په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې (Asylum Claim) څرنګوالی

AP ۱۴۰۲-۰۹-۱۹: وروستۍ اپډېټ

مقدمات درخواست پناهندگی (Asylum Claim) در ایالات متحده-02.jpgپناه یو ډول خوندیتوب یا حفاظت دی چې خلکو ته اجازه ورکوي ترڅو هغه هېواد ته د شړلو کېدو پرځای په متحده ایالاتو کې پاتې شي چې پکې له زیان، ځورنې او شکنجې څخه ویره لري. د متحده ایالاتو د قوانینو په رڼا کې، که یو شخص د ځورنې او شکنجې ځانګړي دلیل له امله خپل هیواد څخه وتښتي، کولی شي د پناه غوښتنه وکړي. ددې لپاره چې یو شخص وکولی شي متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه وکړي، هغه باید شخصاً په متحده ایالاتو کې حضور ولري یا په سرحدي دروازو کې متحده ایالاتو ته د ننوتلو غوښتنه کوي. د پناه غوښتنې د درخواست لړۍ اوږده ده، خو که یو شخص پناه ترلاسه کړي، کولی شي چې په متحده ایالاتو کې د کار جواز هم ترلاسه کړي او همداراز یو کال وروسته، دایمي استوګنې (ګرین کارت) ته درخواست وکړي.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د 2023 کال د مې میاشتې له 23 مې نیټې څخه نوي شوي معلومات بلل کیږي. د متحده ایالاتو د کډوالۍ قوانین او پالیسۍ په چټکه بدلون مومي. په یاد ولرئ چې دغه معلومات له وروستي ځل څخه چې نوي شوي وو، د بدلیدو په حال کې دي. موږ هڅه کوو ترڅو د پام وړ بدلونونو د رامنځته کیدو په صورت کې، معلومات نوي کړو. په دې ویب پاڼه کې وړاندې شوي معلومات حقوقي سلامشورې نه بلل کیږي، بلکه یوازې د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه چمتو شوي دي.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

;