اگر درخواست من برای مهاجرت به ایالات متحده رد شد چه کاری می‌توانم انجام دهم؟-02.jpgپه متحده ایالاتو کې د ډېر شمېر کېسونو طی مراحل ډېر زیات وخت غواړي. ځینې غوښتونکي چې د کډوالۍ د موقف، حیثیت او یا د ویزې د ترلاسه کولو غوښتونکي دي، کلونه د خپل کیس په اړه ځواب ته په تمه وي. دا یو ډیر سخت او ستومانوونکی حالت دی. امریکې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د ویزې غوښتنلیک په اړه د کانګریس له غړي (Members of the United States Congress) څخه د مرستې د غوښتلو طریقه په دې لیکنه کې وګورئ.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

امریکې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د ویزې غوښتنلیک په اړه د کانګریس له غړي څخه د مرستې د غوښتلو طریقه په دې لیکنه کې وګورئ.

په متحده ایالاتو کې د ډیر شمیر کیسونو طی مراحل ډیر زیات وخت غواړي. ځینې متقاضیان چې د کډوالۍ د موقف یا ستیتس او یا د ویزې د ترلاسه کولو غوښتونکي دي، کلونه د خپل کیس په اړه ځواب ته په تمه وي. دا یو ډیر سخت او ستومانوونکی حالت دی.

د غوښتنلیک د ځنډیدو په صورت کې، تاسو کولی شۍ د خپل کیس یا قضیې د حالت د لیدلو لپاره لاندې پړاوونه تعقیب کړئ:

بل ګام هغه دی چې تاسو د کانګریس له غړي څخه غوښتنه وکړئ ترڅو ستاسو د کیس د وضعیت په باب معلومات ترلاسه کړي.

که چیرې کډوالۍ ته د غوښتنلیک په بهیر کې له ستونزې سره مخ یاست، ستاسو خپلوان یا دوستان چې په متحده ایالاتو کې استوګن دي، کولی شي د کانګریس له غړي سره اړیکه ونیسي او ستاسو د غوښتنلیک په اړه ورڅخه مرسته وغواړي. د کانګریس ډیر شمیر غړي د هغو کسانو غوښتنو ته ځواب نه ورکوي چې د کانګریس د غړي د مسوولیت اړوندې سیمې کې ژوند نه کوي. هغه شخص چې د کانګریس د غړي د مسوولیت اړوندې سیمې کې ژوند کوي، د رای ورکوونکي/ټاکوونکي په نوم یادیږي.

که چیرې تاسو په متحده ایالاتو کې استوګن یاست، کولی شۍ د کانګریس له غړي څخه مرسته وغواړۍ. خو که چیرې په متحده ایالاتو کې ژوند نه کوۍ، په متحده ایالاتو کې ستاسو میشت د کورنۍ غړي یا نږدې خپلوان کولی شي د کانګریس له غړي څخه مرسته وغواړي.

د کانګریس غړی ستاسو غوښتنلیک منظور یا ردولی نشي، خو کولی شي ستاسو د کیس د وضعیت په باب د لازیاتو معلوماتو غوښتنه وکړي.

د کانګریس د غړي له دفتر څخه څرنګه د مرستې غوښتنه کولی شم؟

۱ پړاوپه دې ویب پاڼه کې د خپل ایالت د کانګریس غړی پیدا کړئ. د خپل کور یا د کورنۍ بل غړي یا دوست د کور پته ولیکئ.

د متحده ایالاتو د کانګریس غړي په دوو ډلو ویشل کیږي: سناټوران او استازي. تاسو کولی شۍ له سناټورانو یا استازو سره په یو وخت کې اړیکه ونیسۍ او د خپل کیس په اړه د مرستې غوښتنه وکړئ. تاسو همداراز کولی شۍ د کانګریس له یو نه ډیرو دفترونو سره په یو وخت کې اړیکه ونیسئ. که چیرې د کانګریس یو دفتر له تاسو څخه پوښتنه کوي چې ګوندې د کانګریس بل کوم دفتر هم تاسو سره مرسته کوي او که نه، رښتیا ووایئ او حقیقت مه پټوئ.

۲ پړاوکانګریس غړي سره د اړیکې لپاره، د پورتنۍ ویب پاڼې په کارولو سره د سناټور یا استازي د دفتر ویب پاڼې ته ورشئ.

د کانګریس ډیر شمیر غړي په نورو ژبو د خپلو ویب پاڼو ژباړې ته اجازه ورکوي. خو د کانګریس د ځینو غړو ویب پاڼې یوازې په انګلیسي ژبه وي. که چیرې د کانګریس د غړي د دفتر ویب پاڼه ستاسو په ژبه ژباړل شوې نه وي، تاسو کولی شۍ د لاندې ګامونو په تعقیبولو سره له Google Translate  کار واخلۍ:

  • google.com ویب پاڼې ته ورشئ
  • د متن چپ خواته خالیګاه یا تشه برخه کې د کانګریس د غړي د ویب پاڼې ادرس ولیکئ. ژبه "انگلیسي" غوره کړئ.
  • هغه ژبه چې غواړئ ویب پاڼه پرې وژباړل شي د “Down” په غوره کولو سره چې د متن د ښیي لاس خالیګاه پر سر قرار لري، غوره کړئ. هغه ژبه چې غواړئ ویب پاڼه پرې وژباړل شي، غوره کړئ.
  • د ویب پاڼې پر لینک چې ښیي لاس خالیګاه کې ښکاري، کلیک وکړئ. نوی "تب" یا نوې پاڼه به پرانیستل شي چې پکې به ویب پاڼه ستاسو په پام وړ ژبه ژباړل شوې وي.

