آیا همسر و اطفالم میتوانند ویزه های خاص مهاجرت (SIV) دریافت نمایند؟-02.jpgپه دې لارښوود کې توضیح شوي دي چې تاسو څرنګه کولی شۍ خپله مېرمن/خاوند او ماشومان د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا SIV په غوښتنلیک کې شامل کړئ. 

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲۰ کال د نومبر په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

د کډوالۍ ځانګړې ویزې افغان غوښتونکي کولی شي خپل ځان، خپلې میرمن/خاوند او د ۲۱ کلونو څخه لږ عمر لرونکو ماشومانو لپاره درخواست وکړي. په دې لارښوود کې توضیح شوي دي چې تاسو څرنګه کولی شۍ خپله میرمن/خاوند او ماشومان د کډوالۍ ځانګړې ویزې په غوښتنلیک کې شامل کړئ. 

 

که ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان په افغانستان کې دي او تاسو غواړۍ چې له افغانستان څخه د وتلو د مرستو په اړه وپوهیږئ، د افغان کورنیو د یوځای کیدو په باب د بهرنیو چارو وزارت ویب پاڼې ته ورشئ.

د کډوالۍ ځانګړې ویزې افغان او عراقي لرونکي هم کولی شي چې د ۳ شمیرې لومړیتوب پروګرام له لارې د خپلو کورنیو ځینو غړو لپاره درخواست وکړي. د IRAP د ۳ شمیرې لومړیتوب پروګرام په اړه معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.

دا لارښوود بیلابیلې برخې لري چې د هغو غوښتونکو لپاره معلومات وړاندې کوي چې په بیلابیلو حالتونو کې دي. هغه برخه ولولئ چې ستاسو حالت سره تړاو لري. 

تاسو له خپلې میرمن/خاوند او ماشومانو سره له متحده ایالاتو بهر یاست او د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره درخواست کوئ

کله چې تاسو د ماموریت د مشر COM  د منظورۍ لپاره درخواست کوۍ، خپله میرمن/خاوند او ماشومان په DS-157 فورمه کې شامل کړئ. که تاسو I-360 فورمه ډکوۍ، خپله میرمن/خاوند او ماشومان په دې فورمه کې شامل کړئ. 

وروسته له دې چې DS-157 او I-360 فورمې منظور شوې، د ویزې ملي مرکز (NVC) به د nvcsiv@state.gov بریښنالیک له لارې د DS-260 فورمې په باب چې د ویزې د غوښتنلیک په نوم یادیږي او همداراز د DS-157 او I-360 فورمو په باب چې تاسو د کورنۍ د غړو نومونه پکې شامل کړي دي، معلومات ولیږي. تاسو باید خپلې میرمنې/خاوند او ماشومانو لپاره د ویزې غوښتنلیک په عین وخت کې د خپل غوښتنلیک سره یوځای بشپړ کړئ. 

د DS-260 د غوښتنلیک د پروسې په باب د لازیاتو معلوماتو لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ. د مرکې د پروسې په باب معلوماتو لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ

تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر یاست او د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV لپاره درخواست کوۍ او له درخواست کولو وروسته تاسو واده کوۍ او ستاسو ماشوم نړۍ ته راځي 

که تاسو پخوا د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره درخواست کړی وي او غواړۍ چې د خپلې کورنۍ غړی په غوښتنلیک کې شامل کړئ، هغه پړاوونه چې تاسو یې باید بشپړکړې دې پورې اړه لري چې ستاسوغوښتنلیک اوس په کوم پړاو کې دی. 

