فرایند تعیین وضعیت پناهندگی UNHCR چیست؟-02.jpgدا لارښود د UNHCR د کډوالو د وضعیت د ټاکلو (RSD) پروسې یوه لنډه کتنه وړاندې کوي. همدارنگه، دا د کډوالو د وضعیت لپاره معیارونه او د کډوالو د وضعیت په ټاکلو کې د UNHCR او حکومتي سېسټمونو رول تشریح کوي.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

دا لارښود د کډوالو د حيثيت ټاکلو لپاره د يو اين ايچ سي ار د پروسې لنډيز وړاندې کوي.

د کډوال د حيثيت ټاکل څه دي؟

د کډوال د حيثيت ټاکل هغه پروسه ده چې پرېکړه وکړي، چې ايا يو شخص کډوال دی که نه. هغو کسانو ته چې درخواست کوي، تر څو د کډوالو په توګه وپېژندل شي، ډېر ځله پناه غوښتونکيهم وايي. که ته چېرې دا ټول معيارونه پوره کړې، ته کډوال يې:

  • له خپله هيواده بهر يې.
  • وېره لرې چې له جدي زيان سره به مخ شې، که چېرې بېرته خپل هيواد ته ستون شې.
  • ستا وېره "په حقه پېژندل شوې"
  • ستا د جدي زيان د وېرې لامل دی ستا:
    • توکم
    • دين
    • هويت
    • سياسي نظريه
    • په ځانګړي ټولنيزه ډله کې ستا غړيتوب
  • تاته به په خپل هيواد کې د حکومت لخوا زيان ورسيږي. يا، ستا د خپل هيواد حکومت نه غواړي، يا نه شي کولای چې تا له هغو خلکو خوندي وساتي، چې غواړي تاته زيان ورسوي.
  • ته په مناسب ډول په خپل هيواد کې خوندي ځای ته نه شې تللی.
  • ته د سختو جرمونو له کبله د کډوالۍ له حيثيت څخه نه يې ايستل شوې.

دا معيار د ۱۹۵۱ کډوالۍ له قرارداد څخه اخستل شوي دي.

په ډېرو هيوادونو کې حکومت دا پرېکړه کوي، چې يو کس کډوال دی. د حکومت لخوا چليدونکي نظام ته ډېر ځله د پناه غوښتنې نظام وايي. په لسګونو هيوادونو کې، بيا يو اين ايچ سي ار پرېکړه کوي، چې يو تن کډوال دی. د يو اين ايچ سي ار د ار ايۍ ډي پروسې هميشه وړيا ويله يو اين ايچ سي ار څخه د ار ايس ډي په اړه نور معلومات دلته دي.

په هغه هيواد کې چې زه ژوند کوم د ار ايس ډي پروسه څه ډول ده؟

که ته د پناه لپاره عريضه کوې، ته بايد معلوم کړې چې ايا يو اين ايچ سي ار که حکومت د ار ايس ډي د عريضو په اړه غور کوي. د ډېرو هيوادونو لپاره معلومات، د يو اين ايچ سي ار په ويبپاڼه کې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره معلومات شته.

ممکنه ده چې په بيلا بيلو هيوادونو کې د يو اين ايچ سي ار د ار ايس ډي پروسې مختلفې وي. په ډېرو هيوادونو کې لومړی بايد يو تن له يو اين ايچ سي ار سره د تلفون له لارې يا د يو اين ايچ سي ار په دفتر کې ثبت شي

کله کله، يو اين ايچ سي ار د يو اين ايچ سي ار د پناه غوښتونکو تصديق پاڼه، او د ثبت شمېره په سمدستي توګه صادروي. دا ټول په هغه هيواد کې چې ته ژوند کوې، د يو اين ايچ سي ار د پروسې پورې اړه لري

له ثبت وروسته ممکنه ده چې يو اين ايچ سي ار يو تن ته د ار ايس ډي د مرکې لپاره وخت وټاکي. په دې مرکه کې، د يو اين ايچ سي ار يو افسر به له تا پوښتنې وکړي، تر څو پرېکړه وکړي چې ته کډوال يې که نه. آی ار ای پي يو لارښود دلته شتون لري تر څو له تا سره مرسته وکړي، چې د ار ايس ډي د مرکې لپاره چمتووالی ونيسې.

د بيا ځای پر ځای کېدو د پروسې په اړه د آی ار ای پي لارښود دلته دی.

په ځينو هيوادونو کې، د ځانګړو هيوادونو اتباع د انفرادي ار ايس ډي څخه نه تيريږي. د دې پر ځای، په ځينو هيوادونو کې به يو اين ايچ سي ار د ځانګړو هيوادونو اتباع د کډوالو په توګه بې له دې چې په انفرادي ډول مرکه ورسره وکړي، د کډوال په توګه وپېژني.

څه کيږي که چېرې زما د ار ايس ډي عريضه رد شوې وي؟

که چېرې د ار ايس ډي له مرکې وروسته يو اين ايچ سي ار ستا عريضه ردوي، هغه به تاته په هغه ژبه کې ليک صادر کړي، چې ته پرې پوهېږې. ليک کې به هغه دلايل تشريح شوي وي چې پر اساس يې ته رد شوی يې.

ته د پرېکړې په وړاندې د استئناف غوښتنه کولای شې. په ډېرو ځايونو کې، يو اين ايچ سي ار يوازې دېرش ورځې وخت ورکوي تر څو استئناف غوښتنه وکړې. ته بايد ډاډ حاصل کړې چې له دې ضرب الاجل سره ځان برابر کړې. ته بايد ډاډ حاصل کړې چې ته داسې معلومات ورکړې چې د هغه دليل ځواب ووايي د کوم پر اساس چې  يو اين ايچ سي ار ستا عريضه رد کړې ده.

په محدودو حالاتو کې، کډوال کولای شي چې له يو اين ايچ سي ار څخه وغواړي، چې د دوی دوسيې بيا پرانيزي، حتی که د دوی استئناف رد شوی وي، يا د استئناف وخت تېر شوی وي.

په ځينو هيوادونو کې د وړيا حقوقي مرستې مهيا کوونکو ادارو نوملړ دلته دی. په هغه هيواد کې چې ته ژوند کوې له ادارې (ادارو) سره اړيکه ونيسه، تر څو ستا د استئناف په برخه کې ورڅخه د مرستې غوښتنه وکړې.

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)