د دې لارښود په اړه

دا لارښود د هغو خلکو لپاره دی څوک چې د لاندې درېواړو معيارونو سره برابر وي:

  • ته يو افغان يې چې ايس آی وي ته دې درخواست ورکړی.
  • تا د کام رد تر لاسه کړی.
  • ستا د کام په رد کې دا دلايل راغلي "د امريکا د حکومت، يا د ايساف/ار ايس لخوا يا د هغوی په استازولۍ د دندې د استخدام لپاره د وړتيا کمښت: تا نه ده ثابته کړې چې ستا استخدام له تا غوښتنه کړې وه چې افغانستان کې د ژباړن يا تشريح کوونکي په توګه د بهرنيو چارو وزارت د يو کس، يو ايس ای آی ډي، يا د امريکا د پوځ د مامورينو لپاره کار وکړې، يا دا چې په افغانستان کې د امريکا د حکومت لپاره حساسې او د باور وړ دندې تر سره کړې."

که ته د بل کوم دليل پر اساس رد شوې يې، د کام پر رد د آی ار ای پي لارښود دلته وګوره. که ګڼ دلايل راوړل شوي، ته بايد د رد د هر دليل په اړه معلومات ورکړې.

 

د کام د رد پر وړاندې څه ډول د بيا کتنې غوښتنه کولای شې

لاندې د هغه ليک نمونه ده چې ته کولای شې د کام د رد په اړه د بيا کتنې لپاره يې و استوې. ليک د ثابتې کرښې لاندې پيليږي. د دې لپاره چې دا لیک وکاروې، په پوره پاملرنې سره دا لارښوونې تعقيب کړه.

  1. دا ليک ولوله، ډاډ حاصل کړه چې دا معلومات پر تا عملي کېدای شي.
  2. له دې ويبپاڼې څخه معلومات هغه ځای ته کاپي کړه چرته چې کولای شې تصحيح یې کړې. دا که يو برېښنا ليک وي که د ورډ فايل وي.
  3. د ايميل په سر کې خپل نوم، د زېږېدو نېټه، او قضيې شمېره ورکړه.
  4. هغه فقرې چې په ژيړ رنګ کې دي ستاسې لپاره لارښوونې دي. ته بايد دا برخې له ليک سره وانه استوې. په روښانه کړای شويو برخو کې لارښوونې تعقيب کړه. بيا روښانه کړای شوې برخې ړنګې کړه.
  5. دا ليک په انګليسي ژبه ليکل شوی. د دې لپاره چې په پوهېدو کې ستا سره مرسته شوې وي، لاندې ورسره ژباړه يو ځای کړای شوې. ته بايد يوازې د دې ليک انګليسي برخه واستوې.
  6. ليک د ايس آی وي پروګرام ته واستوه. له هغه اين وي سي څخه ليک بريښنا ليک ته کاپي کړه چې تاته يې د رد ليک استولې. دا ايميل بايد له دې AfghanSIVApplication@state.gov برېښنا ليک، يا له CANVCAfghanSIVApplication@state.gov برېښنا ليک ادرس څخه راغلی وي.

له اين وي سي څخه د کام د رد ليک له تر لاسه کولو څخه وروسته ته کولای شې په 120 ورځو کې د کام د رد د بيا کتنې غوښتنه وکړې.کېدای شي هغه نېټه چې د کام د رد پر ليک ليکل شوې، له هغه څخه مخکې وي چې اين وي سي تاسې ته ايميل کړی، خو ته له هغه وخته 120 ورځې لرې چې کام تاسې ته د رد ليک استولې.

که ستاسې د کام غوښتنليک رد شوی وي، او له هغه وخته چې تاسې رد تر لاسه کړی 120 ورځې تېرې شوي وي، ته بايد د کام لپاره نوې غوښتنه واستوېد بهرنيو چارو وزارت لخوا د کام د تاييد د غوښتنو د لست لپاره دلته وګوره.

 

 

<لارښوونې په بولډ ډول تعقیب کړئ په ژيړ رنګ روښانه کړای شوې لارښوونې تعقيب کړه او له استولو مخکې ټولې روښانه کړای شوې برخې ړنګې (ډيليټ)  کړه. ته بايد په خپل ايميل کې لومړۍ او څلورمه برخه شامله کړې. دوهمه او درېيمه برخه اختياري دي. او داسې هم کولای شې چې يا يوازې دوهمه او يا درېيمه برخه شامله کړې. يوازې هغه مهال دا برخې داخلې کړه که چېرې دا برخې پر تا عملي کيږي.>

[Follow the yellow highlighted instructions and delete all highlighted sections before sending. You should include Section 1 and Section 4 in your email. Sections 2 and 3 are optional. You can include either section 2 or section 3. Only include them if that section applies to you.]

 

۱ برخه

 

Name: (نوم)

Date of Birth: (د زېږېدو نېټه)

Case number: (د قضيې شمېره)

 

Dear Chief of Mission:

د ماموريت ښاغلی مشره:

 

I appeal the Chief of Mission’s (COM) denial of my Special Immigrant Visa (SIV) application. I meet the requirements for an SIV in Section 602(b)(2)(A) of the AAPA, as amended by NDAA 2020.

