چگونه یک فرم I‑360 را برای یک افغان تکمیل نمایم؟-01-02.jpg

دا لارښود د متحده ایالاتو د کډوالۍ ویزې یا SIV افغان غوښتونکو لپاره د I‑360 فورمي په اړه معلومات وړاندې کوي. 

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

دا لارښود د I‑360  فورمي په اړه معلومات وړاندې کوي لپاره: 

  • افغان د مهاجرت ځانګړی ویزی(SIV) غوښتونکي
  • څوک چی د SIV  پروګامونو لپاره عریضه ورکوی چی د COM غوښتنلیک ته اړتیا لری .دا د 1244 او602(b)  پروګامونو برخی دی 

دا لارښود معلومات نه وړاندې کوي لپاره:

افغان غوښتونکي څوک چی غواړی د مهاجرت ځانګړی ویزی کوچنی پروګرامونو ته چی د امریکا متحده ایالاتو جنرال یا د بیرغ افسر لیک ته اړتیا لری .دا د 1059 پروګام برخه ده.

مهمه یادونه: د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۰ مه نیټه، د متحده ایالاتو حکومت د کډوالۍ ځانګړې ویزې په پروسه کې یو بدلون رامنځته کړ. د ۲۰۲۲ کال د جولای څخه مخکې، د کډوالۍ ځانګړې ویزې ټولو غوښتونکو باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې USCIS ته I-360 فورمه لیږلی وای. 

که چیرې تاسو د ۲۰۲۲ کال د جولای له ۲۰ مې نیټې څخه وروسته، د کډوالۍ ځانګړې ویزې نوی غوښتنلیک چمتو کوۍ، تاسو د I-360 فورمې لیږلو ته اړ نه یاست. 

که چیرې تاسو د ۲۰۲۲ کال د جولای له ۲۰ مې نیټې څخه مخکې غوښتنلیک لیږلی وي، د I-360  فورمې د حذف کیدو شرایط د IRAP  په لارښوود کې ولولئ  ترڅو معلومه شي چې تاسو د I-360 فورمې لیږلو ته اړ یاست که نه.

دا لارښود د دی په هکله چی څنګه I‑360 فورمه ډکه کړی معلومات درکوی.

مهم شیان چی د USCIS سره د I‑360 غوښتنلیک په اړه پوهه واوسۍ

  • مخکی له دی چی تاسی د I‑360 غوښتنلیک ډک کړئ، تاسی د سی او ایم (چې ورته کام هم وایي) منظوری باید وختی اخیستی وی.
  • د I‑360 د تسلیمولو فیس شتون نلری او نوموړی فورمه کیدای شی د بریښنالیک یا د پست بکس له طریقه تسلیم شی.
  • تاسی د  360‑Iفورمه د USCIS په ویبپاڼه موندلې شۍ
  • لاندینۍ اسناد باید ټول په یوه بسته یا برښنالیک کی USCIS ته تسلیم شی:
    •  د I‑360 تکمیل شوی فورمه
    •  ستاسو د پاسپورت یا د پیژندګلوی ملی اسناد او معتبره انګلیسی ترجمه د نوموړو اسنادو که اصلی یی په انګلیسی ژبه نه وی. که تاسی افغان یاست دا به تذکره وي. 
    • ستاسو د امر د سپارښت لیک یوه کاپی چی تاسی د کام منظورۍ سره تسلیم کړی وه.
    • ستاسو د کام منظوری یوه کاپی

د I‑360 تسلیمول:

  • د I‑360 بسته کیدای شی USCIS ته تسلیم شی:

د برښنالیک په ذریعه ( د یوPDF پشکل): NSCI360SIVAPP@uscis.dhs.gov او sivtranslator.nsc@dhs.gov

  • معمولی پست په ذریعه:

USCIS/ Nebraska Service Center (NSC)        

P.O. Box 87485                                              

Lincoln, NE 68501‑7485                                

  • د شپی لخوا رسول: 

USCIS/ Nebraska Service Center (NSC)

850 “S” Street

Lincoln, NE 68501‑7485

څنګه به 360‑I فورمه بشپړ کولې شي:

