چگونه می‌توانم وضعیت درخواست پناهندگی ایالات متحده خود را بررسی نمایم؟-02.jpg

که تاسو افغان یاست او د امریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ د بیامېشتېدو غوښتنلیک لرئ د خپلې قضیې حالت معلوم کولو لپاره په اړوند هېواد کې د بیامېشتېدنې د ملاتړ مرکز (RSC) سره اړیکه نیسئ. 

د دې لارښود منځپانګه د کډوالۍ نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) لخوا لیکل شوې او همدارنگه دلته د IRAP حقوقي معلوماتو وېبپاڼه کې هم شتون لري. دا وېبپاڼه د ځینو کډوالو لپاره د قانوني پروسو په اړه عمومي معلومات وړاندې کوي. دا د انفرادي غوښتنو لپاره د قانوني مشورې په معنی نه دی. دا معلومات د ۲۰۲٣ کال د اګسټ په مياشت کې اپډېټ شوي او کېدی شي شرطونه او اړتیاوې بدلې شي. نو له دې امله، تل د حکومت يا هغې ادارې کوم چې ستاسو د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي، نوي شرطونه او اړتیاوې یې وګورئ.

وپوښتئ دا معلومات د IRAP په رضایت سره خپروي څو ډاډ ترلاسه کړي هغه افغانان چې د کره او باوري معلوماتو په لټه کې دي په اسانۍ سره ورته لاسرسی ومومي.

لنډیز

که تاسو افغان یاست او د امریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ د بیامېشتېدو غوښتنلیک لرئ د خپلې قضیې حالت معلوم کړئ په خپل هېواد کې د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز (RSC) سره اړیکه ونیسئ: 

 

د افریقا د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز/د کلیسا نړیوال خدمتونه (CWS)

د افریقا د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز د سب سهارا افریقایي هیوادونو لپاره د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز بلل کیږي.

https://mycase.rscafrica.org

case@CWSAfrica.org

 

په منځني ختیځ شمالي افریقا (MENA) کې د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز (RSC)/د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)

په منځني ختیځ شمالي افریقا کې د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز د لاندې هیوادونو د بیامیشتیدنې د ملاتړ دفتر بلل کیږي: موراکو، الجیریا، تونیشیا، لیبیا، مصر، اردون، سوریه، عراق، سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، کویټ، بحرین، قطر، یمن، او هندوستان.

تاسو کولی شۍ د اړیکې معلومات او همداراز د خپل درخواست د وضعیت د چک کولو لپاره معلومات دلته ترلاسه کړئ.

په منځني ختیځ شمالي افریقا کې د بیا میشتیدنې د ملاتړ مرکز د ټیلفون شمیره: +962 06 5206130

په منځني ختیځ شمالي افریقا کې د بیا میشتیدنې د ملاتړ مرکز بریښنالیک: ic@iom.int

 

د ترکیې او منځني ختیځ د بیامیشتیدنې د ملاتړ دفتر (TuMe)/د کاتولیکانو د کډوالۍ نړیوال کمیسیون (ICMC)

د ترکیې او منځني ختیځ د بیامیشتیدنې د ملاتړ دفتر د ترکیې او لبنان لپاره د بیامیشتیدنې د ملاتړ دفتر بلل کیږي.

https://rsc.icmc.net/login

info.rsc@icmc.net

ترکیه  (د ټیلفون کاری ساعات: د دوشنبه څخه تر جمعی پوری د  ۱‑٢ ماسپښین)

902122192055

لبنان  (د ټیلفون کاری ساعات: د دوشنبه څخه تر جمعی پوری د  ۱‑٢ ماسپښین)

9611612246/5

 

ار ایس سی اترېش/ایچ اۍ اې ایس 

د اتریش د بیا میشتیدنې د ملاتړ مرکز اتریش او اسرائیل لپاره د بیا میشتیدنې د ملاتړ مرکز بلل کیږي.

https://www.hias‑vienna.at

caseinquiries@hias-vienna.at

Austria: +43 720 343 795

 

د ختیځې آسیا د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز/د ژغورنې نړیواله کمیټه (IRC)

د ختیځې اسیا د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز په اسیایي او پاسیفیک هیوادونو کې د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز بلل کیږي.

https://casi.rescue.org/accounts/login/?next=/

RSCInquiries@rescue.org

KL.Inquiries@rescue.org   (مالیزیا)  

(مالیزیا)

0060321415846

 (ټايلنډ)

006622536519-27

د جنوبي اسیا د بیا میشتیدنې د ملاتړ مرکز

د جنوبي اسیا د بیا میشتیدنې د مرکز د پوښښ او معلوماتو کچه د تایید کیدو په پړاو کې ده.

ار ایس سی ایروایشیا/اۍ او ایم

د اروپایي او اسیایي هیوادونو د بیا میشتیدنې د ملاتړ مرکز په اروپا کې (له اتریش پرته) او د مرکزي اسیا د بیامیشتیدنې د ملاتړ مرکز بلل کیږي.

ICC@iom.int

moscowusrap@iom.int (مسکو) 

iomkievcomm@iom.int  (کيو)

+74957978722 روسیه

+74992533522 روسیه

+380445685020 اوکراين

 

ار ایس سی لاتینی امریکا/ اۍ او ایم

د لاتین امریکې د بیا میشتیدنې د ملاتړ مرکز  د لاتین امریکې د هیوادونو لپاره د بیا میشتیدنې د ملاتړ مرکز بلل کیږي.

RSCCAInfo@iom.int

icla@iom.int

اکوادور:

593-02-3934400 

 

کیوبا، السالوادور، او ټول نور لاتینی امریکا او کېريبن هیوادونه لست شوي نه دي:

0025210500 

ګواتیمالا:

0050224147408

هاندوراس:

0050422377460 

د مرستې غوښتنه

کېدای شي چې تاسې يا ستاسې خپلوان په دې پروسه کې د مرستې لپاره د کډوالۍ د يو حقوقي وکيل غوښتنه وکړي. لاندې ځينې سرچينې دي:

له IRAP څخه د مرستې

د نورو سازمانونو مرسته

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

  د وپوښتئ وېبپاڼه (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا توییټر (@beporsed)  

انسټاگرام (@beporsed)

واڼساپ (93729807235+)

مسېنجر (@beporsed)