زه د ماموريت د مشر (کام) د رد په وړاندې د بيا کتنې غوښتنه کوم چې ما د خاص کډوال ويزې (اي آی وي) لپاره کوم غوښنتليک کړی دی. زه د اي اي پي ای د 602 (بي)(2) مادې پر اساس، چې 2020 کال کې د اين ډي اي اي لخوا تعديل شوې ده، د ايس آی وي د غوښتنو سره مطابقت لرم.

COM denied my application because I did not work as an interpreter or “perform sensitive and trusted activities.” On December 20, 2019, the National Defense Authorization Act for Fiscal Year 2020 (NDAA FY2020) was signed into law. Section 1216 of NDAA FY2020 changed the requirements for an SIV.

کام زما غوښتنليک په دې دليل رد کړی چې ما د ژباړن يا "حساسې او باوري کړنو" په برخه کې کار نه دی کړی." د 2019 کال د ديسمبر په 20 نېټه، د ملي دفاع د مجوز قانون د 2020 مالي کال (اين ډي ای ای ايب وای 2020) لپاره لاسليک کړای شوی و.د اين ډي ای ای ايب وای 2020، 1216 ماده د ايس آی وي لپاره غوښتنې بدلې کړي دي.

SIV applicants no longer have to show that they worked as an interpreter or translator for the Department of State, USAID, or U.S. military personnel in Afghanistan or “perform[ed] sensitive and trusted activities for the United States government in Afghanistan.”

له دې وروسته د ايس آی وي پر غوښتونکو لازمه نه ده چې وښيي چې دوی د بهرنيو چارو وزارت، يو ايس اي آی ډي، يا امريکا د پوځي مامورينو لپاره په افغانستان کې د ژباړن يا تشريح کوونکي په توګه کار کړی دی، يا يې "په افغانستان کې د امريکا د حکومت لپاره حساس او باوري فعاليتونه کړي دي."

The only reason that COM provided for denying my application was that I did not work as an interpreter or translator or perform sensitive and trusted activities. As such, I am addressing only that reason for denial in my appeal.

د کام لخوا زما د غوښتنليک د رد لپاره يوازينی دليل دا وو چې ما د ژباړن يا تشريح کوونکي دنده نه ده تر سره کړې يا مې حساس او باوري کارونه نه دي کړي. په همدې اساس زه په خپله استئناف غوښتنه کې يوازې د رد د همدې دليل ځواب وايم.

Congress removed the requirement to work as a interpreter or translator for the Department of State, USAID, or U.S. military personnel in Afghanistan or perform sensitive and trusted activities. That requirement is longer part of the law, and I should receive COM approval.

کانګريس دا غوښتنه لرې کړې ده چې د ژباړن يا تشريح کونکي په توګه يې د بهرنيو چارو وزارت، يو ايس ای اي ډي، يا امريکا د پوځي مامورينو لپاره په افغانستا کې کار کړی وي، يا يې حساس او باوري کارونه تر سره کړي وي. دا شرط اوس د قانون برخه ده، او زه بايد د کام تاييد ترلاسه کړم.

If COM has any other reason to believe that I have not provided the evidence needed to show that I qualify for an SIV, I request an opportunity to address that issue without COM denying my appeal.

که کام کوم بل دليل لري چې باور کوي چې ما داسې اسناد نه دي وړاندې کړي چې د دې ښودنه کوي چې د اي آی وي لپاره وړ يم، زه د کام لخوا د خپل غوښتنليک د رد لپاره د دې موضوع د حل په موخه د يو فرصت غوښتنه کوم.

 

<2 او مه برخه اختياري ديدوهمه برخه پکې داخله کړه که تا چېرې د امريکا د پوځ، بهرنيو چارو وزارت، يو ايس ای آی ډي لپاره د ژباړن يا تشريح کوونکي په توګه کار کړی ويدرېيمه برخه پکې شامله کړه که چېرې تا چېرې په يو له دې دندو کې کار نه وي کړی خو ته فکر کوې چې تا حساس او باوري کارونه تر سره کړي ديکه له دې دواړو يو هم په تا نه عملي کيږي، دواړه برخې ړنګې کړه.>

 

<۲ برخهدا برخه شامله کړه که چېرې تا د امريکا د پوځ، بهرنيو چارو وزارت، يا يو ايس ای آی ډي، لپاره د ژباړن يا تشريح کوونکي په توګه کار کړی ويته کولای شې د ژباړن يا تشريح کوونکي په توګه د خپل نور کار په باره کې معلومات اضافه کړې.>

My COM application should be approved even if COM decides to apply the repealed standard. I did work as an interpreter or translator for the U.S. military, State Department, or USAID.

زما د کام غوښتنليک بايد تاييد شي، حتی که چېرې کام د لغوه کېدو د معيار د عملي کولو پرېکړه هم کوي.ما د امريکا د پوځ، بهرنيو چارو وزارت، يا يو ايس ای آی ډي لپاره د ژباړن يا تشريح کوونکي دنده تر سره کړې ده.

