چگونه می‌توانم برای مصاحبهٔ اسکان مجدد ایالات متحده ‌اماده شوم؟-02.jpgدا لارښود د امریکا متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو USCIS سره د کډوالو بیامېشتېدو د مرکی پر مهال د توقعاتو په هکله توضیحات درکوی.

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

دا لارښود د امریکا متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو USCIS سره د کډوالو بیا میشتیدو د مرکی پر مهال د توقعاتو په هکله توضیحات درکوی.

لومړی به تاسو د بیا میشتیدنې د ملاتړ په مرکز (RSC) کې له اصلي ارزونو مخکې لومړنۍ مرکه ترسره کړئ.

 بیا به ستاسو مرکه د امریکا متحده ایالاتو د دولت یو افسر ترسره کوي. دې افسر ته د کډوالو افسر وایي. دې مرکې ته د USCIS مرکه یا د قاضي مرکه وایي. دا مرکه ډېره اړینه ځکه ده چې همدا مرکه به معلوموي چې ایا ستاسو قضیه به تر وروستيو امنیتي چک کولو یا پلنټنې او روغتیاي معایناتو پورې ورسېږي که نه. که ستاسو مرکه په UNHCR کې تر سره کېږي بیا نو دا یوه USCIS مرکه نده.

ستاسو سره ولې مرکه کېږي؟

له اصلي ارزونو څخه مخکې د بیا میشتیدنې د ملاتړ په مرکز کې د لومړۍ مرکې هدف دا دی چې ستاسو د بیوګرافي معلومات او ځینې نور معلومات تایید شي چې دا کار تاسو د USCIS مرکې ته چمتو کوي. د بیا میشتیدنې د ملاتړ مرکز کارکووني به له تاسو څخه ستاسو او ستاسو په کیس کې شامل ستاسو د کورنۍ د غړو د بیوګرافي معلومات غواړي او هغه اسناد به راغونډوي چې ستاسو د کیس لپاره مهم ګڼل کیږي.

د USCIS مرکې موخه دا ده ترڅو معلوم شی چې ایا تاسې د امریکا متحده ایالاتو د قوانینو په اساس د کډوالۍ له تعریف سره برابر یاست. دغه افسر همداراز ګوری چې ایا کولای شئ د امریکا متحده ایالاتو کې د متحده ایالاتو د کډوالۍ قانون په اساس ومنل شئ او که نه. 

1 پړاو: د بیا میشتیدنې د ملاتړ د مرکز مرکه

د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز RSC سره ستاسو د مرکې هدف دا دی چې ستاسو او ستاسو په کیس کې شامل ستاسو د کورنۍ د غړو معلومات او همداراز ستاسو د کیس لنډیز راغونډ او چمتو شي. د RSC کارکوونکی به له تاسو څخه د هیواد د پریښودو د لامل په اړه پوښتنې وکړي، ستاسو د کورنۍ په اړه به معلومات ترلاسه کړي او ستاسو کیسې ته به غوږ ونیسي. هغه ټول معلومات به چې تاسو یې په مرکه کې وړاندې کوئ، د USCIS کارکوونکي ته وړاندې شي.

د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز RSC مرکې لپاره باید څرنګه ځان چمتو کړو

ستاسو د ارزونې لومړنۍ مرکه هغه اساسي مرکه ده چې پکې ستاسو د کیس په اړه معلومات USCIS ته د وړاندې کولو لپاره راغونډيږي. تاسو باید خپل ټول اسناد لکه د UNCHR اسناد، د زیږیدنې تصدیقپاڼې او نکاح خط د لوړمړۍ ارزونې مرکې ته له ځان سره راوړئ. تاسو حق لرئ چې د مرکې په لړ کې ژباړونکی ولرئ. که د RSC د کارکوونکي په پوښتنه نه پوهیږئ، له ژباړونکي څخه پوښتنه وکړئ. RSC به د مرکې په لړ کې ستاسو عکس هم اخلي.

