معلـــــــومات تازه در مورد ازدواج های غیررسمی در درخواستی‌های مهاجرین و پناهجویان برای من چه معنی می‌دهد؟-02.jpgد ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۴ مه نیټه، USCIS د کډوالو او پناه غوښتونکو د غیررسمي ودونو په اړه نوې پالیسي صادره کړه. په دې لارښوود کې، دا نوې پالیسي او پر تاسو ددې پالیسۍ اغیزې توضیح شوې دي. 

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۴ مه نیټه، USCIS د کډوالو او پناه غوښتونکو د غیررسمي ودونو په اړه نوې پالیسي صادره کړه. په دې لارښوود کې، دا نوې پالیسي او پر تاسو ددې پالیسۍ اغیزې توضیح شوې دي. 

پر نویو معلوماتو یوه لنډه کتنه

"غیررسمي واده څه ته ویل کیږي"؟

غیررسمي واده هغه واده ته ویل کیږي چې د ترسره کیدنې پرځای کې قانوني بڼه ونلري. د بیلګې په توګه، تاسو او ستاسو د ژوند ملګري په سودان کې واده وکړ، خو د سودان حکومت ستاسو واده په رسمیت نه پیژني، نو په دې اساس تاسو په غیررسمي توګه واده کړی دی. ځینې کډوال په غیررسمي توګه واده کوي ځکه چې هغوی په هغو هیوادونو کې چې ژوند کوي کډوالو ته اجازه نه ورکول کیږي چې دولتي خدمتونو ته لاسرسی ولري. په ځینو هیوادونو کې، حکومت د همجنسبازانو او د بیلابیلو مذهبونو د پیروانو ودونه په رسمیت نه پیژني، نوځکه هغوی په غیررسمي توګه واده کوي. 

USCIS څه وخت د یو کډوال یا پناه غوښتونکي "غیررسمي واده" په رسمیت پیژني؟

د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې، USCIS د غیررسمي ودونو په رسمیت پیژندلو لپاره، په خپلو پالیسیو کې بدلونونه رامنځته کړلUSCIS اوس په دوو حالتونو کې غیررسمي ودونه په رسمیت پیژني:

(۱) په هغه صورت کې چې یو خاوند او میرمن ونشي کولی خپل واده ته رسمي بڼه ورکړي ځکه چې هغوی له ځورونې یا نه کنټرولیدونکي حالت له امله تښتیدلي دي. ددې حالت یوه بیلګه دا ده چې تاسو په خپل اصلي هیواد یا د پناه غوښتنې په هیواد کې د نه خوندیتوب له امله، د واده کولو توان ونلرۍ.

(۲کله چې میرمن او خاوند نشی کولی د میرمن یا خاوند په اصلي هیواد کې او یا د پناه غوښتنې په لومړي هیواد کې د محدودوونکو قوانینو او اقداماتو له امله خپل واده په رسمي توګه څرګند کړي. د محدودوونکو قوانینو او اقداماتو یوه بیلګه داده چې یو هیواد کډوالو ته د واده د جواز د ترلاسه کولو اجازه ورنکړي. 

ایا USCIS غیررسمي ودونه د کډوالۍ په ټولو قضایاو کې په رسمیت پیژني؟

USCIS د کډوالو او پناه غوښتونکو ودونه یوازې په درییو کتګوریو کې په رسمیت پیژني:

  • د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه (I-589)
  • د کډوالۍ غوښتنلیکونه (I-590)
  • د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه چې د خپلو کورنیو غړو سره یوځای کیږي (I-730)

آیا USCIS " غیررسمي طلاق " په رسمیت پیژني؟

USCIS کیدی شي د یو غیررسمي واده غیررسمي طلاق په رسمیت وپیژني خو USCIS د یو معتبر قانوني واده غیررسمي طلاق په رسمیت نه پیژني. 

څرنګه ثبوت کړم چې ما غیررسمي واده کړی دی؟

خاوند او میرمن باید د خپل واده علایم څرګند کړي. هغوی کولی شي د اوږدې مودې لپاره د ګډ ژوند او د ماشومانو لرل د ثبوت په توګه وړاندې کړي. د یو غیررسمي واده د ثبوت لپاره، تاسو کولی شۍ دا لاندې اسناد او معلومات USCIS ته وړاندې کړئ:

  • هغه اسناد چې ښیي تاسو د یوې مودې لپاره یوځای ژوند کړی دی، لکه د کور د کرایې قرارداد چې ستاسو دواړو نومونه پکې لیکل شوي وي. 
  • هغه شواهد وړاندې کړئ چې پربنسټ یې تاسو او ستاسو د ژوند ملګري ځانونه د واده شویو کسانو په توګه څرګند کړي وي (لکه د یو شان تخلص کارول، ګډ بانکي حساب/کریدیت کارت، یا روغتیایي یا د موټر یا بلې بیمې لرل چې پکې د دواړو نومونه ذکر شوې وي) 
  • هغه میرمن او خاوند چې په غیررسمي توګه یې د واده مراسم ترسره کړي وي کولی شي د واده اسناد لکه د واده د مراسمو تصویرونه او ویډیوګانې وړاندې کړي. 
  • د هغو ماشومانو د زیږیدنې تصدیقونه وړاندې کړئ چې ستاسو او ستاسو د ژوند ملګري د ګډ ژوند په نتیجه کې زیږیدلي دي. 
  • تاسو کولی شۍ د هغو کسانو له خوا لیکونه وړاندې کړئ چې تاسو او ستاسو د ژوند ملکری پیژني او ستاسو د اړیکې په اړه معلومات لري. اړینه نه ده چې هغوی د متحده ایالاتو اتباع وي. 
  • هغوی باید خپل بشپړ نوم، ادرس، او د زیږیدنی ځای او نیټه ولیکي 
  • هغوی باید دا توضیح کړي چې ستاسو د اړیکې په اړه څرنګه پوهیږي، ستاسو د واده په مراسمو کې یې ګډون کړی او ستاسو له واده وروسته یې تاسو سره څه موده وخت تیر کړی دی. 
  • د امکان په صورت کې، هغوی باید تاسو ته له لیږلو مخکې، دا لیک په رسمي دفتر کې لاسلیک او ټاپه کړي. 

دا موضوع زما د کیس لپاره څه معنی لري؟ 

کډوال او پناه غوښتونکي چې د (I-730 غوښتنلیک) له لارې د خپلو کورنیو له غړو سره د یوځای کیدو غوښتنه لري

زه یو کډوال یا پناه غوښتونکی یم چې د (I-730 غوښتنلیک) له لارې د خپلې کورنۍ له غړي سره د یوځای کیدو غوښتنه لرم، او زما کیس د غیررسمي واده له امله رد شوی دی. زه باید څه وکړم؟

په ځینو حالاتو کې، تاسو کولی شۍ د کورنۍ له غړي سره د یوځای کیدو د غوښتنلیک د بیرته پرانیستنې غوښتنه وکړئ. لومړی، USCIS د غوښتنلیک بیرته پرانیستنه مجاز ګڼي خو په هغه صورت کې چې تاسو یوازې د غیررسمي واده په دلیل رد شوي یاست. دویم، USCIS باید ستاسو غوښتنلیک د ۲۰۱۹ کال د فبروري د ۱۴ مې او ۲۰۲۲ کال د فبروري ۱۴ مې نیټې ترمنځ، رد کړی وي. 

څرنګه کولی شم د کډوالۍ د غوښتنلیک د بیرته پرانیستنې غوښتنه وکړم؟ 

تاسو باید I-290B فورمه ډکه کړئ او ویې لیږئ ترڅو خپل I-730   غوښتنلیک پیرته پرانیزۍ.

دا فورمه باید د USCIS د وروستیو بدلونونو پر بنسټ، د فورمې له لیږلو څخه ۳۰ ورځې وروسته ثبت شي. 

ښه به وي چې په خپل غوښتنلیک کې دا توضیح کړئ چې په پورتني لارښود کې توضیح شویو شرایطو سره ستاسو حالت ولې همغږي لري. تاسو همداراز کولی شۍ هغه شواهد وړاندې کړئ چې ستاسو غیررسمي واده ثبوت کوي. موږ پورته د همدې لارښود په یوه برخه کې توضیح کړي دي چې د کومو شواهدو وړاندې کول به ګټور وي. 

د I-290B لګښت څومره دی؟

د I-290B لګښت 675 امریکایي ډالر دی. له دې فیس څخه د معافیت امکان هم شته. 

 

د پناه غوښتنې درخواست کوونکي (I-589 غوښتنلیک)

زه د پناه غوښتنې درخواست کوونکی یم ((I-589. دا به زما پر کیس څومره اغیزه ولري؟

کیدی شي چې USCIS وکولی شي ددې نوي لارښود په چوکاټ کې ستاسو واده په رسمیت وپیژني. زموږ سپارښتنه دا ده چې تاسو له لاندې لینکونو څخه د کډوالۍ وړیا خدمتونو برابروونکو او همداراز شخصي وکیلانو د پیدا کولو لپاره ګټه واخلئ ترڅو هغوی ستاسو د خاوند یا میرمن د وړتوب یا واجدیت شرایط په اړه USCIS سره د اړیکې ټینګولو د لارو چارو په اړه مشوره درکړي. 

د کډوالۍ غوښتونکي (I-590 غوښتنلیک)

زما I-590 غوښتنلیک رد شو 

زه د کډوالۍ غوښتونکی یم (I-590) او زما کیس د غیررسمي واده له امله رد شو. څه باید وکړم؟

په ځینو حالاتو کې، تاسو کولی شۍ خپلې کورنۍ غړو سره د یوځای کیدو د غوښتنلیک د بیرته پرانیستنې غوښتنه وکړئ. لومړی، USCIS یوازې په هغه صورت کې د غوښتنلیک د بیرته پرانیستنې اجازه ورکوي چې ستاسو غوښتنلیک د غیررسمي واده له امله رد شوی وي. دویم، USCIS باید د ۲۰۱۸ کال د جنوري د ۲۹ مې او ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۱۴ مې ترمنځ تاسو غوښتنلیک رد کړی وي. 

