اگر درخواست من برای مهاجرت به ایالات متحده (USRAP) رد شد چه کاری می‌توانم انجام دهم؟-02.jpgدا لارښود د هغه غوښتونکو لپاره دی چې د امریکا له متحده ایالاتو بهر دي، د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو یا د مرکزي امریکا د کوچنیانو پروګرام (CAM) له لارې بیامېشتېدنې لپاره غوښتنه کوي، په متحده ایالاتو کې یې د بیامېشتېدنې لپاره په USCIS کې مرکه کړې وي، د امریکا د متحده ایالاتو د کډوالو د بیامېشتېدو لپاره له مرکې وروسته رد شوی وو او غواړي چې په دې پرېکړې باندې د بیا غور کولو لپاره د استیناف غوښتنه کوي.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

دا لارښود د هغه غوښتونکو لپاره دی چې:

  • د امریکا له متحده ایالاتو بهر دي؛ او
  • د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو یا د مرکزي امریکا د کوچنیانو پروګرام (CAM) له لارې بیا میشتیدنې لپاره درخواست کوي.
  • په متحده ایالاتو کې یې د بیامیشتیدنې لپاره په USCIS کې مرکه کړې وي؛ او
  • د امریکا د متحده ایالاتو د کډوالو د بیا مېشتېدو لپاره له مرکې وروسته رد شوی وو؛ او
  • غواړي چې پدې پرېکړه باندې د بیا غور کولو لپاره یو RFR)) د استیناف غوښتنه وکړی.

دا لارښود د هغو کډوالو لپاره ندی څوک چې:

  • د UNHCR لخوا رد شوي وي؛ یا
  • د امریکا متحده ایالاتو څخه پرته یې په نورو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو غوښتنه رد شوي وي؛ یا
  • په متحده ایالاتو کې دي. 
  • د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ پوله کې یې د پناه غوښتنې درخواست کړی وي.

په عمومي توګه، USCIS به یوازې یو RFR مني. تاسو باید د قضیې د رد لیک د ترلاسه کولو ورسته په ۹۰ ورځو کې دننه خپل RFR تسلیم کړئ. که چېرې دغه نېټه له تاسو تېره شوه، تاسو بیا هم کولای شئ چې خپل RFR ولېږئ خو باید شرح ورکړئ چې ولې مو RFR ناوخته کړو، خو USCIS هغه RFR رد کولی شي چې ناوخته شوی.‌

لومړی پړاو: د خپلې مرکې د تجربې په باب فکر وکړئ

لومړی، له ځانه دا پوښتنې وکړئ تر څو چې پوه شئ چې ستاسو د قضیې د رد کېدو لامل څه وو. دا ستاسو سره مرسته کولی شي تر څو ومومئ چې د RFR په کومو ټکو تمرکز وشي.‌

● آیا د پناه غوښتنې افسر ستاسو د کیسې په یوې ځانګړې برخې تمرکز وکړ؟
● آیا د پناه غوښتنې افسر یوه پوښتنه څو ځله تکرار کړه؟
● آیا د پناه غوښتنې افسر تاسو ته ستاسو په کیس کې د کومې ځانګړې ستونزې یا اندیښنې په اړه څه وویل؟
● آیا د مرکې په لړ کې ناسم پوهاوی شوی وو؟
● آیا مرکه کوونکی ستاسو په ټولو خبرو پوه شو؟
● که ژباړونکی موجود وو، آیا تاسو ژباړونکي سره د ستونزې یا په ژباړه کې ستونزې په اړه معلومات درلود؟
● آیا د پناه غوښتنې افسر مرکه بنده کړه؟ که داسې وشول، مخکې له دې چې مرکه بنده شي، څه پیښ شول؟
● آیا د پناه غوښتنې افسر لنډې مودې لپاره له کوټې بهر شو؟ که داسې وشول، مخکې له دې چې د پناه غوښتنې افسر له کوټې ووځي، څه پیښ شول؟
● مرکه د څومره مودې لپاره وه؟
● آیا ستاسو په کیسه کې داسې مهمې برخې وې چې د پناه غوښتنې افسر ته مو ونه ویل؟
● آیا د پناه غوښتنې افسر داسې څه وویل یا وکړل چې ستاسو د ناارامۍ لامل شو؟

دویم ګام: خپل رد لیک بیا وګورئ

تاسو به له USCIS څخه لیک ترلاسه کړۍ چې پکې به تاسو ته وویل شي چې ستاسو کیس یا قضیه رد شوې ده. رد لیک ته Notice of Ineligibility) (NOI)) وايي. ستاسو د بیا مېشتېدو د ملاتړ مرکز RSC به تاسو ته دغه رد لیک لاس په لاس، د پوست او یا برېښنالیک له لارې ولېږي. ستاسو RSC همدا IOM, ICMC, CWS,IRC, HIAS او یا د بهرنېو چارو وزارت دی. که چېرې تاسو خپل رد لیک نه وي ترلاسه کړی او یا مو ورک کړی وي، بیا نو پکار ده چې له خپل RSC سره اړیکې ټینګې کړئ. که نه پوهیږئ چې څرنګه د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز RSC سره اړیکه ونیسۍ، د پناه غوښتنې د قضیې د حالت د لیدلو لپاره د IRAP لارښود دلته وګورئ

ستاسو په رد لیک که به ۷ داسې بکسونه وي چې هغه به (ټېک/چېک) په نښه شوي وي. لاندې هغه بکس یا بکسونه ولټوئ کوم چې ستاسو په رد لیک کې په نښه (چېک) شوي دي.

  1. د ځانګړي بشرپالنې اندېښنې
  2. د کډوالۍ ادعا
  3. د نورو د ځورونې
  4. د بیا مېشتېدو ځای
  5. منل
  6. اعتبار
  7. نور
  8. د "ځانګړي بشرپالنې اندېښنې" بکس په نښه شوی

که دغه تشه په نښه شوې وي، افسر فکر نه کوي چې تاسو په متحده ایالاتو کې بیامیشتیدنې ته وړ یاست. ډېر کډوال د UNHCR لخوا ورپیژندل کېږي.