2 پړاو: د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو د ادارې USCIS مرکه

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو د ادارې USCIS مرکې لپاره څرنګه ځان چمتو کړو

د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز (RSC) به چې ستاسو د مخکینیو ارزونو مرکه پکې ترسره شوې وه، تاسو سره اړیکه نیسي. د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکزونه دا لاندې موسسات دي: IOM, ICMC, CWS, IRC او HIAS. د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز به تاسو ته خبر درکړي چې د USCIS مرکه چیرته او څه وخت ترسره کیږي. د USCIS د مرکې ځنډ او لغوه کیدل یوه عادي خبره ده او بیلابیل دلایل لري. دا په دې معنی نه ده چې ستاسو په کیس یا قضیه کې کومه ستونزه موجوده ده. د ځنډیدنې یا لغوه کیدو په صورت کې باید تاسو RSC ته انتظار وکړئ ترڅو ستاسو مرکه په بله نیټه کې تنظیم کړي.

د USCIS له مرکې څخه مخکې، تاسو باید د ټولو هغو پیښو لنډیز ولیکئ چې هیواد څخه ستاسو د ټیښتې لامل شوي دي. تاسو باید دا پیښې د پیښیدو د نیټو په ترتیب سره ولیکئ. له هیواد څخه د تیښتې نیټې او همدارنګه د ګواښونو د ترلاسه کولو نیټې پکې شاملې کړئ. ځینې پیښې کیدی شي ستاسو په ذهن کې خراب او ناوړه یادونه تازه کړي، خو دا مهمه ده چې تاسو دا ټولې پیښې په یاد ولرئ ترڅو د کډوالۍ د چارو کارکوونکي ته یې ووایئ. دا اړینه نه ده چې تاسو هغه په انګلیسي ژبه ولیکئ، تاسو کولی شي په هره ژبه چې غواړئ ولیکئ. که تاسو د لیکنې توان نلرئ، کولی شئ له خپل ملګري یا د کورنۍ یو غړي څخه مرسته وغواړئ، یا د رایادولو لپاره د پیښو ساده انځورونه رسم کړئ.  

هغه څه مو چې لیکلي دي، مرکې ته یې ځان سره مه راوړئ. د پیښو لیکل یوازې تاسو سره مرسته کوي چې په مرکه کې د خپلې کیسې ویلو ته چمتو اوسئ.

څوک او څه باید مرکې ته راوړل شي.

هر هغه څوک چې ستاسو په قضیه کې شامل وی ، باید په دې مرکه کې ګډون وکړي. دا ماشومان او ځوانان هم رانغاړي. که ستاسو له حالت سره سمون خوري، باید لاندې سندونه له ځان سره مرکې ته راوړئ:

  • د قضیې په دوسیه کې د ټولو غړو د هویت سندونه
  • په UNHCR کې د نوم لیکنې سند
  • د پوځ اړوند سندونه لکه د پوځ کتاب او د پوځ کارت. که تاسو په پوځ کې کار کړی وي خپل ټول پوځي سندونه لکه د پوځ کتاب او کارت درسره راوړئ. که مو په پوځ کې کار کړی وي او دغه سندونه نه لرئ نو بیا باید تیار اوسئ چې تشریح کړئ چې ولې یې نه لرئ.
  • هر هغه اسناد يا شواهد چې دا ښودنه کوي چې ولې ته وېره لرې چې خپل هيواد ته ستون شې. په دې کې شامل دي:
    • طبي راپورونه که چېرې په تا بريد شوی و، او طبي پاملرنې ته دې اړتيا درلودله.
    • د پوليسو راپورونه.
    • ګواښوونکي ليکونه او ليکلي پيغامونه.
  • د کورنۍ سندونه لکه د کورنۍ کتاب، د زېږدنې سرټیفیکېټ، د واده/نکاح خط او طلاق سندونه.
  • قانوني اسناد چې د جرم یا دستګیرۍ اړوند تاریخچه وښايي، لکه د دستګیرۍ یا ضمانت سندونه، د محکمې اوامر، او که د ورکړل شوي فیس کوم سند وي‌.‌

خپلې مرکې ته انتظار

کله چې د مرکې ځای ته ورسېدئ،‌ باید تاسو انتظار وکړئ تر څو مو مرکه پېل شي.‌ کېدای شي تاسو تر ډېرو ساعتونو لپاره منتظر پاتې شئ. تاسو کولای شئ له ځان سره خوراکي توکي او اوبه او د لوستلو لپاره توکي او یا د کوچنېانو د لوبو ارامه بازیچی راوړئ تر څو هغوي ورسره د انتظار پر مهال لوبې وکړي.‌

