چگونکی عبور افغان‌ها از مرز مکسیکو-02.jpg

د افغانستان د سیاسي وضعیت له بدلون او په دغه هېواد کې د اقتصادي وضعیت او د ژوند د شرایطو له خرابېدو سره یو شمېر افغانانو د خپل خوندیتوب لپاره د ناقانونه کډوالۍ او امریکا ته د ننوتلو لاره غوره کړې ده.

د مکسیکو او متحده و پولو ته د افغان کډوالو په ورماتېدو سره په دې سیمه کې د کډوالۍ او پناه غوښتنې وضعیت پیچلی شوی او له ننګونو سره مخ شوی دی. په داسې حال کې چې متحده ایالات د خپلو پولو څارنه کوي، ډېری افغان کډوال او کډوال هڅه کوي چې امریکا ته ورسیږي او په هیواد کې پناه وغواړي یا کاناډا ته لاړ شي، لوی خطرونه په غاړه لري.

که څه هم افغان کډوال په متحده ایالتونو کې د پناه غوښتنه کوي، ډېری یې د پناه غوښتنې، د کار اجازه لیکونو، ګټو او د کډوالۍ په مسلو کې له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي. د بیلګې په توګه، ځینې افغان کډوال نه شي کولای د پناه غوښتنې لپاره اړین دلیلونه او اسناد چمتو کړي. همدارنګه، ځینې یې ممکن د کار جواز ترلاسه کولو توان و نه لري او د اقتصادي ستونزو له امله په سختو شرایطو ژوند وکړي. له دې وضعیت سره، سره یوشمېر سازمانونه او د بشري حقونو فعالان پر امریکايي حکومت فشار راوړي چې د افغان کډوالو لپاره ښه ژوند شرایط برابر کړي او له هغوی سره په قانوني او د هغوی د بشري حقونو په درناوي په چوکاټ کې مرسته وکړي.

هغه افغانان چې د مکسیکو د پولې له لارې متحده ایالتونو ته ننوځي ممکن د پناه غوښتنې پروسې، د کار جوازونو، د بیامېشتېدنې ګټو او د کډوالۍ اړوند نورو مسلو په اړه معلوماتو ته اړتیا ولري. دا لیکنه په همدې تړاو ځينو ډېرو پوښتل کېدونکو پوښتنو ته ځوابونه وايي.

عامې پوښتنې

ما اوریدلي چې د متحده ایالتونو پوله ساتونکي له مکسیکو څخه افغانانو ته په اسانۍ سره امریکا ته د ننوتو اجازه ورکوي، ایا دا ریښتیا ده؟

نه! دا ريښتیا نه ده. دا ډول درواغ د قاچاقبرانو او جعلکارانو له خوا د خپلو شخصي ګټو لپاره افغانان په ناقانونه توګه کډوالۍ ته هڅوي.

آیا له افغانانو سره د امریکا او مکسیکو په پوله کې د نورو مهاجرینو په پرتله بل ډول چلند کېږي؟

هغه افغانان چې د مکسیکو سره د سوېلي پولې له لارې متحده ایالتونو ته ننوځي هېڅ ډول ترجیح یا ځانګړي چلند نه کېږي،  بلکې د نورو ټولو هغو په څېر چلند ورسره کېږي چې د متحده ایالتونو اتباع نه دي او له باوري ویزې پرته متحده ایالتونو ته ننوځي.

ایا د هغو کسانو لپاره چې غواړي له مکسیکو څخه امریکا ته داخل شي د پناه غوښتنې لپاره نوې پروسه شتون لري؟

د متحده ایالتونو د اوسني سرحدي پالېسي له مخې، هغه خلک چې په متحده ایالتونو کې د پناه غوښتنه کوي اړ دي چې د CBPOne په نوم د ګرځنده ټیلیفون اپلیکیشن وکاروي ترڅو متحده ایالتونو ته ورننوتونکي بندر ته د حاضرېدو لپاره وخت واخلي. که نه نو، سرحدي پولیس به دا ډول خلک متحده ایالتونو ته د ننوتلو پر مهال بېرته سمدستي وشړي. د دې لپاره چې په متحده ایالتونو کې د پناه غوښتنه وکړي، دا ډول خلک باید ثابته کړي چې دوی خپل اصلي هیواد ته د بېرته ور ستنېدو په صورت کې له خطر سره د مخ کېدو "منتطقي ډار او وېره" و لري.