که تاسو د UNHCR لخوا معرفي شوي نه یاست، نو ‌تاسو څنګه وکولای شو چې غوښتنلیک ورکړئ؟ د بېلګې په توګه، ‌ایا د کومې امریکایي کورنۍ غړي تاسو ته دغه غوښتنلیک پېل کړو؟ ایا له تاسو څخه د کډوالو افسر ستاسو د خپلوانو سره د اړیکو د لا نورو ثبوتونو غوښتنه کړې وه؟ ایا تاسو په عراق او افغانستان کې د دندې په اساس واجد شرایط پیژندل شوي یاست؟ 

د خپل استیناف ليکلو ځای ته د تګ لپاره دلته کېکاږئ 

  •  د "کډوالۍ ادعا" بکس په نښه شوی

د کډوالو افسر دا پرېکړه کړې چې تاسو د یو کډوال د تعریف په چوکاټ کې نه جوړیږۍ د امریکا متحده ایالاتو کې هغه څوک کډوال کېدای شي چې که چېرې: 

  • هغوي له جدي زیان سره مخ شوي وي‌ او یا وېره لري چې په راتلونکي کې له جدي ګواښ سره مخامخ شي.
  • د خپل نسل، مذهب، ملیت، د کومې ځانګړې ټولنیزي ډلې غړیتوب یا کوم سیاسي نظریې لرلو پر بنسټ
  • په ډېرو مواردو کې غوښتونکی باید له خپل هېواد څخه بهر وي چې د کډوالۍ د بیا مېشتېدو لپاره وړ وبلل شي. د مرکزي امریکې د کوچنیانو د پروګرام (CAM) په باب، یو عارض باید په ایل سلوادور، ګواتیمالا یا هاندورس کې وي. 

هلته بیا دوه نور بکسونه دي: )الف) "عدلی تعقيب/ځورونه" او )ب) "خوندي ځانګړتیاوې". یو یا دواړه بکسونه کېدای شي چېک شوي اوس یئ تر څو تشریح ورکړئ چې ولې افسر داسې فکر کوي چې تاسو د کډوالۍ د تعریف په چوکاټ کې نه راځئ.

که چېرې لومړی بکس "عدلی تعقیب" چېک شوي وي، افسر فکر کوی چې تاسو دا نده ثابته کړې چې تاسو پخوا په څرګند ډول زیانمن شوي او یا مو دا وېره لرله چې په راتلونکي کې به په څرګنډ ډول زیانمن شئ. جدي زیان یا ګواښ کې فزیکي زیان، لکه د حملې یا د مرګ ګواښونه. دې کې غېر فزیکي زیان،‌ لکه د خپل دين د تمرینولو اجازه نه ورکول هم شامل دي. تاسو کولای شئ داسې وښایئ چې ستاسو وېره د هغه څه په اساس ده چې په تاسو تېر شوی وي. تاسو کولای شئ داسې هم وښایئ چې جدي زیان ستاسو په څېر حالت کې په نورو تېر شوي وي 

که چېرې دویم بکس " خوندي ځانګړتیاوې" چېک شوی وي، افسر فکر کړی چې تاسو دا نده ثابته کړې چې تاسو ته زیان رسېدلی او یا به ستاسو د ‌نسل، مذهب، ملیت، د کومې ځانګرې ټولنیزې ډلې غړیتوب یا کومې سیاسي نظریې په وجه زیان در ورسېږي.‌

که متحده ایالاتو ته ستاسو د مهاجرت قضیه:

1) د 11 جون 2018 او 16 جون 2021 ترمینځ رد شوې وه؛ او

2) که ستاسو د رد ځواب په خط کې د "Refugee Claim" په خانه نشانه لګول شوې وه، نو تاسو ښايي وکولی شئ چې ستاسو درخواست ته د USCIS لخوا یوه نوې کتنه وشي. ددې وجه جون 2021 کې د متحده ایالاتو د پناهندګۍ قانون کې بدلون دی. 

په قانون کې دا بدلون د لوي څارنوال لخوا د دوو پرېکړو څخه راغلی دی (Matter of A-B- III او Matter of L-E-A- III). په دې پرېکړو کې لوي څارنوال دوه مخکینۍ پرېکړې "ختمې کړې" یا ړنګې کړې. هغو مخکینیو پرېکړو هغه کسان محدودول چې د 11 جون 2018 او 16 جون 2021 نه مهاجر ګڼل کېدلی شول. که په دغې موده کې ستاسو درخواست د "Refugee Claim" د مسلې له امله رد شوی و، نو USCIS ښايي د نوي معیار لاندې ستاسو په درخواست د بیا غور کولو لېوالتیا ولري.

لطفاً په یاد وساتئ چې د یو RFR د قبلولو لپاره د USCIS اختیاري ده. په قانون کې بدلون په دې معنا ندی چې د هر فرد قضیه به په شرایطو پوره وي. IRAP ته معلومه نده چې آیا USCIS به په کوم RFR غور وکړي او یا کومه قضیه به ړنګه کړي.

که چیرې د 11م جون 2018 او 16م جون 2021 ترمینځ ستاسو قضیه رد شوې وه او "Refugee Claim" شوې وه نو تاسو لاندې د درخواست قالب کارولی شئ. RFR باید په انګلیسي کې وي. دا لاندې برخه ولولئ.

د خپل استیناف ليکلو ځای ته د تګ لپاره دلته کېکاږئ.

  • د "نورو د ځورونې" بکس چېک دی

افسر پرېکړه کړې چې تاسو کېدای شي چاته زیان رسولی وي او یا د نورو په ځورولو کې مو ملتیا کړې وي. که تاسو نور کسان ځورولي وي، حتی که تاسو ځورول شوي یاست، تاسو بیامیشتیدنې ته واجد شرایط نه ګڼل کیږۍ. د بېلګې په توګه، تاسو د کومې بندیخانې څوکيداري کوله چېرې چې خلک به ځورېدل یا اسیران مو بنديخانې ته رسولي وي، یا کېدای شي د نورو په ځورونو کې مو ملیتا کړی وي. له ځانه پوښتنه وکړئ:

  • ایا تاسو په پوځ کې دنده ترسره کړې کله چې پوځ عامو وګړو ته زیان رسوو؟
  • ایا تاسو کله هم د داسې یو سیاسي ارګان غړی پاتې شوي یاست چې کېدای شي نورو خلکو ته یې زیان اړولی وي؟
  • ایا تاسو داسې ثبوت لرئ چې وښایئ چې کله تاسو له پوځ سره دنده ترسره کوله یا کوم سیاسي ارګان کې وائ او چاته مو زیان نه وي اړولی؟
  • ایا تاسو کولای شئ چې د پوځ د خدمت د وخت سندونه مو وړاندې کړئ دې کې شامل دي لکه د پوځ کارت چې وښایي تاسو طبي معافیت درلود ‌یا د داسې کوم سرتېري شاهدي چې تاسو ورسره یو ځای دنده ترسره کړې وي؟

د خپل استیناف ليکلو ځای ته د تګ لپاره دلته کېکاږئ.

  • د "بیا مېشتېدو ځای" بکس چېک دی

د کډوالو افسر پرېکړه کړې چې کېدای شي تاسو کوم بل هېواد کې د قانوني اوسېدو لپاره غوښتنه کړې ده.

