وبسایت‌ها و آدرس‌های آنلاین قابل اعتماد برای مهاجرت به آمریکا-02.jpg

په دې وروستیو کې یو شمېر افغانان امریکا ته د کډوالۍ د لارو چارو په لټه کې دي. په دې برخه کې، ډېرې ویبپاڼې او بریښنالیکونه شتون لري چې کېدای شي د بېلابېلو موضوعاتو لپاره وکارول شي. خو ځینې یې ناامنه دي او ممکن تاسو ته زیان ورسوي.

د هېوادونو پېچلو او د ناامنۍ وضعیت ته په پام سره کره او باوري معلوماتو ته لاسرسی خورا مهم دی. له همدې امله، د باور وړ ویبسایټونو او باوري برېښنالیکونو کارول دقیقو او باوري معلوماتو ته د لاسرسي له غوره لارو څخه یوه ده.

په دې لیکنه کې به د امریکا متحده ایالتونو ته د کډوالۍ اړوند مهم او معتبر ویبسایټونه او مهم ایمیلونه درسره شریک کړو تر څو تاسو په اسانۍ سره دغو معلوماتو ته لاس رسی ولرو.

د باور وړ ویبپاڼې

په دې برخه کې، د امریکا د حکومت ویبپاڼې د باور وړ ویبپاڼو او پورټلونو څخه دي چې له تاسو سره متحده ایالتونو ته د کډوالۍ په اړه کره او باوري معلوماتو ته لاسرسی لرلو کې مرسته کوي. د دې ویبپاڼو په کارولو سره، تاسو کولی شئ په اسانۍ سره هغو معلوماتو ته لاسرسی ومومئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ او د دوی د باور وړ خدمتونو څخه ګټه پورته کړئ.

نو دې معلوماتو ته په لاسرسي سره، تاسو کولی شئ خپل ځان د هیکرانو او لاس وهونکو څخه ځان وساتئ او په ارام ذهن سره متحده ایالتونو ته د کډوالۍ په لور کې ګام پورته کړئ. له همدې امله، سپارښتنه کېږي چې متحده ایالتونو ته د مهاجرت په اړه معلوماتو ته د لاسرسي لپاره د باور وړ سرچینې او بریښنالیکونه وکاروئ.

دلته مو امریکا ته د کډوالۍ اړوند ځینې خورا مهمې او باوري ویبپاڼې راټولې کړې دي:

له کډوالو سره  مرستې نړیواله پروژه  (IRAP)

دا سازمان په بهر کې د اتباعو سره مرسته کوي چې متحده ایالتونو ته د دوی د کډوالۍ غوښتنلیکونه تعقیب کړي. د IRAP ویبپاڼه قانوني او حقوقي سرچینې لري چې په بهرمېشتو افغان اتباعو سره مرسته وکړي.

وپوښتئ ویبپاڼه (Beporsed)

"وپوښتئ" یا "بپرسید" ویبپاڼه د نړیوال ساین­پوسټ (Global Signpost) پروګرام دی او د هغو افغانانو لپاره دی چې د نړۍ په هېوادونو کې د بيامېشتېدنې غوراویو او ښوونیزو پروګرامونو ي او په افغانستان کې له ملي او نړیوالو بنسټونو څخه د خدمتونو د ترلاسه کولو په لټه کې دي. "وپوښتئ" د کړکېچ پر مهال د پروخت معلوماتو په وړاندې کولو او له فرصتونو څخه په خبرولو سره افغانانو ته ځواک ورکوي چې د خپل ژوند د مهمو پېښو په تړاو حیاتي او باخبره پرېکړې وکړي. تاسو کولی شئ په "وپوښتئ" ویبپاڼه کې د کډوالۍ د ژوند، بیامېشتېدنې، ښوونیزو پروګرامونو او د افغانستان دننه د خدمتونو او د افغانانو لپاره د نورو فرصتونو په اړه خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ.

