من درخواست کننده ویزه خاص مهاجرت در داخل ایالات متحده هستم، چگونه میتوانم برای دریافت گرین کارت (اقامت قانونی دایمی) درخواست نمایم؟-02.jpg

دا لارښوود د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتونکو ته چې یا د ویزې له لارې او یا هم د موقت بشردوستانه استوګنې پروګرام (پرول) له لارې متحده ایالاتو ته راغلي دي، عمومي معلومات وړاندې کوي. دا لارښوود همداراز د I-485 فورمې له لارې د متحده ایالاتو دننه د کډوالۍ د موقف د تعدیل یا بدلولو په اړه چې ګرین کارت هم ورته ویل کیږي، معلومات وړاندې کوي

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

دا لارښوود د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتونکو ته چې یا د ویزې له لارې او یا هم د موقت بشردوستانه استوګنې پروګرام (پرول) له لارې متحده ایالاتو ته راغلي دي، عمومي معلومات وړاندې کوي. دا لارښوود همداراز د I-485 فورمې له لارې د متحده ایالاتو دننه د کډوالۍ د موقف د تعدیل یا بدلولو په اړه چې ګرین کارت هم ورته ویل کیږي، معلومات وړاندې کوي

دا لارښوود د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتونکو لپاره چې له متحده ایالاتو بهر دي، معلومات نه وړاندې کوي. که چیرې تاسو متحده ایالاتو څخه بهر د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتونکي یاست، تاسو باید د بهرنیو چارو په وزارت کې د DS-260 فورمې په ډکولو سره کډوالۍ ویزې ته درخواست وکړئد DS-260 فورمې په باب د IRAP لارښوود دلته ترلاسه کړئ.

دا لارښوود د کډوالۍ ځانګړې ویزې هغو افغان درخواست کوونکو لپاره معلومات وړاندې کوي چې د متحده ایالاتو د حکومت د ایستنې یا تخلیې د پروسې په ترڅ کې د موقت بشردوستانه استوګنې پروګرام (پرول) له لارې متحده ایالاتو ته راغلي دي او د موقت بشردوستانه استوګنې د پروګرام معتبر اسناد په اختیار کې لري. ددې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې تاسو د موقت بشردوستانه استوګنې پروګرام (پرول) له لارې متحده ایالاتو ته راغلي یاست، په خپل پاسپورت کې لګول شوې ټاپه وګورئ

دا لارښوود دغه راز د کډوالۍ ځانګړې ویزې افغان درخواست کوونکو لپاره معلومات وړاندې کوي چې د غیرکډوالۍ ویزې له لارې متحده ایالاتو ته راغلي او اوس هم د همدې ویزې په لرلو سره، په غیرکډوالۍ کټګورۍ یا ډله کې راځي. په متحده ایالاتو کې د کډوالۍ ځانګړې ویزې نور ټول درخواست کوونکي، د هغو کسانو په ګډون چې د کډوالۍ معتبر موقف نلري او یا هم د کډوالۍ په محاکمو کې دي، باید د خپل کډوالۍ موقف د تعدیل یا بدلولو لپاره د کډوالۍ د چارو وکیل سره خبرې وکړي

د کډوالۍ د موقف د تعدیل یا بدلولو لپاره له درخواست مخکې باید تاسو

  • د ماموریت د مشر (COM) منظوري ترلاسه کړې وي چې پکې د کډوالۍ ځانګړې ویزې پروګرام لپاره ستاسو واجدیت شرایط تصدیق شوی وي. ددې پروګرام شرایط او الزامات دلته توضیح شوي دي. د ۲۰۲۲ کال د جولای له ۲۰ مې نیټې څخه مخکې د ماموریت د مشر (COM) د منظورۍ بیلګه لاندې وګورئ: 

