چگونه یک درخواست ویزای 260-DS را برای SIV یک افغان تکمیل نمایم؟-02.jpg

دا لارښود د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا SIV افغان غوښتونکو ته چې د متحده ایالاتو څخه بهر دي، د DS‑260 فورم (د کډوالۍ ويزې برېښنایی غوښتنلیک) په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

دا لارښود هغو افغان SIV غوښتونکو لپاره چې د متحده ایالاتو څخه بهر دي د DS‑260 فورم (د کډوال ويزې بریښنایی غوښتنلیک) په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا لارښود معلومات نه وړاندې کوي هغو ته چې:

  • افغان ځانګړي کډوال ويزې عريضه کوونکو لپاره څوک چې په متحده ايالاتو کې دي.
  • افغانان څوک چې د کوچني 1059 برخه SIV برنامې ته پلي کوي کوم چې د متحده ايالاتو د جنرال او يا لوی افسر څخه یو ليک ته اړتیا لري.

زه کله DS‑260 فورم بشپړ کړم؟

د SIV عريضه کوونکی د DS-260 بشپړ کوی وروسته له دې چې دوي د ماموریت رئیس ("COM") لپاره د غوښتنې تصویب ترلاسه کړي.

مهمه یادونه: د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۰ مه نیټه، د متحده ایالاتو حکومت د کډوالۍ ځانګړې ویزې په پروسه کې یو بدلون رامنځته کړ. د ۲۰۲۲ کال د جولای څخه مخکې، د کډوالۍ ځانګړې ویزې ټولو غوښتونکو باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې USCIS ته I-360 فورمه لیږلی وای. که چیرې تاسو د ۲۰۲۲ کال د جولای له ۲۰ مې نیټې څخه وروسته، د کډوالۍ ځانګړې ویزې نوی غوښتنلیک چمتو کوۍ، تاسو د I-360 فورمې لیږلو ته اړ نه یاست. که چیرې تاسو د ۲۰۲۲ کال د جولای له ۲۰ مې نیټې څخه مخکې غوښتنلیک لیږلی وي، د I-360  فورمې د حذف کیدو شرایط د IRAP  په لارښوود کې ولولئ  ترڅو معلومه شي چې تاسو د I-360 فورمې لیږلو ته اړ یاست که نه.

وروسته له دې چې COM ستاسو غوښتنلیک منظور کړ، (یا د اړتیا په صورت کې، USCIS ستاسو I-360 غوښتنلیک منظور کړ) دا اداره به د ملي ويزې مرکز (NVC) ته ستاسي عریضه واستوي.  NVC يوه دولتي اداره ده کومه چې د ويزې د غوښتنلیکونه پروسه کوي. د څو اونيو په جريان کې، NVC بايد تاسي ته د يو ضميمه شوي ليک سره يو ايميل واستوي، کوم چې تاسي ته وايي چې د آنلاين ويزې عريضه څنګه بشپړه کړئ.

 نوموړی ليک به تاسي ته لارښوونه وکړي چې د ويزې آنلاين غوښتنلیک (DS‑260) د خپل ځان او د خپلو هغو وړ کورنۍ غړو لپاره بشپړ کړئ چې تاسي په I‑360 غوښتنلیک کې لیست کړي. نوموړی ليک به همدارنګه تاسي ته تشریح کړي چې تاسي کومو اسنادو ته اړتيا لرئ چې يې NVC ته په اېميل کې واستوئ چې ستاسي او د کورنۍ د هر بل وړ غړي لپاره عريضې بشپړې کړئ  کله چې ستاسي د DS‑260 بشپړ شي او ټول اسناد وسپارل شي، NVC به بيا له سفارت او يا قونسلګرۍ سره اړیکه ونیسي کوم چې به تاسي ته د مرکې لپاره مهالویش درکړي.

د دې مرحلې په جریان کې، که چېرې تاسي د خپلې ويزې د غوښتنلیک په اړه پوښتنې لرئ، تاسي کولای شئ  nvcsiv@state.gov  ته ايميل واستوئ.

