فرایند اسکان مجدد ایالات متحده چیست؟-02.jpgپه دې ليکنه کې تشريح کيږي، چې د متحده ايالاتو حکومت کوم کډوال د ځای پر ځای کېدو په اړه په نظر کې نيسي همدا راز د متحده ايالاتو د کډوالو د مېشتېدو پروسه هم تشريح کوي.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

په دې ليکنه کې تشريح کيږي، چې د متحده ايالاتو حکومت کوم کډوال د ځای پر ځای کېدو په اړه په نظر کې نيسي همدا راز د متحده ايالاتو د کډوالو د مېشتېدو پروسه هم تشريح کوي.

 

په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د مېشتېدو لپاره د عريضې د پروسې په اړوند

د متحده ايالاتو د کډوالو مېشتېدنې ته همدا راز د متحده ايالاتو د کډوالو د داخلې پروګرام (يو ايس ار ای پي) هم ويل کيږی. دا د کډوالو لپاره چې له متحده ايالاتو بهر دي، قانوني لاره ده چې متحده ايالاتو ته لاړ شي.

 

د متحده ايالاتو حکومت کوم کډوال د کډوالو د مېشتېدو لپاره په نظر کې نيسي؟

ډېری خلک نه شي کولای په مستقيم ډول د متحده ايالاتو د کډوالو مېشتېدو لپاره عريضه وکړي. د متحده ايالاتو حکومت خلک د مېشتېدو لپاره د څلورو بيلا بيلو دلايلو له کبله تر نظر لاندې نيسي. دا برخه همدا دلايل تشريح کوي.

د لاندې لومړیتوب لرونکو کتګوریو له لارې د بیامیشتیدنې پروسې ته لاس رسی په دې معنی نه دی چې یو شخص به په اتومات ډول د متحده ایالاتو د دولت له خوا کډوال وګڼل شي. که تاسو د لاندې لومړیتوب لرونکو کتګوریو له لارې بیامیشتیدنې لپاره راجع شوي یاست، د متحده ایالاتو دولت به تاسو سره مرکه کوي ترڅو دا معلومه شي چې تاسو د کډوال په توګه په متحده ایالاتو کې بیا میشتیدنې ته وړ یاست که نه.

  • 1 شمیره لومړیتوب: انفرادي

کډوال د کډوالۍ په لومړي هیواد کې د فردي وضعیت د ارزولو په اساس، متحده ایالاتو کې د کډوالو بیامیشتیدنې پروګرام ته راجع کیږي. ډیر شمیر داسې کسان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ UNHCR له خوا راجع کیږي. پاتې کسان د متحده ایالاتو د سفارتونو یا غیردولتي موسساتو له خوا راجع کیږي. دغه کسان د پناه غوښتنې په هیواد کې د پناه غوښتونکو د اړتیاو د ارزونې پربنسټ راجع کیږي. په ډیرو محدودو حالاتو کې، هغه کسان چې په خپلو اصلي هیوادونو کې ژوند کوي، د استثنایي حفاظتي اړتیاو په اساس، راجع کیدی شي.

د 2021 کال په اګست کې، د متحده ایالاتو دولت د افغانستان د اتباعو او د هغوی د کورنیو واجد شرایط غړو د راجع کیدنې لپاره P-1 پروګرام جوړ کړ. دا پروګرام د کډوالۍ ځانګړې ویزې پروګرام څخه توپیر لري چې په اړه یې تاسو کولی شۍ دلته معلومات ترلاسه کړئ. P-1 پروګرام ته د افغانانو د راجع کیدنې په اړه لازیات معلومات دلته ترلاسه کیدی شي.

  • 2 شمیره لومړیتوب: په یو ځانګړي ګروپ کې غړیتوب

په هغه ګروپ کې شامل کډوال چې د متحده ایالاتو د حکومت له نظره بیامیشتیدنې ته وړ دي، بیامیشتیدنې ته واجد شرایط ګڼل کیږي.  د P-2 پروګرام له لارې، د کډوالو بیامیشتیدنې ته لاسرسی دوه ډوله دی. ډله ییز لاسرسی او مستقیم لاسرسی.

ډله ییز لاسرسی په دې معنی دی چې د متحده ایالاتو حکومت پریکړه کوي چې په یو ځانګړي ګروپ کې هغه کسان بیامیشتیدنې ته راجع شي چې د همدې ګروپ غړیتوب لري. هغه کسان چې ډله ییز لاسرسي پروګرام ته واجد شرایط دي نشي کولی په مستقیمه توګه بیامیشتیدنې ته درخواست وکړي. دا کسان باید د متحده ایالاتو د کډوالو د مرستې پروګرام USRAP ته، عموما د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ UNHCR له خوا راجع شي.

ډله ییز لاسرسي پروګرام ته پیژندل شويو ګروپونو بیلګې په لاندې ډول دي:

  • له برما څخه ځانګړي قومي اقلیتونه چې په تایلند او مالیزیا کې ژوند کوي
  • په نیپال کې ځینې بوتاني کډوال
  • په رواندا او تانزانیا کې د کنګو ځینې کډوال
  • په ایتوپیا کې ځینې اریتریایان
  • په ایل سلوادور، ګواتیمالا او هاندورس کې ځینې زیان منونکي کسان

نورو ډلو پورې تړلي کسان کولی شي بیامیشتیدنې لپاره په مستقیمه توګه متحده ایالاتو حکومت ته درخواست وکړي.