لمړۍ برخه

  • فورمه د خپلو معلوماتو سره ډکه کړۍ.
  • که يوه پوښتنه د يوې فورمې برخه کې وي، چې ته يې بايد بشپړه کړې، خو دا پوښتنه پر تا نه عملي کيږي، وليکه يا پرينټ کړه "N/A".
    • "N/A" معنی "نه عملي کيږی". دا معنی چې دا پوښتنه پر تا نه عملي کيږي.
    • د بېلګې په ډول، که چېرې تا هيڅکله واده نه وي کړې، او پوښتنه کيږي چې "د اوسنۍ مېرمنې نوم ورکړه" وليکه يا پرينټ کړه "N/A".
  • که د يوې شمېرې په اړه د پوښتنې لپاره ستا ځواب صفر يا هيڅ نه وي، وليکه يا پرينټ کړه "None".
    • د بېلګې په ډول، که فورمه کې پوښتنه شوې وي "ته څو کوچنيان لرې؟ " نو که ته ماشومان نه لرې، وليکه يا پرينټ کړه "None".
  • که چیری تاسی دا قسمه حساب نمبر نلرۍ تاسی اړ نه یاست چې دې پوښتنو ته ځواب ووایاست
    • د USCIS آنلاین د حساب شمیره.
    • د امریکا متحده ایالاتو د ټولنیز امنیت شمیره.
    • د بهرنیانو د راجستر شمیره.
    • د شخصي IRS مالیی شمیره.
  • د پستی آدرس لپاره:
    • USCIS نشی کولای د امریکا متحده ایالاتو نظامی(APO)  آدرس پرته د امریکی بهر پست ولیږی.
    • که چیری تاسی په امریکا متحده ایالاتو کی د کورنۍ غړی یا ملګری ولرۍ، تاسی کولای شۍ د ځان آدرس په ځای د هغوی د پستی آدرس ذکر کړۍ (د هغوی په اجازه). تاسی باید د "هغوي نوم" د (care of) کرښه کې ذکر کړۍ.
    • که چیری تاسی د امریکا متحده ایالاتو پستی آدرس نلرۍ، نو پدی حالت کی تاسی کولای شۍ خپل APO آدرس څخه چیری چی تاسی اوسیږۍ کار واخلی. تاسی کولای شۍ هغه د خپل پستی آدرس په توګه هم ولیکۍ.
    • که چیری تاسی د امریکا متحده ایالاتو پستی آدرس یا APO آدرس نلرۍ، نو تاسی کولای شۍ خپل برښنالیک څخه استفاده وکړۍ او هغه ذکر کړۍ.
  • په یاد ولرۍ چی تاسی به همدا معلومات هو به هو په دریمه برخه کی په جزییاتو سره ذکرکوۍ.

دوهمه برخه

  • بکسN انتخاب کړۍ که چیری تاسی افغان یاست او د امریکا متحده ایالاتو حکومت لخوا یا د هغوی په استازیتوب استخدام شوی یاست یا د نړیوال امنیتی مرستندویه ځواک (ISAF) لخوا په افغانستان کی استخدام شوی یاست.

دریمه برخه

  • د لمړۍ برخی په شان دریمه برخه هم باید ډکه شی.
  • که چیری ستاسی د زیږیدنی اصلی نیټه د هغی نیټی سره چی ستاسو په پاسپورټ کی ذکر شوی ده توپیر ولری، نو پداسی حالت کی تاسی د زیږیدنی اصلی نیټه ذکر کړۍ. د توپیر په هکله یی وضاحت ورکړۍ. تاسی دا کار په ۱۵مه برخه کی د اضافی معلوماتو لاندی کولای شۍ.
  • 8 برخه: هغه نیټه ولیکئ چې متحده ایالاتو ته ستاسو د وروستي ځل د ننوتلو پرمهال، ستاسو پاسپورت یا د سفر اسناد ټاپه شوي وو.
  • 9 برخه: تاسو کولی شۍ د خپلې I-94 فورمې شمیره په https://i94.cbp.dhs.gov/I94/#/recent-search ویب پاڼه کې ولټوئ.
  • 14 برخه: که تاسو د مشروط اقامت (پرول) پروګرام له لارې د "متحدینو د هرکلي OAW" پروګرام یا "د متحدینو د پناه OAR" پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته داخل شوي یاست، تاسو کولی شۍ چې ” “OAR یا parolee” چې د اجرا وړ وي، ولیکئ. دا کتګوري ستاسو د پاسپورت یا د سفر په اسنادو او همدارنګه ستاسو په I-94 فورمه کې د "منل کیدو کتګورۍ" یا “Class of Admission” تر عنوان لاندې لیکل شوې ده.

څلورمه برخه

  • 1 برخه: که تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر یاست، په هغه هیواد کې چې اوسیږۍ، د متحده ایالاتو سفارت یا کنسلګري غوره کړئ. که اوس مهال په افغانستان کې اوسیږۍ، په هغه هیواد کې د متحده ایالاتو سفارت یا کنسلګري غوره کړئ چې تاسو د خپلې ویزې د مرکې لپاره د تللو پلان لرۍ. که سفارت یا کنسلګري ځانګړې نه وي، تاسو کولی شۍ "کابل، افغانستان" ولیکئ او کله چې د کیس د انتقال ځای معلوم شو، کولی شۍ د ویزې ملي مرکز NVC ته خبر ورکړئ. که په متحده ایالاتو کې یاست، دا برخه تشه پریږدئ.
  • پنځمه فقره: "نه" ځواب ورکړئ مګر دا چې تاسی اوس مهال په امریکا متحده ایالاتو کې نه یاست او د روانو پروسو لرې کولو په بهیر کې شتون لرۍ.
  • شپږمه فقره: "نه" ځواب ورکړئ مګر دا چی تاسی په امریکا متحده ایالاتو کی اوسیدلی نه یاست او بی مجوزه مو کار کړی وی.
  • که چیری ۵می او ۶می پوښتنی ته ستاسو ځواب "هو" وی نو بیا په ۱۵مه برخه کی اضافی معلومات تشریح کړۍ.

