دا لارښود په دې اړه چې څوک د کډوال په توګه د سفر اسنادو (ار ټي ډي) وړتيا لري، او څنګه د اسنادو لپاره عريضه کيږي، عمومي معلومات وړاندې کوي.

د کډوال د سفر اسناد هغه اسناد دي، چې د يو ايس سي آی ايس لخوا هغه چاته صادريږي چې:

  • هغه کډوال وي، چې په متحده ايالاتو کې بيا ميشت شوی وي.
  • هغه خلک وي چې په متحده ايالاتو کې یي د پناه غوښتنې حيثيت منل شوی وي.
  • هغه دايمي قانوني اوسيدونکي وي، چې د کډوالۍ يا پناه غوښتنې حالت پر اساس يې شين کارت تر لاسه کړی وي. 

ار ټي ډي تاته اجازه درکوي، چې له متحده ايالاتو څخه بهر تر سفر وروسته بېرته متحده ايالاتو ته داخل شې. د ار ټي ډي په هکله د نورو معلوماتو لپاره د يو ايس سي آی ايس لارښود وګوره.

ار ټي ډي هغو خلکو ته نه ورکول کيږي، څوک چې:

ايا زه د کډوال سفر اسنادو ته اړتيا لرم؟

هغه خلک چې د کډوال يا د پناه ورکول شوي تاييد شوی حیثيت لري، کېدای شي د دوه دلايلو له کبله ار ټي ډي ته اړتيا ولري. 

  • نړيوال سفر

په متحده ايالاتو کې ډېر کډوال يا د پناه ورکړل شوي حيثيت خلک د خپل هيواد پاسپورټ نه لري. د کډوال د سفر اسناد د پاسپورټ په څېر دي. هغه د نړيوالو سفرونو لپاره اسناد دي.

په پام کې ولرئ که چېرې تاسې خپل هيواد ته سفر کوئ، ستاسې د کډوالۍ يا پناه حالت به ختم کړای شي. خلک د دې لپاره د کډوالۍ يا پناه غوښتنې حالت تر لاسه کوي، چې هيواد ته په ستنېدو به له خطر سره مخ شي. که ته چېرې بېرته خپل هيواد ته ځې، د متحده ايالاتو حکومت به باور وکړي، چې ته په خطر کې نه يې. دا به په راتلونکي کې تا ته ستونزې پيدا کړي، حتی په هغه وخت کې کله چې ته د شين کارت يا د امريکايي تبعه کېدو لپاره درخواست وکړې.

  • متحده ايالاتو ته بېرته راستنېدل

ار ټي ډي هغو خلکو ته هم مهمه ده، چې د کډوالۍ يا پناه حيثيت لري، او له يو سفر څخه ورسته غواړي بېرته متحده ايالاتو ته راستون شي. که د کډوال يا پناه حيثيت لرې، او له ار ټي ډي پرته غواړې له متحده ايالاتو بهر سفر وکړې، ته به ونه شې کولای بېرته متحده ايالاتو ته داخل شې. ته بايد له متحده ايالاتو بهر د ار ټي ډي لپاره درخواست وکړې. خو په هر حال، هغو کسانو ته چې د کډوال يا پناه حيثيت لري سپارښتنه کيږي، چې بايد له متحده ايالاتو بهر ته له سفر مخکې ار ټي ډي تر لاسه کړي.

دا مانا چې حتی که ته پاسپورټ هم لرې نو ار ټي ډي مهم دی. خو دا حالت د شين کارت له اخستلو وروسته بدليږي. قانوني دايمي اوسیدونکی کولای شي متحده ايالاتو ته په شين کارت بيا ځلې داخل شي، بې له دې چې ويزه ولري. خو حتی يو دايمي قانوني اوسيدونکی بايد د اوږدې مودې لپاره له امريکا بهر پاتې نه شي. د نورو معلوماتو لپاره، د دايمي اوسيدونکي په توګه د نړيوالو سفرونو په اړه د يو ايس سي آی ايس لارښود وګوره.

د کډوال سفر اسنادو لپاره څه ډول غوښتنه کولای شم؟

د ار ټي ډي د تر لاسه کولو لپاره ته بايد د سفر اسنادو لپاره د آی‑۱۳۱ عريضې فورمه ډکه کړې. د خپلې عريضې لپاره اړين فيس او ټول ملاتړي شواهد شامل کړه. له متحده ايالاتو څخه دباندې سفر څخه بايد ۶۰ ورځې مخکې دا عريضه وسپارې.

د آی‑۱۳۱ فورمې له سپارلو وروسته، يو ايس سي آی ايس به تاته يو ليک واستوي، کوم چې تاته لارښوونه کوي، چې د يو ايس سي آی ايس لخوا د ګوتو د نښو اخستلو لپاره چرته ولاړ شې. يو ايس سي آی ايس دې چارې ته ستاسې بايوميتريک وايي. بايوميتريک د فزيکي نښو پېژندل دي.

که ته په متحده ايالاتو کې غوښتنه کوې، او له هغه مخکې چې بايوميتريک دې بشپړ سفر کوې شي، ستا غوښتنه به رد شي. په هر حال، ته کولای شې په خپله عريضه کې غوښتنه وکړې، چې يو ايس سي آی ايس ستا ار ټي ډي بهر واستوي، تر څو د متحده ايالاتو په يو بهرني رسمي دفتر کې يې تر لاسه کړې.

ار ټي ډي له صادريدو د نیټې وروسته د يو کال لپاره د اعتبار وړ دی.

ما له ار ټي ډي پرته له متحده ايالاتو بهر سفر کړی.

يو ايس سي آی ايس په جديت سره سپارښتنه کوي، چې ته په متحده ايالاتو کې ار ټي ډي لپاره درخواست وکړه. حتی که ته  هم وې، ممکنه ده ته به وکولای شې د ار ټي ډي لپاره درخواست وکړې، په هغه صورت کې که چېرې ته له متحده ايالاتو څخه له وتلو وروسته په يو کال کې د يو ايس سي آی ايس کډوال او نړيوال عملياتي دفتر ته غوښتنه واستوې. د دوی پتې دلته دي. په هر حال، يو ايس سي آی ايس اختيار لري چې ستاسو درخواست ومني، يا يې رد کړي. ته به دې ته اړتيا ولرې چې په خپله عريضه کې تشريح کړې چې ولې ته نه وې توانېدلې له متحده ايالاتو څخه له وتلو مخکې د ار ټي ډي لپاره درخواست وکړې.

که له متحده ايالاتو څخه ستا پر وتلو يو کال تېر شوی وي، ته د ار ټي ډي لپاره وړتيا نه لرې. په ځينو حالاتو کې، ته کولای شې د بشري مرستې مشروط خوشې کولو په اړه فکر وکړې. د بشري مرستې پر اساس د مشروطې اجازې په اړه د آی ار ای پي لارښود دلته دی.

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)