سفارش‌نامه (Recommendation Letter) و نامه منابع بشری (HR Letter) درخواست SIV‌ من باید حاوی چه اطلاعاتی باشند؟-02.jpgد SIV غوښتنلیک لپاره د سپارښتنې لیک (Recommendation Letter) او د بشري سرچینو لیک (HR Letter) لپاره اړین معلومات

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

دا لیکنه د SIV غوښتنلیک لپاره د بشري سرچینو لیک (HR Letter) او د سپارښتې لیک (Recommendation Letter) په اړه مفصل معلومات چمتو کوي. په دې لارښود کې د سپارښتنې لپاره د اړتیاوو په اړه مهم ټکي شامل دي، لکه د متحده ایاالتو اتباعو ته اړتیا نشته څو دا لیک ولیکي یا لاسلیک یې کړي. دا لارښود دا معلومات هم وړاندې کوي چې څنګه د سپارښتنې چمتو کړئ که چیرې د متحده ایالاتو د اتباعو څخه د ملي ویزې مرکز یا د ماموریت مشر لخوا غوښتنه وشي. سربیره پردې، دا د کار جواز ترلاسه کولو څرنګوالي په اړه ګټورې لارښوونې وړاندې کوي که چېرې غوښتونکی اړین اسناد ونه لري.

په دې سند کې ربیټ پروژه (Project Rabbit) هم توضیح شوې ده. د (Project Rabbit) له لارې هغه کسان کولی شي خپله دنده تصدیق کړي چې د دفاع وزارت له قراردادیانو سره یې کار کړی وي. 

د مهاجرت ځانګړي ويزې لپاره د غوښتنې کولو پس منظر:

  • د SIV اوسني اړتیاوي د بهرنیو چارو وزارت دSIV  په ویبپاڼه دلته دي.
  • تاسو باید د خپل غوښتنلیک اړوند اسناد د ویزې ملي مرکز (NVC) ته ولیږئ چې وروسته به دا مرکز ستاسو اسناد د ماموریت مشر (COM) ته ولیږي.
  • که تاسو د COM غوښتنلیک مخکې لیږلی وي او پریکړې ته په تمه یاست، او د همدې مودې په لړ کې د خپل واجدیت شرایط اړوند نوي یا نوي شوي اسناد ترلاسه کوۍ، باید همدا نوي اسناد د ویزې ملي مرکز NVC ته ولیږئ او له هغوی څخه وغواړئ چې نوموړي اسناد ستاسو په هغه غوښتنلیک یا اپیل کې شامل کړي چې د ارزونې یا کتنې په حال کې دي. NVC باید دغه اسناد ستاسو د COM په غوښتنلیک او همدارنګه ستاسو د اپیل په غوښتنلیک کې شامل کړي ترڅو د COM له خوا وکتل شي، خو COM به پریکړه کوي چې دغه نوي اسناد وګوري که نه. که ستاسو غوښتنلیک رد شوی وي، او تاسو غواړۍ چې د اپیل یا د نوي غوښتنلیک لړۍ پیل کړئ، تاسو کولی شۍ چې همدا نوي اسناد له اپیل یا نوي غوښتنلیک سره یوځای ولیږئ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ستاسو اسناد وکتل شي.
  • که تاسو کوم ځانګړی سند پیدا کولی نشۍ، باید د نه پیدا کیدو شرحه وړاندې کړئ او دا تشریح کړئ چې ولې نوموړی سند پیدا کولی نشۍ.

هغه کسان چې د دفاع وزارت له قراردادیانو سره یې کار کړی وي کولی شي چې د بشري سرچینو له څانګې څخه د مکتوب او له خپل سوپروایزر څخه د سفارش نامې یا سپارښتنلیک په ترلاسه کولو سره، خپله دنده تصدیق کړي.

ډیر شمیر کسان دغه اسناد په اختیار کې نلري. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، د متحده ایالاتو حکومت داسې یوه پروسه اعلان کړه چې له لارې یې هغه کسان د خپلو دندو د اسنادو په وړاندې کولو سره خپلې دندې تصدیق کولی شي چې دفاع وزارت سره یې کار کړی وي. دا پروسه د (Project Rabbit) په نوم یادیږي. دې پروژې په باب لازیات معلومات لاندې ترلاسه کړئ. 

 د دندې ګمارنې اړتیاوې:

COM به د متحده ايالاتو د دولت په استازیتوب، ISAF او يا د ځای ناستې ماموریت لخوا ستاسې د دندې تصديق کولو ته اړتيا ولري. نو تاسې بايد دا وښايي چې تاسې يو کال کارکړې.