له خپل ځانه وپوښتئ:

  • له خپل هېواد څخه له تښتېدو وروسته تاسو کوم هېواد ته سفر کړی او یا پکې اوسېدلي یئ؟
  • ایا تاسو کړې یا کولای شو په هغه هېوادنو کې په یو کوم کې مو د مېشتېدو لپاره غوښتنه کړې وه؟
  • که چېرې ځواب مو هو وي، کله چې هلته اوسېدئ په هغو هېوادونو کې خپل ژوند څنګه ارزوئ؟
  • ایا تاسو په کوم بل هېواد کې د هغې هېواد د تابعیت د اخیستلو لپاره وړ یاست؟
  • کې چېرې تاسو کوم بل هېواد کې اوسېدلئ یا مو د هغې هېواد تابعیت اخیستی وی، ‌ایا تاسو به بیا هم خوندي نه و‌ائ که هلته اوسېږۍ؟

د خپل استیناف ليکلو ځای ته د تګ لپاره دلته کېکاږئ.

  • د "منلو" بکس چېک دی

لومړۍ برخه: دا برخه په لاس لیکل شوې یوه کرښه ده چې کېدای شي د لاندې بېلګو په شان وایي:

  • INA § 212(a) (6) (C)) –د مطالبو ناسم وړاندې کول. یعنې په عمدي توګه د یوې موضوع پټول یا متحده ایالاتو ته د یو مهم واقعیت په اړه دروغ ویل.
    که تاسو د INA § 212(a)(6)(C) په اساس رد شوي یاست، له ځانه دا لاندې پوښتنې وکړئ:
    ● آیا د متحده ایالاتو حکومت، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ UNHCR، یا د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز RSC ته مو داسې اسناد وړاندې کړي دي چې یا جعلي دي یا تاسو یې د جعل په اړه ډاډه نه یاست؟
    ● آیا د مرکې په لړ کې، د پناه غوښتنې افسر ته مو غلط معلومات وړاندې کړي دي؟
    ● آیا مخکې مو د متحده ایالاتو ویزې ته درخواست کړی دی او ناسم او غلط معلومات مو وړاندې کړي دي؟

  • INA § 212(a) (2) (A) (i) (I)) – د اخلاقي فساد جرمونه. یعنې پخوانی محکومیت یا د ځانګړو جرمونو د ترسره کولو په باب اعتراف کول چې جدي ګڼل کیږي
    که تاسو د INA § 212 (a)(3)(B) په اساس رد شوي یاست، له ځانه دا لاندې پوښتنې وکړئ:
    ● آیا کله په کوم هیواد کې د جرم په تور تورن شوي، نیول شوي یا محکوم شوي یاست؟
    ● آیا کله د داسې یو جرم په تور د پولیسو له خوا نیول شوي یاست چې تاسو هغه جرم نه دی کړی؟
    ● آیا کله په کوم جرم تورن شوي یاست؟
    ● آیا کله مو داسې جرم کړی دی چې له امله یې نیول شوي نه یاست؟


  • INA § 212(a) (3) (B)) – له ترهګرۍ څخه مادي ملاتړ. دا له هغې ډلې سره مشارکت او ملاتړ په معنی دی چې له زور یا تاوتریخوالي کار اخلي. ټولې هغه ډلې چې له غیر قانوني زور یا تاوتریخوالي څخه کار اخلي، ترهګرې ډلې ګڼل کیږي. کله کله داسې ملاتړ غیرمستقیم او کوچنی وي، لکه د یوې ترهګرې ډلې یو غړي لپاره خواړه برابرول. په دې برخه کې هغه ملاتړ شامل دی چې تاسو یې برابرولو ته مجبور کړای شوي یاست.
    که تاسو د INA § 212 (a)(3)(B) په اساس رد شوي یاست، له ځانه دا لاندې پوښتنې وکړئ:
  • ایا تاسو کوم کس یا د کوم ارګان خلکو ته پېسې، خواړه، پناه/ځای یا کومه بله اسانتیا برابره کړې؟
  • ایا تاسو د کوم ارګان ملاتړ کړی یا خلک مو دې ته هڅولي چې له یو ارګان سره یو ځای شي؟
  • ایا تاسو د دې په اړه له چا سره خبرې کړي چې د کوم ارګان سره ګډ شي یا ورسره وخت تېر کړي، حتی که تاسو له دې ډلو سره وخت تېرولو لپاره هیڅ انتخاب هم نه درلود؟

دویمه برخه: په دې برخه کې به څرګنده شي چې آیا تاسو کولی شۍ د نه منل کیدو د دلیل په وړاندې د معافیت غوښتنه وکړئ که نه. که تاسو قانوني مرستې نشئ ترلاسه کولای، نو بیا ستاسو RSC تاسو سره د معافیت د غوښتنې لیک په بشپړولو کې مرسته کوي. تاسو د دې معافیت د اخیستلو حق په خپل سري ډول نه لرئ. تاسو باید د معافیت غوښتنه وکړئ چې یا د بشردوستانه دلایلو (کورنۍ سره د پاتې کیدو لپاره) یا د عامه ګټو د تامینیدو لپاره اړینه وي.

که تاسو د خپل RSC له لارې دې خسارې ته غوښتنه ورکوئ د هغې په اړه ذکر وکړئ او ثبوت وړاندې کړئ لکه:

  • ستونزې چې د اوسېدو په هېواد کې ورسره مخ یاست.
  • د امریکا متحده ایالاتو کې له کورنۍ سره اړیکې یا دا چې کورنۍ به مو د امریکا متحده ایالاتو کې مېشته کېږي.
  • د امریکا متحده ایالاتو سره هر ډول تړاو لکه د امریکا متحده ایالاتو دولت له خوا په دنده ګمارل.

د څو ډوله نه مننونکو قضیو لپاره هیڅ قسمه معافیت شتون نه لري. له رد کېدو څخه د مخنیوي یواځینۍ لاره یو بریالی RFR دی. که تاسو د نه منل کېدو او نورو دلیلونو له امله رد شوي یاست، تاسو د نه منل کېدو د خسارې لپاره غوښتنه نشئ کولای تر څو چې ستاسو RFR په بریالیتوب سره بشپړ شوي نه وي.

د خپل استیناف ليکلو ځای ته د تګ لپاره دلته کېکاږئ.

  •  د "اعتبار" بکس چېک دی

د پناه غوښتنې افسر ستاسو په ځینو خبرو باور نه دلود. په لیک کې به هم داسې راشي چې د کډوالو افسر ستاسو سره د دې اندېښنې په اړه د مرکې په ترڅ کې بحث وکړو او تاسو د قناعت وړ تشریحات وړاندې نه کړل. هلته باید دوه نور اضافي لستونه وي چې اضافي بکسونه به یې چېک وي.

لست ۱: دا بکسونه به هغې موضوع ته اشاره کوي چې افسر په تاسو باور نه وو کړی. دا مسئلې هماغه پنځه مسئلې دي چې پورته (ځانګړې بشردوستانه اندېښنه، د کډوالۍ ادعا، د نورو ځورونه، د بیا مېشتېدو ځای، منل) پرې بحث وشو او "نور".