د متحده ایالتونو په سرحدي پالېسیو کې دې وروستي بدلونونو د هغو خلکو لپاره د پناه غوښتنې شرایط سخت کړي دي چې د ۲۰۲۳ کال د مې له ۱۱ څخه وروسته متحده ایالتونو ته له چيک او ارزونې پرته ننوتلي او متحده ایالتونو ته د رسېدو په لار کې یې پرتو هېوادونو څخه د تېرېدو پر مهال په هېڅ هېواد کې د پناه غوښتنه نه ده کړې.

د هغو افغانانو لپاره چې له مکسیکو څخه متحده ایالتونو ته د پناه غوښتنه کوي د پناه غوښتنې بهیر یې هغه ډول دی لکه افغانان چې د متحدینو د ښه راغلاست عملیاتو یا Operation Allies Welcome (OAW) له لارې متحده ایالتونو ته راوستل شوي دي؟

د ټولو پناه غوښتونکو په څېر، هغه افغانان چې د سوېلي پولې له لارې متحده ایالتونو ته ننوځي باید له رسېدو وروسته، د یو کال دننه د پناه غوښتنه وکړي. د لنډمهاله خوندیتوب (TPS) یا پېرول له لارې د خلکو لپاره د پناه غوښتنلیکونو لپاره د یو کال وروستۍ نیټې کې ځینې وخت استثنا وي. د هغو کسانو برخلاف چې متحده ایالتونو ته د متحدینو د ښه راغلاست عملیاتو (OAW) لاندې پېرول ورکول شوی وي،  نور ټول افغانان چې د سویلي پولو څخه له لارې متحده ایالتونو ته راځي حق نه لري چې د دوی د پناه غوښتنې دوسیې چارې ګړندۍ کړي. اوس مهال، د OAW  پرته د پناه غوښتنلیکونو لپاره نورمال وخت څو کاله دی.

ایا هغه افغانان چې د مکسیکو له لارې امریکا ته داخلیږي په متحده ایالتونو کې د کار کولو اجازه لري؟

هغه افغانان چې د کډوالۍ او تابعیت قانون (INA) د  ۲۱۲مادې د (d) ۵ بند له وینا سره سم مشروط استوګنځی یا پېرول ورکړل شوی دی ممکن د کار د جواز غوښتنې پر شرایطو برابر وي. که دوی یوازې د یوې لنډې مودې مشروط یا پېرول استوګنې اجازه ترلاسه کړې وي، د دوی د موقف پای ته رسېدو دمخه د کار جواز ترلاسه کولو لپاره هېڅ عملي لاره شتون نه لري. د وروستۍ ټکي په توګه، ډېری خلک چې د سوېلي پولې له لارې متحده ایالتونو ته ننوځي یوازې د پناه غوښتنلیک وړاندې کولو او د ۱۵۰ ورځو انتظار کولو وروسته د کار جواز غوښتنه کولای شي.

ایا هغه افغانان چې له مکسیکو څخه متحده ایالتونو ته داخلیږي د بیامېشتېدنې مرستې ترلاسه کولای شي؟

