د کډوال ځانګړې ويزه (ایس آی وي) د ځينو هغو خلکو لپاره مهيا دي، چې په افغانستان کې يې د متحده ايالاتو د حکومت، يا د حکومت قرارداديانو لپاره کارکړی وي. هغه خلک چې ايس آی وي تر لاسه کوي، کولای شي متحده ايالاتو ته د قانوني دايمي استوګن په توګه داخل شي. دې ته شين کارت هم ويل کيږي.

که چيرې تاسې د دندې د ترسره کولو په مهال ټپې شوې ياستئ، تاسې د امريکا د متحده ايالاتو د حکومت څخه د مالي مرستی مستحق ياستئ. مالی جبران د کډوالی ځانګړې ويزي يا د کډوالې کوم بل ډول پورې تړاو نلري. دا بيل بهير دي.

ايا زه کولای شم د ایس آی وي لپاره عارض شم؟

له متحده ایالاتو سره په تړاو د افغانانو او لپاره د ايس آی وي دوه پروګرامونه دي.

·       افغان ژباړن/ترجمانانو د ايس آی وي پروګرام (۱۰۵۹):

د ايس آی وي دوهم پروګرام د افغانانو لپاره دی، چا چې په مستقيم ډول د متحده ايالاتو د وسله وال پوځ لپاره يا د ماموريت د مشرتابه واک لاندې د ترجمان يا ژباړن په توګه کارکړی وي

متحده ايالات هرکال دې پروګرام ته تر ۵۰ پورې ويزې صادروي.

ته بايد ټول لاندې شرايط پوره کړې چې د دې ايس آی وي لپاره وړ وبلل شې:

  • ته بايد د افغانستان يا تبعه يې؛ او
  • تا بايد په مستقيم ډول د متحده ايالاتو د وسله وال پوځ، يا د ماموريت مشرتابه لاندې د ترجمان يا ژباړن په توګه د لږ تر لږه مجموعي ۱۲ مياشتو لپاره کارکړی وي؛ او
  • ته د يو جنرال يا بيرغ د افسر (لوړ پوړی افسر) لخوا ملاتړ کوونکی ليکلې سپارښت ليک لرې. دا جنرال بايد د متحده ايالاتو د وسله وال پوځ د رهبرۍ کړۍ په برخه کې وي، چې له تا يې د ترجمان يا ژباړن په توګه ملاتړ کړی. د بيرغ افسر يا د ماموريت مشر بايد هغه سفارت کې کار کوي، چرته چې تا کارکړی وي.

د ۱۰۵۹ آيس آی وي پروګرام په اړه نور معلومات دلته دي.

·        د هغو افغانانو لپاره چې د متحده ايالاتو لخوا استخدام شوي ايس آی وي (602(b))

څوک چې د متحده ايالاتو د حکومت لخوا يا په استازيتوب يا د ايساف لخوا استخدام شوي وي. د دې پروګرام لپاره د عريضې موده پرانيستې دهد ايس آی وي د دې پروګرام په اړه د بهرنيو چارو وزارت لارښود دلته دی.

که تا مخکې درخواست نه وي کړی، ته بايد له لاندې ټولو شرايطو سره برابر اوسې، تر څو د ايس آی وي د دې پروګرام لپاره وړ وګرځې:

  • باید د افغانستان تبعه اوسئ؛ او
  • باید لږ تر لږه د یو کال مودې لپاره د لاندې مراجعو له خوا په افغانستان کې په دنده ګومارل شوي یاست:
    • د متحده ایالاتو د حکومت له خوا؛ یا
    • د یوې قراردادي موسسې له خوا چې د متحده ایالاتو له حکومت څخه یې بودیجه ترلاسه کړې وي، یا؛
    • د نړیوالو سوله ساتو ځوانوکو یا آیسف له خوا.
  • تاسو باید صادقانه او ارزښتناک خدمتونه وړاندي کړې وي؛ او
  • د خپل کار له امله جدي دوامدار ګواښ سره مخ یاست.

که چیرې د افغانستان یو تبعه چې د متحده ایالاتو د حکومت له خوا یا د متحده ایالاتو په استازیتوب په دنده ګومارل شوی وو، یا د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو سره یې دنده ترسره کوله او اوس مړ شوی دی، د نوموړي میرمن او له 21 کلونو څخه لږ عمرلرونکي مجرد ماشومان کولی شي په مستقیمه توګه د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره درخواست وکړي.