سګرت څکول منع دي

تاسو نشئ کولای چې تر څو ساعتونو لپاره سګرټ وڅکوئ. کېدای شي د ودانۍ په منځ کې له مرکې مخکې څو ساعتونو لپاره انتظار وباسۍ او بیا وروسته د مرکې څخه هم څو ساعته انتظار وباسئ. کله چې تاسې د ودانۍ په منځ کې یاست هلته په جدي توګه سګرټ څکول منع دي.  تاسو باید دې ته تیار اوسئ چې د سهار له ۷:۳۰ بجو څخه د ماښام تر ۶:۰۰ بجو پورې سګرټ ونه څکوئ.

د USCIS د مرکې پیل

د USCIS د کډوالۍ د چارو کارکوونکی به ستاسو د کورنۍ ټولو غړو سره مرکه کوي. هغوی به حتی له ماشومانو څخه د کیس په اړه پوښتنه کوي. که تاسو د خپلې کورنۍ د غړو په وړاندې خبرو کولو کې راحت نه یاست، تاسو کولی شئ د جلا مرکې غوښتنه وکړئ. تاسو باید هرې پوښتنې ته رښتیا او صادقانه ځواب ورکړئ. د غلطو معلوماتو ورکول ستاسو د کیس د رد کیدو لامل کیږي. که د کومې پوښتنې په ځواب نه پوهیږئ، تاسو کولی شئ د کډوالۍ د چارو کارکوونکي ته ووایئ چې د پوښتنې په ځواب نه پوهیږئ یا مو په یاد نه دی.

د کډوالۍ د چارو کارکوونکی به ستاسو د کورنۍ د ټولو غړو د شخصي معلوماتو په اړه پوښتنې کوي:

  • بشپړ نومونه
  • قبیلوي نومونه
  • د قضیې په دوسیه کې د ټولو د زېږېدنې اصلي نېتې
  • د کورنۍ ترکیب یا جوړښت. د کډوالۍ د چارو کارکوونکی به ستاسو د مور او پلار، خویندو او ورونو او ماشومانو په اړه او دا چې هغوی اوس چیرته ژوند کوي، پوښتنې کوي.
  • په ټولو هیوادونو کې د هغو ځایونو ادرسونه چې تاسو پکې ژوند کړی دی
  • د زده کړې او د کاري دندو تاریخچه
  • د ټېلفون شمېره او د ټولنیزو رسنېو تاریخچه
  • په ژوند کې د مهمو پېښو مهالوېش لکه زېږدنې، وادونه، او کله تاسې منتقل یا ګواښونو سره مخ شوۍ. 

که هر یو معلومات ناسم وي، نو پکار ده چې د کډوالو افسر ته ووایئ چې دا معلومات ناسم دي، او سم معلومات ورکړئ.

د کډوالو افسر به له تاسو څخه ډېرې د "هو یا نه"  پوښتنې وکړي چې کیدای شی عجیبه ښکاره شی. هغوي باید داسې پوښتنې له هر چا څخه وکړي. ارام اوسئ. ځینې پوښتنې کېدای شي چې له تاسو هم وشي په لاندې توګه دي:

  • ایا تاسی پلان لرۍ چی امریکی ته لاړ شۍ او په ترهګرۍ کې برخه واخلې؟
  • ایا تاسی پلان لرۍ چی امریکی ته لاړ شۍ او څوک ژوبل کړې؟
  • ایا تاسي پلان لرۍ چی امریکی ته لاړ شۍ او هلته یو ځان پلورنکی شې؟
  • ایا تاسی پلان لرۍ چی امریکی ته لاړ شۍ او کوم قانونونه مات کړې؟

 د کډوالو افسر به د امنیت او پوځ د تاریخچې په اړه ډېرې پوښتنې وکړي. ځینې پوښتنې یې کېدای شي په لاندې ډول وي:

  • تاسی کله د وسلې کارونې زده کړه ترسره کړې؟
  • تاسی کله وسله ګرځولې؟
  • تاسی د پوځ سره کله او چېرته دنده ترسره کړې؟ ستاسو د کنډک نوم څه وو؟ کله چې په پوځ کې مو دنده ترسره کوله کومې چارې درسپارل شوې وې؟
  • تاسی کله د کومې ترهګرې ډلې یا ملېشې ملاتړ کړی؟

د مرکې مواد

معمولا ډېرې پوښتنې به په قضیه کې د اصلي غوښتونکۍ ځوابوي. دا ډېر وخت هغه کس وي چې UNHCR او RSC ورسره په اړیکه کې وي.‌ داسې هم کېږي چې د مرکې په کومه برخه کې د کډوالو افسر د کورنۍ له غړو سره په جلا جلا توګه مرکه وکړي.