هغه افغانان چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې تابعیت قانون (INA) د  ۲۱۲مادې د (d) ۵ بند لاندې مشروط استوګنځی یا پېرول ترلاسه کوي او د دوی ژوندملګری/ې او ماشومان چې له دې نیټې وروسته مشروط استوګنځی ترلاسه کوي د کډوالو د بیامېشتېدنې د ادارې له لارې تر هغه چې د دوی د پېرول حالت پای ته ورسیږي یا د ۲۰۲۳ د مارچ تر ۳۱مې پورې د کور امتیاز او خدمتونو ترلاسه کولو وړ دي. کله چې د یو چا د پېرول حالت یا مشروط استوګنې موده پای ته ورسیږي، دوی نور د بیامېشتېدنې ګټو لپاره وړ نه ګڼل کېږي، ان که دوی د پناه غوښتنه هم کړې وي. په ورته وخت کې، که چېرې د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا SIV په چوکاټ کې پناه، یا دایمي استوګنې ورکړل شي، یو پناه غوښتونکي به د بیامېشتېدنې ګټو او خدماتو لپاره وړ وي.

هغه افغانان چې له مکسیکو څخه امریکا ته ننوځي کولای شي د کورنۍ غړي متحده ایالتونو ته روغواړي؟

یوازې هغه خلک چې د کډوالۍ حالت (Refugee Status)، پناه یا د متحده ایالتونو قانوني دایمي استوګنه یا تابعیت ورکړل شوی وي، یا هغه هغه څوک چې د انساني قاچاق د قربانیانو په توګه (T) ویزه، د جرم قربانیانو (U) ویزه ورکول شوې وي کولای شي د خپلې کورنۍ غړو متحده ایالتونو راوستلو غوښتنه وکړي.

هغه افغانان چې د مکسیکو له لارې متحده ایالتونو ته ننوځي د مهاجرت په کیسونو کې وړیا قانوني مرستې ترلاسه کولای شي؟

هغه افغانان چې د پېرول یا مشروطه استوګنې موقف یې ترلاسه کړی وي کېدای شي د دوی د قانوني کډوالۍ کېسونو کې وړیا مرستې ترلاسه کولو پر شرایطو برابر وي، خو د کډوالۍ حقوقي مرستې لپاره د ډېرې تقاضا شتون له امله، اوس مهال د ټیټ لګښت یا وړیا حقوقي خدمتونه د هغو خلکو لپاره د لاسرسي وړ دي چې کډوالۍ د کېسونو ارزونې بهیر یې روان دی او یا د پناه غوښتنې په لټه کې دي.

هغه خلک چې د کډوالۍ قانوني مشورې ته اړتیا لري کولای شي د Welcome Legal Alliance لینک له لارې د ښه راغلاست قانوني ټولنې سره اړیکه ونیسي. د بشري حقونو د لومړي بنسټ (Human Rights First Palaintake Form) د وړیا بشري حقونو د غوښتنلیک فورم ډک کړئ او د غیر انتفاعي حقوقي خدماتو چمتو کوونکو ملي لارښود سره د مشورې لپاره https://www.immi.org/en/info/get-legal-help اړیکه ونیسي. همدارنګه، AILA د کم لګښته وکیلانو لیست هم لري چې له افغانانو سره د کډوالۍ د کېسونو پرمخ وړلو کې د قانوني خدمتونو په برخه کې مرسته کوي.

ایا زه کولای شم د متحده ایالتونو له ننوتلو وروسته کاناډا ته ننوځم؟

که تاسو متحده ایالتونو ته د سختيو په ګاللو یا هرې بلې وسیلې په کارولو داخل شئ،  نو تاسو به لومړی د غیرقانوني ننوتلو په تړاو تر پوښتنو ګروېږنو لاندې ونیول شئ. که تاسو د متحده ایالتونو له لارې کاناډا ته ننوځي هم، د دغو دوو هیوادونو تر منځ د هوکړې پربنسټ، ممکن د اخراج له خطر سره مخ شئ یا د پناه غوښتنې له حق څخه محروم شئ چې په دې توګه به دغه ډول کډوال له سختو حالاتو او شرایطو سره مخ شي  چې د حللاره به نه لءي او په بشپړې بېوزلۍ کې به ژوند کوي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

وپوښتئ ویبپاڼه  (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر (@beporsed)

اینسټاګرام (@beporsed)

وټساپ (93729807235+)

مسنېجر (@beporsed)