DS‑260 څه شی دی؟

DS‑260 يو بریښنایي ويزې غوښتنلیک فورمه ده کوم چې د تېر آدرسونو، کاري مخینه، زده کړه او د کورنۍ د غړو په ګډون زياتې شخصې پوښتنې کوي. نوموړې فورمه په انګليسي ژبه آنلاين بشپړه او سپارل کیږي. که چیرې تاسي د کورنۍ سره سفر کوئ، اړينه ده چې د کورنۍ هر غړی مو DS‑260 فورمه ډکه کړي. د کورنیو چارو وزارت دDS‑260  په اړه د مکر ر پوښتل کېدونکو پوښتنو(FAQs)  دلته ديد کورنیو چارو وزارت د SIV د دې برخې په اړه  د پروسې معلومات دلته دي.

د پيل لپاره زه کومو معلوماتو ته اړتيا لرم؟

DS‑260 د قونسلګرۍ بریښنایی غوښتنلیک مرکز – کډوال/تنوع ويزې په ويبپاڼه کې موقعیت لري. له تاسي څخه به لومړی وغوښتل شي ترڅو دې ويبپاڼې ته د خپلې NVC دوسيې شمېرې او ځانګړي کوډ (انوايس ID شمېرې) نومیږي څخه په استفادې سره دننه شئ. نوموړې دواړه شمېرې په هغه ليک کې دي چې NVC تاسي ته استولي.

ايا اړتیا لرم چې دا ټوله په یو ځل ډکه کړم؟

 نه. د DS‑260 فورمه په هر وخت کې خوندي کیدي شي حتی که چیرې دا بشپړه هم نه وي. د غوښتنلیک خوندي کولو لپاره، د هرې پاڼي په لاندې برخه کې " Save " ټنۍ باندې کلیک وکړئ.

مخکې له دې چې د DS‑260 فورمه ډکه کړئ، دا به ګټور وي چې ځينې اړين معلومات راټول کړئ. دا لارښود به له تاسي سره مرسته وکړي ترڅو په دې وپوهېږۍ چې نوموړي معلومات څه کېدلی شي.

 

د DS‑260 ډکول

که غواړۍ چېDS‑260  د لانديني معلوماتو د لوستلو پرمهال وګورۍ تاسې کولی شئ د بهرنیو چارو وزارت د نمونه فورمي څخه ليدنه وکړۍ .

ننوتنه، لنډیز، معلومات او پیلول

له خپل NVC ليک څخه د قضیې شمېرې معلومات وکاروئ ترڅو سيستم ته دننه شۍ.

وروسته له ننوتلو، تاسي به د خپلې قضیې معلوماتو یوه پاڼه لنډیز وګورئ. که چیرې ستاسي کوم معلومات غلط وي، له NVC سره به اړيکه ونیسئ. تاسي بیا خپل "IV" (د کډوال ویزې) غوښتنلیک پیل کولی شئ. لطفاً په یاد ولرئ:

  • د ډیر افغان  SIV عريضه کوونکو د ويزې صنف “SQ” دي.
  • که چیرې نور په هغه هيواد کې نه اوسېږي، چیرې چې ستاسو د مرکې ځای لیست شوی وي نو له NVC سره اړيکه ونسیئ.

یوځل چې تاسي خپل DS‑260 پيل کړئ، تاسي به د غوښتنلیک لپاره لارښوونو سره یوه پاڼه وګورئ. دا پاڼه به تاسي ته ووایی چې د فورمې د ډکولو پرمهال خپل پاسپورت او نور اړوند اسناد له ځان سره ولرئ. ستاسي د پاسپورت برسیره، ځینې اسناد چې د افغان عریضه کوونکی باید ولري لاندې موجود دي:

  • ستاسي د COM غوښتنلیک مواد، ترڅو ستاسي له کاري مخینې توضیحاتو بیا کتنه وکړئ. دې کې د DS‑157 شامل دي. بل کوم زاړه کاري سندونه ممکنه ده ستاسي د کاري مخینې بیاکتنه کې ګټور وي.
  • ستاسو د زده کړې مخینه بیاکتلو لپاره کومه ډیپلومه یا د زده کړې معلومات.
  • کوم پخواني پاسپورتونه او يا د سفر اسناد چې ستاسي سره ستاسي د سفر د مخینې په تائيد کولو کې مرسته کوي.
  • د ادرس هر زاړه معلومات ترڅو له تاسي سره ستاسي د خپل ادرس مخینه مستندولو کې مرسته وکړئ له هغه وخت راهیسي چې تاسي 16 کلن وي.
  • له تیلفون شمېره سره ايميلونه او يا اسناد، ايميل آدرسونه او د اجتماعي رسنيو اکانټونه کوم چې تاسې له تېرو 5 کلونو راهيسې کاروۍ ترڅو ستاسې د شخصي تاريخچې په بيا کتنه کې مرسته وکړي.
  • په متحده ايالاتو کې د يوه باوري آدرس کاپي ترڅو له تاسې سره د لېږد آدرس په برابرولو کې مرسته وکړي.
  • ستاسې د والدينو او يا ژوند ملګري، پخوانيو ژوند ملګرو او يا ماشومانو د معلوماتو د تائيد اسناد.
  • هره مخکينۍ ويزه چې تاسې متحده ايالاتو ته د سفر لپاره ترلاسه کړي وي.
  • نظامي تاريخچه چې هر پخوانی نظامي خدمت مو ثابتوي.

