من یک افغان هستم و در جستجوی موقف پناهندگی در خارج از افغانستان در یک کشور همسایه  می‌باشم!-02.jpg

دا لارښود د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتنې په اړه معلومات وړاندې کوي. دا په هند، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان او ازبکستان کې د پناه غوښتونکو د حقونو او راجستریشن بهیرونه په ګوته کوي. نورې سرچینې او د اړیکو معلومات د لا ډېرو مرستو لپاره چمتو شوي.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

دا لارښوود د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د پناه غوښتنې د درخواست په اړه معلومات وړاندې کوي. هغه حقونه چې پناه غوښتونکي ورته لاسرسی لري، په بیلابیلو هیوادونوکې توپیر لري. د افغانستان په ډیر شمیر ګاونډیو هیوادونو کې پناه غوښتونکي قانوني استوګنې، کار او مالي ملاتړ ته ډیر محدود لاسرسی لري

هند

نوي راغلي کډوال چې د پناه غوښتنې په لټه کې دي باید د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنرۍ UNHCR سره اړیکه ونیسي او په دې اداره کې د پناه غوښتونکي په توګه خپل نومونه ولیکي

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنرۍ UNHCR په هند کې د افغان پناه غوښتونکو لپاره معلومات او همداراز په هند کې د پناه غوښتونکو د نوم لیکنې د لړۍ په اړه معلومات (چې په دري او پښتو ژبو ترلاسه کیدی شي)، خپاره کړي دي

د متحده ایالاتو سفارت او کنسلګرۍ په هند کې موقعیت لري او کیدی شي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه طی مراحل کړي

ایران

د 2021 کال د اګست له 27 مې څخه، د ایران دولت دا روښانه کړې نه ده چې ایا هغه کسان چې له افغانستان څخه دې هیواد ته راځي کولی شي د پناه غوښتنه وکړي که نه او د پناه غوښتنې د غوښتنلیک طریقه څرنګه ده

په ایران کې د پناه غوښتونکو نوم لیکنه د بهرنیو اتباعو او د بهرنیو کډوالو د چارو د ادارې له خوا ترسره کیږيد کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنرۍ UNHCR په ایران کې د پناه غوښتونکو په اړه معلومات خپاره کړي دي. (دا معلومات په فارسي/دري ژبه ترلاسه کیدی شي)

د متحده ایالاتو دولت په ایران کې سفارت نلري او متحده ایالاتو ته د مهاجرت د غوښتنلیکونو طی مراحل په ایران کې ترسره کیدی نشي

پاکستان  

نوي راغلي کډوال چې د پناه غوښتنې په لټه کې دي باید UNHCR سره اړیکه ونیسي او په دې اداره کې د پناه غوښتونکي په توګه خپل نومونه ولیکي

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنرۍ UNHCR په پاکستان کې د پناه غوښتونکو په اړه معلومات خپاره کړي دي. (دا معلومات په فارسي/دري او پښتو ژبو ترلاسه کیدی شي). په پاکستان کې پناه غوښتونکو لپاره د برابرو شویو خدمتونو په اړه معلومات هم د UNHCR په ویب پاڼه کې ترلاسه کیدی شي

د متحده ایالاتو سفارت په پاکستان کې موقعیت لري او کیدی شي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه طی مراحل کړي

تاجکستان

تاجکستان ته نوي راغلي کډوال چې د پناه غوښتنه کوي باید دې هیواد ته له ننوتلو څخه یوه میاشت وروسته، د پناه غوښتونکي په توګه خپل نومونه ولیکي

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنرۍ UNHCR په تاجکستان کې د پناه غوښتونکو په اړه معلومات خپاره کړي دي (چې په دري ژبه ترلاسه کیدی شي)

د متحده ایالاتو سفارت په تاجکستان کې موجود دی خو دا سفارت اوس مهال د هغو کسانو د کډوالۍ د ویزې غوښتنلیکونه نه پراسس کوي چې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ غوښتنه کوي

ترکیه

په ترکیه کې د پناه غوښتنې لړۍ د ترکیې د دولت له خوا اداره کیږي. د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنرۍ UNHCR په ترکیه کې دفترونه لري او په ترکیه کې میشتو پناه غوښتونکو سره مرسته کوي

UNHCR په ترکیه کې د پناه غوښتونکو لپاره معلومات (چې په فارسي ژبه هم ترلاسه کیدی شي) او په ترکیه کې د پناه غوښتونکو د نوم لیکنې د لړۍ په اړه معلومات (چې په فارسي ژبه ترلاسه کیدی شي)، خپاره کړي دي

"د ترکیې د پناه غوښتونکو حقونه" یوه غیرانتفاعي اداره ده چې په ترکیه کې پناه غوښتونکو لپاره حقوقي معلومات او مرستې برابروي. "د ترکیې د پناه غوښتونکو حقونهپه ترکیه کې پناه غوښتونکو لپاره یو آنلاین پورټال لري (چې په فارسي او پښتو ژبو هم ورته لاسرسی موجود دی). 

د متحده ایالاتو سفارت په ترکیه کې موقعیت لري او کیدی شي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه طی مراحل کړي

ترکمنستان

په ترکمنستان کې د پناه غوښتنې لړۍ د ترکمنستان د دولت له خوا اداره کیږي

د متحده ایالاتو سفارت په ترکمنستان  کې موقعیت لري او کیدی شي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه طی مراحل کړي

ازبکستان

د پناه غوښتنې لړۍ د ازبکستان د دولت له خوا اداره کیږي

په مرکزي آسیا کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د کمیشنرۍ UNHCR دفتر چې په قزاقستان کې موقعیت لري، د ازبکستان درخواست کوونکي هم تر پوښښ لاندې راولي. UNHCR په مرکزي آسیا کې د UNHCR د دفتر د اړیکې معلومات خپاره کړي دي

د متحده ایالاتو سفارت په ازبکستان  کې موقعیت لري او کیدی شي متحده ایالاتو ته د کډوالۍ غوښتنلیکونه طی مراحل کړي

لازیات معلومات او نور هیوادونه:

تاسو کولی شۍ د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د کډوالو د حفاظت او د افغانستان اتباعو لپاره له ویزې پرته لاسرسي په اړه معلومات دلته ترلاسه کړئ

تاسو همداراز کولی شۍ چې افغانستان څخه له وتلو وروسته، د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو کمیشنرۍ UNHCR څخه د مرستې غوښتنه وکړئUNHCR په ډیر شمیر هیوادونو کې د خپلو دفترونو او ځایي سرچینو په اړه معلومات ددې ویب پاڼې له لارې وړاندې کړي دي

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)