څرنګه ادعا کولی شم چې د متحده ایالاتو حکومت او د متحده ایالاتو د حکومت له خوا تمویل شوې موسسې او یا هم د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (آیساف) له خوا په دنده ګومارل شوی وم؟

که چیرې تاسو د متحده ایالاتو حکومت یا د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (آیساف) لپاره د کارکوونکي په توګه دنده ترسره کړې وي، تاسو باید خپله تنخا د متحده ایالاتو له حکومت او یا له نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (آیساف) څخه په مستقیم ډول ترلاسه کړې وي. که چیرې تاسو د کوم شرکت یا موسسې له خوا په دنده ګومارل شوي وۍ، تاسو باید ډاډ ترلاسه کړئ چې نوموړي شرکت یا موسسې د متحده ایالاتو د حکومت تړون یا "قرارداد" تطبیق کړی وي.   

"د متحده ایالاتو د حکومت تړون یا قرارداد څه ته ویل کیږي"؟

تړون یا "قرارداد" هغه سند دی چې پر بنسټ یې د متحده ایالاتو حکومت له شرکتونو سره هوکړه کوي او په افغانستان کې د کار د ترسره کولو لپاره هغوی ته بودجه یا پیسې برابروي. خو د متحده ایالاتو حکومت په افغانستان کې ټولو شرکتونو او موسساتو ته د تړون یا "قرارداد" له لارې پیسې نه دي ورکړي. ځینې شرکتونه او موسسات په بیلابیلو روشونو لکه د "بلاعوضو مرستو"، "جوایزو"، او "تعاوني پریکړه لیکونو" له لارې تمویل شوي ديد متحده ایالاتو د حکومت د قرارداد په اړه، د IRAP لارښوود دلته لیدلی شۍ.

آیا هغه کسان چې د "بلاعوضو مرستو"، "جوایزو"، او یا هم "تعاوني پریکړه لیکونو" په چوکاټ کې ګومارل شوي دي، د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره واجد شرایط ګڼل کیږي؟

د متحده ایالاتو حکومت پریکړه کړې ده چې یوازې د هغو شرکتونو او موسساتو کارکوونکي د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره واجد شرایط دي چې د متحده ایالاتو د حکومت "قرارداد" یې درلود. ددې پریکړې په رڼا کې، د هغو شرکتونو او موسساتو کارکوونکي د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره واجد شرایط نه ګڼل کیږي چې یوازې د "بلاعوضو مرستو"، "جوایزو"، او یا هم "تعاوني پریکړه لیکونو" له لارې یې بودجه ترلاسه کړې وه. په هغه صورت کې چې یو شرکت په عین وخت کې چې د متحده ایالاتو د حکومت قرارداد یې ترلاسه کړي وو، له نورو مراجعو څخه یې هم بودجه ترلاسه کړې وه، ددې شرکتونو او موسساتو یوازې هغه کارکوونکي اومتقاضیان د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره واجد شرایط ګڼل کیږي چې د متحده ایالاتو د حکومت د قرارداد په چوکاټ کې یې دنده ترسره کړې وه.

آیا د افغانستان حکومت او یا د ملګرو ملتونو د سازمان کارکوونکي د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره واجد شرایط ګڼل کیږي؟

د متحده ایالاتو د حکومت په وینا، د افغانستان د حکومت او نړیوالو سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو سازمان کارکوونکي د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره واجد شرایط نه ګڼل کیږي.

آیا د هغو شرکتونو کارکوونکي چې له نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (آیساف) څخه یې بودجه ترلاسه کړې وه، د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره واجد شرایط ګڼل کیږي؟

د هغو شرکتونو کارکوونکي چې یوازې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (آیساف) څخه یې بودجه ترلاسه کړې وي، هم د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره واجد شرایط نه ګڼل کیږي. نوموړو شرکتونو باید د متحده ایالاتو له حکومت څخه قرارداد یا فرعي قرارداد ترلاسه کړی وي.