لارښوونې تاسې ته وايي چې ټولو پوښتنو ته رښتېني او بشپړ ځوابونو ورکړۍ. دا تاسې ته دا هم وايي چې په انګليسي ځوابونه ورکړۍ، تر هغې چې تاسې ته ويل شوي نه وي چې په خپله مورنۍ ژبه مو کومه پوښتنه ځواب کړئ. تاسې ته به همدارنګه درپه ياد کړل شي چې د عريضې له بشپړولو څخه وروسته مو د تائيد صفحه چاپ کړئ او دا پاڼه له خپل ځان سره د مرکې پر مهال راوړئ.

وروسته په هغه خانې له کلک کولو او ډکولو څخه چې وايې تاسې په دې صفحه باندې معلومات ولوستل او پرې پوه شوۍ، تاسې کولای شۍ په جريان “continue” باندې کلک وکړئ ترڅو مو د DS‑260 عريضه پيل شي.

شخصي معلومات

  • خپل شخصي جزيات مو بشپړ کړئ.
  • که چېرې ستاسې په پاسپورت او يا سفري سند باندې له يو څخه زيات نومونه ليکل شوي وي، ټول هغه  نومونه شامل کړئ.
  • که چېرې ستاسې د زيږېدو حقيقي نېټه له هغې څخه توپير لري چې په پاسپورت کې مو ذکر شوی وي، په دې صورت کې خپله د زيږېدو حقيقي نېټه داخله کړئ او د انټرويو پر مهال دا توپیر تشریح کړئ.
  • که چېرې ستاسې د زيږېدو حقيقي هيواد له هغه څخه توپير لري چې په پاسپورت کې مو ذکر شوی وي، په دې صورت کې خپل د زيږېدو حقيقي هيواد نوم داخل کړئ او د انټرويو پر مهال دا توپير تشریح کړئ.

د اوسني او پخواني استوګنځي معلومات

  • اړين معلومات داخل کړئ.
  • د ښار يوه عمومي ساحه وليکئ په هغه صورت کې چې تاسې دقيق د کوڅې آدرس نه لرئ.
  • که چېرې ستاسې اوسنی استوګنځی مخکې له دې چې ويزه ترلاسه کړئ تبديل شي، تاسې بايد له NVC او د متحده ايالاتو د سفارت او يا هغه قونسلګرۍ سره په اړيکه کې شئ، چېرې چې تاسې عريضه کوۍ.

د لېږد او دايمې استوګنې معلومات

  • اړين معلومات داخل کړئ.
  • دا برخه د متحده ايالاتو د يو آدرس په اړه پوښتي. دا بايد د متحده ايالاتو يو آدرس وي، چېرې چې تاسې په پام کې لرۍ متحده ايالاتو ته له تګ وروسته واوسېږۍ. که چېرې تاسې داسې کوم آدرس نه لرئ، تاسې بايد د داسې يو شخص د متحده ايالاتو آدرس داخل کړئ، کوم چې تاسې پېژنۍ او اعتبار پرې لرۍ.
  • که چېرې دا آدرس مخکې له دې چې ويزه ترلاسه کړۍ تبديل شي، تاسې بايد له NVC او د متحده ايالاتو له سفارت او يا هغه قونسلګرۍ سره په اړيکه کې شئ، چېرې چې تاسې عريضه کوۍ.

د کورنۍ معلومات

  • د خپل حقيقي او يا پالونکو والدينو، ژوند ملګري او خپلو ماشومانو د معلوماتو په داخلولو سره فورمه ډکه کړئ، که چېرې ممکنه وي. د خپلې کورنۍ د ټولو غړو په اړه معلومات وليکئ، حتی که له تاسې سره سفر هم نه کوي
  • که چېرې ستاسې د کورنۍ د غړو د زيږېدو حقيقي نېټې له هغو څخه توپير لري چې د هغوی په پاسپورتونو کې ذکر شوي وي، په دې صورت کې د هغوی د زيږېدو حقيقي نېټې داخلې کړئ او د هغوی دا توپير د انټرويو پرمهال توضيح کړئ.