تاسې بايد لاندې لیکونه د متحده ايالاتو له هر شرکت يا ادارې څخه ترلاسه کړئ چې تاسې ورسره کارکړی:

  •  د بشري منابعو له څانګې څخه د ګمارنې د لیک تائید؛ او
  • له خپل مستقیم  آمر څخه سپارښت ليک. که چیرې تاسو خپل آمر سره اړیکه ټینګولی نشۍ، په اداره کې بل شخص یا د موسسې یو لړپوړی چارواکی کولی تاسو ته مکتوب ولیکي.

مهمه یادونه: د 2021 کال له مني څخه مخکې، د بهرنیو چارو وزارت شرط دا وو چې د متحده ایالاتو یو تبعه باید یا سپارښت لیک ولیکي او یا یې په ګډه لاسلیک کړي. د بهرنیو چارو وزارت دا خبره تایید کړی ده چې اوس مهال د متحده ایالاتو د تبعه له خوا د سپارښت لیک د لیکنې یا لاسلیک کولو لپاره هیڅ شرط نشته. د بهرنیو چارو وزارت په لارښوود کې په واضح توګه ویل شوي دي چې "دا به ګټه وره وي" که د متحده ایالاتو تبعه چې د قرارداد مسوولیت یې په غاړه درلود هغه مکتوب په ګډه لاسلیک کړي چې د یو افغان آمر له خوا یو کارکوونکي ته لیکل شوی دی او پکې دواړه دا تصدیق کړي چې په مکتوب کې وړاندې شوي معلومات سم دي. خو اوس مهال دا یو شرط نه بلل کیږي. که د ویزې ملي مرکز تاسو څخه وغوښتل چې د خپل امریکایي آمر له خوا لیکل شوی مکتوب وړاندې کړئ، تاسو کولی شۍ دا توضیح کړئ چې اوس مهال دا شرط د تطبیق وړ نه ګڼل کیږي. که ستاسو غوښتنلیک د همدې دلیل له امله ځنډول شوی یا رد شوی وي، د COM له خوا د غوښتنلیک د رد کیدو په اړه د IRAP د مرستو د فورمې له لارې، د مرستې غوښتنه وکړئ. 

مهمه یادونه: د 2023 کال له جنورۍ څخه، د بهرنیو چارو وزارت له هغو آمرینو څخه چې خپلو کارکوونکو ته یې سپارښتلیکونه جوړ کړي دي غوښتي دي چې د متحده ایالاتو د تابعیت شواهد وړاندې کړي. خو سره له دې هم، د بهرنیو چارو وزارت دا تایید کړې ده چې ددې آمرینو مکتوبونه به د هغوی د تابعیت له وجې رد نکړي. له همدې امله، که یو آمر چې سپارښتلیک یې جوړ کړی دی د متحده ایالاتو تابعیت نلري او د بهرنیو چارو وزارت له نوموړي څخه د متحده ایالاتو د تابعیت شواهد غواړي، نوموړی کولی شي د بهرنیو چارو وزارت په ځواب کې توضیح کړي چې نوموړی د متحده ایالاتو تابعیت نلري خو په دې پوهیږي چې اوس مهال د سپارښتلیک لپاره د متحده ایالاتو تابعیت یو شرط نه بلل کیږي.

څنګه خپل څارونکی یا ګمارونکي ومومئ په اړه د IRAPلارښود لپاره دلته وګورئ. ستاسې د کار پر مهال بايد دغه کسانو له تاسې سره کارکړی وي. د  IRAPلارښود ترڅو دا ثبوت ترلاسه کړئ چې ستاسي کار د SIV برنامې لپاره وړ دی، دلته وګورئ.

 د ماموریت مشر به ستاسو دنده تصدیقوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې تاسو د متحده ایالاتو له خوا یا په استازیتوب او یا هم د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو یا آیساف یا ددې ځواکونو پرځای بل ماموریت سره دنده ترسره کړې وي. تاسو باید دا ثبوت کړئ چې د یو کال لپاره مو دنده ترسره کړې ده. 

کیدی شي تاسو په لاندې حالاتو کې د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره واجد شرایط وګڼل شۍ:

  • که چیرې تاسو په مستقیم ډول له آیساف یا د آیساف استازې موسسې سره دنده ترسره کړې وي
  • که چیرې تاسو په مستقیم ډول د متحده ایالاتو له حکومت سره دنده ترسره کړې وي، او یا
  • که چیرې ستاسو شرکت د متحده ایالاتو له حکومت څخه قرارداد یا فرعي قرارداد ترلاسه کړی وي.

