تغییر در پروسه ویزه خاص مهاجرت SIV و حذف درخواستی I-360 برای من چه معنی دارد؟-02.jpgد 2022 کال د جولای په 20 مه نېټه، د متحده ایالاتو حکومت د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا SIV په پروسه کې بدلون رامنځته کړی دی. دا لارښود د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتونکو لپاره رامنځته شوي بدلونونو په اړه وضاحت ورکوي. 

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

د 2022 کال د جولای په 20 مه نیټه، د متحده ایالاتو حکومت د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV په پروسه کې بدلون رامنځته کړی دی. د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه مخکې، د کډوالۍ د ځانګړې ویزې ټول غوښتونکي د ماموریت د مشر COM د منظورۍ له ترلاسه کولو وروسته، د I-360 فورمې ډکولو ته مکلف وو. د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته، د کډوالۍ ځانګړې ویزې نوي غوښتونکي د ماموریت د مشر COM د منظورۍ له ترلاسه کولو وروسته، د I-360 فورمې ډکولو ته اړ نه دي. دا لارښود د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتونکو لپاره رامنځته شوي بدلونونه توضیح کوي. 

زه د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته، د COM نوی غوښتنلیک لیږم – د کډوالۍ ځانګړې ویزې SIV پروسه څه ده؟ 

هغه غوښتونکي چې د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته نوي غوښتنلیکونه لیږي، له دوو عمومي پړاوونو تیریږي: 

لومړی پړاو

د ماموریت د مشر COM منظورۍ لپاره درخواست او د منطورۍ ترلاسه کولد کډوالۍ ځانګړې ویزې د واجدیت شرایط لپاره، د  IRAP لارښوود دلته وګورئ.  

دویم پړاو:

له متحده ایالاتو څخه بهر غوښتونکي باید ویزې ته درخواست وکړي او د ویزې مرکه بشپړه کړيد ویزې د غوښتنلیک DS-260 په اړه معلوماتو لپاره د IRAP لارښوود دلته وګورئ او همداراز د افغان درخواست کوونکو لپاره د ویزې د مرکې په باب د IRAP لارښوود دلته وګورئ. 

په متحده ایالاتو کې دننه درخواست کوونکي باید د پناه غوښتنې د موقف تعدیل لپاره درخواست وکړي او مرکه بشپړه کړي. د پناه غوښتنې د موقف د تعدیل د غوښتنلیک I-485 په اړه د IRAP لارښوود دلته وګورئ. 

ما د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته د ماموریت د مشر COM منظوري ترلاسه کړه او اوس مهال له متحده ایالاتو څخه بهر یم. آیا I-360 غوښتنلیک باید ولیږم که نه؟ 

که چیرې تاسو: 

  • د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته د COM منظوري ترلاسه کړې وي؛ او 
  • (لاسلیک شوې یا نه لاسلیک شوې) DS-157 فورمه مو د COM د منظورۍ لپاره له خپل غوښتنلیک سره یوځای لیږلې وي؛ او 
  • که چیرې تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر یاست

په دې صورت کې، تاسو د COM د منظورۍ له ترلاسه کولو وروسته، د I-360 فورمې لیږلو ته اړ نه یاست. د ویزې ملي مرکز NVC به د COM له منظورۍ څخه 14 ورځې وروسته د "هرکلي مکتوب" په لیږلو سره تاسو ته د ویزې د غوښتنلیک DS-260 د لیږلو په باب معلومات د بریښنالیک له لارې ولیږي. مهرباني وکړئ د DS-260 فورمې د لیږلو په اړه د IRAP لارښوود، دلته وګورئ. 

که چیرې تاسو له متحده ایالاتو څخه بهر یاست، او غوښتل شوې DS-157 فورمه مو د COM له غوښتنلیک سره یوځای لیږلې نه وي، په دې صورت کې باید تاسو I-360 فورمه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې USCIS ته ولیږئ. د I-360 فورمې د لیږلو په باب د IRAP لارښوود، دلته وګورئ. 

ما د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته د ماموریت مشر COM منظوري ترلاسه کړه او زه اوس مهال متحده ایالاتو کې یم. آیا زه باید I-360 فورمه ولیږم؟ 

که چیرې تاسو: 

  • د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته د ماموریت مشر COM منظوري ترلاسه کړې وي؛ او 
  • لاسلیک شوې DS-157 فورمه مو د COM له غوښتنلیک سره لیږلې وي؛ او 
  • اوس مهال په متحده ایالاتو کې یاست؛

په دې صورت کې تاسو د ماموریت مشر COM د منظورۍ له ترلاسه کولو وروسته، د I-360 فورمې لیږلو ته اړ نه یاست. تاسو کولی شۍ د پناه غوښتنې د موقف د تعدیل لپاره، I-485 فورمه ولیږئ. د I-485 فورمې د لیږلو په باب معلوماتو لپاره د IRAP لارښوود دلته وګورئ. 