 حتی که چېرې ستاسې د کورنۍ غړي د ويزې لپاره عريضه هم نه کوي، دا ډېره مهمه ده چې تاسې د خپل مدني حال، ماشومانو او د هغوی د زيږېدو نېټو په اړه صادق او دقيق واوسئ.

متحده ايالاتو ته د مخکيني سفر معلومات

  • اړين معلومات داخل کړئ.
  • که چېرې له تاسې څخه USCIS لخوا انټرويو اخيستل شوي وي او تاسې ته د رد د نه وړتيا خبر درکړل شوی وي، دلته پام کې ولرۍ. رد يې توضيح کړئ.

کار/تعلیم/تريننګ معلومات

  • اړين معلومات داخل کړئ.
  • که چېرې تاسې د مخکيني ګمارونکي دقيق د کوڅې ادرس نه لرۍ، بيا نو د ښار يوه عمومي سيمه په نښه کړئ. که چېرې تاسې د غوښتل شوو معلوماتو څخه کوم يو يې نه لرۍ (لکه د تیلفون شمېره)، په دې صورت کې څومره چې امکان وي زيات معلومات ورکړئ هغه چې تاسې يې لرۍ. که چېرې تاسې غوښتل شوي معلومات نه لرۍ، ”unknown” وليکئ.

د عريضه کوونکي معلومات

  • افغان  SIV  غوښتونکي ځاني غوښتونکي دي، نو تاسې به “Self” وټاکۍ. ستاسې د ژوند ملګری او ماشومان به هم په خپلو DS‑260 فورمو باندې “Self” وټاکي.

امنيت او شاليد

  • د امنيت او شاليد پوښتنو ته ځواب وواياست.

 په عمومي ډول، په دې برخه کې هغه سوالونه پوښتل کېږي کوم چې کېدای شي ستاسې په نه وړتيا باندې تاثير ولري. معنا دا چې اجازه نه لرئ له معافيت او يا خاصې اجازې پرته ويزه، شين کارت او يا متحده ايالاتو ته داخل شئ

 پام مو وي چې په دې برخه کې يوې پوښتنې ته د هو “yes” ځواب ورکول اړينه نه ده ستاسې په نه وړتيا دلالت وکړي. کېدای شي په انټرويو کې له تاسې څخه اضافي سوالونه وپوښتل شي او يا تر هغې مخکې چې قونسلر افسر يوه پرېکړه کوي، د نورو معلوماتو د ورکولو غوښتنه درڅخه وشي. که چېرې تاسې په دې برخه کې کومې پوښتنې ته د هو “yes” ځواب ورکړ، تاسې بايد په جدي ډول له يوه وکيل سره اړيکه نيول په پام کې ونيسئ.

 ايا تاسې داسې سند لرۍ چې وښيي تاسې د متحده ايالاتو د قانون سره سم واکسين شوي ياست؟“  پوښتنې لپاره:

  • د افغان  SIV غوښتونکو واکسين اکثره وخت د طبي ازموينو پرمهال اداره کېږي. طبي ازموينې اکثره وخت تر هغه وخته پورې نه ترسره کېږي چې له سفارت سره مو انټرويو يا مرکه نه وي شوي.
  • ځکه نو که تاسې دا سند نه لرۍ، نه “No” ځواب داخل کړئ.
  •  تاسې بايد په فورمې باندې توضيح کړئ چې تاسې اراده لرۍ ترڅو اړينې طبي ازموينې ترسره کړئ او اړين واکسينونه وکړئ که چېرې له تاسې څخه وغوښتل شي. تاسې همدارنګه بايد توضيح کړئ چې تاسې طمع لرۍ چې ستاسې سند به په هغه وخت کې سفارت ته ولېږل شي.

د اجتماعي امنيتي شمېرې معلومات

  • د اجتماعي امنيتي کارتونو په اړه پوښتنو ته ځواب وواياست.

که چېرې تاسې غواړۍ چې متحده ايالاتو ته له رسېدو وروسته ژر تر ژره د اجتماعي امنيت کارت ترلاسه کړئ، روښانه کړئ چې يو نوی کارت بايد درکړل شي. دا چې تاسې راضي ياست د اړوندو دولتي ادارو سره مو معلومات شريک شي.

