فرایند اسکان مجدد UNHCR چیست؟-02.jpgدا لارښود د کډوالو د بیامېشتېدنې پروسې لنډه کتنه په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو په تړاو لنډه وړاندې کوي،. دا په پروسه کې د ښکېل اوږد مهال وېش په ګوته کوي، د کډوالو د وضعیت له ټاکلو څخه نیولې تر حکومتي مرحلو او مرکو پورې. لارښود د بیامېشتېدنې بدیل لارې لکه د کورنۍ بیایوځای کېدل او د کار پر بنسټ کډوالۍ هم په ګوته کوي.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

شونې ده چې د کډوالو بيا ځای پر ځای کېدل، په ځانګړي ډول په متحده ايالاتو کې، زيات وخت واخلي. په ځينو حالاتو کې هغه څو کاله وخت اخلي.

په ځينو حالاتو کې، يو اين ايچ سي ار به مرکه تر سره کړي، تر څو باوري کړي، چې يو کس کډوال دی که نه. دې ته د کډوال حيثيت تعيين ويل کيږي. د ار ايس ډي د پروسې په اړه د آی ار ای پي لارښود دلته دی.

متأسفانه، ډېر کډوال له دې کبله د بيا ځای پر ځای کېدو لپاره په نظر کې نه نيول کيږي، چې ډېر کم کډوال بيا ځای پر ځای کيږی. عموماً يو اين ايچ سي ار يوې مرکې ته اړتيا لري تر څو پرېکړه وکړي، چې يو کډوال يو درېيم هيواد ته د ځای پر ځای کېدو لپاره راجع کړي. د مرکې دا پروسه کېدای شي څو مياشتې او له دې څخه هم زيات وخت ونيسي.

که يو اين ايچ سي ار پرېکړه وکړي، چې يو کډوال د ځای پر ځای کېدو لپاره راجع کړي، دوی د کډوال دوسيه يو هيواد ته سپاري. له يو اين ايچ سي ار څخه حکومت ته د معلوماتو انتقال څو مياشتې وخت اخلي.

په ډېرو حالاتو کې، عريضه کوونکي هغه هيواد نه شي ټاکلی چې چرته دوی غواړي بيا مېشت شي. يو اين ايچ سي ار به په دې عواملو فکر وکړي، لکه کډوال کوم هيواد غوره بولي، د هغوی خپلوان چرته ژوند کوي، او د دوی د ژبې مهارتونه. خو يو اين ايچ سي ار به وروستۍ پرېکړه کوي.

په ځينو قضيو کې، يو اين ايچ سي ار به د بيا مېشتېدو لپاره يو شخص سره مرکه وکړي، او پرېکړه به وکړي، چې دوی يو حکومت ته د بيا مېشتېدو لپاره راجع نه کړي. چې علتونه به يي زيات وي. يو اين ايچ سي ار ممکنه ده پرېکړه وکړي چې کډوال هومره بېړنۍ اړتياوې نه لري، چې بيا مېشتېدو ته عاجل اړتيا ولري. يو اين ايچ سي ار به باور لري چې حکومتونه به نه خوښوي چې دا شخص د هغه د شاليد، يا ژوند چارو له کبله ومني.

له يو حکومت سره د بيا مېشتېدنې پروسې پړاوونه

يو ځلې چې يو اين ايچ سی ار يو تن يو حکومت ته راجع کړي، هغه حکومت به پرېکړه کوي چې ايا يو تن ته ځای ورکړي که نه. د دې پروسې حکومتي پړاوونه هم عموماً څو مياشتې يا زيات وخت اخلي. د متحده ايالاتو لپاره، ممکنه ده دا پروسه څو کاله وخت واخلي. ډير حکومتونه همدا راز د مرکو او کاغذي کاررواۍ غوښتنه کوي تر څو پرېکړه وکړي چې يو شخص ته ځای ورکړي که نه. ډير حکومتونه د کډوال د بيا مېشتېدنې لپاره اضافي شرايط لري.

ممکنه ده چې حکومتونه ځينې خلک د کډوال په توګه د ځای پر ځای کېدو څخه رد کړي. د هغو خلکو لپاره معلومات چې له متحده ايالاتو څخه د کډوال په توګه د ځای پر ځای کېدو څخه رد شوي دي، دلته دي.