لست ۲: دا بکسونه هغه دلایلو ته اشاره کوي چې ولې افسر داسې احساس وکړو چې تاسو رښتیا ونه ویل. دلته اووه څرګند دلیلونه موجود دي:

  • تاسو د مرکې په ترڅ کې متفاوت بیانونه ورکړل.
  • هغه بیانونه چې تاسو د مرکې په ترڅ کې ورکړي وو هغه د نورو ثبوتونو سره متفاوت وو، (لکه خبري مقاله یا عمومي راپور).
  • مهمو سوالونو ته ستاسو ځوابونه له پوره جزیاتو سره نه وو.
  • ستاسو شاهدي د پناه غوښتنې افسر لپاره "د منلو وړ" نه وه. دا په دې معنی چې افسر د هغو معلوماتو په اساس چې ستاسو د هیواد د شرایطو په اړه یې لري، فکر یې نه کاوه چې هغه څه چې تاسو ویلي دي، په رښتیا پیښ شوي دي.
  • افسر باور درلود چې تا دروغ ويل. د دې دليل به د مرکې پر مهال ستا د انداز طريقه وي، هغه طريقه چې تا يوې پوښتنې ته ځواب ووايه، يا هغه طريقه چې تا يوه پوښتنه ځواب نه کړه.
  • افسر باور درلود چې داسې شواهد و، چې تا کولای شوای برابر يې کړې، خو برابر دې نه کړل. 
  • نور

له خپل ځان څخه پوښتنه وکړئ:

  • ایا تاسو د USCIS په مرکه کې په داسې کومه موضوع بحث کړی چې په مخکینېو مرکو کې مو په بل ډول بیان کړې وي؟
  • ایا مرکه کوونکي په تاسو د کیسې کومه برخه بیا بیا ځلې تکرار کړه؟
  • ایا تاسو له یوې روانی صدمې بچ شوي یاست؟ ایا تاسو د خپلې کیسې د هغو جزیاتو په یادولو یا په بیا بیا یادولو کې ستونزه لرئ؟ ایا تاسو کوم رواني نفسیاتی درملنه ترلاسه کوئ؟ ایا تاسو دا د کډوالو افسر ته وویل؟

د خپل استیناف ليکلو ځای ته د تګ لپاره دلته کېکاږئ.

  • د "نورو دلایلو" بکس چېک دی

کله چې یو کیس یا قضیه د "نورو دلایلو" په اساس رد کیږي، متحده ایالات دغه قضیه "په خپل اختیار" ردوي. که نورې تشې برخې په نښه شوې وي، متحده ایالات باید دا غوښتنلیک رد کړي. که دا تشه په نښه شوې وي، دا به په دې معنی وي چې متحده ایالاتو ددې قضیې د رد کولو هوډ نه درلود، خو د عارض په اړه د ټولو معلوماتو له ارزونې وروسته یې پریکړه وکړه چې قضیه رد کړي. په ډیرو حالاتو کې، کله چې یوه قضیه د "نورو دلایلو" په اساس رد کیږي، دلیل یې امنیتي مسایل وي. دا موضوع کیدی شي د قضیې د رد کیدو په خبرتیا NOI کې لیکل شوې وي یا نه.

باید هغه ستونزه په مرکه کې نه وي یاده شوي. کېدای شي دغه ستونزه د امریکا متحده ایالاتو د دولت د امنیتي پلټنې پر مهال موندل شوې وي.

کله چې یو کډوال د امنیتي ستونزې په تړاو رد شي، کډوال غوښتونکې باید د پرېکړې د بیا کتنې لپاره RFR وکړي.

که تاسو د معلوماتو د کتنې غوښتنلیک RFR وړاندې کړی وي، ډیری وخت د غوښتنلیک کتنه ډیر وخت نیسي. کیدی شي چې تاسو د یو کال یا له یو کال څخه ډیره موده کې د پریکړې په اړه ځواب ترلاسه کړۍ. د IRAP د تجربې له مخې، ډیر لږ امکان یې شته چې ددې ډول غوښتنلیک له رد کیدو څخه انصراف وشي.

که ستا قضيه د احتياط يا "نورو" دلايلو له کبله رد شوې وي، او ته ار ايف ار چمتو کوې، ته بايد له خپل ځان څخه لاندې پوښتنې وکړې. که د يوې پوښتنې ځواب "هو" وي، نو ته بيا په خپله ار ايف ار کې حالت په تفصيل سره تشريح کړې. ته بايد په دې کې هر هغه ثبوت شامل کړې، چې ستا ځوابونو ملاتړ کوي.

  • ايا ته د خپل ځان په اړه له کومې نيونې، غلط فهمۍ، يا شکايت څخه خبر يې، کوم چې ممکنه ده د متحده ايالاتو د امنيتي کتنو لپاره ستونزه جوړه کړي، يا بل څه چې افسر يې په اړه پوښتنه کړې وي؟
    •  
      • ايا ته څوک پېژنې، چې کله يې د کومې تروريستي ډلې سره اړيکې درلودلې؟
      • ايا تا کله د يوې سیاسي ډلې يا سازمان سره اړيکې درلودلې، چې متحده ايالاتو حکومت هغې ته په دې نظر ګوري چې له تروريستانو سره اړيکې لري؟
      • ايا تا کله جرمي يا تروريستي ډلې ته د تاوان پيسې ورکړي؟
      • آیا تاسو کله د یو بانډ غړیتوب درلود، یا ستاسو د کورنۍ غړو یا دوستانو د کوم بانډ غړیتوب درلود؟
      • که تا د متحده ايالاتو د حکومت لپاره کار کړی وي، ايا تا کله د دې دندې پر مهال امنيتي سرغړونه کړې؟
      • ايا ته کله د مسئولو لخوا نيول شوی يا بندي شوی يې؟
      • ايا کله ته په جګړه کې ښکېل شوی، يا دې پوځي خدمات وړاندې کړي؟
      • آیا ستاسو د ټولنیزو رسنیو په حسابونو کې یا د هغو کسانو په اړه چې تاسو ورسره اړیکه لرۍ د اندیښنې وړ کوم څه وو چې افسر یې په اړه امنیتي پوښتنې وکړې؟
      • آیا په متحده ایالاتو کې میشت د خپلې کورنۍ غړو په اړه چې تاسو به په متحده ایالاتو کې سپانسر کوي، د هرډول نیول کیدو، ناسم پوهاوي یا شکایت په اړه خبر یاست چې کیدی شي په متحده ایالاتو کې د امنیتي ارزونو پرمهال ستونزه رامنځته کړي؟

که پورتنیو پوښتنو ته ځواب مثبت وي، آیا داسې شواهد یا توضیحات شته چې تراوسه مو USCIS ته وړاندې کړي نه دي؟ نوي شواهد لکه اسناد، د پولیسو رپوټ، یا د شاهدانو له خوا لیکونه دي چې دا توضیح کوي چې تاسو ولې د متحده ایالاتو امنیت ته ګواښ نه یاست.