لاسليک وکړئ او تسليم يې کړئ

تاسې بايد خپل غوښتنليک يا عريضه په الکترونيکي ډول لاسليک او تصديق کړئ چې ستاسې د پوهې مطابق رښتينې او صحيح ده. که چېرې تاسې سره کوم چا د غوښتنليک يا عريضې په بشپړولو کې مرسته کړې وي، تاسې يې بايد روښانه کړئ.

 

تائيد

د تائيد صفحې له لارې کولای شئ چې خپل تائيد چاپ کړۍ. که چېرې امکان لري تاسې بايد خپل تائيد چاپ کړئ ځکه چې تاسې يې بايد له ځان سره د ويزې انټرويو پرمهال راوړئ. تاسې به همدارنګه وکولای شئ خپل DS‑260 چاپ کړۍ، د تائيد صفحه يو ايميل ادرس ته ايميل کړئ او يا دا چې بيرته د خلاصې صفحو بيا کتنې ته لاړشۍ.

زه له تسليمولو وروسته بيا څه کوم؟

تاسې بايد ټول ملکي اسناد د ايميل له لارې د ويزې ملي مرکز NVC ته ولېږئ nvcsiv@state.gov. که چېرې تاسې ټول اړين اسناد تسليم کړې وي، NVC بايد تائيد کړي چې ستاسې غوښتنليک يا عريضه بشپړه ده. دا چېNVC  به له تاسې سره اړيکه ونيسي کله چې ځايي سفارت له تاسې سره انټريو ته اماده شي.

کوم ملکي اسناد ته اړتيا ده؟

تاسې بايد د لاندې اسنادو سکين کاپي تسليم کړئ. د هيڅ سند اصلي کاپي مه تسليموئ. مګر تاسې بايد خپلې انټرويو ته اصلي او کاپي دواړه راوړئ

  • د زېږېدو اسناد (د خپل ځان او د کورنۍ د هر غړي لپاره چې غواړي له تاسې سره سفر وکړي، که ممکنه وي. افغان عريضه کوونکي کولی شي د زيږېدو د سند پرځای مو تذکره تسليم کړي
  • ملکي اسناد (که چېرې ممکنه وي، ترڅو ستاسې او ستاسې د ژوند ملګري/ماشومانو ترمنځ اړيکه روښانه کړي)
    • د واده/طلاق اسناد
    • د وفات اسناد
    • د پالنې فرمان يا سند
  • د پاسپورت د معلوماتو پاڼه
    •  
    • تاسې بايد پاسپورت ولرئ او يا يې ترلاسه کړئ. يواځې دا پاسپورتونه متحده ايالاتو ته د سفر لپاره د منلو وړ دي. کېدای شي د بهرنیو چارو وزارت دا اړتيا په ډېرو کمو مواردو کې وبښي.
    • پاسپورت بايد د انټرويو د طمع مطابق نيټې څخه وروسته لږ تر لږه د شپږو مېاشتو لپاره د اعتبار وړ وي. معنا دا چې امکان لري تاسې د DS‑260 فورمې له تسليمولو څخه وروسته بايد خپل پاسپورت نوی کړئ، ددې لپاره نو اړينه ده چې تاسې بايد د خپل پاسپورت د اعتبار مودې د ختمېدو له نېټې څخه خبر واوسئ.
  • د متحده ايالاتو پېژندنه
    • د خپل شرکت د نښې يوه کاپي چې يا خو د متحده ايالاتو د نظاميانو او يا د متحده ايالاتو د کوم ګمارونکي لخوا ورکړل شوي وي. که چېرې تاسې يې نور نه لرئ، NVC ته يې د نورو اسنادو سره يوځای د ايميل له لارې وواياست. 
  • د پوليسو سند
    • د ويزې غوښتونکي بايد د هغو ټولو هيوادونو له دولتونو څخه د پوليسو اسناد ولري چېرې چې له 16 کلنۍ څخه وروسته د 6 مياشتو څخه د زيات وخت لپاره اوسيدلي وي تر څو چې د بهرنیو چارو وزارت دا روښانه کړي نه وي چې د نوموړي هيواد د پوليسو اسناد موجود نه دي او يا بله استثنا موجوده وي.
    • د جنورۍ 2020 څخه راپديخوا، د بهرنیو چارو وزارت ارزوي چې د افغانستان د پوليسو سندونه موجود نه دي او افغان SIV غوښتونکي اړ نه دي چې په افغانستان کې د خپل اوسېدو د وخت لپاره د پوليسو سند تسليم کړي.
    • د بهرنیو چارو وزارت دلته د هر هيواد لپاره يو لست لري کوم چې توضيح کوي چې په نوموړو هيوادونو کې د پوليسو سندونه او نور اسناد موجود دي او که نه.
    • که چېرې دا له خطر څخه خالي نه وي او يا دا چې تاسې نشۍ کولی د پوليسو سند ترلاسه کړئ، لاندې برخه وګورئ ”څه کېږي که چېرې زه کوم اړين سند نشم ترلاسه کولی؟“
    • له دې پرته چې هلته څومره پاتې شوي ياست، که چېرې تاسې په کوم هيواد کې د پوليسو له خوا نيول شوي ياست، تاسې بايد له هغه هيواد څخه د پوليسو سند ترلاسه کړئ که چېرې معلومات موجود وي.
  • دوه عکسونه (تاسې اړتيا نه لرئ چې د دوی سکين کاپي NVC ته واستوئ، مګر تاسې يې تیار ساتۍ چې بايد له ځان سره يې انټرويو ته راوړئ)
    • بايد يوشان او د وروستي مهال وي
    • بايد د عکسونو په معياري پاڼه کې چاپ شوي وي.
    • اندازه يې بايد 2x2 انچه (51x51 ملي متره) وي