که چیرې تاسو په مستقیم ډول د متحده ایالاتو حکومت، آیساف او د آیساف استازې موسسې سره دنده ترسره کړې وي، د خپلې دندې د تصدیق لپاره، مکتوب راولیږئ. دا مکتوب د هغه شرکت د بشري سرچینو د ځانګې له خوا برابریږي چې تاسو پکې دنده ترسره کړې ده. دا مکتوب د بشري سرچینو د مکتوب په نوم یادیږي. دغه مکتوب باید د شرکت لیټرهیډ ولري او باید دا ثبوت کړي چې تاسو نوموړي شرکت کې د دندې له امله، دې پروګرام ته واجد شرایط یاست. داچې د ګومارنې یا استخدام په مکتوب کې باید کوم معلومات شامل وي، د بشري سرچینو د مکتوبونو په باب د IRAP لارښوود لاندې ترلاسه کړئ.

 د بشري منابعو څخه د ګمارنې د لیک تائید 

ډاډمن کړئ چې ستاسي د HR لیک بايد لاندې معلومات ولري:

  • د عريضه کوونکي بشپړ نوم
  •  د عريضه کوونکي د زيږون نېټه
  • د ټولو تړونونو او/يا فرعي تړونونو لپاره د تړون معلومات:
    • د پروژې نوم
    • د تړون شمېره
    • د تړون موده
    • د اصلي قرارداد نوم
    • د متحده ايالاتو دولتي تړون کولو شرکت
    • که چېرې ستاسې ګمارونکې فرعي قرارداد وو، بیا د اصلی تړون او د فرعي تړون دواړو په اړه معلومات شامل کړئ
    • که چیرې موجود وي، د تړون يا د فرعي تړون کاپي شامل کړئ.
  •  د عريضه کوونکي د دندې عنوان
  • د عريضه کوونکي د دندې موقعيت
  • د ګمارنې د پيل نېټه (نېټه، مياشت، کال)
  • د ګمارنې د پای نېټه (نېټه، مياشت، کال)
  • د HR د استازی معلومات:
    • د HR د استازی نوم چې د HR لیک بشپړوي
    • د دوی لاسليک
    • د شرکت رسمي بریښنالیک یا که شخص اوس په شرکت کې کار نه کوي، بدیل بریښنالیک
    • هغه نېټه چې دغه لیک لاسليک شو.
  • که چېرې ستاسي ګمارونکی د یو HR یونټ نه لري، د لیک ليکونکی بايد دا توضيح کړي.
  • يوازې د ISAF د کارکوونکو لپاره: د عريضه کوونکي د کار تشریح چې عريضه کوونکي ته اړتیا لري چې ايا:
    • د متحده ايالاتو د پوځ پرسونل لپاره د ژباړن يا ترجمان په توګه کار وکړي پداسې حال کې چې په ISAF کې مشیته د متحده ايالاتو د نظامي پرسونل سره د بیس څخه لرې سفر کوي؛ يا
    • په ISAF کې میشته د متحده ايالاتو د نظامي پرسونل لپاره فعاليتونه ترسره کوي.

که زموږ شرکت نور موجود نه وي، د بشري سرچینو څانګه یې موجوده نه وي، یا زما د دندې په باب اسناد ورسره موجود نه وي، څه به وشي؟

 که چیرې ستاسي شرکت نور موجود نه وي او يا دا چې ستاسي ريکارډونه لري، نو خپل مستقیم آمر یا په موسسه کې بل لوړپوړي چارواکي څخه غوښتنه وکړئ چې یو لیک ولیکی. دا لیک بايد د سپارښتليک څخه جلا وي. لیک بايد:

  • تشریح کړي چې شرکت نور موجود نه دی او يا دا چې ريکارډونه نه لري
  • د خپل دندې د پيل او پای نېټه لیست کړئ.
  • د شرکت څخه د جلا کېدو دلیل لیست کړئ.
  • د HR لیک د اړتياوو لپاره پورته لیست شوی ممکنه ډېر معلومات شامل کړئ

تاسي همدارنګه بايد هڅه وکړئ چې هرڅومره امکان لري خپل مستقیم آمر یا په موسسه کې بل لوړپوړي چارواکي څخه ډیر لیکونه ترلاسه کړئ. دغه څارونکي باید په خپلو لیکونو کې لیست کړي کله چې دوی تاسې سره کارکړې. دا به له تاسې سره د امکان تر حده د وړ دندې ثابتولو کې مرسته وکړي.