ستا ار ايف ار همدا راز کولای شي چې بل هر هغه مهم دليل تر بحث لاندې ونیسي، چې ولې بايد متحده ايالات ستا غوښتنه تايید کړي. په هغو دلايلو کې چې کېدای شي پرېکړه کوونکو ته مهم وي شامل دي:

  • د کورنۍ غړي چې په متحده ايالاتو کې ژوند کوي.
  • له متحده ايالاتو سره نورې اړيکې، لکه د متحده ايالاتو له پوځ سره کار کول.
  • که تا ته اجازه درنه کړل شي، تا يا ستا د کورنۍ غړيو ته به ځانګړي زيانونه ورسيږي.

آی ار ای پي يوه فورمه چمتو کړې، چې که چېرې ستا عريضه د نورو دلايلو له کبله رد شوه، ته دا فورمه کارولی شې. ته کولای شې دا فورمه له دې تړوني څخه ښکته کړې، او د دې غوښتنې لپاره يې وکاروې چې د متحده ايالاتو حکومت د نورو دلايلو پر اساس ستا د رد بيا کتنه وکړي.

دریم ګام: خپله قضیه جوړه کړۍ

ستاسو د RFR لیک باید یو یا دا دواړه شیان ولري:

  • باید دا په جزیاتو سره تشریح کړي چې افسر یو څرګنده خطا کړې چې د رد کېدو لامل شوی
  • نوي شواهد وړاندې کړئ تر څو پایلې بدلې شي. 
    1. څه ډول څرګنده خطا به زما USRAP قضیه بیا خلاصه کړي؟

تاسو باید دا وښایئ چې د USCIS افسر یوه څرګنده تېروتنه کړې چې د رد کېدو لامل شوی.

له ځانه پوښتنه وکړئ:

  • ایا د کډوالو افسر اجازه درکړه چې تاسو د کیسې مهمې برخې تشریح کړئ؟
  • ایا ستاسو د کیسې داسې کومې برخې وې چې د کډوالو افسر یې په اړه پوښتنې ونکړې؟
  • ایا کډوال افسر اجازه درکړه چې هغه شواهد چې تاسو له ځان سره مرکې ته راوړي وو، تشریح کړئ؟
  • ایا د کډوالو افسر له تاسو پوښتنه وکړه چې تشریح ورکړئ چې تاسو هغه نور مواد ولې ندی راوړي چې ستاسو د کیسې ملاتړ وکړي؟
  • که چېرې افسر پدې باور وو چې ستاسو کیسې کې تضاد شتون لری، ایا افسر ددې تضاد په اړه پوښتنه وکړه؟

د څرګندو اړوند خطا څو بېلګې په لاندې ډول دي. دا یو بشپړ لست ندی. که تاسو فکر کوئ چې څه بله خطا وشوه تاسو خپل حالت تشریح کړئ. 

  • افسر ستاسو د کډوالۍ د ادعا په اړه د مهمو حقیقتونو په اړه پوښتنه ونکړه.

بېلګه: د هغې د کډوالۍ په مرکه کې، غوښتونکې وویل چې هغه نیول شوې وه، خو دایې تشریح نکړه چې هغه په خطا نیول شوې وه . د کډوالو افسر د هغې د نیولو په اړه پوښتنه ونکړه او بیایي د هغې د کډوالۍ غوښتنه رد کړه ځکه افسر داسې پوهه شو چې هغې جرم کړی دی.

  • تاسو نشوای کړای چې ملاتړکونکۍ شواهد په مرکه کې وړاندې کړئ او افسر پوښتنه ونکړه چې ولې شواهد شامل نه وو.

بېلګه: هغه د خپلې کډوالۍ په مرکه کې وویل چې د هغه کورنۍ دی اړ کړو چې کور پرېږدي، هغه هم د خپلې مذهبی عقیدې له وجې. خو غوښتونکي په خپله مرکه کې دغه شواهد نه درلودل چې ګنې دی یې له کوره په زوره اړ کړو چې ووځي، ځکه ثبوتونه یې په خپل هېواد کې له ملګري سره وو. د کډوالو افسر ده ته چانس ورنکړو چې تشریح ورکړي چې ولې یې دا شواهد له ځانه سره نه لرل.

  • افسر تاسو ته اجازه درنکړه چې د خپلې کیسې تضاد تشریح کړئ.

مثلاً: عارض ويلي چې هغه په ۲۰۰۸ کې تښتول شوی و. هغه وروسته په مرکه کې وويل چې هغه په ۲۰۰۷ کې تښتول شوی و. افسر عارض ته اجازه ورنه کړه چې تشريح کړي چې هغه ولې دوه بيلا بيلې نېټې وښودلې.

څه ډول نوي معلومات به زما د قضیې ملاتړ وکړي؟

تاسو باید نوي معلومات ولرئ کوم چې ستاسو د هغو ادعاوو ملاتړ وکړي چې په مرکو کې مو رابرسېره کړې وو. دا نوي معلومات کېدای شي هغه شواهد وي چې د مرکې په وخت کې مو وو له ځانه سره نه وو راوړي یا هغه شواهد چې تاسو د کډوالۍ له مرکې وروسته ترلاسه کړي. نوي معلومات باید ستاسو د رد کېدو د لامل په اړه وي. د بېلګې په توګه، که تاسو د دې لپاره رد شوي یاست چې په یو جدي جرم مرتکب شوي وئ او ‌نوي شواهد وښايي چې تاسو په خطر کې یاست، هغه دلیل د رد کولو لپاره ځواب ندی.

څلورم ګام: د ملاتړ سندونه جمع کول

کوم سندونه باید زه شامل کړم؟

دلته د شواهدو څوعمومي ډولونه دي چې تاسو یې کولای شي په خپل  RFRکې شامل کړئ. دا بشپړ لېست ندی . کېدای شي ستاسو په قضیه کې نور سندونه سودمند اوسي. هېڅکله په خپل RFR کې جعلي یا نقلي جوړ شوي سندونه مه کاروئ.