ټول هغه اسناد چې په اصل کې په انګليسي ژبه کې نه وي، بايد چې د انګليسي ژبې له ترجمې سره يوځای تسليم شي. ترجمه بايد د ترجمان په واسطه يو لاسليک شوي ليک سره يوځای وي کوم چې روښانوي چې ترجمه صحيح ده او دا چې ترجمان د ترجمه کولو وړتيا لري.

په هغه صورت کې څه کېږي چې زه کوم اړين سند نشم ترلاسه کولی؟

 که چېرې تاسې کوم اړين سند نشۍ ترلاسه کولی، تاسې بايد NVC ته شواهد وړاندې کړئ چې:

  • نوموړی سند په عمومي ډول موجود نه دی، يا
  • دا چې ستاسې د کوموخاصو حالاتو له امله موجود نه دی.

NVC بايد نوموړي شواهد اړوند سفارت ته ولېږي، کوم چې بيا پرېکړه کوي چې پرته له نوموړي سند څخه تاسې ته د انټرويو وخت درکوي او که نه

که چېرې بديل سند يا شواهد موجود وي کوم چې تاسې د ناموجود سند پرځای تسليمولی شۍ، تاسې کولی شئ هغه NVC ته واستوئ. تاسې همدارنګه بايد په انټرويو کې قونسلر افسر ته توضیح کړئ چې نوموړی سند ولې موجود نه وو او بلاخره به دا د نوموړي افسر په واک کې وي چې د دې سند اړتيا معاف کړي.

 ترڅه وخته بايد زه خپل DS260 او نور اړين اسناد تسليم کړم؟

شونې ده چې د بهرنيو چارو وزارت ستا د قضيې د تړلو یا "لغوه کولو" پروسه پيل کړي، که چېرې له يو کال وروسته هم هيڅ درخواست نه وي شوی. که ته ونه توانېږې چې په يو کال کې عريضه وسپارې، او يا نه شې کولای چې غوښتل شوي اسناد تر لاسه کړې، او د بهرنيو چارو وزارت تاته اجازه نه درکوي، چې پر مخ ولاړ شې، نو ته بايد له اين وي سي سره خواست وکړې تر څو ورڅخه وغواړې، چې ستا عريضه پرانيستې پرېږديتاسو ته ترهغه د انټرويو وخت نه درکول کېږي ترڅو چې دا بشپړ نه کړئ او NVC ستاسې له موادو څخه کتنه ونه کړي، ځکه نو سپارښتنه کېږي چې خپل هر څه مو هر څومره چې ژر امکان لري، تسليم کړئ. تاسې کولی شۍ د NVC د کتلو اوسنۍ موده دلته وګورئ.

 وروسته له دې چې تاسې د DS‑260 د بشپړولو له لارښوونو سره د NVC ليک ترلاسه کړ، تاسې په سملاسي ډول کولی شئ چې د غوښتلو يا عريضې کولو پروسه پيل کړئ.

