چگونه می‌توانم یک کارفرمای سابق یا سرپرست را برای تقاضای SIV خود بیابم؟-01-02.jpgدا لارښود هغه افغانانو ته چې د متحده ایالاتو حکومت سره یا د متحده ایالاتو د قراردادی په توګه یی کارکړی وی او د مهاجرت ځانګړي ویزې (SIV) لپاره غوښتنه کوی . دا لارښود معلومات وړاندی کوی چی څنګه د انټرنېټ له لاری د پخوانی آمر یا ګمارونکی لټه وکړئ.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

دا لارښود هغه افغانانو ته چې د متحده ایالاتو حکومت سره یا د متحده ایالاتو د قراردادی په توګه یی کارکړی وی او د مهاجرت ځانګړي ویزې (SIV) لپاره غوښتنه کوی . دا معلومات وړاندی کوی چی څنګه د انټرنټ د لاری د پخوانی آمر یا ګمارونکی لټه وکړې.

دا چې ستاسو سپارښت لیک او د دندې په تصدیق کې باید کوم معلومات شامل وي، مهرباني وکړئ د لازیاتو معلوماتو لپاره دغه لارښوود وګورئ.

خپل آمر چیرته ولټوۍ:

  • ټولو هغو آمرینو سره چی په نومونو باندی یی پوهیږۍ اړیکه ونیسۍ. هر څومره چی د ډیرو خلکو سره اړیکه ونیسۍ په هماغه اندازه احتمال د دی ډیریږی چی یو مثبت ځواب ترلاسه کړۍ.
  • د امکان تر حده څومره چی کولاۍ شی اړیکه ونیسۍ.
  • ځېنې څارونکی عام نومونه لري .د بېلګې په توګه، په امریکا کې لومړې او وروستې نوم مایک جانسن دی. ډیر خلک به دا نوم لري. کېدای شي ته په ټولنېزو رسنیو کې هم په دغه نوم یو پروفایل ومومې. ته باید پکې داسی یوه جمله شامله کړې چې وایئ "زه هیله من یم چی تاسی به هغه مایک جانسن یئ چی زما آمر وۍ."
  • که چیری څارونکی يو عام نوم لري، دا به هم مرستندویه وي چې د خپل څارونکي انځورونو ته وګورې، کوم چې ممکنه ده کې خپل څارونکی وپېژنې.

دا هغه ويبپاڼې دي چې ځينو خلکو د خپلو څارونکو د لټون لپاره ګټور موندلي دي:

  • LinkedIn.com لنکډاِن.کام ډیر آمرین په لنکډاِن.کام کی شتون لری. خپل آمر د لټون په پورتنی ځای کی ولټوۍ. وروسته، د سکرین په چپ لاس کی، تاسی کولای شۍ د لټون پایلی فلټر کړۍ. تاسی کولای شی پایلی د 'اوسنی آمر' یا 'پخوانی آمر' په ترتیب فلټر کړي.
  • Facebook.com فیسبوک.کام تاسی کولای شئ چې د امکان وړآمرینو یا ګمارونکو سره د فیسبوک یا فیسبوک.کام د لاری اړیکه ونیسۍ او مفاهمه وکړۍ. د نوم او شخصي کار لپاره لټون وکړۍ. 

څنګه آمر یا ګمارونکی ته برښنالیک وکړۍ

  • که چیری داسی ښکاری چی دا کس پوځی یا اکاډمیک لقب لری، د مرستی لپاره یی په سر لیک کی په هماغه لقب ونوموۍ. په غیر صورت کی د "آغلې" یا "ښاغلی" القاب وکاروۍ.
  • خپل نوم ورکړئ .که چیری کوم تخلص مو درلود هغه تخلص خپل آمر یا ګمارونکی ته ووایاست. هغوی کیدای شی ستاسو د قانونی نوم په نسبت تاسی په تخلص ډیر وپیژنی.
  • هغه تاریخونه او موقعیت ورکړئ چی تاسی د خپل آمر یا ګمارونکی سره کار کړیدی.
  • خپل یو عکس او که شتون په صورت کی، داسی یو عکس چی د خپل آمر سره یا د امریکایی پوځي یا د دولت کس سره مو اخیستی هم شامل کړۍ.
  • دا توضیحات ورکړۍ چی تاسی غوښتنه کوئ چی متحده ایالاتو ته د مهاجرت ځانګړی ویزی (SIV) لاری ولاړ شی. هغه ګواښونه تشریح کړئ چی ستاسې د کار له کبله ورسره تاسو مخ شوییاست.
  • دا توضیحات ورکړۍ چی تاسی د خپل غوښتنلیک لپاره سپارښت لیک یا د منابع بشری لیک ته اړتیا لری.
  • که تاسی د هغوی لخوا یو پخوانی لیک لرۍ تاسی له پکار ده چی هغه لیک د خپل بریښنالیک سره ضمیمه کړۍ.
  • دا معلومات د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا یی د سپارښت لیک او د بشری منابع مکتوب د ضروریاتو په هکله ولیږۍ
  • د هغوی څخه د ستاسو دغوښتنی د پاملرنی پخاطر مننه وکړۍ. محترم، مودب، رښتینۍ او با حوصلی اووسۍ. 

څنګه کولاۍ شم د ایم ای پی څخه لیک تر لاسه کړم؟

که تاسو د ماموریت لازمي پرسونل (MEP) لپاره کار کړی، تاسو د MEP فورمه وکاروئ چې دلته لینک شوي او  د بشري منابعو (HR) لیک غوښتنه وکړئ. 

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)