  • که تاسو د ماموریت د مشر COM منظورۍ ته په تمه یاست، تاسو اوس مهال د هیڅ اقدام کولو ته اړ نه یاست، او تاسو کولی شۍ چې خپله میرمن/خاوند او ماشومان په راتلونکي پړاو کې شامل کړئ. 
  • که تاسو I-360 غوښتنلیک لیږلی وي او پریکړې ته په تمه یاست، تاسو اوس مهال د هیڅ اقدام کولو ته اړ نه یاست، او تاسو کولی شۍ چې خپله میرمن/خاوند او ماشومان په راتلونکي پړاو کې شامل کړئ.
  • که تاسو د ویزې د غوښتنلیک DS-260 د لیږلو په پړاو کې یاست یا مو دغه غوښتنلیک مخکې لیږلی وي، د  NVCSIV@state.govبریښنالیک له لارې د خپلې میرمنې/ماشوم په اړه د ویزې ملي مرکز ته بریښنالیک ولیږئ. د ویزې ملي مرکز به تاسو ته اجازه درکړي چې خپلې میرمن/خاوند او ماشوم لپاره د ویزې غوښتنلیک DS-260 ولیږئ. 
  • که تاسو د ویزې مرکه ترسره کړې وي خو تراوسه مو سفر کړی نه وي: 
    • ژر تر ژره د متحده ایالاتو سفارت یا کنسلګرۍ سره چې ستاسو مرکه پکې شوې وه اړیکه ونیسئ. سفارت یا کنسلګرۍ ته ووایئ چې ستاسو نوې میرمن/خاوند او ماشوم باید په غوښتنلیک کې شامل شي. 
    • که ستاسو ماشوم د ویزې له ترلاسه کولو وروسته خو متحده ایالاتو ته له سفر مخکې نړۍ ته راغلی دی، ژر تر ژره د متحده ایالاتو سفارت یا کنسلګرۍ سره اړیکه ونیسئ. ستاسو ماشوم به تاسو سره ملتیا لپاره ویزې ته اړتیا نلري. 

تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر د کډوالۍ ځانګړې ویزې  SIV لپاره درخواست کوۍ او تاسو د خپلې میرمنې/خاوند او ماشوم څخه جلا په بل هیواد کې یاست

که ستاسو میرمن/خاوند او ماشوم نشي کولی تاسو سره یوځای د ویزې مرکې ته حاضر شي، هغوی باید وروسته له دې چې تاسو د کډوالۍ ځانګړې ویزه ترلاسه کړه او متحده ایالاتو ته مو مهاجرت وکړ، د خپلو ځانګړو ویزو د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي. دا ویزه "د کورنۍ غړي سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزې" په نوم یادیږي. 

د درخواست کولو پرمهال، خپله میرمن/خاوند او ماشوم باید د غوښتنلیک په فورمو کې شامل کړئ. متحده ایالاتو ته له مهاجرت وروسته د کورنۍ غړي سره د یوځای کیدو د ویزې د ترلاسه کولو د څرنګوالي په باب دا لاندې برخه ولولئ. "تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر د کډوالۍ ځانګړې ویزه ترلاسه کړه او متحده ایالاتو ته مو مهاجرت وکړ، خو ستاسو میرمن/خاوند او ماشوم تراوسه هم له متحده ایالاتو څخه بهر دي. " 

تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر د کډوالۍ ځانګړې ویزه ترلاسه کړه او متحده ایالاتو ته مو مهاجرت وکړ، خو ستاسو میرمن/خاوند او ماشوم تراوسه هم له متحده ایالاتو څخه بهر دي

میرمن/خاوند او ۲۱ کلونو څخه لږ عمر لرونکي مجرد ماشومان کولی شي "د کورنۍ غړي سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزې" ته درخواست وکړي. 

"د کورنۍ غړي سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزې" د ترلاسه کولو لپاره، ستاسو میرمن/خاوند باید متحده ایالاتو ته ستاسو له مهاجرت څخه مخکې تاسو سره واده کړی وي. 

که چیرې د لاندې ټکو څخه یو سم وي، ۲۱ کلونو څخه لږ عمر لرونکی مجرد ماشوم  کولی شي "د کورنۍ غړي سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزه" ترلاسه کړي. 

  • متحده ایالاتو ته ستاسو له کډوالۍ مخکې ستاسو ماشوم نړۍ ته راغلی دی، یا 
  • متحده ایالاتو ته ستاسو له کډوالۍ وروسته ستاسو ماشوم نړۍ ته راغلی دی خو متحده ایالاتو ته له کډوالۍ مخکې تاسو د خپل ماشوم مور سره واده کړی وو. 

