چطور باید برای مصاحبه RSD با UNHCR آماده شوم؟-02.jpg

د دې لارښود موخه د پناه غوښتونکو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) سره د مرکو لپاره چمتو کولو کې مرسته کول دي. دا مرکې چې د کډوالو د وضعیت د ټاکلو (RSD) مرکو په نوم پېژندل کیږي، د یو فرد د کډوالۍ وضعیت ارزولو کې مهم رول لوبوي. دا لارښود ارزښتناکه معلومات او لارښوونې وړاندې کوي چې له پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي چې د مرکې پروسه په بریالیتوب سره پرمخ بوځي.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

دا لارښود له پناه غوښتونکو سره مرسته کوي چې UNHCR یې ارزونه وکړي چې ایا دا یو کډوال دی که نه. دې ته د کډوال د تعریف کولو(RSD) پروسه وایي.

 که په کوم هېواد کې چې مېشت یئ او هلته مو UNHCR ته د کډوالۍ د پېژندې غوښتنه کړی وي، نو بیا کېدای شي تاسی یو RSD مرکه ولرئ. یوه (RSD) مرکه د UNHCR له یو افسر سره په UNHCR کې ترسره کېږي. د UNHCR افسر به ارزونه وکړي چې تاسی ایا د نړیوال قانون پر اساس د کډوال په تعریف کې راځئ.

څوک د کډوالۍ حالت ته غوښتنه کوي؟

د کورنۍ یو غړی به لومړې/اصلي غوښتونکی (PA) وي. کله چې UNHCR اصلي غوښتونکی د کډوال په توګه وپېژني، د هغوي مېرمن او له ۱۸ کلونو ټيټ عمر لرونکي ماشومان هم د کډوال په ټوګه پېژندل کېږي.

UNHCR کېدای شي نور کسان هم چې په تاسی باندی اتکا لری ستاسو د کډوالۍ په دوسیه که شامل کړي. د بېلګې په توګه، که تاسی د خپل زاړه مور/پلار سره اوسېږئ چې هغوي خپل خیال په خپله نشي ساتلی، UNHCR کېدای شي هغوي په تاسو پوري تړلی وګڼي. هر هغه اړونده کس چې د کډوالۍ له تعریف سره جوړ راشي، هغه به خپل ځان په توګه پېژندل کېږي نه په چا پورې تړلی.

په مرکه کې داسې تمه ولرئ چې هر هغه څوک چې له ۱۸ کلونو یې عمر ډېر وي، UNHCR به ورسره جلا مرکه کوي.‌ UNHCR افسر کولای شي له یو ماشوم سره هم مرکه وکړي. یوازې د UNHCR یو افسر چې هغوي ځانګړی زده کړی کولای شي له یو ماشوم سره جلا مرکه وکړي.

د RSD مرکې موخه: د یوه کډوال تعریف

د RSD په مرکه کې به UNHCR ارزونه کوی‌ چې آیا تاسی د کډوال په تعریف کې جوړ راځئ که نه. د کډوال د تعریف ځینې مهم اساسات دا دي:

  • چې تاسی د خپل هېواد څخه بهر یاست
  • چې تاسی وېره لرئ چې هغوي به له جدي زیان سره مخامخ شي که بېرته خپل هېواد ته لاړ شي. تاسی باید تشریح ورکړئ چې څه فکر کوئ چې که تاسی بېرته خپل هېواد ته ستانه شئ، نو څه به وشي.
  • د کس وېره باید "بنیادي" وي.
    • تاسی باید تشریح ورکړئ چې ولې تاسی وېره لرۍ چې په خپل هېواد کې به وځورول شئ یا به له جدي زیان او ګواښ سره مخ شئ. تاسی باید تشریح ورکړئ که داسې څه په تېر وخت کې پېښ شوي وي چې تاسو وېروي. تاسی باید تشریح ورکړئ چې که په ورته حالت کې نورو خلکو زیان لیدلی وي.‌
    • تاسو اړ نه یاست چې پرته له خپلو بیانونو څخه نور شواهد راوړئ خو شواهد کولای شي ستاسو د کیسې په ملاتړ کې مرسته وکړي.
    • په شواهدو کې لاندې توکي شامل دي:‌
      • د ګواښونو سندونه چې تاسی ترلاسه کړي،‌ که چېرې زخمي شوي وئ د هغې عکسونه.
      • د پوځ په تړاو سندونه لکه د پوځ کتاب او پوځي پېژندنې کارت. که له پوځ سره مو دنده ترسره کړې وي‌ هغه ټول پوځي سندونه راوړئ لکه د پوځ کتاب یا کارت. که له پوځ سره مو دنده ترسره کړې وي او سندونه یې نلرئ، اماده اوسئ چې ځواب ورکړئ چې ولې دغه سندونه نه لرئ.‌
      • ستاسی د کډوالۍ دغوښتنې په اړه روغتیايي سندونه
      • د کورنۍ سندونه لکه یو کورنۍ کتاب، د ماشومانو د زېږېدنې سندونه، د واده او طلاق سندونه
  • . ته به د خپل حکومت لخوا زیان وګوري یا حکومت نه غواړي یا نشي کولای چې تاسې له هغو خلکو خوندي کړي چې غواړی تاسې ته زیان ورسوي.
  • . دا چې تاسی له یو جدي زیان څخه وېره لرئ او علت یې ستاسو:‌
    • نژاد
    • مذهب
    • ملیت
    • سیاسي نظریه
    • په یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې کې غړیتوب دی

یوه ځانګړې ټولنیزه ډله د خلکو هغه ډله ده چې یو څه په ګډه شریک لري، چې هغوي نشي بدلولی یا هغوي یې باید بدل نکړي. په بېلګو کې دا موارد شامل دي: یو څوک له زیان څخه ډارېږي ځکه په هغه کورنۍ پورې اړه لري چې یو غړی یې د دولت پر ضد دی؛ یا د زیان وېره لري ځکه LGBTI (همجنسباز) دی.‌

یوازې دا کافي نده چې له زیامندېدو وېره ولرئ. تاسی باید دا وښایئ چې په دې کې له یوې وجې له زیانمنېدو وېره لرئ.‌

  • ته نشي کولی په مناسب ډول ته په خپل هیواد کې خوندي ځای ته لاړ شي.
  • . ته باید د کډوالۍ خوندیتوب څخه "بې برخې" نه شي.
    • هغه غوښتونکي چې جدي جرمونه یې ترسره کړي یا جنګي جنایتونه لري کېدای شي بې برخې شی.‌
    • هغه غوښتونکي چې د بل هېواد څخه یې تابعیت اخیستی وي‌ یا د تابعیت په څېر د کوم حالت وړاندیز ورته په بل هیواد کی شوی وي کېدای شي به بی برخې کیږی.

له مرکې مخکې چمتووالی

مخکې د مرکی باید کښېنئ او د ټولو هغه پېښو په اړه په لنډه توګه ولیکئ چې پر تاسو تېر شوي دی. دې کې شامل دی لکه هغه نېټی چې له خپل کور څخه تښتیدلی یاست یا هغه نېټی چې ګواښونه مو ترلاسه کړي د دې کیسو په یادولو سره کېدای شي بدې او ترخی خاطرې مو ذهن ته راشي خو دا خبرې ډېرې اړینې دي او د دې په اړه وئيلو ته چمتو واوسۍ.

 که تاسو یې نه شئ لیکلی، کولای شئ مرسته وغواړئ یا کولای شئ پرته له دې چې ویې لیکئ، تکرار یې کړئ.