  • رسمي سندونه: تاسو کېدای شي اسناد تسلیم کړئ لکه:
    • د زیږدنې سندونه
    • د مرګ سندونه
    • روغتیاي سندونه
    • د پوځ د خدمت کتابچې
    • له خپل ګومارونکي څخه یو لیک که مو له نړیوالې ان جي او یا کمپنۍ سره کار کړی وی
    • د پولیس راپورونه

له ځانه دا پوښتنې وکړئ:

  • ایا داسې اسناد لرئ چې په خپله اصلي مرکه کې مو نه وي وړاندې کړي؟
  • ایا داسې اړوند سندونه شته چې له هېواد څخه بهر مو یې د کورنۍ کوم غړی، ملګری یا کوم ګاونډی درولېږي. دې کې لیکونه، شخصي پاڼې یا د پېژندنې کارتونه شامل کېدای شي.
  • ایا داسې سندونه شته چې له کوم ارګان څخه یې غوښتنه وکړای شئ. دې کې له روغتون څخه مو روغتیایي تاریخچه، د پولیسو له حوزی څخه د پولیسو راپور، یا له مکتب څخه مو د دیپلومه یوه کاپي شامل کېدای شي.
  • اعلامیي: یوه اعلامیه د حقیقتونو هغې لیکلې بیانیې ته ویل کېږي چې د یوه چا له لوري اعلان کېږي چې ريښتیا وايي. ستاسو د RFR د ملاتړ لپاره کېدای شي یو ملګری او یا د کورنۍ غړی یوه بیانیه ولیکي او لاسلیک یې کړي. د هغوی اعلامیه باید دا وښایئ چې ستاسو د حالت په اړه څه معلومات لري او یا یې څه لیدلي. ټولې اعلامیي باید لاسلیک شي. هر څومره چې ممکن وي، جزیات ورسره شامل کړئ. تل رښتیا ووایئ.
    • ایا که تاسو کوم مهم اسناد له لاسه ورکړي یا خراب شوي لکه ستاسو د پوځ کارت یا د تهدید کوم لیک؟ که تاسو داسې کړي څوک پېژنئ چې دا اسناد یې لیدلي وي؟ ایا هغه کس به وکولای شي چې یو لیک ولیکي او تشریح کړي چې څه یې لیدلي؟
      • ایا داسې څوک شته چې ستاسو ځېنې کيسې ووایې؟ د بیلګې په توګه، یو ګاونډي وولېدلۍ چې چا په تاسو برید وکړ ایا دا سړی به داسې یو لیک ولیکي چې څه یې لیدلي هغه پکې تشریح کړي؟ 
  • نور ملاتړ کوونکي اسناد: هر هغه سند وړاندې کړئ چې ستاسو د رد کېدو د دلیل حل کوي.
    • د خپل حالت اړوند شواهد، لکه اخبار یا د مدافع ګروپونو راپورونه.
    • د هغو ګواښونو اړوند سندونه چې تاسو ورسره مخ وئ لکه عکسونه، مسېجونه، واټس اپ مسېجونه یا ګواښلیکونه.
    • هغه شواهد وښایئ چې تاسو کوم جرم ندی کړی لکه عدالتي سندونه.
    •  شواهد لکه چې کوم څوک مو ندي ځورولي لکه پوځي کارتونه

 زه باید د دې سندونو په اړه څه ووایم؟

د هر نوي ثبوت په اړه چې تاسو په خپله کډوالۍ اصلي مرکه کې نه درلود تاسو باید معلومات وړاندې کړئ چې ولې مو نه وو راوړي د بېلګې په توګه، کېدای شي د مرکې پر مهال مو هغه شواهد له ځانه سره لرل خو تاسو د کډوالۍ افسر له ورنکړل، تاسو کولای شئ چې تشریح کړئ چې د کډوالۍ افسر د دې اسنادو لپاره پوښتنه ونکړه. که چېرې تاسو وکولای شو چې د مرکې وروسته مو اسناد ترلاسه کړل تشریح کړئ چې دا اسناد مو له خپل هېواد څخه په سختۍ ترلاسه کړی دي. 

 که زه سندونه ترلاسه نه کړم باید څه ووایم؟

که تاسی نشئ کولی چې مهم موجود اسناد ترلاسه کړئ، نو تشریح یې کړئ چې ولې یې ترلاسه کولای نشئ. د بېلګې په توګه که تاسو هغه ګواښلیک ایسته غورځولی وي چې په کور کې پاتې و، شرح ورکړئ چې ولې مو هغه ګواښلیک ونه ساتلو. هېڅکله جعلي سندونه مه شریکوئ. د هغې پر ځای پر نورو لارو فکر وکړئ چې معلومات شریک کړئ. لکه یو لیک له خپل کورنۍ د هغه غړي یا ګاونډي په وسیله ولیکئ او لاسلیک کړئ چې له دې حالت خبر دي.

پنځم ګام:‌ RFR ولیکئ

لومړۍ برخه: پ��ژندنه (۳‑۵ جملې)

له درې څخه تر پنځو د��سې څو جملې ولیکئ چې شرح ورکړي چی ولې ستاسو قضیه باید ومنل شي. دغه برخه باید یو یا دا دواړه شیان تشریح کړی: 

  • څنګه یو څرګنده تېروتنه د دې لامل شوه تر څو ستاسو قضیه رد شوي
  • ولې نوی شواهدو دا ثابتوي چې تاسو باید بیا مېشت شئ.

که تاسو خپل RFR د خپل رد لیک له ترلاسه کولو ۹۰ ورځې وروسته لېږئ، یو ښه لامل ووایئ چې ولې خپل RFR ناوخته لېږئ د بېلګې په توګه، تاسو خپل رد لیک نه وو ترلاسه کړی، تاسو په انګرېزۍ خبرې یا لیکل نشو کولای، یا تاسو جدي روغتیايي ستونزې درلودې.

دویمه برخه: ستاسو کیسه (۵‑۱ مخه)

خپله کیسه ووایئ. ستاسو کیسه باید په تفصیل سره تشریح کړي چې ولې تاسو بیرته خپل هیواد ته ستنیدلی نشۍ او په هغه هیواد کې چې اوس استوګن یاست، ولې پاتې کیدلی نشۍ. د پناه غوښتنې په مرکه کې هرڅه چې پیښ شوي دي، بیان کړئ. پیښې د پیښیدو په ترتیب سره ووایئ.
رښتیا ووایئ. هرډول دروغ او مبالغه کولی شي ستاسو قضیه او په راتلونکي کې ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک زیانمن کړي.

درېمه برخه: د کډوالۍ ادعا (۲‑۱ مخه)

تشریح کړئ چې ولې د کډوال په تعریف کې جوړ راځئ دا وښایئ چې تاسو ته زیان رسېدلی وو او یا کېدای شي تاسو د نسل، مذهب، ملیت،‌ سیاسي نظریې یا د کومې خاصې ټولنیزې ډلې د غړیتوب له امله زیانمن شئ.

څلورمه برخه: له جزیاتو سره د څرګندې تېروتنې شرح او/یا نوي شواهد (۵‑۱ مخه)

له جزیاتو سره شرح ورکړئ چې ولې باید ستاسو RFR ومنل شي. په یاد ساتئ باید تاسو یو یا دا دواړه تشریح کړئ:

  • یو تېروتنه چې افسریا د متحده الایاتو دولت ستاسو په قضیه کې کړې وه.
  • نوي شواهد چې تاسو یې وړاندې کولای شئ.

برخه ۵: د امريکايي ملاتړي لپاره معلومات: د هغه کډوال عارض لپاره چې د "نورو" يا "اختياري" دلايلو لپاره رد شوی و، د ملاتړ يو ليک.