آیا د هغو کسانو لپاره چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره واجد شرایط نه دي، نورې لارې موجودې دي؟

که چیرې تاسو د لاندې دلایلو پربنسټ د کډوالۍ ځانګړې ویزې لپاره واجد شرایط نه یاست، د افغانانو لپاره د متحده ایالاتو د کډوالۍ پروګرام په باب د IRAP لارښوود دلته ترلاسه کړئ.

  • که چیرې تاسو له یو کال څخه لږې مودې لپاره دنده ترسره کړې وي
  • که چیرې تاسو په هغو شرکتونو کې دنده ترسره کړې وي چې یوازې د "بلاعوضو مرستو"، "جوایزو"، او یا هم "تعاوني پریکړه لیکونو" له لارې یې دنده ترسره کړې وه.
  • که چیرې تاسو په متحده ایالاتو کې میشتو رسنیو یا غیردولتي موسساتو کې دنده ترسره کړې وي.

·       جوړې او ماشومان

هغه عارضين چې د دې پروګرامونو له لارې د ايس آی وي لپاره غوښتنه ورکوي، کولای شي د خپلو جوړو (مېرمن، مېړه) او له ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکو اولادونو لپاره عريضه وکړي. د هغو کسانو لپاره چې ايس آی وي يې تر لاسه کړې، او د خپلو جوړو يا ماشومانو پرته يې سفر کړی، نور معلومات دلته دي.

زه څه ډول عريضه کولای شم؟

په دې اړه چې څه ډول د افغان ايس آی وي ۱۰۵۹ لپاره عريضه وکړې، کولای شې نور معلومات دلته تر لاسه کړې. 

الف. لومړی پړاو: د ماموريت د مشر (کام) تاييد

که ته يو افغان يې چې د ايس آی وي لپاره دې عريضه کړې، ته بايد د ماموريت د مشر (کام) تاييد تر لاسه کړې. د کام د پروسې په اړه نور معلومات د بهرنيو چارو وزارت په ويبپاڼه کې دلته دي. په دې پړاو کې، ته بايد د برېښنا ليک له لارې کام ته معلومات او اسناد وسپارې. په دې اسنادو کې شامل دي:

که ستاسو ګومارونکي د متحده ایالاتو له دفاع وزارت سره تړون یا قرارداد درلود، ستاسو دنده د بشري سرچینو د څانګې او د سپارښت لیک پرځای د ربیټ پروژې Project Rabbit له لارې تصدیق کیدی شيد ربیټ پروژې په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ډیرې پوښتل شوې پوښتنې دلته ترلاسه کیدی شيد ربیټ پروژې په اړه د IRAP لارښود دلته ترلاسه کیدی شي.
د 2022 کال له نومبر څخه حکومت ویلي دي چې هغو بریښنالیکونو ته د دوو اوونیو په لږ کې ځواب ورکوي چې AfghanSIVApplication@state.gov بریښنالیک ته لیږل کیږي.

که تا له مخکې څخه د کام عريضه پيل کړې وي، خو د عرېضې ځواب دې نه وي تر لاس کړی، په دې اړه د آی ار ای پي لارښود چې څه ډول کولای شې د کام عريضې لپاره معلومات وسپارې دلته دي.

که له اوږد ځنډ سره مخ يې، د متحده ايالاتو د کډوالۍ د ځنډيدلو عريضو په اړه لارښود دلته دی.

که ستا کام غوښتنه رد شوې ده، د کام د عريضې په اړه د آی ار ای پي لارښود دلته دی

- مهمه یادونهد ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۰ مه نیټه، د متحده ایالاتو حکومت د کډوالۍ ځانګړې ویزې په پروسه کې یو بدلون رامنځته کړ. د ۲۰۲۲ کال د جولای څخه مخکې، د کډوالۍ ځانګړې ویزې ټولو غوښتونکو باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې USCIS ته I-360 فورمه لیږلی وای. که چیرې تاسو د ۲۰۲۲ کال د جولای له ۲۰ مې نیټې څخه وروسته، د کډوالۍ ځانګړې ویزې نوی غوښتنلیک چمتو کوۍ، تاسو د I-360 فورمې لیږلو ته اړ نه یاست. که چیرې تاسو د ۲۰۲۲ کال د جولای له ۲۰ مې نیټې څخه مخکې غوښتنلیک لیږلی وي، د I-360  فورمې د حذف کیدو شرایط د IRAP  په لارښوود کې ولولئ [Link] ترڅو معلومه شي چې تاسو د I-360 فورمې لیږلو ته اړ یاست که نه.