 د پېښو لیکل شوی لنډیز له ځان سره مرکې ته مه وړئ. دا یوزاې د چمتووالي لپاره دی.‌

د مرکې په جریان کې خپله کیسه ویل

په مرکه کې تل ریښتیا ووایئ.  UNHCبه دا ګوری چې څه مو چې ویلي اعتبار هم لري که نه. دا پدې معنی ده چې هغوي به پرېکړه کوي چې پر تاسو باور وکړي‌ چې تاسو ریښتیا ویلي که نه.

د UNHCR افسر به له تاسی پوښتنه کوی چې ستاسو سره په خپل هېواد کې څه پېښ شوي وو. هغوي به له تاسو پوښتنه وکړي چې خپل هېواد مو ولې پرېښود.

کېدای شي دا ستاسو سره مرسته وکړي تر څو خپله کیسه په همغسې ډول چې رامینځ ته شوي وه، ویې کړئ. په دې ډول سره د خپلې کیسې کول به د UNHCR له افسر سره مرسته وکړي تر څو پوه شي چې ستاسو سره څه پېښ شوي.

د UNHCR افسر به د هغو پېښو په اړه راپورونه لولي چې ستاسو په هېواد کې پېښېدلې. مرکه کوونکی به ستاسو کیسه ستاسو د هېواد د حالت له معلوماتو سره پرتله کوي.

د UNHCR افسر به له تاسو د ثبتېدو فورمه وغواړي او څه چې په مرکې کې وایئ له هغې سره به یې پرتله کړي.

د UNHCR افسر کېدای شي ستاسو په ویل شوې کیسه او څه مو چې د ثبتولو په فورمه کې لیکلي، توپیر پېدا کړي. ‌تاسی باید دغه تشریح کړئ چې ستاسو دا دوې بیانیي ولې له یو بل سره سر نه خوري.

که داسې څه وي چې نه غواړي د کورنۍ د غړو په مخ کې یې په اړه خبرې وکړئ، تاسی اړ نه یاست چې د ټولو په مخ کې هغه خبره وکړئ. خو ځان باروي کړئ چې ټوله کیسه مو وکړئ. تاسو کولای شئ UNHCR افسر ته ووایئ چې پاتې مرکه له تاسو سره په شخصي توګه ترسره کړي.

د خپلې کیسې ویل له جزیاتو سره

چا چې تاسی ته زیان رسولی یا هڅه یې کړي چې زیان درورسوي څوک وو.‌ د بېلګې په توګه، څومره خلک هلته موجود وو؟ هغوي څه اغوستي وو؟ ایا هغوي خپل ځانونه معرفي کړل؟ تاسی څه فکر کوئ هغوي څوک وو؟

دا څرګنده کړۍ چی څو ځلی دا پېښې شوي وي، د بېلګې په توګه،‌ ایا دا پېښه یوازې یو ځل شوې؟ که ځواب نه وي، څو ځلې شوې، او د کومو وختونو تر مینځ دا پېښه وشوه؟

د UNHCR افسر ته سم غوږ شئ چې څه پوښتنې کوي او تاسو هم ورته په ریښتونولئ او پاکۍ ځوابونه ورکړئ. ځان باوري کړئ چې هرې پوښتنې ته مو اړونده ځواب ورکړئ.

د یو ژباړونکي سره کار کول

که تاسی د خپلې مرکې لپاره ژباړونکي ته اړتیا لرئ، نو بیا اړینه ده چې خپل ځوابونه په لنډو جملو کې دا به ژباړونکی ته ستاسو د خبرو په ژباړلو کې مرسته وکړي .ژباړونکي ته پوره وخت ورکړئ تر څو ستاسو د کیسې جزیات په سمه توګه د کډوالو افسر ته وژباړي.

تاسی باید افسر ته ووایئ:

  • تاسی د ژباړونکي په خبرو نه پوهېږئ.
  • تاسی فکر کوئ چې ژباړونکی کېدای شي په څه چې وایئ، نه پوهېږي.
  • ژباړونکی هر هغه څه چی تاسی وایۍ پوره نه ژباړي.
  • ژباړونکی تاسی سره احترامانه چلند نه کوي.