دا معلومات د متحده ایالاتو د تبعه یا دایمي قانوني اوسیدونکي لپاره دي چې غواړي د خپلې کورنۍ پناه غوښتونکي غړي یا دوست سره د مرستې په موخه د هغوی د پناه غوښتنې د غوښتنلیک د بیاکتنې لپاره چې "د نورو دلایلو" په اساس یا د "اړوندې ادارې د پریکړې په اساس" رد شوي دي، لیک ولیکي. که تاسو پناه غوښتونکی یاست، دا معلومات په متحده ایالاتو کې د خپلې کورنۍ میشتو غړو او دوستانو ته ولیږئ.

د ملاتړ ليک باید د کډوال د ښه شخصيت په اړه مثالونه ولري. په دې ليک کې بايد ټينګار شوی وي، چې داسې دلايل نه شته چې باور وشي چې دا کډوال د متحده ايالاتو د امنيت لپاره ګواښ دی.هغه بايد يو ايس سي آی ايس وهڅوي چې دا قضيه بيا وڅيړي. ليک بايد شخصي او په تفصيل سره وي. ليک کې بايد هومره زيات مثالونه وي، څومره چې ته کولای شې مهيا يې کړې.

دا پوښتنې د دې لپاره دي تر څو ستا سره مرسته وشي وپوهېږې چې کوم معلومات ګټور دي، چې په ليک کې ځای ورکړل شي. ته اړتيا نه لرې چې ټولو پوښتنو ته ځواب ووایې. ليک بايد د فقرو په بڼه ليکل شوی وي، د پوښتنو او ځوابونو په بڼه نه.

  • عمومي شاليد
    •  
      • ته څوک يې؟
      • په ډاګه کړه، که چېرې ته د متحده ايالاتو تبعه يا قانوني دايمي اوسيدونکی يې.
      • ستا اوسنۍ دنده څه ده؟
      • ته د کډوالۍ لپاره عارض شوی تن څنګه پېژنې؟
      • د کډوالۍ لپاره عارض شوی تن سره ستا اوسنۍ اړيکه څه ده؟
  • د کډوالۍ عریضه کوونکي تاييد
    •  
      • تشريح کړه چې ولې د کډوالۍ لپاره عريضه کوونکی ښه شخص دی.
      • دا روښانه کړه ته پوره معلومات لرې، چې د کډوالۍ لپاره عريضه کوونکی د متحده ايالاتو ملي امنيت او خونديتابه ده ګواښ نه دی.
  • هغه اوسني ګواښونه چې د کډوالۍ لپاره عريضه کوونکی اوس ورسره مخ دی
    •  
      • ايا ته داسې کوم ګواښ څخه خبر يې چې کډوالۍ عريضه کوونکی اړ ګرځوي چې خپل هيواد پرېږدي؟ که  داسې وي، نو تشريح کړه.
      • هغه ګواښونه او خطرونه تشريح کړه چې د کډوالۍ لپاره عريضه کونکي په اصلي هيواد کې ورسره د ده په څېر نور خلک مخ دي. د بېلګې په ډول، که ستا ملګري په عراق کې د امريکا د پوځ لپاره کار کړی وي، تشريح کړه چې ته د نورو هغو عراقيانو په اړه څه معلومات لرې چې څه ورسره شوي، کومو چې د امريکا د پوځ لپاره کار کړی وي.
  • ليک په هغه جملو پای ته ورسوه چې ته باور لرې چې متحده ايالات بايد د کډوالۍ عارض رد په اړه بيا فکر وکړي، او دا چې عارض بايد د کډوال په توګه ومنل شي.

شپږم ګام: د RFR لېږل

IRAP پیشنهاد کوی چې څنګه باید له RSC سره مو خپل RFR څه ډول په سمه توګه شریک کړئ.

دا وېبپاڼې د RFRs د ډکولو اوسنئ لارې چارې ښایي:

هغه هېواد چې تاسو پکې مرکه ورکړې او په دې وېبپاڼو کې یې د ډکولو لارې چارې شتون نلری نو له خپل RSC سره اړیکې ټینګې کړئ:. که تاسو د مرکزي امریکې د کوچنیانو پروګرام CAM ته د بیاکتنې غوښتنلیک لیږۍ، په هماغه ډول یې ولیږئ چې د نه وړتوب په خبرتیا کې یې ځانګړتیاوې ښودل شوې دي. 

لاندې یو شمېر اړین ټکي وړاندې کېږي چې باید په یاد یې ولرئ:

  • ډاډ ترلاسه کړئ چې د بیاکتنې غوښتنلیک RFR په انګلیسي ژبه ټایپ شوی یا په لاس لیکل شوی وي. د باور وړ ژباړونکي خدمتونه وکاروئ.
  • د RFR په وروستۍ پاڼه کې په تور قلم لاسلیک وکړئ.
  • خپلې اعلامیې، د رسمي سندونو کاپۍ، او ملاتړ کوونکي شواهد په وروستي برخه کې ضمیمه کړئ. ځان باوري کړئ چې د انګرېزۍ ژباړې یې هم ورسره ضمیمه دي.
  • د شمالي امریکې د کوچنیانو پروګرام (CAM) عارضینو لپاره مهم معلومات: د شمالي امریکې د کوچنیانو د غوښتنلیکونو د ارزونې CAM RFRs لپاره، باید د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM سره په تفاهم کې او د کتنې لپاره د غوښتنلیک د لیږلو پرمهال، دا روښانه کړئ چې آیا غواړۍ چې د غوښتنلیکونو د کتنې RFR لړۍ، د شمالي امریکې د کوچنیانو د مشروطې ازادۍ لړۍ بنده کړي که نه. که دا ځانګړې نشي، د شمالي امریکې د کوچنیانو د مشروطې ازادۍ لړۍ کیدی شي ترهغه مهاله بنده شي چې د کتنې یا ارزونې غوښتنلیک وکتل شي او په اړه یې پریکړه وشي. خو که تاسو دا توضیح کړئ چې غواړئ د RFR او د شمالي امریکې د کوچنیانو CAM د مشروطې آزادۍ لړۍ په یو وخت کې طی مراحل شي، دولت باید ددې غوښتنې درناوی وکړي. تاسو کولی شۍ IOM ته ووایئ او همدارنګه د RFR په بریښنالیک کې دا لاندې جمله اضافه کړئ: “I respectfully request for my CAM parole processing to continue during the processing of my RFR.” یعنې "په ډیر درنښت غوښتنه کوم چې د CAM مشروطې آزادۍ او د RFR طی مراحل په یو وخت کې ترسره شي." که ستاسو د مشروطې آزادۍ لړۍ بنده شي، او په هغه صورت کې چې د غوښتنلیک د ارزونې په لړۍ کې تاسو ته د کډوالۍ موقف درکړل شي، په دې صورت کې به تاسو د روغتیایي معایناتو او د سفر غیرضروري لګښت ته اړ نه یاست. خو که چیرې ستاسو د مشروطې آزادۍ لړۍ د RFR په جریان کې بنده شي، کیدی شي میاشتې یا کلونه متحده ایالاتو ته سفر و نه کړئ. که ستاسو د مشروطې آزادۍ لړۍ بنده شوې نه وي، په دې صورت کې تاسو کولی شۍ د RFR په اړه پریکړې څخه مخکې، د CAM د مشروطې آزادۍ د ترلاسه کوونکي په توګه متحده ایالاتو ته سفر وکړئ. دا په دې معنی ده چې تاسو به ډیر ژر متحده ایالاتو ته سفر وکړئ. ستاسو د RFR کیس به هغه مهال بند شي چې تاسو د CAM د مشروطې آزادۍ د پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته سفروکړئ.