هغه کډوال چې ځای ورکړل شوی کولای شي د خپلو جوړو، او کوچنيو ماشومانو سره سفر وکړي.حکومتونه د کورنيو په يو ځای کېدو بيلا بيل محدوديتونه لري. په کاناډا، فرانسه، جرمني، سویډن او متحده ایالاتو کې د کورنیو د بیرته یوځای کیدو په اړه د IRAP معلومات دلته ترلاسه کړئ.

په انګليسي کې د يو اين ايچ سي ار د بيا مېشتېدنې لپاره لاسي کتاب دلته دی. هغه د يو اين ايچ سي ار پروسې او معيارونه تشريح کوي.

که چېرې يو اين ايچ سي ار او يو حکومت ستا د بيا مېشتېدنې په اړه فکر کوي، ته بايد پوهه اوسې چې شونې ده دا پروسه زيات وخت ونيسي، او ډېر ځله څو کلونه. ته بايد همدا راز:

  • دا ډاډ حاصل کړې چې په يو اين ايچ سي ار کې مامورين، یا د حکومت دفتر ستا پته او د اړيکې معلومات لري.
  • د دوی غوښتنو يا معلوماتو ته ځواب ورکړې.
  • ډاډ ورکړې چې خپلو ټولو ټاکل شويو وختونو ته به حاضرېږې، که چېرې نه شې کولای نو مسئولينو ته به خبر ورکوې.

ايا داسې نورې لارې شته چې د بيا مېشتېدو هيوادونو ته ولاړ شم؟

حکومتونه د ځينو کډوالو لپاره نور محدود اختيارات وړاندې کوی، تر څو په قانوني ډول سفر وکړي. په ځينو حالاتو کې، ممکنه ده ځينې کډوال د مهاجرت لپاره د کورنۍ يا دندې پر اساس وړتيا ولري. IRAP د کډوالۍ ځینو روشونو په باب معلومات لري چې لاندې وړاندې شوي دي:

آی ار ای پي څه ډول له ما سره د کډوال د بيا مېشتېدنې پروسه کې مرسته کوي؟

آی ار ای پي د هيڅ حکومت يا يو اين ايچ سي ار برخه نه ده. آی ار ای پي پرېکړه نه شي کولای چې ستاسې قضيه يو حکومت ته د بيا مېشتېدنې لپاره وسپاري. آی ار ای پي د هيڅ حکومت لپاره پرېکړه نه شي کولای چې د بيا مېشتېدنې لپاره ستاسې قضيه ومني. آی ار ای پي همدا راز د ويزې او نورو لارو په اړه پرېکړې نه شي کولای. آی ار ای پي مالي مرسته نه شي وړاندې کولای، د کور کرايه نه شي ورکولای او نه دندې پيدا کولای شي.

آی ار ای پي يوازې د ځينو خلکو سره په لاندې حالاتو کې مرسته کولای شي:

  • په ځينو هيوادونو کې، آی ار ای پي کولای شي له يو اين ايچ سي ار څخه غوښتنه وکړي چې له ځينو کډوالو سره مرستې په نظر کې ونيسي:
    • څوک چې د ژوند او فزيکي خونديتابه په وړاندې شخصي او جدي ګواښونه ولري.
    • څوک چې له روغتيايي ستونزو سره مخ وي، کومې چې د دوی ژوند، يا فزيکي فعاليت ګواښي، او هغه څوک چې روغتيايي پاملرنې ته لاسرسی نه لري. 
  • آی ار ای پي کېدای شي مشوره او مرسته مهيا کړي:
    • که چېرې يو پناه غوښتونکی په ټاکلو هيوادونو کې له يو اين ايچ سي ار سره د کډوالۍ حيثيت منلو په لټه کې وي.
    • که چېرې يو اين ايچ سي ار يا يو حکومت د يو کډوال د مېشتېدو په اړه غور کوي.
    • که چېرې يو کډوال د بل ډول ويزې لپاره وړ وي، لکه په ځينو هيوادونو کې له کورنيو سره بيا يو ځای کېدلو ويزه.

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)