Picture11.png 

  • یادونهځینې افغان درخواست کوونکي د کډوالۍ ځانګړې ویزې یو کوچني پروګرام ته چې د شفاهي او لیکنې ژباړونکو لپاره دی، درخواست کوي. دا پروګرام د Section 1059 SIVپه نوم یادیږي. 1059 پروګرام د ماموریت مشر (COM) منظورۍ ته اړتیا نلري. دا پروسه د I-360 فورمې په ډکولو او د جنرال یا پوځي افسر له خوا مکتوب په ترلاسه کولو سره پیلیږي.  
  • وکتل شو ترڅو روښانه شي چې تاسو د I-360 فورمې لیږلو ته اړ یاست که نه.
    •  
      • که د I-360 غوښتنلیک ثبت او لیږلو ته اړتیا لرئ، تاسو باید د I-360 منظوري ترلاسه کړې وي ترڅو ګرین کارت ته درخواست وکړئ.
      • تاسو هغه مهال پوهیږۍ چې ستاسو I-360 غوښتنلیک منظور شوی دی چې د اقدام لپاره خبرتیا (I-797 فورمه) ترلاسه کړۍ. ددې فورمې بیلګه لاندې وګورئ: 

Picture12.jpg

ستاسو دا خبرتیا د "مشروطې منظورۍ" په نوم یادیږي او پکې ویل شوي دي چې ستاسو درخواست "منظور یا په مشروط ډول منظور شوی دی. "

که چیرې تاسو د I-360 لیږلو ته اړ یاست، مهرباني وکړئ د I-360 درخواست د لیږلو معلومات د IRAP په لارښوود کې وګورئ

که چیرې د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره مې مرکه کړې وي، آیا اوس هم کولی شم د کډوالۍ د موقف د تعدیل یا بدلولو لپاره I-485   فورمه ډکه کړم؟

هو. که چیرې تاسو د موقت بشردوستانه استوګنې پروګرام (پرول) له لارې متحده ایالاتو ته راغلي یاست او تراوسه په همدې موقف کې یاست، تاسو د کډوالۍ دایمي موقف ته اړتیا لرۍ. پرته له دې چې د ایستنې یا تخلیې پروسې وروسته ستاسو درخواست په کوم پړاو کې وو، تاسو باید د خپل کډوالې موقف د بدلولو په باب اقدام وکړئ

د کډوالۍ د موقف تعدیل یا بدلولو لپاره درخواست - I-485 فورمه

وروسته له دې چې د ماموریت د مشر COM منظوري مو ترلاسه کړه او (1) که دا تایید شوي وي چې تاسو د I-360 ثبت او لیږلو ته اړتیا نلرۍ یا (2) دا تایید شوي وي چې تاسو د I-360 ثبت او لیږلو ته اړتیا نلرۍ او I-797 فورمه مو ترلاسه کړې ده چې پکې دا تصدیق شوې ده چې ستاسو I-360 فورمه په مشروط ډول منظور شوې ده، تاسو کولی شۍ د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالو د خدمتونو ادارې (USCIS) ته I-485 فورمه ولیږئ.

د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتونکي چې د متحده ایالاتو دننه استوګن دي، I-485 فورمه ډکوي او د دایمي قانوني اوسیدونکي د موقف چې ګرین کارت هم ورته ویل کیږي، غوښتنه کوي. د دایمي استوګنې د حق یا ګرین کارت په لرلو سره تاسو کولی شۍ چې

د I-485 درخواست د بشپړولو لپاره مهم ټکي

او کولی شۍ لاندې کسانو لپاره I-485 غوښتنلیک وړاندې کړئ:

  • تاسو پخپله
  • ستاسو میرمن/خاوند چې په متحده ایالاتو کې تاسو سره دی
  • ۲۱ کلونو څخه لږ عمر لرونکي مجرد ماشوم چې په متحده ایالاتو کې تاسو سره دي

د قانوني دایمي اوسیدونکي د موقف ترلاسه کولو لپاره، ستاسو په SIV کیس کې شامل هر شخص باید په جلا ډول I-485 غوښتنلیک ولیږي. تاسو کولی شۍ د کورنۍ د ټولو غړو I-485 غوښتنلیکونه یوځای په یو پاکټ کې د پوستې له لارې ولیږۍ، خو د هر غوښتنلیک ټولې اړوندې برخې باید پکې بشپړې او شاملې وي