وروسته څه پېښېږي؟

د دری نه تر شپږو میاشتو یا حتی څو کلونه وخت نیسی تر څو د خپل RFR ځواب ترلاسه کړی. که شپږ میاشتې وروسته مو کوم ځواب ترلاسه نه کړو،  باید له خپل RSC سره یې تعقیب کړۍ. تاسو کولای شئ د خپل RFR په اړه په دوامداره توګه ځان پوهه کړئ.

تاسو به د خپل RFR په تړاو یو لیکلی پرېکړه لیک د RSC له لارې یا په مستقیمه توګه له  USCISڅخه ترلاسه کړئ. که تاسو د خپل RFR له لېږلو وروسته خپله پته بدله کړې وي نو باید خپل RSC پرې خبر کړئ.

یو RFR کېدای شي ددی لامل وګرځی چی ستاسی قضیه په USCIS کې ومنل شی او شاید مو بیا مرکې ته وغواړي یا مو قضیه رد کړي. په ځینو مواردو کې کېدای شي USCIS به تاسو ته یو لیک دراولېږي چې د نورو شواهدو غوښتنه به پکې شوې وي.

که زما RFR رد شي نو څه به وشي؟

که ستاسو RFR رد شي، ستاسو قضیه تړلی ګڼل کېږي او USCIS به وروسته له هغې هېڅ اقدام ونکړي. په ډېرو نادرو حالاتو کې داسې کیدای شی  چې یو شخص د دویم ځل لپاره USCIS ته د بیا غور په موخه RFR ولېږي. دا انتخاب شاید دومره بریالی نه وي یواځې په هغه صورت کې که تاسو نوي څرګند شواهد ولرئ.

که د شمالي امریکې د کوچنیانو CAM پروګرام ته د کتنې لپاره ستاسو غوښتنلیک RFR رد شي، ستاسو د CAM د مشروطې آزادۍ کیس به په هغه صورت کې دوام لري چې تاسو د CAM د مشروطې آزادۍ د کیس د رد کیدو په اړه مکتوب ترلاسه کړی نه وي. که داسې وشي، د رد کیدو مکتوب به دا وښیي چې آیا USCIS به تاسو ته داسې فرصت برابر کړي چې د مشروطې آزادۍ د رد کیدو په ځواب کې هم د کتنې یا ارزونې یو غوښتنلیک RFR وړاندې کړۍ که نه.

نوي شواهد په هغه صورت کې مرسته کولای شی چې:

  • نوي شواهد هغه مهال شتون نه درلود کله چې لومړی RFR لېږل شوی وو او/یا
  • ستاسو حالت اوس په څرګند ډول بدل شوی.

نوي شواهد باید ستاسو د کډوالۍ د کیسې د حقایقو ملاتړ وکړي چې تاسو خپل مرکه کوونکي ته ویلي او ستاسو د رد کېدو لپاره ځانګړې ستونزه هواره کړي.

نوي شواهد بايد ستا د کډوالۍ کيسې حقايق تاييد کړي، کوم چې تا مرکه کوونکي ته ويلي دي، او د خپل رد لپاره خاص دلايلو ځواب ووايه.‌

که تاسو خپل دویم RFR ولېږئ، کېدای شي USCIS پرې بیا غور ونکړي. که تاسو دویم RFR لېږئ، نو دې ته هم تېار اوسئ چې هغه پرېکړه ترلاسه کړئ چې پکې ویل شوي وي چې ستاسو RFR ځکه رد شو چې تاسو مخکې هم یو ځل RFR سپارلی وو. له بده مرغه له دې پرېکړې څخه وروسته د بیا استیناف غوښتلو لار نشته.

د هغو کیسونو په اړه معلومات چې د 2018 کال د جون 11 او 2021 کال د جون 16 نیټې ترمنځ رد شوي دي او د رد په مکتوب کې د "پناه غوښتنې ادعا" برخه په نښه شوې ده

که متحده ایالاتو ته ستاسو د مهاجرت قضیه:

1. د 2018 کال د جون 11 او 2021 کال د جون 16 نیټې ترمنځ رد شوي دي؛ او
2. د رد په مکتوب کې د "پناه غوښتنې ادعا" برخه په نښه شوې ده، په دې صورت کې تاسو کولی شۍ د USCIS له خوا د خپل غوښتنلیک د بیاکتنې غوښتنه وکړئ. ددې علت د متحده ایالاتو د کډوالۍ په قانون کې بدلون بلل کیږي چې دا بدلون د 2021 کال په جون میاشت کې رامنځته شو.

په قانون کې دا بدلون د لوي څارنوال لخوا د دوو پرېکړو څخه راغلی دی (Matter of A-B- III او Matter of L-E-A- III). په دې پرېکړو کې لوي څارنوال دوه مخکینۍ پرېکړې "ختمې کړې" یا ړنګې کړې. هغو مخکینیو پرېکړو هغه کسان محدودول چې د 11 جون 2018 او 16 جون 2021 نه مهاجر ګڼل کېدلی شول. که په دغې موده کې ستاسو درخواست د "Refugee Claim" د مسلې له امله رد شوی و، نو USCIS ښايي د نوي معیار لاندې ستاسو په درخواست د بیا غور کولو لېوالتیا ولري.

لطفاً په یاد وساتئ چې د یو RFR د قبلولو لپاره د USCIS اختیاري ده. په قانون کې بدلون په دې معنا ندی چې د هر فرد قضیه به په شرایطو پوره وي. IRAP ته معلومه نده چې آیا USCIS به په کوم RFR غور وکړي او یا کومه قضیه به ړنګه کړي.

تاسو باید د غوښتنلیک د بیاکتنې غوښتنه RFR د بیامیشتیدنې د ملاتړهغې مرکز RSC ته ولیږئ چې ستاسو کیس پکې طی مراحل شوی وو. که ډاډه نه یاست چې د غوښتنلیک د بیاکتنې غوښتنه RFR چیرته ولیږۍ، تاسو کولی شۍ دلته د USCIS په ویب پاڼه کې د “Where do I file my RFR?” یا "چیرته کولی شم د غوښتنلیک د بیاکتنې غوښتنه RFR ثبت کړم؟" برخې ته ورشئ.

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)