د کډوالۍ د ځانګړې ویزې له ترلاسه کولو او متحده ایالاتو ته له مهاجرت وروسته، د ویزې ملي مرکز ته په  nvcsiv@state.govبریښنالیک ولیږئ. کیس نمبر، خپل د زیږیدنې نیټه، د خپلې میرمن/خاوند او ماشومانو نومونه او د هغوی د زیږیدنې نیټې په یو بریښنالیک کې یوځای شامل کړئ. خپل د ویزې سکن شوی یو نقل او د خپلې میرمن/خاوند او ماشومانو پاسپورتونه، تذکرې او نکاح خط (که د اجرا وړ وي) د انګلیسي ژباړې تصدیق سره یوځای، بریښنالیک سره ضمیمه کړئ. د ویزې ملي مرکز NVC ته د هغه سفارت یا کنسلګرۍ په اړه ووایئ چې هغوی به پکې د کډوالۍ ځانګړې ویزې مرکه ترسره کوي. کیدی شي د ویزې ملي مرکز NVC له تاسو څخه وغواړي چې د خپلې کورنۍ د اړیکې په باب مدني اسناد وړاندې کړئ. په مدني اسنادو کې نکاح خط، د زیږیدنې تصدیق او تذکره شامله وي. که له دې اسنادو څخه یو سند تاسو سره موجود نه وي، دلیل یې د ویزې ملي مرکز NVC ته څرګند کړئ.  

که ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان په افغانستان کې دي او غواړي چې له افغانستان څخه د وتلو د مرستو په اړه وپوهیږي، د افغان کورنیو د یوځای کیدو په باب د بهرنیو چارو وزارت ویب پاڼې ته ورشئ. 

راتلونکي پړاوونه

ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان باید د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV لپاره درخواست وکړي. هغوی باید د ویزې د غوښتنلیک DS-260 پړاو او همداراز د ویزې مرکه بشپړه کړي. د DS-260 د غوښتنلیک د پروسې په باب د لازیاتو معلوماتو لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ. د مرکې د پروسې په باب معلوماتو لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ

د مدني اسنادو لکه نکاح خط، د زیږیدنې د تصدیقونو او تذکرو یو نقل مرکې ته له ځان سره راوړئ. مرکه کوونکی کیدی شي له هغوی څخه ستاسو د کورنۍ د اړیکې په باب لکه ستاسو د واده نیټه او ځای، د ماشومانو د زیږیدنې نیټو په اړه، پوښتنې وکړي. 

تاسو د بشردوستانه لنډمهالې استوګنې (پرول) پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته راغلي یاست او د کډوالۍ ځانکړې ویزې SIV لپاره درخواست کوۍ، او ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان په متحده ایالاتو کې دي

که تاسو په متحده ایالاتو کې یاست، او د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV لپاره درخواست کوئ، د ماموریت د مشر COM د منظوري له ترلاسه کولو وروسته، یا د I-360 له منظورۍ وروسته، تاسو باید "د کډوالۍ د موقف تعدیل" لپاره درخواست وکړۍ او ګرین کارت ترلاسه کړئ. د SIV پروسې په اساس ګرین کارت ته د درخواست کولو په باب د IRAP لارښود دلته وګورئ

 

د کډوالۍ موقف د تعدیل د غوښتنلیک فورمه د I-485 په نوم یادیږي. که ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان تاسو سره یوځای دي، د I-485 غوښتنلیک د لیږلو پرمهال، تاسو باید د هغوی I-485 غوښتنلیکونه خپل غوښتنلیک سره یوځای په یو پاکټ کې ولیږئ. که ستاسو I-485 غوښتنلیک منظور شوی دی، هغوی هم کولی شي خپل I-485 غوښتنلیکونه ولیږي. 

 

تاسو د بشردوستانه لنډمهالې استوګنې (پرول) پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته راغلي یاست او د کډوالۍ ځانکړې ویزې SIV لپاره درخواست کوۍ، او ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان له متحده ایالاتو بهر دي

ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان چې له متحده ایالاتو بهر دي ترهغه دمه نشي کولی د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره درخواست وکړي چې ستاسو د کډوالۍ د موقف د تعدیل غوښتنلیک I-485 منظور شي. 