که چیرې ستاسو میرمن/خاوند یا ۲۱ کلونو لږ عمر لرونکی ماشوم له متحده ایالاتو څخه بهر دي، تاسو باید د خپل I-485 ترمنظورۍ انتظار وباسئ او له منظورۍ د ترلاسه کولو وروسته باید د یوځای کیدنې د کډوالۍ ویزې د غوښتنلیک کار پیل کړئ

له هر غوښتنلیک سره باید څه ولیږم

خپل ځان او د کورنۍ غړو لپاره د I-485 غوښتنلیک د لیږلو پرمهال باید دا لاندې اسناد ضمیمه کړئ:

  • لاسلیک شوې I-485 فورمه چې ټولې اړوندې برخې یې بشپړې شوې وي. تاسو کولی شۍ د I-485 فورمې د بشپړولو په باب لارښوونې د متحده ایالاتو د کډوالۍ او تابعیت د خدمتونو د ادارې له ویب سایت څخه ترلاسه کړئ. په یاد ولرئ چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره افغان درخواست کوونکي د فیس ورکړې ته اړ نه دي. 
  • دوه 2x2 انچ ورته رنګه عکسونه. د عکس یا انځور په اړه هراړخیزې لارښوونې د پاسپورت عکس په اړه د بهرنیو چارو وزارت لارښوونې وګورئ. 
  • که چیرې تاسو د I-360  فورمې لیږلو ته اړ یاست، په دې صورت کې د I-797  فورمې یو نقل چې د مشروطې منظورۍ خبرتیا په نوم یادیږي هم شامل کړئ. تاسو کولی شۍ د I-360 مشروطې منظورۍ بیلګه پورته وګورئ. 
  • د پاسپورت "انځور"  لرونکې پاڼې یو نقل، که چیرې موجوده وي.
  • د افغانستان د تابعیت د تذکرې یا الکټرونیکي تذکرې یو نقل، د تذکرې د ژباړې او د ژباړې تصدیق سره.
  • د پاسپورت د هغې پاڼې یو نقل چې پرې د پرول ټاپه لګیدلې وي. 
  • ستاسو د I-94 فورمې یو نقل. دا هغه سند دی چې تاسو متحده ایالاتو ته له ننوتلو وروسته ترلاسه کړ. که چیرې I-94 په اختیار کې نلرۍ، تاسو کولی شۍ خپل I-94 په CBP ویب سایت کې ولټوۍ. که چیرې تاسو پاسپورت یا A number نلرۍ، تاسو کولی شۍ I-94 فورمه په ویب سایت کې د خپلې تذکرې د شمیرې په داخلولو سره ترلاسه کړئ. 
  • I-693 فورمه، د روغتیایي معایناتو رپوټ او د واکسین ریکارډ، چې ټاپه شوی او د "کډوالۍ د چارو ځانګړي ډاکټر" له خوا بشپړ شوی وي. دا ډاکټر د روغتیایي معایناتو او I-693 د بشپړولو په برخه کې  رسماً تصدیق شوی دی. په خپله سیمه کې د I-693 فورمې د بشپړولو لپاره د جواز لرونکي ډاکټر د پیدا کولو لپاره د USCIS په ویب سایت کې د ډاکټر د پیدا کولو برخې ته ورشئ. حتی که د مشروط اقامت (پرول) پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته له ننوتلو وروسته مو په پوځي هډو کې روغتیایي معاینات ترسره کړي وي، بیا هم باید دغه غوښتنلیک بشپړ کړئ. 
  • د خپلې میرمن/خاوند د غوښټنلیک لپاره، د نکاح خط یو نقل که چیرې موجود وي، له انګلیسي ژباړې او د ژباړې له تصدیق سره.
  • د خپل ماشوم د غوښتنلیک لپاره، د زیږیدنې د تصدیق یو نقل، که چیرې موجود وي، او یا هم تذکره چې پکې د پلار نوم ذکر شوی وي، که چیرې موجود وي، د انګلیسي ژباړې او د ژباړې له تصدیق شره. 

