1000 بورسیه‌ تحصیلی آنلاین هند برای افغان‌ها-01.jpg

د هند حکومت د یوه نوي پروګرام په اعلانولو سره د لیسانس او ​​ماسټرۍ په کچه د افغانانو لپاره 1000 آنلاین بورسونه ځانګړي کړي دي. دا بورسونه هغه نوماندانو ته ورکول کېږي چې غواړي د عالي زده کړو بېلابېلو برخو لکه د سوداګرۍ اداره، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس ، هنرونه او نورو رشتو کې زده کړې وکړي.

د دې سکالرشپونو د شرایطو پوره کولو لپاره، غوښتونکي باید د 18 او 35 کلونو ترمنځ وي او په انګلیسي ژبه بشپړ روان وي. همدارنګه، کاندیدان باید د هندي پوهنتونونو لخوا اړین تعلیمي اړتیاوې ولري او شرایط یي پوره کړي.

د سکالرشپ غوښتنلیک وروستۍ نېټه 2023 کال د سپتمبر 22 ده. نوماندان کولی شي د نورو معلوماتو لپاره د www.ilearn.gov.in وېبپاڼې ته مراجعه وکړي. همدارنګه، د کومې پوښتنې په صورت کې، دوی کولی شي د support@ilearn.gov.in بریښنالیک آدرس سره اړیکه ونیسي.

د هند دغه اقدام د لوړو زده کړو په برخه کې له افغانانو سره د ځانګړي ملاتړ ښودنه کوي او د ځوانو افغانانو لپاره یې د زده کړو او روزنې په برخه کې بې ساري فرصت برابروي. دا بورسونه د افغانانو د تخصص او پوهې د ودې په لاره کې یو مهم ګام کېدی شي.

د دې ترڅنګ، د هېواد د لوړو زده کړو د سکټور په داسې یوه بدمرغه وضعیت کې او دا چې د نجونو پر مخ پوهنتونونه تړل شوي دي، د افغانانو لپاره د انلاین دا سکالرشیپونه خورا ارزښت لري.