له مستقیم آمر څخه د سپارښتليک غوښټنه

څوک سپارښتلیک ليکلی شي؟

  • ستاسو مستقیم آمر یا بل شخص چې ستاسو د خدمت په موده کې یې د شرکت د څارنې مسوولیت په غاړه درلود باید تاسو سره اشنایي ولري.
  • که چیرې ستاسو مستقیم آمر سره اړیکه نشي ټینګیدای، په اداره کې بل شخص یا لوړپوړی چارواکی کولی شي تاسو ته سپارښتلیک ولیکي. 
    • مهمه یادونه: د 2021 کال له مني څخه مخکې، د بهرنیو چارو وزارت شرط دا وو چې د متحده ایالاتو یو تبعه باید یا سپارښت لیک ولیکي او یا یې په ګډه لاسلیک کړي. د بهرنیو چارو وزارت دا خبره تایید کړی ده چې اوس مهال د متحده ایالاتو د تبعه له خوا د سپارښت لیک د لیکنې یا لاسلیک کولو لپاره هیڅ شرط نشته. د بهرنیو چارو وزارت په لارښوود کې په واضح توګه ویل شوي دي چې "دا به ګټه وره وي" که د متحده ایالاتو تبعه چې د قرارداد مسوولیت یې په غاړه درلود هغه مکتوب په ګډه لاسلیک کړي چې د یو افغان آمر له خوا یو کارکوونکي ته لیکل شوی دی او پکې دواړه دا تصدیق کړي چې په مکتوب کې وړاندې شوي معلومات سم دي. خو اوس مهال دا یو شرط نه بلل کیږي. که د ویزې ملي مرکز تاسو څخه وغوښتل چې د خپل امریکایي آمر له خوا لیکل شوی مکتوب وړاندې کړئ، تاسو کولی شۍ دا توضیح کړئ چې اوس مهال دا شرط د تطبیق وړ نه ګڼل کیږي. که ستاسو غوښتنلیک د همدې دلیل له امله ځنډول شوی یا رد شوی وي، د COM له خوا د غوښتنلیک د رد کیدو په اړه د IRAP د مرستو د فورمې له لارې، د مرستې غوښتنه وکړئ. 
  • مهمه یادونه: د 2023 کال له جنورۍ څخه، د بهرنیو چارو وزارت له هغو آمرینو څخه چې خپلو کارکوونکو ته یې سپارښتلیکونه جوړ کړي دي غوښتي دي چې د متحده ایالاتو د تابعیت شواهد وړاندې کړي. خو سره له دې هم، د بهرنیو چارو وزارت دا تایید کړې ده چې ددې آمرینو مکتوبونه به د هغوی د تابعیت له وجې رد نکړي. له همدې امله، که یو آمر چې سپارښتلیک یې جوړ کړی دی د متحده ایالاتو تابعیت نلري او د بهرنیو چارو وزارت له نوموړي څخه د متحده ایالاتو د تابعیت شواهد غواړي، نوموړی کولی شي د بهرنیو چارو وزارت په ځواب کې توضیح کړي چې نوموړی د متحده ایالاتو تابعیت نلري خو په دې پوهیږي چې اوس مهال د سپارښتلیک لپاره د متحده ایالاتو تابعیت یو شرط نه بلل کیږي.

په لیک کې بايد شامل وي:

  • د عريضه کوونکي معلومات:
    • بشپړ نوم
    • د زيږون نېټه
    • د رتبې شمېره (که چیرې موجوده وي)
    • د دندې عنوان
    • د دندې موقعيت
    • د عريضه کوونکي د کاري مسئوليتونه تشریح
  • د  مستقیم آمر معلومات:

    • هغه تصدیق چې ښیي قومندان یا بل لوړپوړی شخص چې د شرکت د څارنې مسوولیت یې درلود، د درخواست کوونکي مستقیم آمر وو/دی.
    • د څارنې د پيل او پای نېټه (ورځ، مياشت، کال)
    • د COM د تصویب  لپاره د عريضه کوونکي د سپارښتنې توجیه
    • د مستقیم آمر نوم، کاري لقب او شخصي بریښنالیک
    • د څارونکی لاسليک او نېټه چې لیک پرې لاسليک شو
  • اوس هیڅ اړتيا نشته چې تاسې د ژباړن یا ترجمان په حیث کارکړې يا مو حساس او باوري فعاليتونه ترسره کړي. که چیرې د دې ژبې سره مو انکار ترلاسه کړ، نو لطفاً، د دې لامل په اړه د COM د رد لپاره د IRAP لارښود وګورئ.