د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې هغه افغانان چې د بشردوستانه موقتې استوګنې اسناد او د لنډمهال خوندي وضعیت اسناد لري، کولی شي کورنۍ سره د یوځای کیدو د مرستو غوښتنه وکړي. سره له دې هم، د ۲۰۲۲ کال له نومبر راهیسې، د بهرنیو چارو وزارت د د درخواست کولو د څرنګوالي په اړه جزییات وړاندې کړي نه دي. تاسو کولی شۍ د  د افغان کورنیو د یوځای کیدو په باب د بهرنیو چارو وزارت ویب پاڼه دلته وګورئ. 

تاسو د بشردوستانه لنډمهالې استوګنې (پرول) پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته راغلي یاست او ستاسو د کډوالۍ د موقف د تعدیل غوښتنلیک منظور شوی دی، خو ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان له متحده ایالاتو بهر دي

ستاسو میرمن/خاوند او له ۲۱ کلونو لږ عمر لرونکي ماشومان کولی شي "کورنۍ سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزې" لپاره درخواست وکړي. 

"کورنۍ سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزې" د ترلاسه کولو لپاره، ستاسو میرمن/خاوند باید د کډوالۍ د ځانګړې ویزې د پروسې له لارې ستاسو د کډوالۍ د موقف د تعدیل له منظوریدو څخه مخکې تاسو سره واده کړی وي. 

که چیرې د لاندې ټکو څخه یو سم وي، ۲۱ کلونو څخه لږ عمر لرونکی مجرد ماشوم  کولی شي "کورنۍ سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزه" ترلاسه کړي:

  • متحده ایالاتو کې ستاسو د کډوالۍ د موقف له منظوریدو څخه مخکې ستاسو ماشوم نړۍ ته راغلی دی، یا 
  • متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د موقف له منظوریدو څخه وروسته ستاسو ماشوم نړۍ ته راغلی دی خو متحده ایالاتو کې ستاسو د کډوالۍ د موقف له منظوریدو څخه مخکې تاسو د خپل ماشوم مور سره واده کړی وو. 

د کډوالۍ د موقف له تعدیل وروسته، تاسو باید I-824 فورمه چې د منظور شوي غوښتنلیک په باب د اقدام لپاره درخواست بلل کیږي، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې USCIS ته ولیږئ. I-824 فورمې په باب د USCIS ویب پاڼه دلته وګورئ

دI-824 فورمې هدف څه دی؟

I-824 فورمه له USCIS څخه غواړي چې د ویزې ملي مرکز (NVC) ته خبر ورکړي چې د اصلي غوښتونکي I-485 غوښتنلیک منظور شوی دی. دا کار د اصلي غوښتونکي له خاوند/میرمن او ماشومانو سره مرسته کوي چې له اصلي غوښتونکي سره د یوځای کیدو په موخه، ویزې ته درخواست وکړي.

ددې غوښتنلیک ثبتول وړیا دی 

تاسو د I-824 غوښتنلیک د ثبتولو لپاره د پیسو ورکړې ته اړ نه یاست. د خپل غوښتنلیک په هره پاڼه کې “AFGHAN SIV OPERATION ALLIES WELCOME” عبارت ولیکئ. دا کار د متحده ایالاتو حکومت سره مرسته کوي ترڅو وپوهیږي چې تاسو د فیس ورکړې ته اړ نه یاست. 