بیا تشریح کړئ تاسی چې ولې د ژباړونکي‌ په خبرو نه پوهېږې‌ .ستاسو ژباړونکی به ستاسی د قضیې په وروستۍ پرېکړه هېڅ کوم اغېږ ونلري. همدارنګه،‌ ستاسو ژباړونکی به ستاسو د قضیې په اړه له مرکې څخه بهر هېڅ بحث ونکړی. هغوي محرمیت ته ژمن دي.

د مرکې محرمیت

د مرکې په پېل کې ډېر احتمال لري چې د کورنۍ ټول غړي شتون ولري. که داسې څه وي چې له تاسو پوښتنه وشي او تاسو یې د کورنۍ په شتون کی نه غواړۍ شریک کړی، افسر ته ووایئ چې تاسو د دې موضوع په اړه یوازې له هغه سره غواړۍ یو په یو خبرې وکړۍ د دی په ځای چی د اړینو جزییاتو تېر شئ یا دا چی ووایئ چې”زه خبر نه یم“

عمومي معلومات

  • څنګه هغه سوالونو ته باید څه ډول ځواب ووایاست چې په ځواب باندی یې نه پوهېږئ. که له تاسو څخه یوه پوښتنه وشي او تاسی د هغی په ځواب باندی نه پوهېږئ، سوال ته ناسم ځواب مه ورکوئ.
    •  ولې که تاسې ته ځېنې تشریحات دریاد نه دي تشریح یئ کړۍ څومره چې کولای شئ. بیا تشریح ورکړئ چې ولې نه دریادېږي دا به ښه وی چی د دی ځواب کی ووایاست چی نه مو په یادیږی یا نه پوهیږۍ او تشریح ورکړي چی ولی . 
    • د بېلګې په توګه، که هغوی ستاسو څخه پوښتنه وکړی چې په کومه نېته یو څه پېښ شوي دی، او تاسو ته دومره یاد وي چې د ۲۰۱۳ کال اوړی وو،‌ ورته ووایئ چې د ۲۰۱۳ کال اوړی وو پر ځای د دې چې یو مشخصه نېټه وښایئ.
  • که دمې ته اړتیا لرئ، تاسو کولای شئ د هغی غوښته وکړئ. که د مرکې په ترڅ کې د یوې لنډې دمې غوښتنه وکړئ دا کومه بده خبره نده او نه بې ادبي ده. دا تاسو ته مهمه ده چې د ارامۍ احساس وکړئ او خپله کیسه بیان کړئ. که خفه یا نارام یاست، د یوې لنډې دمې غوښتنه وکړئ تر هغې چې آرام ښۍ او خپل فکر یو وار بیا راغونډ کړئ.‌
  • هېڅ څه نا ویلی مه پرېږدئ. ځان باوري‌ کړئ چې افسر ته ټول هغه څه ووایاست چې په اړه یې درڅخه پوښتنه کوي.‌ د افسر هره پوښتنه ځواب کړئ او موضوع باندی تمرکز ولرۍ.
  • تل ریښتینی اوسئ.که هغوي د هر څه په اړه پوښتنه کوي تاسو ریښتیا ووایئ. که تاسو په وېره کې یاست چې ستاسو ځواب به ستاسو قضیې ته زیان ورسوي،‌ بیا هم دا ښه ده چې تاسو ریښتیا ووایئ. وروسته تاسو تشریح ورکولای شئ چې دغه جزیبات باید ستاسو قضیې ته زیان ونه رسوي. د ناسمو معلوماتو ورکول کولای شي ستاسو د قضیې د رد کېدو لامل شي.

ستاسو د RSD له مرکې وروسته

څومره چې ژر کېږي له خپلې مرکې وروسته، د خپلې مرکې مهم ټکي ولیکئ. د UNHCR د افسر او د ژباړونکي نوم ولیکئ. د خپلې کیسې د هرې هغې برخې په اړه ولیکئ چې فکر کوئ افسر یې خطا کړې وو.

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)