښتنلیک به د ماموریت د مشر COM منظورۍ لپاره د یو نوي غوښتنلیک په توګه په پام کې نیول کیږي.

د ISAF د وظیفې لپاره ځینې شرطونه لیرې کوي

هغو کسانو چې ISAF لپاره د متحده ایالاتو د ځواکونو سره کار کړی دی باید ښودلي یې وی چې د ژباړن په توګه یا داسې یو رول کې یې کار کړی دی چې حساس او اعتمادي فعالیتونه یې ترسره کول. دا شرط ختم کړی دی. اوس په یو تن لازمي ده چې ISAF یا یو ځایناستي ماموریت کې د یو کال وظیفه وښايي.

 د SIV پروګرام کې نور بدلونونه

قانون همداراز نور بدلونونه کړي چې د SIV د پروګرام لپاره مهم دي. قانون:

  • SIV لپاره افغان درخواست ورکوونکو ته بیړنیو پروازونو، پروسې او استوګنې لپاره پیسې ورکوي.
  • د صحي معاینو د ځنډولو اجازه ورکوي تر څو SIVs په زیاته تېزۍ سره صادرې کړی شي.
  • د SIV افغان پروګرام ته 8,000 نورې ویزې ورکوي.
  • اجازه ورکوي چې د SIV د عراقي پروګرام ویزو نه په زیات کوچني 1059 SIV پروګرام کې استفاده وشي.
  • تکراروي چې د SIV د پروګرام په نهه میاشتو کې د پروسس کولو په شرط کې ټول پړاوونه شامل دي.
  • د متحده ایالاتو د دولت څخه نوي راپورونه ورکول لازمي کوي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)