چگونه میتوانم درخواست SIV خود را انتقال دهم؟-02.jpg

په دې لارښوود کې توضیح شوي دي چې څرنګه کولی شئ د کډوالۍ د ځانګړې ویزې غوښتنلیک یا کېس د متحده ایالتونو له یو سفارت څخه بل ته انتقال کړئ.  

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

په دې لارښوود کې توضیح شوي دي چې په لاندې حالاتو کې څرنګه کولی شو د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره خپل غوښتنلیک بل ځای ته انتقال کړو:  

  • که چیرې تاسو د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتنلیک پیل کړی وي؛
  • په متحده ایالاتو کې نه یاست
  • ستاسو کیس اوس هم په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې دی، یا
  • ستاسو کیس د هغه هیواد په سفارت یا کنسلګرۍ کې دی چې تاسو پکې ژوند کوۍ

که چیرې تاسو د ماموریت د مشر (COM) د منظورۍ د ترلاسه کولو په پړاو یاست

د غوښتنلیک په پروسه کې، د ماموریت د مشر (COM) منظوري د بریښنالیک له لارې ترسره کیږي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ټولو موقعیتونو کې د ټولو غوښتونکو لپاره یو شان ده. که چیرې تاسو د ماموریت د مشر (COM) د منظورۍ د ترلاسه کولو په پړاو کې یاست، تاسو د غوښتنلیک د طی مراحل د ځای بدلولو ته اړتیا نلرۍ. ستاسو د غوښتنلیک د طی مراحل ځای باید یوازې په لاندې حالاتو کې بدل شي:  

  • که چیرې تاسو د ماموریت مشر (COM) د منظورۍ د ترلاسه کولو لپاره نوی غوښتنلیک لیږلی وي او منظورۍ ته منتظر یاست
  • که چیرې تاسو د ماموریت مشر (COM) منظورۍ په اړه اقامه دعوی یا عرض کړی وي او د (COM) ځواب ته منتظر یاست

که چیرې تاسو د ماموریت مشر COM منظوري په اختیار کې لرۍ او د I-360 فورمې لیږلو ته اړ نه یاست، او یا که چیرې تاسو منظور شوې I-360 فورمه په اختیار کې لرۍ

د I-360 له منظورۍ وروسته، د غوښتنلیک د مراحلو د دوام پروسه په متحده ایالاتو کې دننه او بهر کسانو لپاره توپیر لري. د سند په دې برخه کې، له متحده ایالاتو څخه بهر کسانو لپاره پروسه توضیح کیږي. د هغو کسانو د غوښتنلیکونو د طی مراحل په باب د IRAP لارښوود وګورئ چې په متحده ایالاتو کې دننه استوګن دي.

که د ماموریت د مشر COM منظوري لرئ او د I-360 غوښتنلیک لیږلو ته اړتیا نلرۍ، او یا که تاسو د I-360 غوښتلیک منظوري ترلاسه کړې وي، تاسو کولی شۍ چې د ویزې ملي مرکز NVC سره اړیکه ونیسئ او غوښتنه وکړئ چې ستاسو کیس په هغه هیواد کې د متحده ایالاتو سفارت ته انتقال کړي چې تاسو پکې ژوند کوئ یا هغه هیواد ته چې تاسو ورته د تللو توان لرئ.

د DS-260 فورمې د ډکولو پرمهال، تاسو هغه سفارت مشخص کړئ چې تاسو ورته سفر کولی شئ یا په هغه هیواد کې سفارت مشخص کړئ چې تاسو اوس مهال پکې اوسیږئ.


څرنګه د کیس د انتقال غوښتنه وکړم

د بهرنیو چارو وزارت کولی شي ستاسو کیس یوازې هغو سفارتونو یا کنسلګریو ته انتقال کړي چې د کډوالۍ ویزې طی مراحل کوي. ځینې سفارتونه او کنسلګرۍ د کډوالۍ پرته نورې ویزې طی مراحل کوي چې تاسو سره مرسته کولی نشي.

د بهرنیو چارو وزارت تاسو سره بل هیواد ته د سفر او یاهم د مرکې لپاره بل هیواد ته د ویزې اخیستلو په برخه کې مرسته نشي کولی. 

د کیس د انتقال د درخواست لپاره، NVCSIV@state.gov ته بریښنالیک ولیږئ. په دې ایمیل کې باید لاندې معلومات شامل وي:

  • ستاسو نوم
  • ستاسو د زیږیدنې نیټه
  • ستاسو د کیس شمیره
  • هغه سفارت چې تاسو غواړۍ خپل کیس ورته انتقال کړئ

 

که چیرې ستاسو مرکه په کابل کې پلان شوې وه

که چیرې ستاسو مرکه په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې پلان شوې وه او تاسو مرکې ته حاضر شوي نه یاست، د متحده ایالاتو نږدې سفارت یا کنسلګرۍ ته چې تاسو ورته د سفر توان لرۍ، بریښنالیک ولیږئ. له سفارت یا کنسلګرۍ وغواړئ ترڅو ستاسو د مرکې ځای بدل کړي. 

تاسو باید په خپل بریښنالیک کې دا لاندې معلومات شامل کړئ:

  • ستاسو نوم
  • ستاسو د زیږیدنې نیټه
  • ستاسو د کیس شمیره
  • هغه اسناد چې ښیي ستاسو مرکه په سفارت کې پلان شوې وه

کیدي شي چې د سفارت یا کنسلګرۍ ځواب وځنډیږي. ستاسو د مرکې د وخت ټاکل هم کیدی شي اوونۍ یا میاشتې وځنډیږي.  

که چیرې ډاډه نه یاست چې سفارت یا کنسلګري د کډوالۍ ویزې طی مراحل کوي او که نه، او یا که چیرې د سم بریښنالیک په اړه ډاډه نه یاست، د بهرنیو چارو وزارت د سفارتونو له رسمي لست څخه ګټه واخلئ. په هغه هیواد کې چې استوګن یاست، د سفارت یا کنسلګرۍ ویب پاڼه پیدا کړئ. د سفارت یا کنسلګرۍ ویب پاڼه باید د ویزې د خدمتونو په باب یوه ځانګړې برخه ولري. د ویب پاڼې په همدې برخه کې توضیح کیږي چې په دې سفارت کې د کډوالۍ ویزې طی مراحل کیږي او که نه، او همدارنګه د اړیکې معلومات هم په همدې برخه کې وړاندې کیږي.  

اسلام آباد ته د کیس د انتقال په اړه معلومات: IslamabadAfghanSIV@state.gov
انقرې ته د کیس د انتقال په اړه معلومات: AnkaraIV@state.gov

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)