پنځمه برخه

  • د خپلې میرمن او ماشومانو نومونه ولیکئ حتی که هغوی نه غواړي په یو وخت کې تاسو سره یوځای ویزې لپاره درخواست وکړي.
  • دا ډیره مهمه ده چی د دی په هکله چی ایا تاسی متاهل یاست، ماشومان لرۍ او د هغوی د زیږیدنی نیټو په اړه صادق او دقیق اووسۍ.
  • که چیری ستاسو کورنۍ د زیږیدنی اصلی نیټی د هغو نیټو سره چی په پاسپورټونو کی ذکر شویدی توپیر لری، نو تاسی د تولد اصلی نیټی ذکر کړۍ. د توپیر په هکله وضاحت ورکړۍ. تاسی دا کار په ۱۵مه برخه کی د اضافی معلوماتو لاندی کولای شی.

شپږمی تر لسمی برخی

دا برخی ستاسو پکار نه دی .خالی یی پریږدۍ.

یوولسمه برخه

  • لمړۍ فقره: که دغه فورمه تاسی خپله ډکه کړی وی A بکس انتخاب کړۍ یا که تاسی سره کوم چا د دی فورمی په ژباړه کی مرسته کړی وی B بکس انتخاب کړۍ.
  • دوهمه فقره مه ډکوۍ ترڅو تاسی سره کوم چا د فورمی په ډکولو کی مرسته نه وی کړی.
  • له دریمی تر پنځمی شمیری پوری ټول معلومات درج کړۍ.
  • شپږمه فقره: لاسلیک کړۍ او د لاسلیک نیټه درج کړۍ.

دولسمه برخه

دا برخه په تاسو نه لاګو کېږي، مګر دا چی دا فورمه تاسو ته کوم چا ډکه کړی نه وی.

دیارلسمه برخه

تاسی سره که کوم چا د فورمی په ژباړه کی مرسته کړی وی (او که تاسی په یوولسمه برخه کی لمړۍ فقرهB  بکس انتخاب کړۍ وی)، نو هغه کس باید دا برخه ډکه کړی.

څوارلسمه برخه

که چیری تاسی سره کوم چا د فورمی په ډکولو کی مرسته کړی وی نو هغه کس باید دا برخه ډکه کړی.

که چیری تاسی د I‑360 فورمه د برښنالیک په ذریعه تسلیم کړی، نو د دغی فورمی اصلی لاسلیک شوی کاپی ځانه سره وساتۍ. ځکه په راتلونکی کی به تاسی هغه د ویزی مصاحبی ته ځانه سره راوړۍ.

راتلونکی پړاو:

د I‑360  فورمی د تسلیمولو څخه وروسته په یوڅو اونیو کې، تاسی ته باید د USCIS څخه د برښنالیک په ذریعه د رسید اطلاع راشی. تاسی به دا د بریښنالیک له لارې ترلاسه کړۍ او که چیری تاسی دا په پست لېږلی وی یا د امریکا متحده ایالاتو په درج شوی اٙدرس مو لېږلی وی، تاسی به دا هم د پست له لارې ترلاسه کړۍ.

د رسید اطلاع پدی معنی ده چی USCIS ته ستاسو غوښتنلیک رسیدلی دې ولی تر اوسه USCIS منظور نه دې. څه موده وروسته به تاسی ته د غوښتنلیک په هکله مشروطه منظوری، رد یا هم که چیری USCIS لا زیاتو شواهدو ته ضرورت ولری، خبرتیا ترلاسه کړۍ. 

تاسی به اخری پرېکړه د بریښنالیک له لارې ترلاسه کړۍ. که چیری تاسی دا په پست لېږلی وی یا د امریکا متحده ایالاتو په درج شوی اٙدرس مو لېږلی وی، تاسی به دا هم د پست له لارې ترلاسه کړۍ. احیانا که ستاسی غوښتنه په مشروطه توګه ومنل شوه، نو تاسی به څو هفتی وروسته د ایس آی وی پروسی د راتلونکی قدم په هکله لارښوونی ترلاسه کړۍ.

احیانا که ستاسی غوښتنه رد شوه یا هغوی د نوی شواهدو غوښتنه وکړه، نو دا چی تاسی څنګه د استیناف غوښتنه وکړۍ یا دا چی لا ډیر شواهد وړاندی کړۍ، لارښوونی تعقیب کړۍ. که چیری ستاسی غوښتنه لغوه شوه ځکه چې ستاسی د سی او ایم (کام) منظوری لغوه شوې او رد شوې وه بیا تاسی اړ یاست چې د سی او ایم رد ته استیناف وکړۍ. د کام د رد استیناف لپاره د  IRAPلارښود دلته دې. 

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)