که د فورمې په یوه پوښتنه و نه پوهیږم، څه به وشي؟ 

که تاسو ددې فورمې د یوې برخې د بشپړولو په اړه ډاډه نه یاست، د کډوالۍ د چارو له وکیل سره خبرې وکړئ. تاسو کولی شئ د کډوالۍ د چارو د وړیا یا لږ لګښت لرونکو حقوقي خدمتونو برابرونکي په خپله سیمه کې دلته پیدا کړئ

هغه مهم ټکي چې د I-824 غوښتنلیک د ثبتولو پرمهال باید وپوهیږئ

 

که تاسو د کډوالۍ د موقف د تعدیل فورمه I-485 د کډوالۍ د ځانګړې ویزې د واجدیت شرایط په اساس لیږلې ده، او خپلې میرمن/خاوند او ماشومانو لپاره "کورنۍ سره د یوځای کیدو ویزې" پروسه پیل کوۍ، د I-824 غوښتنلیک په 2 برخه کې 1c غوره کړئ چې متن یې په لاندې ډول دی: " USCISدې د  NVC له لارې د متحده ایالاتو کنسلگرۍ ته خبر ورکړي چې زما د کډوالۍ موقف د تعدیل په پایله کې اوس د متحده ایالاتو دایمي اوسیدونکي ته بدل شوی دی".

 

I-824 غوښتنلیک سره باید کوم اسناد ولیږل شي

 

د I-824 غوښتنلیک د ثبتولو پرمهال، تاسو باید د منظورۍ د خبرتیا (I-797 فورمې) یو نقل چې د I-485 یا د کډوالۍ د موقف د تعدیل د غوښتنلیک لپاره مو ترلاسه کړی دی، شامل کړئ. 

 

I-824  غوښتنلیک باید چیرته ولیږل شي

تاسو کولی شۍ I-824 د متحده ایالاتو د پستي خدمتونو د ادارې له لارې لاندې پتې ته ولیږئ: 

USCIS

Attn: NFB

P.O. Box 21281

Phoenix, AZ 85036-1281

 

که تاسو د FedEx، UPS، یا DHL له پستي خدمتونو کار اخلۍ، فورمه باید لاندې پتې ته ولیږل شي: 

USCIS

Attn: NFB (Box 21281)

1820 E. Skyharbor Circle S

Suite 100

Phoenix, AZ 85034-4850

 

راتلونکي پړاوونه

درخواست کولو وروسته، تاسو د رسید خبرتیا (فورمه I-797) د USCIS د رسید د شمیرې سره یوځای ترلاسه کوۍ. بیا تاسو کولی شۍ د خپل غوښتنلیک وضعیت په آنلاین بڼه دلته وګورئ

ستاسو د I-824 غوښتنلیک د منظوریدو په صورت کې، د ویزې ملي مرکز به د (nvcsiv@state.gov)   بریښنالیک له لارې ستاسو د میرمن/خاوند او ماشومانو لپاره کورنۍ سره د یوځای کیدو ویزې د درخواست د څرنګوالي په اړه معلومات ولیږي. 

ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان باید د ویزې د غوښټنلیک DS-260 او د مرکې پروسه بشپړه کړي. د DS-260 د پروسې په باب د لازیاتو معلوماتو لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ. د مرکې د پروسې په باب معلوماتو لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ

په مرکه کې، ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان باید د کورنۍ اړیکو په باب مدني اسناد وړاندې کړي. په مدني اسنادو کې نکاح خط، د زیږیدنې تصدیق او تذکره شامله ده. کیدی شي چې مرکه کوونکی له هغوی څخه د کورنۍ اړیکو د جزییاتو په باب لکه ستاسو د واده نیټې او ځای، او د ماشومانو د زیږیدنې د نیټو په باب پوښتنه وکړي. 

 

که ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان په افغانستان کې دي او تاسو غواړۍ چې له افغانستان څخه د وتلو د مرستو په اړه وپوهیږئ، د افغان کورنیو د یوځای کیدو په باب د بهرنیو چارو وزارت ویب پاڼې ته ورشئ. 

تاسو خپلې میرمنې/خاوند سره له مهاجرت وروسته یا د کډوالۍ د ځانګړې ویزې SIV  د پروسې له لارې د کډوالۍ د موقف له تعدیل وروسته واده وکړ، یا ستاسو ماشوم له کورنۍ سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزې ته واجد شرایط نه دی

کورنۍ سره د یوځای کیدو په موخه د کډوالۍ ځانګړې ویزې د ترلاسه کولو لپاره، ستاسو میرمن/خاوند باید د کډوالۍ د موقف له تعدیل یا د SIV له لارې ستاسو له مهاجرت څخه مخکې، تاسو سره واده کړی وي. 

