من یک افغان خارج از ایالات متحده هستم و در جست‌وجوی گزینه‌های مهاجرت به ایالات متحده می‌باشم-02.jpgکه چېرې تاسو عادي کېس هم نلرئ، بیاهم کېدی شي چې تاسو د متحده ایالاتو د کډوالۍ یو پروګرام ته پر شرایطو برابر و ګڼل شئ. که تاسو په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې د کډوالۍ ځانګړې ویزه یا بل کیس درلود او اوس له افغانستان څخه بهر یاست، خو په متحده ایالاتو کې نه یاست، د "ایا کولی شم خپل د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتنلیک انتقال کړم؟" په نوم د  IRAP لارښوود وګورئ. 

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

که تاسو له افغانستان څخه تښتیدلي یاست او غواړئ متحده ایالاتو ته ولاړ شۍ:

که تاسو په کابل کې د متحده ایالاتو په سفارت کې د کډوالۍ ځانګړې ویزه یا بل کیس درلود او اوس له افغانستان څخه بهر یاست، خو په متحده ایالاتو کې نه یاست، د "ایا کولی شم خپل د کډوالۍ ځانګړې ویزې غوښتنلیک انتقال کړم؟" په نوم د  IRAP لارښوود وګورئ. 

حتی که تاسو معلق کیس نلرۍ، کیدی شي چې تاسو د متحده ایالاتو د کډوالۍ یو پروګرام ته واجد شرایط اوسۍ. په دې ویب پاڼه کې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ ډیر شمیر سرچینې او لارې چارې موندلی شۍ: 

متحده ایالاتو ته له رسیدو وروسته په هوایي ډګر کې د تمو او توقعاتو په باب د  IRAP لارښوود وګورئ. 

که په متحده ایالاتو کې یاست او حقوقي مرستو ته اړتیا لرئ:

کیدی شي چې تاسو د پناه غوښتنې، د کډوالۍ ځانګړې ویزې(SIV)، یا د پناه غوښتنې نورو موقفونو او حالتونو ته واجد شرایط اوسئ. تاسو باید د کډوالۍ د چارو وکیل سره خبرې وکړئ. 

که په افغانستان کې یاست او متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د درخواست کولو د لارو چارو په لټه کې یاست: 

اوس مهال، د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې ژوند کوي، د متحده ایالاتو د ویزې د طی مراحل هیڅ پروګرام نشته. 

د 2023 کال له جنورۍ څخه، د متحده ایالاتو دولت د ویزې یو شمیر غوښتونکو، د پناه غوښتونکو، او په محدودو حالاتو کې د هغو کسانو د کورنیو غړو لپاره له افغانستان څخه د وتنې مرسته برابروي چې د تخلیې په پروسه کې انتقال شوي دي. IRAP د تخلیې او له افغانستان څخه د وتنې لپاره هیڅ ډول مرسته نشي برابرولی. د حقوقي معلوماتو لپاره، له افغانستان څخه د وتنې د درخواست په اړه د IRAP لارښوود وګورئ

که یو څوک چې تاسو یې نه پیژنئ او ستاسو د غوښتنلیک په اړه پوښتنه کوي، د خپل ځان او د خپلې کورنۍ په اړه د معلوماتو په ورکولو کې احتیاط وکړئ. 

که اروپایي هیوادونو ته د کډوالۍ د لاروچارو په لټه کې یاست

فرانسې، هندوستان، آیرلنډ، انګلستان، ایټالیا او متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د معلوماتو بله سرچینه افغانانو لپاره د آسیا پاسیفیک د کډوالو د حقونو د شبکې  (APRRN) معلوماتي پاڼې بلل کیږي چې په انګلیسي او دري ژبو دلته ترلاسه کیدی شي. 

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)