د کډوالو افسر به له تاسو پوښتنه وکړي چې تاسی ولې خپل هېواد پرېښود او ولې له بېرته ستنېدو څخه وېرېږئ.

د کډوالو افسر به له تاسو څخه پوښتنه وکړي چې ایا کله تاسی یا ستاسو کورنۍ زیانمن شوي ده په شمول د دې:

  • چې دا پېښې چېرته او کله رامینځ ته شوې.
  • څوک درسره وو، تاسو چا په نښه او زیانمن کړۍ، او تاسو ولې په نښه شوۍ او زیانمن شوۍ.

که چېرې مشخص معلومات نلرئ، نو بیا د هغه څه په اړه چې خبر یاست، معلومات ورکړئ. د بېلګې په توګه، که مشخصه نېټه درته نه وي معلومه نو بیا ووایاست چې کوم موسم وو یا د کومې پام وړ سیاسي پېښې څخه د مخه یا وروسته. که چیری تاسې باورې نه یاست مشخصه نېټې مه جوړوه.

کله چې ته افسر ته تشريح کړې چې ولې په خپل خونديتابه وېره لرې کله چې ته خپل اصلي هيواد ته ستون شې، يا ولې په ماضي کې هدف ګرځېدلی وې، ډاډ حاصل کړه چې افسر ته هر واقعيت، يا ستا د هيواد په اړه هر معلومات تشريح کړې، چې دا چاره به له دوی سره مرسته وکړي، چې ستا حالت درک کړي.

 

نور موضوعات چې په مرکه کې له تاسو کیدای شی وپوښتنل شي دا دی:

  • که په پوځ کې مو خدمت کړئ، کله چې په پوځ کې وئ نو په ورځني ډول مو څه کول.
  • که تاسی کله نیول شوي یاست، یا درباندې تور لګول شوی وي او یا پخوا د کوم جرم لپاره محاکمه شوي یاست.
  • ستاسی پخوانۍ دنده، په ځانګري توګه که د هغه حکومت سره مو چی کار کړی وي چې له هغه هېواد څخه تښتېدلي یاست.
  • که تاسو په کوم سیاسي ګوند پورې تړلي وئ،‌ حتی که دې ته اړ کړای شوي یاست چې له سیاسي ګوند سره یوځای شئ.
  • که تاسی کله هم د امریکا متحده ایالاتو ته د راتګ په موخه ویزې ته غوښتنلیک ورکړی وي. په دې کې د "لاټري ویزه" هم شامله ده. که تاسو کله هم غوښتنلیک ورکړی وي‌ او یا مو الیکترانک/انلاین غوښتنلیک پېل کړی وي چې د امریکا متحده ایالاتو ته پرې لاړ شئ، نو تاسو باید د دې غوښتنلیک په اړه افسر ته ووایئ.

د کډوالو افسر کېدای شي د ورته موضوع په اړه له تاسو ډېرې پوښتنې وکړي او یا ورته پوښتنې بیا بیا تکرار کړي. که د کډوالو افسر تاسو ته یو څه معلومات درکړي چې ستاسو له ویل شوېو خبرو سره یوشان نه وي او بیا تاسو ته ووایي چې تشریح یې کړه.

