چگونه اطلاعات قرارداد را برای تقاضای SIV خود بیابم؟-02.jpg

دا لارښود د تړون د معلوماتو په اړه معلومات وړاندې کوي، که چېرې تا له داسې يو شرکت سره کار کړی وي، چې د متحده ايالاتو له حکومت سره يې قرارداد يا فرعي قرارداد درلود، يا له داسې يو شرکت سره چې قرارداد يې نه درلود، خو تمويل، جايزه يا د شریک کار قرارداد يې درلود.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

دا لارښود د تړون د معلوماتو په اړه معلومات مهيا کوي، که چېرې تا له داسې يو شرکت سره کار کړی وي، چې د متحده ايالاتو له حکومت سره يې قرارداد يا فرعي قرارداد درلود، يا له داسې يو شرکت سره چې قرارداد يې نه درلود، خو تمويل، جايزه يا د شریک کار قرارداد يې درلود.

د ځانګړي کډوال د ویزې لپاره د عريضې شاليد:

  • د ايس آی وي لپاره اوسني شرايط د بهرنيو چارو وزارت پر ويبپاڼه دلته دي.
  • ته بايد ټول غوښتل شوي اسناد د ماموريت مشر (کام) ته په خپله عريضه کې شامل کړې.
  • که تاسو د COM غوښتنلیک مخکې لیږلی وي او پریکړې ته په تمه یاست، او د همدې مودې په لړ کې د خپل واجدیت شرایط اړوند نوي یا نوي شوي اسناد ترلاسه کوۍ، باید همدا نوي اسناد د ویزې ملي مرکز NVC ته ولیږئ او له هغوی څخه وغواړئ چې نوموړي اسناد ستاسو په هغه غوښتنلیک یا اپیل کې شامل کړي چې د ارزونې یا کتنې په حال کې دي. NVC باید دغه اسناد ستاسو د COM په غوښتنلیک او همدارنګه ستاسو د اپیل په غوښتنلیک کې شامل کړي ترڅو د COM له خوا وکتل شي، خو COM به پریکړه کوي چې دغه نوي اسناد وګوري که نه. که ستاسو غوښتنلیک رد شوی وي، او تاسو غواړۍ چې د اپیل یا د نوي غوښتنلیک لړۍ پیل کړئ، تاسو کولی شۍ چې همدا نوي اسناد له اپیل یا نوي غوښتنلیک سره یوځای ولیږئ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ستاسو اسناد وکتل شي.
  • که تاسو کوم ځانګړی سند پیدا کولی نشۍ، باید د نه پیدا کیدو شرحه وړاندې کړئ او دا تشریح کړئ چې ولې نوموړی سند پیدا کولی نشۍ.

د استخدام شرايط:

کام به اړتيا ولري، چې د متحده ايالاتو د حکومت لخوا يا په استازيتوب، يا د ايساف(ISAF)  لخوا يا د ايساف د ځای ناستي لخوا ستا استخدام تصديق کړي. ته بايد وښايې چې تا لږ تر لږه د يو کال لپاره کار کړی دی.

ممکنه ده چې ته د ايس آی وي لپاره وړ اوسې که چېرې:

  • تا د ايساف يا ځای ناستي ماموريت لپاره په مستقيم ډول کار کړی وي؛
  • تا د متحده ايالاتو د حکومت لپاره نېغ په نېغه کار کړی وي؛ يا
  • ستا شرکت د متحده ايالاتو له حکومت سره تړون يا فرعي تړون کړی وي.

 که تا چېرې د متحده ايالاتو حکومت، ايساف، يا د ايساف ځای ناستي ماموريت لپاره مستقيم کار کړی وي، د خپل استخدام د تاييد ليک وسپاره. دا ليک ستا د شرکت د بشري سرچينو لخوا ليکل کيږي. دې ته ايچ ار ليک ويل کيږي. دا بايد د شرکت په رسمي ورقه وي، او دا ثابته کړي، چې ستا کار وړتيا لري. په دې اړه چې ستا د استخدام په ليک کې بايد نور څه ته ځای ورکول شوی وي، د ايچ ار ليک په اړه د آی ار ای پي لارښود کې دلته شتون لري.

که تا د داسې شرکت لپاره کار کړی وي، چې د متحده ايالاتو د حکومت سره يې تړون، يا فرعي تړون درلود

داسې ډېرې لارې چارې شته چې ثابته کړي، چې ستا شرکت په ټاکلې موده کې د متحده ایالاتو د حکومت سره تړون يا فرعي تړون درلود:

·       وګوره چې ايا ستا د استخدام ليک کې ستا د تړون شمېرې شته 

دا د شرايطو د پوره کولو عادي لار ده. ستا د ايچ ار ليک بايد د قرارداد يا فرعي قرارداد په اړه معلومات ولري، چې ستا شرکت هغه مهال درلود، چې تا له دې شرکت سره کار کاوه. ستا استخدام کوونکی بايد د پوره هغې مودې لپاره چې تا پکې کار کړی دی، د ټولو قراردادونو او فرعي قراردادونو فهرست جوړ کړي. که ستا شرکت فرعي قرارداد درلود، دوی بايد د فرعي قرارداد، او لومړني قرارداد په اړه معلومات ورکړي. ته بايد ثابت کړې چې په ټول کال کې چې تا کار کړی ستا شرکت يو يا زيات قراردادونه، يو يا زيات فرعي قراردونه درلودل تر څو ته وړ وبلل شې.