 که چیرې د ویزې ملي مرکز یا د ماموریت رییس ووایي چې د متحده ایالاتو تبعه باید سپارښتلیک ولیکي، څه باید وکړم؟

مهمه یادونه: د 2021 کال له مني څخه مخکې، د بهرنیو چارو وزارت شرط دا وو چې د متحده ایالاتو یو تبعه باید یا سپارښت لیک ولیکي او یا یې په ګډه لاسلیک کړي. د بهرنیو چارو وزارت دا خبره تایید کړی ده چې اوس مهال د متحده ایالاتو د تبعه له خوا د سپارښت لیک د لیکنې یا لاسلیک کولو لپاره هیڅ شرط نشته. د بهرنیو چارو وزارت په لارښوود کې په واضح توګه ویل شوي دي چې "دا به ګټه وره وي" که د متحده ایالاتو تبعه چې د قرارداد مسوولیت یې په غاړه درلود هغه مکتوب په ګډه لاسلیک کړي چې د یو افغان آمر له خوا یو کارکوونکي ته لیکل شوی دی او پکې دواړه دا تصدیق کړي چې په مکتوب کې وړاندې شوي معلومات سم دي. خو اوس مهال دا یو شرط نه بلل کیږي. که د ویزې ملي مرکز تاسو څخه وغوښتل چې د خپل امریکایي آمر له خوا لیکل شوی مکتوب وړاندې کړئ، تاسو کولی شۍ دا توضیح کړئ چې اوس مهال دا شرط د تطبیق وړ نه ګڼل کیږي. که ستاسو غوښتنلیک د همدې دلیل له امله ځنډول شوی یا رد شوی وي، د COM له خوا د غوښتنلیک د رد کیدو په اړه د IRAP د مرستو د فورمې له لارې، د مرستې غوښتنه وکړئ. 

مهمه یادونه: د 2023 کال له جنورۍ څخه، د بهرنیو چارو وزارت له هغو آمرینو څخه چې خپلو کارکوونکو ته یې سپارښتلیکونه جوړ کړي دي غوښتي دي چې د متحده ایالاتو د تابعیت شواهد وړاندې کړي. خو سره له دې هم، د بهرنیو چارو وزارت دا تایید کړې ده چې ددې آمرینو مکتوبونه به د هغوی د تابعیت له وجې رد نکړي. له همدې امله، که یو آمر چې سپارښتلیک یې جوړ کړی دی د متحده ایالاتو تابعیت نلري او د بهرنیو چارو وزارت له نوموړي څخه د متحده ایالاتو د تابعیت شواهد غواړي، نوموړی کولی شي د بهرنیو چارو وزارت په ځواب کې توضیح کړي چې نوموړی د متحده ایالاتو تابعیت نلري خو په دې پوهیږي چې اوس مهال د سپارښتلیک لپاره د متحده ایالاتو تابعیت یو شرط نه بلل کیږي.

که چیرې دا اسناد ونلرم، څرنګه کولی شم خپله دنده ثابته کړم؟

ربیت پروژه (Project Rabbit) ګومارونکو شرکتونو لپاره زمینه برابروي ترڅو د خپلو افغان کارکوونکو په باب معلومات، دفاع وزارت ته وړاندې کړي. دا کار کولی شي د کډوالۍ ځانګړو ویزو غوښتونکو دندې هم تصدیق کړي. د ربیټ پروژې په اړه د بهرنیو چارو وزارت ډیرې پوښتل شوې پوښتنې دلته ترلاسه کیدی شيدا سند چې په انګلیسي ژبه چمتو شوی دی، د (Project Rabbit) په باب معلومات وړاندې کوي

تاسو باید حتی د (Project Rabbit) له لارې د دندې د تصدیق پروسې ته له ننوتلو مخکې، د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتنلیک بهرنیو چارو وزارت ته وسپارئ.  د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتنلیک د پروسې پیلولو لپاره، عارضین باید د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې هدایات تعقیب کړي. 