  • په دې برخه باندې به د کډوالو د افسر تمرکز له دې امله وي چې کېدای شي تاسو UNHCR یا RSC ته په خپله مخکینۍ مرکه کې متفاوت معلومات ورکړی وي. د کډوالو افسر شاید له تاسو څخه ځکه پوښتنه کوي ترڅو د دغه مختلفو ویناوو سپیناوی وکړئ.
  • که تاسو له مخکینۍ مرکې څخه اوس متفاوت معلومات وړاندې کړې وي، توضیح کړئ چې ولې.
    • د بیلګې په توګه، که تاسو ویلي وي چې په 2011 کال کې مو ګواښ تجربه کړی دی، خو وروسته مو راپه یاد شول چې هغه ګواښ په 2012 کال کې پیښ شوی وو، توضیح کړئ او ووایئ چې پخوا مو غلطه نیټه ویلې وه او اوس مو سمه نیټه راپه یاد شوه.
    • که د پیښې جزییات مو په یاد نه دي ځکه چې تاسو پخوا ټپي شوي یاست او یا که تاسو لپاره د یوې موضوع په اړه خبرې کول ګران وي، تاسو کولی شئ د کډوالۍ د چارو کارکوونکي ته یې توضیح کړئ.
  • د کډوالو افسر کېدای شي ستاسو له هېواده دغه معلومات چې تاسو په ناسمه توګه وړاندې کړي، لوستلی وي. خپله کیسه په ریښتیا سره تشریح کړئ. د بېلګې په ډول، که تا وويل چې ستا د مذهب له کبله پر تا بريد شوی، او افسر داسې يو راپور ولولي چې ستاسې د مذهب خلک ستاسې په هيواد کې خوندي دي، نو دا تشريح کړه چې ولې ته وېره لرې چې تاته به زيان ورسۍږي.
  • د کډوالو افسر کېدای شي له تاسو پوښتنه وکړي چی آیا د کومې وسله والې ډلې غړي وئ یا مو ورسره مرسته کړې ده. دې کې شامل دی:‌
    • که وسله والې ډلې سره مرستې کولو ته اړ شوي یاست.
    • که د وسله والې ډلې لخوا ګواښل شوی وئ چې تاسې یا ستاسې کورنۍ به زیانمن شي که مرسته مو ونکړه.
    • که په هغه وخت کې له دې نا خبره وئ چې چا سره مرسته کوئ هغوي د یوې وسله والې ډلې برخه دي.‌
    •  په دې کې وسله والې ډلې له پېسې ورکول.
    •  له ملیشو څخه څه رانیول
    • وسله والې ډلې ته خواړه، اوبه او یا د پناه ځای ورکول.
    • ځان په بشپړه توګه باوري کړئ چې د کډوالو افسر ته یی تشریح کړئ چې داسې کوم حالتونه وو چې تاسو له کومې وسله والې ډلې سره مرسته وکړه. د بېلګې په توګه، تشریح کړئ:

د مرکې پای

د کډوالو افسر به ونه کړای شی چې ستاسی د قضیې په هکله تاسو ته پرېکړه واوروی. د هغې پر ځای تاسو به یو لیک ترلاسه کړئ چې پایلې به پکې لیکل شوی وي. که تاسو تایید هم شئ، بیا هم تاسو باید تر سفر پورې انتظار وکړئ. تاسی یوازې له هغې وروسته سفر کولای شئ چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت امنیتي پلټنې وکړي او تاسو خپلې روغتیاي ازموینې بشپړ کړئ.‌

دا تمه مه کوۍ چې افسر به د پرېکړې د مهالوېش په اړه هر ډول معلومات درکړي. هر کیس توپیر لري او مختلف وخت ته اړتیا لري. ځینې وختونه پریکړې میاشتې حتی کلونه نیسي.

د یو ژباړونکي سره کار کول

تاسو حق لرئ د USCIS په مرکه کې ژباړونکی ولرئ. که تاسی د خپلې مرکې لپاره ژباړونکي ته اړتیا لرئ، نو بیا اړینه ده چې خپل ځوابونه په لنډو جملو کې دا به ژباړونکی ته ستاسو د خبرو په ژباړلو کې مرسته وکړي .ژباړونکي ته پوره وخت ورکړئ تر څو ستاسو د کیسې جزیات په سمه توګه د کډوالو افسر ته وژباړي.

تاسی باید افسر ته ووایئ:

  • تاسی د ژباړونکي په خبرو نه پوهېږئ.
  • تاسی فکر کوئ چې ژباړونکی کېدای شي په څه چې وایئ، نه پوهېږي.
  • ژباړونکی هر هغه څه چی تاسی وایۍ پوره نه ژباړي.
  • ژباړونکی تاسو ته داسې یو څه وایي چې سپکاوی ګڼل کیږي او مناسب نه وي.