د مېشتېدنې ویبپاڼه  (Settle In)

په دې ویبپاڼه کې، هغه اتباع چې امریکا ته مهاجرت کولی شي په امریکا کې د ژوند او په دغه هېواد کې د اوسېدو د بهیر په اړه نور معلومات ترلاسه کړي. دا ویبپاڼه په متحده ایالتونو کې له افغان مهاجرینو سره د مرستې لپاره ښوونیزې سرچینې، د استوګنې لارښوونې، معافیت او نورې معلوماتي سرچینې چمتو کوي. په Settle In کې، تاسو کولای شئ په امریکا کې د ژوند او په یاد هېواد کې د اوسېدو د بهیر په اړه خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ.

د Human First ویبپاڼه

د تر هرڅه وړاندې انسانیت (Human First) بنسټ یوه غیر انتفاعي موسسه ده چې افغانانو ته اړینې بشري مرستې برابروي. Human First اړو کسانو ته د خوړو، سرپناه او روغتیایي خدمتونو په برابرولو او همدارنګه د وړ افغانانو لپاره د تخلیې او بيامېشتېدنې اسانتیاو باندې تمرکز کوي.

د افغانانو د تخلیې سازمان ویبپاڼه  (Afghan EVAC)

د افغانانو تخلیه (Afghan EVAC)، د متحده ایالتونو پخوانیو پوځیانو، د لومړۍ کرښې ملکي وګړو، د متحده ایالتونو د ملي امنیت او استخباراتي ټولنو اوسنيو او پخوانيو غړو د غیر انتفاعي سازمانونو غړو له لوري رامنځ ته شوې ډله ده. دغه سازمان یا ډله د بشري حقونو، د افغان کارکوونکو د وضعیت، د خصوصي سکتور د کارکوونکو او له افغانستان څخه امریکا ته د افغانانو د ایستلو د پروسې اړوند ټول مهم معلومات وړاندې کوي.

د متحده ایالتونو د کډوالو او مهاجرو کمېټې ویبپاڼه  (USCRI)

د متحده ایالتونو د کډوالو او مهاجرو کمېټه (USCRI) په بېلابېلو امریکایی ټولنو کې د افغانانو په ګډون د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ډېر کډوال بیامېشت کړي دي. USCRI د لنډ مهاله مرستو یوه کڅوړه چوي کوي چې د نوي میشت شويو خلکو او کورنیو سره مرسته کوي چې خپل نوی ژوند پیل کړي او د له خپلو شاوخوا ټولنو سره وصل او ټولنیز ژوند پیل کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو متلونو د عالي کمیشنرۍ ویبپاڼه  (UNHCR)

که تاسو متحده ایالتونو ته د کډوالۍ په اړه د معلوماتو په لټه کې یاست، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویبپاڼه له خورا معتبرو ویبپاڼو څخه یوه ده چې متحده ایالتونو ته د کډوالۍ په اړه د معلوماتو سربېره، نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په اړه هم معلومات وړاندې کوي.

د کډوالۍ د معلوماتو د مرکز ویبپاڼه  (MRC)

د مهاجرت د معلوماتو مرکز یا MRC د مهاجرت سکالرشیپونو په ګډون د قانوني کډوالۍ اړوند معلومات چمتو کوي. د انلاین معلوماتو د چمتو کولو سربېره، دا مرکز په مخامخ ډول غوښتونکو ته معلومات او مشورې هم ور کوي.

د افغان کډوالو د سازمان ویبپاڼه  (Afghan Refugee)

دا ویبپاڼه د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړې ویزې (SIV) په اړه معلومات وړاندې کوي. همدارنګه، دا ویبپاڼه هڅه کوي چې د SIV غوښتونکو پوښتنو ته د ځواب ویلو له لارې له افغانانو سره مرسته وکړي.