۳ پړاود کانګریس د غړي ویب پاڼې ته ننوتلو سره سم، هغه پاڼه پیدا کړئ چې پکې یو رای ورکوونکی یا ټاکونکی کولی شي له فډرال ادارې څخه د مرستې غوښتنه وکړي. دا برخه کیدی شي د “Services” "خدمتونو" او یا “Contact” "اړیکې" ترعنوان لاندې وي. تاسو به “Get Help with a Federal Agency”  یا "له یوې فډرال ادارې څخه مرسته ترلاسه کړئ" او یا “Casework.” "پر کیس باندې کار" عناوین وګورئ. پاڼه به داسې ښکاري. ویب پاڼه به تاسو ته د کانګریس د غړي له دفتر څخه د مرستې د غوښتنې د څرنګوالي په اړه هدایات درکوي. که چیرې تاسو د ویزې غوښتنونکي یاست، تاسو کولی شۍ د بهرنیو چارو له وزارت څخه هدایات ترلاسه کړئ. که چیرې ستاسو غوښټنلیک لا اوس هم د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې USCIS کې دی، تاسو کولی شۍ له کورنیو چارو وزارت څخه هدایات ترلاسه کړۍ. د کډوالو د بیامیشتیدنې غوښتنلیک په همدې برخه کې شامل دی.

تاسو کولی شۍ فورمه ډاونلوډ او د بریښنالیک له لارې یې ولیږۍ او یا هم فورمه په آنلاین بڼه ولیږۍ.

۴ پړاو:  ډاډ ترلاسه کړئ چې په آنلاین یا ډاونلوډ شوې فورمه کې، تاسو، ستاسو د کورنۍ غړی او یا د اړیکې بل شخص دا لاندې معلومات شامل کړي: 

  • د هغه شخص نوم او پته چې د کانګریس د غړي د مسوولیت په سیمه کې ژوند کوي ترڅو تصدیق شي چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړی رای ورکوونکی یا ټاکونکی دی؛
  • نوم، د زیږیدنې نیټه، د کیس شمیره او د هغه سفارت، کنسلګرۍ او یا هم د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې اړوند دفتر چې ستاسو کیس پکې طی مراحل کیږي؛
  • د لاندې معلوماتو په ګډون، ستاسو د کیس لڼده شرحه:
    • ستاسو په کیس کې اصلي ستونزه څه ده؛
    • هغه ګامونه چې تاسو تردې دمه ددې ستونزو د حل لپاره پورته کړي دي؛
    • د اوسني وضعیت په باب هرډول نور جزییات
    • هغه غوښتنه چې د کانګریس غړی یې باید ستاسو د کیس په اړه له اړونده دولتي دفتر څخه وکړي؛ او
  • له دفتر څخه د هغوی وخت او مرستې لپاره مننه وکړئ.

۵ پړاوتاسو به هرو مرو د معلوماتو د محرمیت د رفع مسوولیت پاڼه لاسلیک کوۍ. دا فورمه د کانګریس اړوند دفتر ته اجازه ورکوي ترڅو ستاسو د کیس په باب معلومات ترلاسه کړي. که چیرې د کورنۍ غړی یا د تماس بل شخص ستاسو په استازیتوب فورمه لیږي، هم باید دا فورمه ډکه کړي. د معلوماتو د محرمیت د رفع مسوولیت پاڼې بیلګې لپاره دلته کلیک وکړئ.

د معلوماتو د محرمیت د رفع مسوولیت پاڼه د کانګریس له استعلام یا کانگریشنل انکوایری سره یوځای ولیږئ. د کانګریس د غړي دفتر ته د معلوماتو د محرمیت د رفع مسوولیت پاڼې او  د کانګریس د استعلام لیږلو د طریقې په باب هدایات په ویب پاڼه کې تعقیب کړئ.

۶ پړاوکه چیرې د کانګریس د غړي پر ویب پاڼې د مرستې د غوښتنې د طریقې په اړه هدایات موندلی نشۍ، د کانګریس د غړي د ټیلفون شمیره له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړئ. د کانګریس غړي دفتر ته ټیلفون وکړئ او د خپلې کډوالۍ کیس په باب د مرستې د غوښتنې د طریقې پوښتنه وکړئ.

په یاد ولرئ چې هغه شخص چې تاسو سره د ټیلفون په کرښه مرسته کوي د کانګریس غړی نه، بلکه بل شخص به وي چې د کانګریس له غړي سره کار کوي.

مهمه ده چې د ټیلفوني اړیکې پرمهال، با ادبه اوسئ، زغم او حوصله ولرئ. همداراز مهمه ده چې د ځواب د نه ترلاسه کولو په صورت کې، هره میاشت موضوع تعقیب کړئ.

ایا د کانګریس غړي دفتر ته د استعلام لیږل او د معلوماتو غوښتنه، منفي عواقب لري؟

ځینې متقاضیان د کانګریس د غړي له دفتر څخه د معلوماتو له غوښتنې ویره لري. د بیلګې په توګه، یو شخص کیدی شي داسې ویره ولري چې ګوندې د کانګریس د غړي دفتر سره اړیکه به د کډوالۍ د کیس د رد کیدلو لامل شي.  

IRAP په دې هکله چې ګوندې د کانګریس د غړي دفتر ته د استعلام لیږل به د کډوالۍ پر کیس منفی اغیزه وکړي او که نه، هیڅ کوم نظر نه لري. سره له دې هم، دا کار به په ډاګه کړي چې د کانګریس غړی ستاسو د کیس په باب مرسته کوي او که نه.

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)