 که چېرې تاسې غواړۍ چې له تسليمولو څخه وروسته د DS‑260 کوم معلومات تصحيح کړۍ او يا غواړۍ چې کوم اضافي سند NVC ته واستوۍ، تاسې بايد ژر تر ژر دا کار وکړئ ترڅو مو په انټرويو کې له ځنډ څخه مخنيوی وشي.

په هغه صورت کې څه کېږي چې زه له هغه هيواد څخه ووځم چې پکې اوسېدم؟

 که چېرې اړتيا لرۍ چې د DS‑260 له تسليمولو څخه وروسته کوم بل هيواد ته لاړ شۍ، تاسې بايد له NVC او د متحده ايالاتو له سفارت يا قونسلګرۍ سره، په کوم کې چې تاسې غوښتنه يا عريضه کړې وي، په اړيکه کې شئ ترڅو يې د آدرس د تغير په اړه خبر کړئ. ستاسې د ويزې غوښتنه يا عريضه به بيا هغه سفارت يا قونسلګرۍ ته ولېږل شي کوم چې ستاسې د نوي اوسېدو ځای ته تر ټولو نږدې وي.

په هغه صورت کې څه کېږي چې زه يو نوی د ژوندی ملګری يا ماشوم ولرم؟

 که چېرې تاسې يو نوی د ژوند ملګری يا ماشوم ولرۍ، تاسې بايد NVC (NVCSIV@state.gov) او سفارت ته ايميل واستوئ او خپل د ژوند ملګري يا ماشوم د پاسپورت د معلوماتو د صفحې سکين کاپي ورسره ضميمه کړئ. سفارت به د نورو لارښوونو سره له تاسې سره اړيکه ونيسيپه ډیرو حالاتو کې، تاسو اړ یاست یۍ چې د نوي ژوند ملګري يا ماشوم لپاره نوې DS‑260 بشپړ کړۍ. تاسې بايد د نوي ژوند ملګري يا ماشوم لپاره ټول اړين اسناد پيدا کړئدې کې به شامل دي:

  • هويت کارت
  • پاسپورت
  • د زيږېدو يا واده سند

که چېرې له خپلې انټرويو څخه وروسته يو نوی د ژوند ملګری ولرۍ، هغوی بايد خپله د خپلې ويزې انټرويو ته حاضر شيدا پرېکړه به سفارت کوي چې د ويزې تر لاسه کولو لپاره، ايا ستا د ماشوم لپاره مخ په مخ مرکې ته اړتيا شته.

که ستا ماشوم وروسته له دې زېږېدلی وي، چې تا ويزې تر لاسه کړې وي، او ماشوم ستا سره په هغه موده کې متحده ايالاتو ته سفر کوي، چې ستا ويزه د اعتبار وړ ده، ممکنه ده چې ستا ماشوم بې له ويزې سفر وکړي. ستا ماشوم به پاسپورټ ته اړتيا ولري، او ته به داسې شواهدو ته اړتيا ولرې، چې ستا او ماشوم تر منځ د ولديت او ماشوم اړيکه ثابته کړي

د نورو معلوماتو لپاره له سفارت يا يو وکيل سره اړيکه ونيسه

ايا کولی شم د بیا مېشتېدو ګټو لپاره عريضه وکړم؟

 هو که چېرې تاسې داسې افغان  SIV غوښتونکي ياست چې غواړي د بیا مېشتېدو ګټو لپاره غوښتنه وکړي، تاسې بايد اړينې فورمې ډکې کړئ:

سکين او لاسليک شوې کاپيانې يې NVC او IOM siv_ope@iom.int ته واستوئ.

 تاسې بايد اړينې فورمې د ويزې له درکړې څخه وروسته د 10 ورځو په جريان کې تسليم کړئ. مګر د دې فورمو له لېږلو څخه وروسته تاسې اړتيا نه لرئ چې د ويزې صادرېدو او يا انټرويو ته انتظار وباسئ. د خپل DS‑260 له بشپړولو څخه وروسته تاسې هر وخت کولی شئ نوموړې فورمې تسليم کړئ. تاسې کولی شئ د DS‑0234 په دويم مخ کې مو د ځای غوره توب په نښه کړئ.

د ويزې د مرکې لپاره څنګه چمتووالې نيولی شم؟

د افغان SIV مرکو لپاره د  IRAP لارښود دلته دی.

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)