په متحده ایالتونو کې د توجیه وړ وېرې مرکې (Credible Fear Interview-CFI) وروسته څه پېښېږي؟

AP ۱۴۰۲-۰۹-۱۶: وروستۍ اپډېټ

بعد از مصاحبه ترس موجه (Credible Fear Interview-CFI) در ایالات متحده چه اتفاق می‌افتد؟-02.jpgهغه کسان چې له تفتیش او سرحدي چارواکو سره د ملاقات ټاکل شوي وخت پرته متحده ایالاتو ته ننوځي او د متحده ایالاتو چارواکو ته وایي چې خپل هېواد ته له ستنیدنې وېره لري او غواړي د پناه غوښتنه وکړي، باید د ویرې مرکې ته حاضر شي او خپل هیواد ته د ستنیدنې ویره توجیه او دلیل یې روښانه کړي.  د توجیه وړ ویرې مرکې په لړ کې به له هغوی څخه وپوښتل شي چې په خپل هیواد کې یې څه تجربه کړي دي او له څه شي ویره لري (او د هائیتی، کیوبا، نیکاراگوا او وینیزویلا هیوادونو اتباعو څخه به وپوښتل شي چې په مکسیکو کې یې څه تجربه کړي دي او له څه شي ویره لري). له مرکې وروسته به د پناه غوښتنې هغه افسر چې مرکه ترسره کوي، د شخص د قضیې په باب پریکړه کوي.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د 2023 کال د اګست میاشتې له 4 مې نیټې څخه نوي شوي معلومات بلل کیږي. د متحده ایالاتو د کډوالۍ قوانین او پالیسۍ په چټکه بدلون مومي. په یاد ولرئ چې دغه معلومات له وروستي ځل څخه چې نوي شوي وو، د بدلیدو په حال کې دي. موږ هڅه کوو ترڅو د پام وړ بدلونونو د رامنځته کیدو په صورت کې، معلومات نوي کړو. په دې ویب پاڼه کې وړاندې شوي معلومات حقوقي سلامشورې نه بلل کیږي، بلکه یوازې د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه چمتو شوي دي.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

;