اوسني ګروپونه یا ډلې چې کولی شي د 2023 جنورۍ څخه درخواست وکړي:

هغه کسان چې د کډوالو یا د کډوالۍ ځانګړې ویزې لرونکو په توګه متحده ایالاتو ته راغلي دي او یا یې پناه اخیستې ده کولی شي د خپلو کورنیو ځینو غړو لپاره درخواست وکړي ترڅو هغوی سره یوځای شي. په متحده ایالاتو کې د هغوی د کورنۍ غړی کولی شي چې د بیامیشتیدنې له ادارې څخه وغواړي چې د هغوی میرمن/خاوند، 21 کلونو څخه لږ عمر لرونکي ماشوم یا مور او پلار لپاره درخواست وکړي. په ځینو حالاتو کې، یو شخص کولی شي د کورنۍ لرې غړي لپاره چې د نوموړي د میرمن/خاوند، 21 کلونو څخه لږ عمر لرونکي ماشوم یا مور او پلار ملتیا کوي، هم درخواست وکړي. دا شخص چې متحده ایالاتو ته راځي باید پناه غوښتونکی وي. یعنې دا شخص باید له خپل اصلي هیواد څخه بهر وي او د ځینو دلایلو په اساس، خپل هیواد ته له تللو ویره ولري. د 3 شمیرې لومړیتوب پروګرام له لارې د کورنۍ نږدې غړو د بیا میشتیدنې لپاره معلومات دلته وګورئ.

 

  • تعقيب کړه تر څو يو ځآی شې آی‑۷۳۰

دهغه کډوال او خلک چې پناه ورکړل شوې، کولای شي د دوی د جوړو، او مجردو کوچنيانو لپاره چې عمرونه يې له ۲۱ کلونو کم دي، عريضه وکړي. د دوی جوړه (مېرمن، مېړه) او ناواده شوي ماشومان کېدای شي د هويت لرونکي وي. اړتيا نه شته چې دوی دې هم له خپل اصلي هيواد څخه بهر وي، يا دا وښايي چې دوی کډوال دي. د آی‑۷۳۰ پروسې له لارې د نژدې خپلوانو د مېشتېدو په اړه معلومات دلته دي.

 

د متحده ايالاتو د کډوال مېشتېدو عريضې لپاره پروسه څه ده؟

د متحده ايالاتو د مېشتېدنې پروسې لومړي پړاوونه به جلا جلا وي، او په پورته هغو دلايلو به ولاړ وي، چې د متحده ايالاتو حکومت دوی د کډوالو د مېشتېدو لپاره تر نظر لاندې نيسي. پورتني تړوني د دې پړاوونو د څرنګوالي په اړه نور معلومات ورکوي. دا پروسه څو کاله دوام کوي.

که چېرې يو شخص په پورته يادو شويو يوه ډله کې وي، بيا هم دوی بايد د مېشتېدو پاتې پروسه بشپړه کړي. شونې ده دوی له اوږد ځنډ سره مخ شي. د دوی عريضه رد کېدای شي.

وروسته له دې چې یو شخص د متحده ایالاتو حکومت ته د بیامیشتیدنې لپاره راجع کیږي، د متحده ايالاتو حکومت به يوه دوسيه پرانيزي، او کډوال ته به د قضيې شمېره ورکړي. د قضيې شمېره به دوه حروف او شپږ عدده ولري. له کډوال سره به د بيا مېشتېدنې د ملاتړ مرکز (ار ايس سي) لخوا اړيکه ونيول شي. دا هغه ادارې دي، چې د متحده ايالاتو له حکومت سره د بيا مېشتېدنې پروسه کې مرسته کوي. ته کولای شې د هغه هيواد لپاره چې ته پکې ژوند کوې ار ايس سی دلته ومومې.

ار ايس سي به له هرې کورنۍ سره مرکه ولري. په مرکه کې به د ار ايس سي يو کارمند:

  • معلومات راټول کړي.
  • د هغه زيان په اړه پوښتنه وکړی، چې عارض ورسره مخ دی.
  • د عارض د خپلوانو د معلوماتو په اړه به پوښتنه وکړي.
  • د عارض د کار او اوسېدو تاريخچې پوښتنه به وکړي.

له دې وروسته کډوال د متحده ايالاتو د حکومت له يو افسر سره مرکه لري. د يو ايس سي آی ايس د مرکې په اړه نور معلومات دلته دي.

له مرکې وروسته، د متحده ايالاتو حکومت امنيتي کتنه تر سره کوي. شونې ده چې کډوال د متحده ايالاتو د حکومت څخه د جواب تر لاسه کولو لپاره اوږده موده انتظار وکړي. په دې اړه معلومات چې که چېرې ستا د متحده ايالاتو کډوالۍ په پروسه کې زيات ځنډ رامنځته شو، څه کولای شې، دلته دي. کېدای شي ار ايس سي له کډوال وغواړي چې د انتظار پر مهال روغتيايي معاينات تر سره کړي.

ممکنه ده چې د متحده ايالاتو حکومت عريضه تاييد کړي، تبديل کړي، يا رد کړي. که يوه عريضه تاييد شوه، دا شخص به روغتيايي معاينه، او کلتوري بلدتيا تر سره کړي. د متحده ايالاتو حکومت د کډوالو لپاره د نړيوال سازمان (آی او ايم) سره کار کوي، تر څو د تاييد شويو کډوالو لپاره د سفر چاره وکړي. آی او ايم به يو تاييد شوي کډوال ته ووايي چې کله او څنګه به دوی متحده ايالاتو ته سفر کوي.

کېدای شي د متحده ايالاتو حکومت خپله پرېکړه بدله کړي. دا مطلب چې عريضه نه رد شوې، نه تاييد شوې ده. د متحده ايالاتو حکومت د پرېکړې لپاره نور وخت ته اړتيا لري.

ممکنه ده د متحده ايالاتو حکومت د يو کډوال مېشتېدا رد کړي. په دې اړه چې د رد په وړاندې د استئناف غوښتنه څنګه کولای شې معلومات دلته دي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)