د کډوالۍ د ځانګړې ویزې ویبپاڼه یا پورټل  (Afghan SIV)

دا ویبپاڼه د افغان اتباعو لپاره امریکا ته د کډوالۍ په اړه ګټور معلومات وړاندې کوي چې په دې کې د اړتیا وړ ویزې ډول، اړتیاوې، اسناد او د افغان اتباعو لپاره د ویزې غوښتنلیک د بهیر په اړه معلومات شامل دي. د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت خدمتونه

د افغانانو لپاره د کورنۍ غړو د پیوستون پورټل یا ویبپاڼه

دا پاڼه ستاسو د کډوالۍ په تړاو بېلابېل معلومات، اړتیاوې، او د کورنۍ د بیاپیوستون غوراوي بیانوي. دا غوراوي ستاسو د تابعیت، د کډوالۍ وضعیت، او متحده ایالتونو ته ستاسو د ننوتلو څرنګوالي پورې تړاو لري. د دې ویبپاڼې له لارې، د متحده ایالتونو حکومت ژمن دی چې د متحده ایالتونو اتباعو او په امریکا کې مېشتو افغانانو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې پاتې د خپلو کورنیو غړو سره یوځای شي.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت ویبپاڼه/پورټل

په دې وېبپاڼه کې د افغانستان په ګډون په ټولو ایالتونوونو کې د امریکا د سفارتونو معلوماتي پورټلونه شته، چې پکې تاسو کولای شئ په افغانستان کې د امریکا د سفارت د فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.

په پاکستان د امریکا د سفارت ویبپاڼه

په دې وېبپاڼه کې په پاکستان کې د امریکا د سفارتونو د فعالیتونو په اړه معلومات شته او دا چې پاکستان د افغانستان ګاونډی ایالتونو دی او افغانان یې نورو ایالتونوونو ته د کډوالۍ لارې په توګه کاروي، نو په دې ویبپاڼه کې د افغانانو لپاره ګټور معلومات موندل کېدای شي.

 د امریکا سفارت ته د پاسپورت سپارنې د معلوماتو پورټل

دغه پورټل په پاکستان کې د امریکا په سفارت پورې اړه لري، چې د امریکا سفارت ته د پاسپورټونو د سپارلو په تړاو معلومات ورکوي او هغه افغانان چې غواړي د پاکستان له لارې امریکا ته کډوال شي له دې وېبپاڼې څخه کار اخیستلی شي.

د متحده ایالتونو د انلاین ویزې مرکز ویبپاڼه (Consular Electronic Application Center)

د CEAC پورټل یو انلاین سیسټم دی چې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د مهاجرینو او غیر مهاجرینو ویزو اداره کولو او ارزونې لپاره کارول کېږي. دا ویبپاڼه د ویزې غوښتونکو ته اجازه ورکوي چې د دوی د ویزې ارزونې بهیر تعقیب کړي او اړین معلومات چمتو کړي. د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) غوښتونکي باید د DS260 فورمې لپاره دغه پورټل ته مراجعه وکړي.

د امریکا د متحده ایالتونو د تابعیت او مهاجرت ادارې (USCIS) ویبپاڼه

د USCIS ویبپاڼه د امریکا د حکومت ویبپاڼه ده چې مهاجرینو او هغو خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي چې د متحده ایالتونو د ویزې غوښتنه کوي. دغه ویبپاڼه د ویزو د ډولونو، د فیس ورکولو څرنګوالي، د ویزې غوښتنلیک ارزونې او د کډوالۍ نورو چارو په اړه ګټور معلومات وړاندې کوي. همدارنګه، ویبپاڼه تاسو ته اجازه درکوي چې ستاسو د ویزې غوښتنلیک پرمختګ تعقیب کړئ او د اړتیا په صورت کې له USCIS چارواکو سره اړیکه ونیسئ.

باور وړ برېښنالیکونه

نن سبا، امریکا ته د کډوالۍ په اړه خلکو ته ډېر برېښنالیکونه لېږل کېږي، او ځینې یې غلط یا جعلي وي. د داسې پېښو د مخنیوي لپاره، دا غوره ده چې تل دې ټکو ته پام وکړئ:

د متحده ایالاتو هېڅ یو رسمي او دولتي سازمان د برېښنالیک له لارې د ویزې غوښتنلیکونو پروسس کولو لپاره فیس نه اخلي. د فیس غوښتنې په صورت کې، دا غوره ده چې د اړونده ادارې رسمي ویبپاڼې ته لاړ شئ.

