در زمانی که منتظر تایید رئیس هیئت نمایندگی (COM) هستم چه گام‌هایی می‌توانم بردارم؟-02.jpg

دا لارښود د مهاجرت د ځانګړی ویزی(SIV) افغانان غوښتونکو ته معلومات ورکوي چې د ماموریت مشر (COM) د منظورۍ لپاره یې غوښتنه کړې او اوس هم د پرېکړې په تمه دي. که چېرې تاسې په دې حالت کې یاست، تاسې کولای شۍ چې دا ګامونه واخلۍ:

  1. دا تایید کړئ چې هغه سندونه چې تاسو COM ته لېږلي ټولې اړتیاوې پوره کوي. که احیانا نه یی کوی نو نوي اصلاح شوي سندونه COM ته ولېږئ.

د SIV پروګرام اړتیاوې له وخت سره بدلې شوي. د SIV اوسنۍ اړتیاوې په دې وېبپاڼه کې شتون لري.

  • هغه غوښتونکي چې غوښتنه یې د ۲۰۱۵ د سېپتېمبر له ۳۰ مې نېټې څخه مخکې کړي باید د شرایطو وړ یوه کال کار ثبوت ولري.‌ هغه غوښتونکي چې د ۲۰۱۵ د سېپتیمبر له ۳۰ مې نېټې وروسته یې غوښنه کړې وي باید د دوو کلونو وړ کار ثبوت ولري.
  • د SIV غوښتونکي باید ټولې هغه اړتیاوې چې په اوسني لارښود کې یادې شوي دي، پوره کړي. که نوموړې اړتیاوې پوره نشي، COM مو کېدای شي غوښتنه رد کړي.
  • نوي یا اصلاح شوي سندونه په AfghanSIVApplication@state.gov پته ولېږئ.

.2 تایید کړئ چې د آمر او ګومارونکي د اړیکې معلومات مو اوس هم سم دي. که سم نه وي، یو برېښنالیکCOM  ته ولیکئ او د هغوی د اړیکې نوي معلومات ولېږئ.

د COM غوښتنلیک دوه کلیدي برخې لری چی د آمر څخه د سپارښتلیک (LOR) اوستا د کمپنۍ لخوا د استخدام تصدیق (EV) لیک. COM خپلو لیکونو کې د معلومات په کارولو سره تل د آمر او ګومارونکي سره اړیکه نیسي. که COM له هغو سره اړیکه ټینګه نه کړای شي، کېدای شي COM ستاسو غوښتنلیک رد کړي.

  • د آمر او ګومارونکي سره تر هغه مهاله په اړیکه کې اوسئ چې د COM لخوا مو تاییدي نه وي ترلاسه کړې. که د هغو د اړیکو معلومات بدلېږي ‑ د بېلګې په توګه، ‌که یو آمر کار پرېښودلی، یا کمپنۍ نومونه بدل کړي‑بیا له هغو پوښتنه وکړئ چې د خپلو اړیکو له اوسني معلوماتو سره یو نوی لیک درکړي.‌
  • که ته د خپل آمر او ګومارونکې د اړیکې معلومات نه لرې، د آمرینو او ګومارونکوسره د اړیکو نېولو لپاره د IRAP لارښود دلته دې. .
  • د یو نوي لېک غوښتنه وکړۍ:
    •  
    • له خپل آمر څخه غوښتنه وکړئ ترڅو یو نوی LOR له نوي برېښنالیک پتې څخه، (کاري او شخصي) ټېلفون شمېرې، او هر هغه څه چې نور هم تازه شوي وي، درولېږي.
    • نوی LOR باید د نېټې سره په قلم لاسلیک شوی وي.
    • ځان باروي کړئ چې LOR له نوو لارښوونو سره سمون خوري.
  • نوي یا اصلاح شوي سندونه په AfghanSIVApplication@state.gov پته ولېږئ.

3. LORs او EV مو نوي کړئ که مو د کار نېټې ناسمې وي او یا کار مو ختمېږي.

ځینې مهال، د SIV غوښتونکي LORs یا  EVهغه وخت تر لاسه کوي کله چې له اړوندې کمپنۍ سره کار هم کوي.‌ بیا دوي کېدای شی چې د COM له تاییدي څخه د مخه خپله دنده پرېږدي . نور وختونه،‌ په لیکونو کې د کار نېټې ناسمې لیکل شوې وي. په داسې حالاتو کې، ‌دا به ښه وي چې د پخوانيو آمرینو یا کمپنېو تازه شوي او سم لیکونه ولرئ.

  • هر LOR باید د څارنې او کار د پېل او پای کره ڼېتې ولري. د بېلګې په توګه، داسې باید وي. "د ۲۰۱۵ د جنورۍ ۱" پرځای د دې چې یوازې "جنوري ۲۰۱۵" ولیکي.
  • هرEV باید دا ووایي چې ولې تاسو نور له دې کمپنۍ سره کار نه کوئ
  • نوی او اصلاح شوي سندونه په دې پته ولېږئ‌ AfghanSIVApplication@state.gov.

4. عام موارد اوګورئ

لاندې موضوعات د SIV پروګرام څو عامې ستونزې رانغاړي. دا لست بشپړ ندی. تل د امریکا متحده ایالاتو د دولت COM لارښونې ګورئ. که د LOR یا EV په اړه څه مسئلې وي، نو له لارښوونو سره سم د یو تازه لیک غوښتنه وکړئ.‌ بیا دا تازه لیکونه COM ته ولېږئ.‌

  • په LOR کې باید آمر ستاسو په اړه د خپلې پوره پوهې پر بنسټ ولیکي چې ایا غوښتونکې د امریکا متحده ایالاتو ملي امنیت یا خوندیتوب ته کوم ګواښ دي .
  • ستاسو EV باید د امریکا متحده ایالاتو حکومت د قرارداد شمېرې ولیکي چې تاسو کار کړی. که تاسی له یوه فرعي قراردادي سره کار کړی وي، ځان باوري کړئ چې ستاسو EV دواړه د فرعي قراردادي او د امریکا متحده ایالاتو دولتي د اصلي قرارداد شمېره هم ولري.‌
  • که کوم ګومارونکی کولای شي چې د فرعي قراردادونو یا قراردادونو په اړه د سر مخي لیکونو کاپئ وړاندې کړي دغه سندونه دې COM ته ولېږئ. COM باید وکولای شي چې ستاسو د کاري مودې لپاره د قراردادونو شتون تصدیق کړي.
  • ټول LORs او EV باید له نېټې سره او په قلم لاسلیک شي نه د الکترونیکو لاسلیکونو په وسیله.‌
  • نوي او اصلاح شوي سندونه AfghanSIVApplication@state.gov ته ولېږئ 

5. د خپل غوښتنلیک حالت په منظم ډول تعقیب کوئ.

هغه افغان SIV غوښتونکي چې د COM پرېکړې ته په تمه دي کولای شي دغی آدرس AfghanSIVApplication@state.gov ته برېښنالیک ولیکي چې د خپلې قضیې حالت معلوم کړي. خپل نوم، د زېږېدنې ڼېټه، او د SIV قضیې شمېره د برېښنالیک موضوع کرښه او د برېښنالیک متن کې ولیکئ.‌

د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه، دولت AfghanSIVApplication@state.gov بریښنالیک ته لیږل شویو بریښنالیکونو ته د دوو اونیو په موده کې ځواب ورکوي.

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)