کیدی شي دا سخته وي چې د کډوالۍ د چارو کارکوونکي ته ووایئ چې تاسو ژباړونکي سره ستونزه لرئ. بیا په هغه صورت کې چې ژباړونکی یواځینی شخص وي چې تاسو سره د موضوع په افهام او تفهیم کې مرسته کوي. تاسو کولی شۍ د کډوالۍ د چارو کارکوونکي ته ووایئ چې ولې له ژباړونکي سره راحت نه یاست او ستاسو ترمنځ کومه ستونزه موجوده ده. ژباړونکی ستاسو د کیس یا قضیې په اړه د کډوالۍ د چارو کارکوونکي سره خبرې نه کوي او ستاسو د کیس په اړه پریکړه کولو کې هم هیڅ رول نلري. همدارنګه،‌ ستاسو ژباړونکی به ستاسو د قضیې په اړه له مرکې څخه بهر هېڅ بحث ونکړی. هغوي محرمیت ته ژمن دي.

د مرکې محرمیت

د مرکې په پېل کې ډېر احتمال لري چې د کورنۍ ټول غړي شتون ولري. که داسې څه وي چې له تاسو پوښتنه وشي او تاسو یې د کورنۍ په شتون کی نه غواړۍ شریک کړی، افسر ته ووایئ چې تاسو د دې موضوع په اړه یوازې له هغه سره غواړۍ یو په یو خبرې وکړۍ د دی په ځای چی د اړینو جزییاتو تېر شئ یا دا چی ووایئ چې”زه خبر نه یم“.

هغه معلومات چې تاسو یې د کډوالۍ د چارو کارکوونکي ته وړاندې کوئ باید د محرم معلوماتو په توګه وساتل شي او ستاسو له اجازې پرته بل لوري سره شریک نشي. 

عمومي معلومات

  • څنګه هغه سوالونو ته باید څه ډول ځواب ووایاست چې په ځواب باندی یې نه پوهېږئ. که له تاسو څخه داسې یوه پوښتنه کیږي چې تاسو یې ځواب نلرۍ، اټکل مه کوئ او ناسم معلومات مه ورکوئ.
    •  ولې که تاسې ته ځېنې تشریحات دریاد نه دي تشریح یئ کړۍ څومره چې کولای شئ. بیا تشریح ورکړئ چې ولې نه دریادېږي دا به ښه وی چی د دی ځواب کی ووایاست چی نه مو په یادیږی یا نه پوهیږۍ او تشریح ورکړي چی ولی . 
    • د بېلګې په توګه، که هغوی ستاسو څخه پوښتنه وکړی چې په کومه نېته یو څه پېښ شوي دی، او تاسو ته دومره یاد وي چې د ۲۰۱۳ کال اوړی وو،‌ ورته ووایئ چې د ۲۰۱۳ کال اوړی وو پر ځای د دې چې یو مشخصه نېټه وښایئ.
  • که دمې ته اړتیا لرئ، تاسو کولای شئ د هغی غوښته وکړئ. که د مرکې په ترڅ کې د یوې لنډې دمې غوښتنه وکړئ دا کومه بده خبره نده او نه بې ادبي ده. دا تاسو ته مهمه ده چې د ارامۍ احساس وکړئ او خپله کیسه بیان کړئ. که خفه یا نارام یاست، د یوې لنډې دمې غوښتنه وکړئ تر هغې چې آرام ښۍ او خپل فکر یو وار بیا راغونډ کړئ.‌
  • هېڅ څه نا ویلی مه پرېږدئ. ځان باوري‌ کړئ چې افسر ته ټول هغه څه ووایاست چې په اړه یې درڅخه پوښتنه کوي.‌ د افسر هره پوښتنه ځواب کړئ او موضوع باندی تمرکز ولرۍ.
  • تل ریښتینی اوسئ.که هغوي د هر څه په اړه پوښتنه کوي تاسو ریښتیا ووایئ. که تاسو په وېره کې یاست چې ستاسو ځواب به ستاسو قضیې ته زیان ورسوي،‌ بیا هم دا ښه ده چې تاسو ریښتیا ووایئ. وروسته تاسو تشریح ورکولای شئ چې دغه جزیبات باید ستاسو قضیې ته زیان ونه رسوي. د ناسمو معلوماتو ورکول کولای شي ستاسو د قضیې د رد کېدو لامل شي.

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)