که چیرې تاسو: 

  • د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه وروسته د ماموریت مشر COM منظوري ترلاسه کړې وي؛ او 
  • نه امضا شوې DS-157 فورمه مو د COM له غوښتنلیک سره لیږلې وي؛ او یا که چیرې تاسو DS-157 فورمه نلرۍ؛ او 
  • اوس مهال په متحده ایالاتو کې یاست؛

په دې صورت کې باید تاسو I-360 فورمه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې USCIS ته ولیږئ. د I-360 فورمې د لیږلو د معلوماتو لپاره، د IRAP لارښوود دلته وګورئ. 

ما د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه مخکې د COM منظوري ترلاسه کړه او اوس مهال په متحده ایالاتو کې یم. آیا زه د I-360 فورمې لیږلو ته اړ یم؟ 

هو، تاسو باید I-360 فورمه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې USCIS ته ولیږئ. د I-360 فورمې د لیږلو په اړه معلوماتو لپاره د IRAP لارښوود دلته وګورئ. 

ما د 2022 کال د جولای له 20 مې نیټې څخه مخکې د COM منظوري ترلاسه کړه او اوس مهال له متحده ایالاتو څخه بهر یم. آیا د I-360 فورمې لیږلو ته اړتیا شته؟ 

که چیرې تاسو تراوسه I-360 غوښتنلیک لیږلی نه وي، په دې صورت کې تاسو یې لیږلو ته اړ نه یاست. تاسو کولی شۍ په یو بریښنالیک کې خپل نوم، د NVCSIV کیس شمیره، د COM د منظورۍ مکتوب، او (د امکان په صورت کې) د DS-157 فورمې یو نقل چې مخکې مو د COM د منظورۍ له غوښتنلیک سره یوځای لیږلی وو، شامل کړئ او دا بریښنالیک  NVCSIV@state.gov ته ولیږئ. و دیزې ملي مرکز NVC به د ویزې د غوښتنلیک (DS-260) د لیږلو په اړه معلومات د بریښنالیک له لارې تاسو ته ولیږي. د (DS-260) غوښتنلیک د لیږلو په اړه معلومات د IRAP په لارښوود کې، دلته وګورئ. 

که چیرې تاسو I-360 فورمه مخکې لیږلې وي، تاسو باید I-360 غوښتنلیک په اړه پریکړې ته په تمه اوسئ. د I-360 له منظورۍ وروسته، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو اداره USCIS به ستاسو کیس د ویزې ملي مرکز NVC ته لیږي او وروسته بیا تاسو د ویزې د غوښتنلیک DS-260 په اړه معلومات ترلاسه کوۍ. DS-260 غوښتنلیک په اړه معلوماتو لپاره د IRAP لارښوود، دلته وګورئ. 

آیا د کډوالۍ ځانګړې ویزې په پروسه کې بدلون به ویزې لپاره زما د ماشومانو پر واجدیت شرایط، اغیزه کوي؟

د SIV د غوښتونکي میرمن یا خاوند او ماشومان کولی شي "اصلی" درخواست کوونکي سره یوځای چې د کډوالۍ ویزې لپاره واجد شرایط دي، ویزه ترلاسه کړي او د پناه غوښتنې په موقف کې د تعدیل لپاره درخواست وکړي. ماشومان باید د "غوښتنلیک" د لیږلو پرمهال له 21 کلونو څخه لږ عمر ولري او مجرد وي. د کډوالۍ ځانګړې ویزې په پروسه کې له بدلون مخکې، د متحده ایالاتو حکومت پریکړه کړې وه چې د یو ماشوم عمر د I-360 فورمې د ډکولو پرمهال، د همدې فورمې په اساس مشخص کړي. په پروسه کې له بدلون وروسته، د هغو غوښتونکو لپاره چې د I-360 فورمې ثبت او لیږلو ته اړ نه دي، حکومت ویلي دي چې DS-157 فورمې سره به د غوښتنلیک په توګه چلند کوي. حکومت اوس مهال دا نه ده روښانه کړې چې دا بدلون به نورو غوښتونکو لپاره څه معنی لري. 

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)