په دې اړه چې ستا د استخدام په ليک کې بايد څه وي، د آيچ ار ليکونو په اړه د آی ار ای پي لارښود کې دلته شته.

·       د خپل استخدام کوونکي څخه د قرارداد یوه کاپي واخله

ته کولای شې خپل استخداموونکي او/يا څارونکي ته ايميل وکړې، چې د قرارداد کاپي ترې وغواړې. په دې اړه لارښوونې چې خپل استخداموونکی يا څارونکی څه ډول پيدا کولای شې د آی ار ای پي په لارښود کې دي، چې د څارونکو او استخداموونکو په اړه دی.

ځينې وخت څارونکی يا استخداموونکی د قرارداد کاپي نه لري. ځينې وخت قرارداد لري، خو د قرارداد کاپي نه ورکوي. ته کولای شې واضح کړې چې ممکنه ده ته ونه شې کولای ستا د کار د مودې پر مهال د متحده ايالاتو له حکومت سره د شوي قرارداد له دې کاپي پرته ايس آی وي تر لاسه کړې. ته همداراز کولای شې واضح کړې، چې ته يوازې د قرارداد لومړي مخ ته اړتيا لرې. دوی همداراز ځينې محرم او اختصاصي اسناد اصلاح کولای شي. 

·       زه څه ډول کولای شم قرارداد يا د قرارداد شمېره پيدا کړم، که چېرې يې له څارونکي يا استخداموونکي څخه تر لاسه نه کړم؟

ته کولای شې د متحده ايالاتو د حکومت او ستا د استخداموونکي تر منځ شوي قراردادونه له دې لارو وګورې:

د قراردادونو لپاره د متحده ايالاتو د حکومت د معلوماتو بانک ولټوه.

ته کولای شې د متحده ایالاتو د قراردادونو د معلوماتو عمومي بانک ولټوې. 

ايف پي ډي ايس ته لاړه شه، د حکومت د قراردادونو د معلوماتو يو عمومي بانک.

  • په دې برخه کې چې “ezSearch,” د خپل شرکت نوم داخل کړه، بيا فاصله (سپيس) ووهه، او بيا دا لاندې فقره داخله کړه:
    • POP_COUNTRY_NAME:"AFGHANISTAN"
  • ډاډ حاصل کړه چې دا الفاظ دې په دقيق ډول داخل کړي دي. دا به ډاډ درکړي چې پايلې به يې يوازې د هغو قراردادونو وي چې مالي تمويل يې شوی، او په افغانستان کې يې ستا د استخدام کوونکي لپاره کار کړی.
  • هغه قراردادونه وګوره، چې يوه برخه يې ستا د استخدام وخت په بر کې نيسي.
    • په لاندې جدول کې منظم شوي په ښي لاس اړخ کې، په دې جمله کېکاږه چې “Date Signed”.
  • اوس هغه قراردادونه وګوره چې ستا له کار مخکې يا ستا د کار په دوران کې لاسليک شوي.
  • که چېرې ته داسې يو قرارداد پيدا کړې، چې ستا د کار وخت په بر کې نيسي، ته کولای شې په دې جمله چې “View” کېکاږې، چې نور معلومات وګورې، او پاڼه پرينټ کړې.
  • د قرارداد د معلوماتو یو نقل PDF په بڼه چاپ کړئ او هغه د COM غوښتنلیک او د تجدید نظر یا اپیل غوښتنلیک سره ضمیمه کړئ.
  • ته همداراز کولای شې د متحده ايالاتو د حکومت د قراردادونو د معلوماتو دا بانک هم ولټوې usaspending.gov.

د آی ار ای پي د معلوماتو بانک وګوره

که چېرې تاسې یو افغان شرکت له کار کړې، د آی ار ای پي توكبنسټ وګورئ. په افغانستان کې د متحده ایالاتو د حکومت قراردادونو په اړه د آی ار ای پي د معلوماتو بانک دلته دی. دې ويبپاڼې ته ولاړ شه، که چېرې دې د افغان شرکت لپاره کار کړی وي. ته کولای شې د خپل استخداموونکي د نوم او د هغو نيټو له لارې پلټنه وکړې، چې تا پکې کار کړی.

  • په دې برخه کې  “Contracting Agency/Company”د خپل استخداموونکي نوم داخل کړه.
  • که ستا استخداموونکی ونه ښودل شو، ډاډ حاصل کړه چې نوم دې سم ليکلی، د ليکلو سپيلينګ وګوره.
  • یاد لره چې فهرست کړل شوې نېټې د قرارداد د پيل او د پای ته رسېدو نېټې دي.
  • بل هغه قرارداد وګوره چې د استخدام کوونکي لپاره ستا د کار په موده کې روان و. که د قرارداد شمېره دې پيدا نه کړه، نو لاندې ب برخې ته ولاړ شه.