که چیرې تاسو د خپل غوښتنلیک د رد کیدو په دلیل نه يوهیږئ، "د بیا میشتیدنې د نه وړتوب خبرتیا" چې باید ترلاسه کړې مو وي، وګورئ. که چیرې تاسو په دې دلیل رد شوي یاست چې ستاسو د غیررسمي واده سند کافی نه وو، کیدی شي تاسو د  ۱ شمیرې کتګورۍ "ځانګړې بشري اندیښنې" په اساس رد شوي یاست. 

څرنګه کولی شم د کډوالۍ د غوښتنلیک د بیرته پرانیستنې غوښتنه وکړم؟ 

د غوښتنلیک د بیرته پرانیستنې لپاره، تاسو کولی شۍ "د بیاکتنې غوښتنه(RFR) ثبت کړئ. (RFR) یا د بیاکتنې غوښتنه یو لیکل شوی سند دی چې ستاسو د کډوالۍ په کیس کې رامنځته شوې اشتباه توضیح کوي یا نوي معلومات وړاندې کوي. 

د بیاکتنې د غوښتنې (RFR) د لیږلو لپاره ځینې ګټورې سرچینې په لاندې ډول دي: 

ښه به وي چې په خپل غوښتنلیک کې دا توضیح کړئ چې په پورتني لارښود کې توضیح شویو شرایطو سره ستاسو حالت ولې همغږي لري. تاسو همداراز کولی شۍ هغه شواهد وړاندې کړئ چې ستاسو غیررسمي واده ثبوت کوي. موږ پورته د همدې لارښود په یوه برخه کې توضیح کړي دي چې د کومو شواهدو وړاندې کول به ګټور وي. 

RFR څومره لګښت لري؟

دا غوښتنلیک د ثبتولو فیس نلري. 

زما I-590 غوښتنلیک رد شوی نه دی

زه د کډوالۍ غوښتونکی یم I-590، او زما کیس ځنډول شوی دی ځکه چې USCIS د واده د اسنادو غوښتنه کړې ده. څه باید وکړم؟

USCIS د غیررسمي ودونو ځینې کیسونه ځنډولي دي. USCIS په هغه صورت کې کیسونه ځنډوي چې دا اداره فکر وکړي چې درخواست کوونکي کولی شي خپل د قانوني او په رسمیت پیژندل شوي واده اسناد وړاندې کړي. 

که چیرې ستاسو کیس ځنډول شوی وي او USCIS له تاسو څخه د واده اسناد غوښتي وي، په دې صورت کې به ستاسو واده ډیر ژر د غیررسمي واده په توګه په رسمیت وپیژندل شي چې دا کار ستاسو د کډوالۍ د غوښتنلیک په ګړندي کیدو کې مرسته کوي. 

زموږ سپارښتنه دا ده چې تاسو خپل د بیامیشتیدنې د مرستو مرکز (RSC)   سره اړیکه ونیسئ او له هغوی څخه غوښتنه وکړئ چې USCIS دې ستاسو غیررسمي واده په رسمیت وپیژندي. ښه به وي چې په خپل غوښتنلیک کې دا توضیح کړئ چې په پورتني لارښود کې توضیح شویو شرایطو سره ستاسو حالت ولې همغږي لري. تاسو همداراز کولی شۍ هغه شواهد وړاندې کړئ چې ستاسو غیررسمي واده ثبوت کوي. موږ پورته د همدې لارښود په یوه برخه کې توضیح کړي دي چې د کومو شواهدو وړاندې کول به ګټور وي. 

زه د کډوالۍ غوښتونکی یم (I-590 یا I-730 غوښتنلیکونهخو زما او زما د میرمن/خاوند کیسونه بیل شوي دي. څه باید وکړم؟

کیدی شي چې USCIS ستاسو او ستاسو د میرمن/خاوند کیسونه بیل کړي وي او تاسو ته یې بیل کیس نمبر درکړی وي ځکه چې دا اداره ستاسو غیررسمي واده په رسمیت نه دی پیژندلی. که چیرې داسې شوي وي، زموږ سپارښتنه دا ده چې تاسو د بیامیشتیدنې د مرستو مرکز (RSC)   سره اړیکه ونیسئ او له هغوی څخه وغواړئ چې د نویو لارښودونو په رڼا کې، ستاسو کیسونه بیرته سره یوځای کړي. 

ښه به وي چې په خپل غوښتنلیک کې دا توضیح کړئ چې په پورتني لارښود کې توضیح شویو شرایطو سره ستاسو حالت ولې همغږي لري. تاسو همداراز کولی شۍ هغه شواهد وړاندې کړئ چې ستاسو غیررسمي واده ثبوت کوي. موږ پورته د همدې لارښود په یوه برخه کې توضیح کړي دي چې د کومو شواهدو وړاندې کول به ګټور وي. 

د مرستې غوښتنه

کېدی شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې برابرې شوې دي:

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)