عارضینو لپاره هدایات:

ددې پروسې هدف متقاضیانو سره د دفاع وزارت له لارې دندو د تصدیق په برخه کې مرسته بلل کیږي. د دفاع وزارت د متحده ایالاتو د حکومت یوه اداره ده چې پکې ټول پوځي ځواکونه لکه اردو، سمندري او هوایي ځواکونه شامل دي. د هغو ادارو لست دلته برابر شوی دی چې د دفاع وزارت یوه برخه بلل کیږي. که چیرې تاسو پر قراردادونو، په (USAID) موسسه، بهرنیو چارو وزارت او یا بله هره اداره کې په بلاعوضو مرستو کار کړی وي، دا پروسه تاسو سره مرسته کولی شي. 

  • که چیرې تاسو خپل کومارونکي سره قرارداد لرۍ، له هغوی وغواړئ ترڅو ستاسو د دندې په باب معلومات ربیټ پروژې ته وسپاري. تاسو کولی شۍ دا لارښود خپل ګومارونکي ته ولیږئ. ګومارونکي لپاره معلومات لاندې وړاندې شوي دي. 
  • که چیرې خپل ګومارونکي یا سوپروایزر سره قرارداد لرۍ، تاسو کولی شۍ له هغوی وغواړۍ ترڅو د بشري سرچینو د څانګي مکتوب او د سوپروایزر سپارښتنلیک د معیارې پروسې په چوکاټ کې برابر کړي. دا پروسه پورته توضیح شوه. که چیرې تاسو دفاع وزارت سره کار کړی وي، کولی شۍ له دواړو طریقو کار واخلۍ. 
  • د دفاع وزارت اوس مهال د شرکتونو لپاره هیڅ کومه لاره یا شیوه نلري چې هغوی وکولی شي په ربیټ پروژه کې د ګډون لپاره درخواست وکړي.
  • سره له دې هم، #AfghanEvac غیر انتفاعي موسسه دلته یو ویب فورم لري چې دفاع وزارت سره د قراردادي شرکتونو استازي چې تراوسه ورسره په مستقیمه توګه د ربیت پروژې په هکله اړیکه نیول شوې نه ده، کولی شي د مرستې درخواست وکړي او د متحده ایالاتو د حکومت پاملرنه ځان ته راواړوي چې هغوی هم د ربیت پروژې ته علاقمند دي.

د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره خپل غوښتنلیک پیل کړئ

د ویزې له ملي مرکز (NVC) سره اړیکه ونیسئ او ووایۍ چې غواړۍ د کډوالۍ د ځانګړې ویزې (SIV) غوښتنلیک پیل کړۍ.

  • تاسو باید د خپلې بیوګرافۍ معلومات او DS-157 فورمه وړاندې کړئ. د اړینو معلوماتو په باب د بهرنیو چارو وزارت لارښوونې دلته ترلاسه کړئ.
  • د COM د غوښتنلیک د یوې برخې په توګه نور د ګواښ لیک سپارلو ته اړتیا نشته.
  • د خپلې دندې په باب هرڅومره ډیر معلومات چې په اختیار کې لرۍ، وړاندې کړئ. متحده ایالاتو حکومت سره د خپلې دندې ټول موجوده اسناد وړاندې کړئ. تاسو باید دا لاندې معلومات شامل کړئ:
    • د بشري سرچینو ټول مکتوبونه چې په اختیار کې یې لرۍ
    • ټول سپارښتنلیکونه یا سفارشنامې چې په اختیار کې یې لرۍ
    • ټول قراردادونه او د تنخا پاڼې چې تاسو سره موجودې دي
    • ستاسو دندې پورې اړوند نور ټول شواهد لکه کارت هویت او یا هم د دندې د ځای تصدیقنامې
  • دا معلومات او اسناد AfghanSIVApplication@state.gov  بریښنالیک ته ولیږئ.
  • په خپل بریښنالیک کې ولیکئ: "زه ټول اسناد په اختیار کې نلرم او د خپلې دندې د تصدیقولو لپاره به د ربیټ له پروژې څخه استفاده کوم. "
  • کیدی شي چې NVC د څو ورځو یا اوونیو په لړ کې ستاسو بریښنالیک ته ځواب درکړي. د ویزې ملي مرکز به په خپل بریښنالیک کې ستاسو کیس نمبر چې په “NVCSIV.” پیلیږي، ولیږي.
  • د ویزې ملي مرکز NVC به هم تاسو د ماموریت مشر د غوښتنلیک لپاره د اړینو معلوماتو په اړه خبر کړي.

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)