 

که چیرې په فورمه کې د یوې پوښتنې په معنی و نه پوهیږم او یا که چیرې اندیښنه ولرم چې پوښتنې ته ځواب کیدی شي زما پر واجدیت شرایط اغیزه وکړي، څه باید وکړم؟

که چیرې د فورمې د یوې برخې د بشپړولو په اړه ډاډه نه یاست او یا که چیرې د خپل واجدیت شرایط په باب اندیښنه لرۍ، باید د کډوالۍ د چارو له وکیل سره خبرې وکړئتاسو کولی شۍ په خپله سیمه کې وړیا یا په لږ لګښت د کډوالۍ حقوقي خدمتونه دلته ولټوئ

غوښتنلیک باید د پوستې له لارې چیرته ولیږل شي

د کډوالۍ د ځانګړې ویزې افغان درخواست کوونکو ټول I-485 غوښتنلیکونه باید ورته پتې ته ولیږل شي

USCIS

Attn: AFGHAN NFB (Box 21281)

1820 E. Skyharbor Circle S

Suite 100

Phoenix, AZ 85034-4850

 

د غوښتنلیکونو ثبتول وړیا ترسره کیږي 

تاسو د خپل I-485 غوښټنلیک د ثبتولو لپاره د پیسو ورکړې ته اړ نه یاست

د خپل غوښتنلیک په هره پاڼه کې “AFGHAN SIV OPERATION ALLIES WELCOME” ولیکئ. ددې جملې لیکل د متحده ایالاتو حکومت ته دا روښانه کوي چې ستاسو غوښتنلیک د پیسو ورکړې ته اړتیا نلري.  

راتلونکي ګامونه

تاسو به د I-485 له لیږنې څو اوونۍ وروسته، د متحده ایالاتو د کډوالۍ او تابعیت د خدمتونو له ادارې (USCIS) له خوا د غوښتنلیک د ترلاسه کیدو خبرتیا چې د I-797 په نوم یادیږي، ترلاسه کړۍ. که چیرې تاسو خپل غوښتنلیک د ترلاسه کیدنې د تایید په موخه د الکترونیکي خبرتیا د ترلاسه کولو لپاره G-1145 فورمه ډکه کړې وي، تاسو به خبرتیا د بریښنالیک او پوستې له لارې ترلاسه کړۍ. خو که چیرې تاسو G-1145 فورمه ډکه کړې نه وي، تاسو به یوازې I-797 فورمه چې د غوښتنلیک د ترلاسه کیدو خبرتیا بلل کیږي، د پوستې له لارې ترلاسه کړۍ

د غوښتنلیک د ترلاسه کیدو خبرتیا په دې معنی ده چې USCIS ستاسو غوښتنلیک ترلاسه کړی دی. USCIS تراوسه ستاسو د کیس په باب پریکړه نه ده کړې. څه موده وروسته به تاسو هغه خبرتیا ترلاسه کړۍ چې پکې ستاسو د غوښتنلیک د منظورۍ، رد کیدلو او یا هم USCIS ته د لازیاتو شواهدو د وړاندې کولو د ضرورت او یا هم تاسو سره د مرکې په اړه معلومات شامل وي

مرکه

د I-485 فورمې له لیږلو وروسته به د متحده ایالاتو د کډوالۍ او تابعیت د خدمتونو اداره (USCIS) تاسو سره د مرکې وخت ټاکي

د آدرس بدلیدل 

بلې سیمې ته د کډې کولو او د آدرس د بدلیدلو په صورت کې، تاسو کولی شۍ د USCIS په ویب سایت کې د آدرس د بدلولو برخې ته ورشۍ او د USCIS  په سیسټم کې خپل آدرس بدل کړئ.  

آیا کولی شم په یو وخت کې د کډوالۍ ځانګړې ویزې د موقف بدلولو او پناه غوښتنې ته درخواست وکړم؟

هو، سره له دې هم، تاسو باید د کډوالۍ د چارو وکیل سره د خپل ځانګړي وضعیت په باب خبرې وکړئ.

د کډوالۍ ځانګړې ویزې موقف تعدیل یا بدلولو پروسه په څومره موده کې ترسره کیږي؟

د پروسې د مودې اټکل کول امکان نلري. پخوا به د ورته غوښتنلیکونو د طی مراحل او یا د کډوالۍ د موقف د تعدیل یا بدلولو موده په منځنۍ کچه ۶ څخه تر ۱۲ میاشتو وه

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)