ستاسو د ۲۱ کلونو څخه لږ عمر لرونکی ماشوم یوازې په هغه صورت کې کولی شي کورنۍ سره د یوځای کیدو ځانکړې ویزه ترلاسه کړي چې لاندې ټکو څخه یو سم وي: 

  • متحده ایالاتو کې ستاسو د کډوالۍ د موقف له منظوریدو څخه مخکې ستاسو ماشوم نړۍ ته راغلی دی، یا 
  • متحده ایالاتو کې د کډوالۍ د موقف له منظوریدو څخه وروسته ستاسو ماشوم نړۍ ته راغلی دی خو متحده ایالاتو کې ستاسو د کډوالۍ د موقف له منظوریدو څخه مخکې تاسو د خپل ماشوم مور سره واده کړی وو. 

که ستاسو میرمن/خاوند او ماشومان کورنۍ سره د یوځای کیدو ځانګړې ویزې ته واجد شرایط نه وي، تاسو بیاهم کولی شۍ د هغوی I-130 فورمه ولیږئ. د I-130 فورمې د لیږلو په باب د IRAP لارښوود دلته وګورئ.

کله چې تاسو SIV ته درخواست وکړ ستاسو ماشوم له ۲۱ کلونو لږ عمر درلود خو اوس ۲۱ کلن شوی دی

که د کډوالۍ ځانګړې ویزې د غوښتنلیک پرمهال ستاسو ماشوم له ۲۱ کلونو څخه لږ عمر درلود خو د غوښتنلیک د پروسې په لړ کې ۲۱ کلن شوی دی، بیا هم SIV یا کورنۍ سره د یوځای کیدنې ویزې لپاره واجد شرایط دی. داچې قانون په دې برخه کې پیچلی دی، تاسو باید د خپلې قضیې د جزییاتو په اړه د کډوالۍ د چارو وکیل سره خبرې وکړئ. 

د متحده ایالاتو حکومت به په دې اړه څیړنه وکړي چې ایا ستاسو ماشوم د SIV غوښتنلیک پرمهال له ۲۱ کلونو کوچنی وو او که نه. که له تاسو څخه غوښتل شوي دي چې I-360 فورمه ډکه کړئ، د متحده ایالاتو حکومت به څیړنه وکړي چې ایا ستاسو ماشوم د I-360 فورمې د ډکولو پرمهال له ۲۱ کلونو کوچنی وو که نه. که له تاسو څخه غوښتل شوي نه دي چې I-360 فورمه ډکه کړئ، په دې صورت کې به د متحده ایالاتو حکومت وګوري چې ایا ستاسو ماشوم د DS-157 فورمې د ډکولو پرمهال له ۲۱ کلونو کوچنی وو که نه.  

که ستاسو ماشوم د کډوالۍ ځانګړې ویزې د غوښتنلیک له لیږلو وروسته ۲۱ کلن شو، په دې صورت کې مهمه ده چې تاسو DS-260 یا I-824 فورمه خپل ماشوم لپاره د کډوالۍ د ځانګړې ویزې له منظورۍ وروسته د یو کال په لړ کې، ولیږئ. که تاسو په متحده ایالاتو کې یاست، تاسو کولی شۍ I-824 فورمه په عین وخت کې چې I-485 غوښتنلیک د کډوالۍ د موقف د تعدیل لپاره لیږۍ، ثبت کړئ. که تاسو د یوکال په لړ کې غوښتنلیک ونه لیږئ، ستاسو ماشوم چې ۲۱ کلن شوی دی د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV لپاره به واجد شرایط نه وي. 

تاسو په غوښتنلیک کې د خپلې میرمن/خاوند او ماشوم یادونه نه ده کړې

که تاسو په خپل غوښتنلیک کې چې لیږلی مو دی، د خپلې میرمن/خاوند او ماشوم یادونه نه وي کړي، دا کار کیدی شي ستاسو په غوښتنلیک اغیزه وکړي. تاسو باید په دې برخه کې د موجودو لاروچارو په باب د کډوالۍ وکیل سره خبرې وکړئ.

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)