د قرارداد شمېره وکاروه، تر څو د قرارداد يوه کاپي پيدا کړې.

کله چې د قرارداد شمېره دې تر لاسه کړه، عمومي د معلوماتو بانکونه ولټوه تر څو ډاډ حاصل کړې، چې حکومت هم قرارداد موندلای شي. کام ته د خپلې پلټنې کاپيانې واستوه.

ج زه په قرارداد څه ډول پوهېدای شم؟

د کتلو لپاره په مهمو معلوماتو کې شامل دي:

  • د قرارداد شمېره.
  • د متحده ايالاتو قرارداد کوونکی اړخ. دا معنی چې د متحده ايالاتو د حکومت هغه اداره چې قرارداد يې لاسليک کړی.
  • د قرارداد کوونکي نوم، ميک: ډاډ ورکړه چې دا ستا د استخدام کوونکي نوم دی.
  • د قرارداد د پيل او پای نېټې. دا د دوه علتونو له کبله مهم دي. اول: دا اطمينان چې تا د قرارداد پر مهال کار کړی. دوهم: دا اطمينان حاصلول چې په قرارداد کې ستا د کار د وړتيا پوره موده ځای کړای شوې ده.
  • ايا هغه لاسليک شوی دی.

 زه څه ډول د متحده ايالاتو د حکومت د مالي تمويل ثبوت پيدا کولای شم، که چېرې زما استخدام کوونکی فرعي قراردادي و؟

د ايس آی وي ډير عريضه کوونکي داسې خلک دي، چې د يو داسې استخدام کوونکي لپاره يې کار کړی، څوک چې د يو دوهم شرکت فرعي قراردادي و. دوهم شرکت د متحده ايالاتو له حکومت سره مستقيم قرارداد درلود. دې شرکت ته لومړنی قراردادي ويل کيږي. په دې حالت کې، ته بايد داسې ثبوت پیدا کړې چې لومړني قراردادي د متحده ايالاتو له حکومت سره قرارداد درلود. ته بايد همداراز ثابته کړې چې ستا شرکت د لومړني قراردادي سره فرعي قرارداد درلود. 

پورتني پړاوونه وکاروه تر څو د لومړني قراردادي د قرارداد شمېره پيدا کړې. دا ثبوت اين وي سي ته وسپاره. همداراز د لومړني قراردادي او ستا د استخدام کوونکي تر منځ د قرارداد ثبوت هم وسپاره. دا ثبوت کېدای شي د فرعي قرارداد کاپي وي. ستا استخدام کونکی همداراز کولای شي چې ستا د ايچ ار په ليک کې د فرعي قرارداد شمېره شامله کړي.

که چېرې ما د داسې شرکت سره کار کړی وي، چې قرارداد يې نه درلود، خو مالي تمويل، جايزه، يا د همغږۍ تړون يې درلود، څه به کيږي؟

کام او د متحده ايالاتو حکومت عریضه کوونکو ته ويلي دي چې د هغې شرکت لپاره کار کول چې "مالي تمويل، جايزه، يا په شريکه کار کولو تړون " لري، يو عريضه کوونکی د ايس آی وي لپاره وړ نه ګرځوي.

 که ستا شرکت مالي تمويل، جايزه، يا شرک کار تړون درلود، چې ستا د استخدام په ليک کې ځای ورکړل شوی، بيا هم وګوره چې ايا نور قراردادونه يا فرعي قراردادونه شته، چې تا د همدې قراردادونو لاندې کار کړی وي. که ستا شرکت هم د متحده ايالاتو له حکومت سره قرارداد يا فرعي قرارداد درلود، دا به مهمه وي، چې د دې قراردادونو ثبوت پکې شامل کړې.

که ستاسو ګومارونکي د متحده ایالاتو له حکومت څخه یوازې د بلاعوضو مرستو قرارداد یا تعاوني قرارداد ترلاسه کړی وي، تاسو کیدی شي چې د افغانانو لپاره د متحده ایالاتو د کډوالۍ P-2 پروګرام ته واجد شرایط یاست. افغانانو لپاره د متحده ایالاتو د کډوالۍ پروګرام په اړه د IRAP لارښوود دلته وګورئ.

که چېرې زه نه يم خبر چې زما شرکت قرارداد درلود که فرعي قرارداد څه به کيږي؟

که ته باوري نه يې، او فکر کوې چې وړتيا لرې، ته بيا هم کولای شې د خپل استخدام له ټولو معلوماتو او نورو غوښتل شويو اسنادو سره، کام ته عارض شې، او يوه پرېکړه تر لاسه کړې. 

تاسو همداراز باید له خپل ګومارونکي څخه پوښتنه وکړئ چې ایا پوهیږي چې اصلي قرارداد یې درلود یا فرعي قرارداد.

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)