که تاسو د ماموریت مشر COM منظوري ترلاسه کړې وي، مهرباني وکړئ د I-360 د حذف په اړه د IRAP لارښوود ولولئ ترڅو معلومه شي چې تاسو د I-360 غوښتنلیک لیږلو ته اړ یاست که نه.

دوهم پړاو: د ويزې عريضه بشپړه کړه (که چیرې له متحده ایالاتو څخه بهر یاست) یا د کډوالۍ د موقف د تعدیل لپاره درخواست وکړئ (که چیرې په متحده ایالاتو کې یاست) 

د COM د منظورۍ له ترلاسه کولو وروسته، تاسو باید ویزې یا د کډوالۍ موقف تعدیل لپاره درخواست وکړئ. که چیرې تاسو متحده ایالاتو څخه بهر درخواست کوۍ، تاسو بايد ډي ايس-۲۶۰، او د ويزې عريضې پروسه بشپړه کړېد ډي ايس-۲۶۰ ويزې عريضې د سپارلو په اړه د آی ار ای پي لارښود دلته دی.  که چیرې تاسو متحده ایالاتو دننه درخواست کوۍ، تاسو باید I-485 فورمه او د کډوالۍ د موقف د تعدیل پروسه بشپړه کړئ. د I-485 فورمې یا د کډوالۍ د موقف د تعدیل د پروسې په اړه د IRAP لارښوود دلته وګورئ

درییم پړاو: د ويزې او د کډوالۍ د موقف د تعدیل مرکه

د هغو درخواست کوونکو لپاره چې متحده ایالاتو بهر څخه درخواست کوي، که له مرکې وروسته اوږد ځنډ سره مخ يې، د متحده ايالاتو د کډوالۍ د ځنډيدلو عريضو په اړه آی ار ای پي لارښود دلته دی. IRAP اوس مهال په متحده ایالاتو کې دننه درخواست کوونکو لپاره د کډوالۍ د موقف د تعدیل د مرکې لارښوود نلري

که ستا د کام تاييد بېرته لغوه شوید کام په وړاندې د استئناف غوښتنې په اړه د آی ار ای پي لارښود دلته دی.

د ویزې له صادریدو وروسته، د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV له لارې د مسافرت د پروسې په باب لازیات معلومات د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویب پاڼې څخه دلته ترلاسه کړئ.

که څه هم د متحده ایالاتو سفارت اوس مهال په افغانستان کې تړلی دی، آیا کولی شم د کډوالۍ ځانګړې ویزې پروسه پیل کړم؟

هو. که په افغانستان کې یاست، تاسو اوس هم کولی شۍ د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV د غوښټنلیک پروسه پیل کړئ. لومړی پړاو (د ماموریت د مشر COM منظوري) د ټولو غوښتونکو لپاره د بریښنالیک له لارې بشپړیږي. دا چې د متحده ایالاتو سفارت په افغانستان کې تړلی دی، د کډوالۍ ځانګړې ویزې د پروسې د پاتې پړاوونو د بشپړولو لپاره باید تاسو هغه هیواد ته لاړ شئ چې د متحده ایالاتو سفارت پکې موجود وي.
که تاسو نور په افغانستان کې نه یاست، تاسو همداراز کولی شۍ د کډوالۍ ځانګړې ویزې پروسه پیل کړئ. لومړي پړاو (د ماموریت د مشر COM منظوري) د ټولو غوښتونکو لپاره د بریښنالیک له لارې بشپړیږي. سربیره پردې، تاسو کولی شۍ د کډوالۍ ځانګړې ویزې ټول پړاوونه له افغانستان څخه بهر بشپړ کړئ. که په متحده ایالاتو کې یاست، د ماموریت مشر COM د منظورۍ له ترلاسه کولو وروسته، تاسو کولی شۍ دایمي قانوني استوګنې (ګرین کارت) ته درخواست وکړئ.

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)