 

<۳ برخهدا برخه پکې شامله کړه، که چېرې تا د امريکا د پوځ، بهرنيو چارو وزارت يا يو ايس ای آی ډي لپاره د ژباړن يا تشريح کوونکي دنده نه وي تر سره کړي، خو بيا هم ته فکر کوې چې تا "حساس او باوريکارونه تر سره کړي ديلومړی پکې برخه 3.a شامله کړه او بيا په پوره احتياط سره برخه 3.b وګوره.>

 

۳.a برخه

My COM application should be approved even if COM decides to apply the repealed standard. I did “perform sensitive and trusted activities” as part of my work. The term “sensitive and Trusted” activities was not defined in law. But this term should include things like:

زما د کام غوښتنليک بايد تاييد شي، حتی که چېرې کام د لغوه کېدو د معيار د عملي کولو پرېکړه هم کوي. ما د خپل کار د برخې په توګه "حساس او باوري کارونه ترسره کړي دي". دا الفاظ چې "حساس او باوري" په قانون کې نه و تعريف شي. خو په دې اصطلاحاتو کې بايد په لاندې ډول شيان شامل شي:

 

  • Careful handling of information, personnel, or government property.
  • په پوره پاملرنې سره معلوماتو، مامورينو، يا حکومتي شتمنۍ ته رسيدګي کول.

 

  • Protecting secrecy of sensitive information.
  • د حساسو معلوماتو د امنيت ساتنه کول.

 

  • Tasks that, if I performed them poorly, could result in harm to U.S. Government property or workers.
  • داسې هدفونه، که چېرې ما په ناسم ډول تر سره کړي وای، کېدای شو چې د امريکا د حکومت شتمنۍ يا کارکوونکو ته يې زيان اړولی وای

 

My job required me to perform sensitive and trusted activities. Specifically:

زما کار له ما غوښتنه کوله چې حساس او باوري کارونه تر سره کړم. په ځانګړي ډول:

 

3.b برخهلاندې هغه جملې پکې شاملې کړه چې پر تا عملي کېږيټولې هغه جملې ړنګې کړه چې پر تا نه عملي کيږيته کولای شې خپل دلايل پکې شامل کړېته همدا راز کولای شې نور هغه معلومات پکې زيات کړې چې هر هغه دليل تشريح کوي چې پر تا عملي کيږي.

  • My U.S. citizen supervisor stated in my recommendation letter that my work required me to perform sensitive and trusted activities.
  • زما امريکايي تبعه څارونکي زما د سپارښتنې په ليک کې روښانه کړې، چې زما دندې له ما غوښتنه کوله چې حساس او باوري کارونه تر سره کړم.

 

  • I was entrusted with tasks that could have put U.S. Government personnel at risk if I performed them poorly.
  • ماته داسې هدفونه راسپارل شوي وو، چې شونې وه د امريکا د حکومت مامورين په خطر کې واچوي، که چېرې يې زه په ناسمه توګه تر سره کړم.

 

  • I worked close to sensitive or secured intelligence-related operations.
  • ما حساسو يا خوندي د استخباراتو اړوند فعاليتونو سره نژدې کار کړی دی.

 

  • I had to pass a security or counterintelligence screening before I could begin my job.
  • د دندې له پيل مخکې ما امنيتي او د استخباراتو ضد کتنه په بريالي توګه تر سره کړې ده.

 

  • I had to obtain a security clearance as part of my employment.
  • زما د استخدام د برخې په توګه اړ وم چې امنيتي تصفيه تر لاسه کړم.

 

  • I was authorized to carry a weapon.
  • ماته اجازه راکړل شوې وه، چې وسله له ځانه سره ولرم.

 

  • I was authorized to use a computer at a U.S. government location.
  • ماته اجازه راکړل شوې وه چې د امريکا د حکومت په سيمه کې کمپيوټر وکاروم.

 

  • My employment contract imposed restrictions on information that I could disclose.
  • زما د استخدام قرارداد په هغو معلوماتو بنديزونه ولګول چې ما کولای شول ښکاره يې کړم.

 

  • The contract between my employer and U.S. government entity imposed restrictions on information that I could disclose.
  • د امريکا د حکومت د يوې اړوندې ادارې او زما د استخدام کوونکي تر منځ قرارداد په هغو معلوماتو بندیزونه ولګول چې ما کولای شول افشا يې کړم.

 

  • I had personal knowledge that, if I shared it with others, could have resulted in me being terminated from employment, detained by U.S. or Afghan government personnel, or prosecuted.
  • ما داسې شخصي معلومات درلودل چې، که چېرې زه دا له نورو سره شريک کړم، نتيجه به يې دا وه چې شونې وه زه له دندې و ايستل شم، د امريکا لخوا يا د افغان حکومت د مامورينو لخوا بندي کړای شم، يا به له قانوني تعقيب لاندې ونيول شم.

په ۴ برخه کې د ايميل په پای کې ستا نوم دی.

په درناوی

[ستا نوم او نېټه]

Sincerely,

[YOUR NAME and the date]

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)