هېڅکله خپل شخصي معلومات لکه د ټیلیفون شمېره، د بانکي حساب شمیره او نور مهم معلومات د نامعلوم برېښنالیک په ځواب کې مه لیږئ.

ډاډ ترلاسه کړئ چې برېښنالیک معتبر لینکونه لري. هېڅکله په ناباوره یا نامعلومو لینکونو کلیک مه کوئ.

لاندې ځینې معتبر برېښنالیکونه لیست شوي دي:

  • د افغانانو له لوري د متحده ایالتونو دولت ته د ځانګړي مهاجرت د ویزې غوښتنلیک استولو لپاره برېښنالیک AfghanSIVApplication@state.gov  پته.
  • امریکا ته د ځانګړي مهاجرت د ویزې (SIV) اړوند د NVC برخې ته د اړیکې  برېښنالیکNVCSIV@state.gov  پته.
  • آدرس ایمیل CARETravelData@state.gov برای ارسال معلومات و تماس با تیم CARE در خصوص مهاجرت به آمریکا است.
  • امریکا ته د مهاجرت لپاره له IOM سره د اړیکې برېښنالیک  SIV_OPE@iom.intپته.
  • امریکا ته د مهاجرت لپاره له USRAP Refugee Processing Center سره د اړیکې برېښنالیک usrapProd@serviceNowServices.com پته.
  • د usrapprod@servicenowservices.com بریښنالیک پته کېدای شي په دویم لومړیتوب (P-2) کیسونو کې وکارول شي. د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له راجع کوونکو امریکايي موسسو، بنسټونو او شرکتونو څخه غوښتي چې د بیا کتنې بهیر تر بشپړېدو او منل کېدو پورې دې له غوښتونکي سره د اړیکې لرونکې ادارې په توګه پاتې شي. که د بهرنیو چارو وزارت راجع شوی شخص ومني، دواړه لوري (غوښتونکی او راجع کوونکی بنسټ) به د usrapprod@servicenowservices.com بریښنالیک پتې څخه یو لیک ترلاسه کړي.
  • د @nooneLeft.org  روستاړي لرونکي بریښنالیک پته د باور وړ سرچینو له ډلې ده او د متحده ایالاتو د مهاجرت لپاره نوماندان کولی شي په خوندي ډول له دوی سره اړیکه ونیسي.
  • د @state.gov روستاړي لرونکي بریښنالیک پته د باور وړ سرچینو له ډلې ده چې د امریکا دولت پورې تړاو لري او د کډوالۍ غوښتونکي کولای شي په خوندي ډول ورسره اړیکه ونیسي یا معلومات ور ته چمتو کړي.

پاملرنه! دې سرچینو ته په لاسرسي سره به تاسو ډاډه اوسئ چې لارښوونو ته د اړتیا په صورت کې له چا سره اړیکه ونیسئ او څنګه خپلې ستونزې هوارې کړئ. همدارنګه، د باور وړ سرچینو په کارولو سره به تاسو د هیک کېدو په تړاو هېڅ اندیښنه و نه لرئ او تاسو کولای شئ په اسانۍ سره د خپل ځان او کورنۍ اړوند اړین ګامونه پورته کړئ.

دقیقو او باوري معلوماتو ته لاسرسی د هر هغه چا لپاره خورا مهم دی چې غواړي متحده ایالاتو ته مهاجرت وکړي. خو نن سبا، د پرمختللي ټیکنالوژۍ له شتون سره، سره، ډیری خلک د هیکرانو او ناامنه ویبپاڼو له لوري د رامنځ ته شويو فرصتونو په لټه کې دي، نو له همدې، کره او باوري معلوماتو ته لاسرسی خورا مهم دی.

په ټوله کې، متحده ایالاتو ته د کډوالۍ په اړه د درغلۍ څخه مخنیوي لپاره، غوره ده چې تل د امریکا د حکومت رسمي ویبپاڼې او د نړۍ په هېوادونو کې د امریکا سفارتونو ته مراجعه وکړئ.

کمک و مشوره

د متحده ایالاتو د مهاجرت د پروګرامونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو لپاره، "وپوښتئ" ویبپاڼه وګورئ.

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.