بورســـــیه‌های‌ تحصیلی شیونینگ بریتانیا برای دانش‌جویان افغان-01.jpg

د برېټانیا حکومت د نړۍ په کچه زده کوونکو ته د شیونینګ د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کال بورسونه (Chevening Scholarships) اعلان کړي دي. شیونینګ په برېټانیا کې له تحصیلي بورسونو څخه دی چې هر کال یو لوی شمېر غوښتونکو ته ورکول کېږي کوم چې غواړي په دې هېواد کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دغه نامتو سکالرشیپونه په بشپړه توګه مالي تمویل (Fully funded) شوي دي چې په ترڅ کې یې زده کوونکو ته ډېر امتیازات ورکول کېږي.

په برېټانیا کې د تحصیلي دورې په پای کې زده کوونکو ته د ماسټرۍ سندونه ورکول کېږي چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د اعتبار وړ او منل شوي دي.

افغان زده کوونکي کولای شي له دې فرصت څخه په ګټې اخیستو خپل غوښتنلیکونه وسپاري او د انګیستان په تر ټولو غوره پوهنتونونو کې زده کړه وکړي. د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ ښوونیز کال لپاره به  شیونینګ یوازې د هغو افغانانو غوښتنلیکونه ومني چې د انګلیستان د بهرنۍ پراختیایي مرستې وړ یوه هېواد اوسېدونکي وي، چیرې چې  شیونینګ پرته له افغانستان څخه فعالیت لري.

د  شیونینګ بورسونه په برېټانیا او ان په ټوله نړۍ کې له غوره بورسونو څخه شمېرل کېږي چې د نړۍ راتلونکو مشرانو او مدیرانو د پیاوړتیا په موخه د زدکړې لپاره په پام کې نیول شوي دي او له دې لارې هر کال په برېټانیا کې د ټولې نړۍ څخه لوی شمېر لېواله غوښتونکي د زده کوونکي په توګه جذبوي.

عمومي معلومات

  • د سکالرشیپ نوم: شیونینګ
  • د غوښتنلیک پیل: د سپتمبر ۱۲، ۲۰۲۳
  • د غوښتنلیک پای: د نومبر ۷. (د افغان غوښتونکو لپاره وروستۍ نیټه به بیا وروسته اعلان شي)
  • ځای: برېټانیا
  • کوربه پوهنتونونه: د انګلیستان بېلابېل پوهنتونونه
  • وړ هېوادونه: افغانستان او د نړۍ نور هېوادونه
  • د زده ­کړو کچه: د ماسټرۍ سند
  • د تمویل بڼه: بشپړ تمویل شوی

ولې زه باید د زده کړې لپاره د برېټانیا هېواد غوره کړم؟

پر دې سربیره چې زده کونکي په برېټانیا کې د نړۍ په مشهورو پوهنتونونو کې زده کړې کوي، دوی په دې هېواد کې د ډېرو امتیازاتو څخه هم ګټه پورته کوي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

  • د زده کړې د عصري اسانتیاوو او نوي علمی تخنیکونو په کارولو سره خورا لوړ کیفیت زده کړه؛
  • د زده کوونکو د اړتیاوو سره سم د زده کړې لنډې دورې؛
  • د امریکایي هېوادونو په پرتله له افغانستان سره لنډ واټن؛
  • د برېټانوي پوهنتونونو څخه د فراغت وروسته په نورو اروپايي هېوادونو کې د کاري زمینې شتون؛
  • د افغانستان په ګاونډی هېوادونو کې د برېټانیا په سفارتونو کې د اسنادو د پروسس د اسانتیاوو شتون؛
  • د زده کوونکو لپاره د زده کړې پر مهال د کار کولو امکانات؛
  • په نړیواله په پرتله د غوره پوهنتونونو شتون؛
  • د زده کړې د لوړو اعتبار اسنادو وړاندې کول چې له ډېري هېوادونو څخه پورته دي؛
  • د دې بورسونو په جریان کې د زده کړې د ټولو لګښتونو ورکول؛
  • او له فراغت وروسته د کار ویزې د ترلاسه کولو شونتیا.

د  شیونینګ بورسونه کوم لګښتونه تر پوښښ لاندې نیسي؟

  • د راجسټریشن، زده کړې او د برېټانیا له پوهنتون څخه د فراغت اسنادو د ترلاسه کولو د ټولو فیسونو ورکول؛
  • د روغتیایي لګښتونو منل چې په ډېري مواردو کې زده کوونکو ته د روغتیايي بیمې کارت ورکول کېږي؛
  • برېټانیا ته د ننوتلو لپاره د الوتکې د ټکټونو د لګښت پوښل؛
  • په میاشتني ډول د زده کوونکو د خوړو او جامو د ټولو لګښتونو ورکول؛
  • په برېټانیا کې د زده کړې پرمهال د استوګڼې لپاره د استوګڼځی د کرایې لګښت ورکول؛ او
  • او د دې بورسونو د اړوندو پروګرامونو او کنفرانسونو د بشپړ لګښتونو منل.

څوک په شرایطو برابر دی؟

  • هغه کسان چې په اړونده برخه کې د لیسانس سند لري؛
  • غوښتونکی باید د برېټانیا څخه پرته د بل هېواد تبعه وي، چې افغان محصلین پکې شامل دي؛
  • افغان زده کوونکي باید د برېټانیا د بهرنۍ پراختیایي مرستې وړ یوه هېواد اوسېدونکي وي؛
  • غوښتونکي باید په برېټانیا کې د زده کړې بشپړولو وروسته د دوو کلونو په ترڅ کې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي؛
  • لږ تر لږه دوه کاله (۲۸۰۰ کاري ساعتونه) کاري تجربه ولري؛
  • غوښتونکی لا دمخه د برېټانیا په یو یا درېیو بیلابیلو پوهنتونونو کې د درېیو بیلابیلو کورسونو لپاره غوښتنه کړې ده؛
  • لږ تر لږه د برېټانیا له یو پوهنتون څخه یو غیرمشروط وړاندیز (Unconditional Offer) د 2023 کال د جولای تر 13 پورې ترلاسه کړی وي؛
  • له دې بورسونو څخه مخکې په برېټانیا کې د زده کړې لپاره ګټه نه وي پورته کړی.

د زده کړو کچه او موده

د برېټانیا په پوهنتونونو کې د  شیونینګ بورسونه تر ډېره د ماسټرۍ په کچه دي چې د زده کړې له پیل څخه تر پایه پورې یو کال وخت نیسي.

د زده کړې رشتې او پوهنتونونه

د زده کړې ټول هغه برخې او رشتې چې د برېټانیا په پوهنتونونو کې تدریس کېږي په دې بورسونو کې شامل دي. په برېټانیا کې د ماسټرۍ په کچه د زده کړې د تر ټولو ښې رشتې او برخې د لیست کتو په موخه د Studying in UK وېبپاڼه وګورئ.

د برېټانیا په ټولو پوهنتونونو کې زده کوونکو لپاره د زده کړې زمینه شتون لري. په study.eu وېبپاڼه کې له ۱۰۰ څخه د ډېرو برېټانوي پوهنتونونو لیست وګورئ. په ځانګړې توګه د  شیونینګ پروګرام لاندې د زده کړو د څانګو لیست دلته وګورئ.

اړین اسناد

  • د  شیونینګ انلاین غوښتنلیک فورمه؛
  • د برېټانیا له یو پوهنتون څخه د داخلې لیک (Admission Letter)؛
  • د دې هېواد له یو پوهنتون څخه غیرمشروط وړاندیز لیک (Unconditional Offer)؛
  • د پوهنتون وروستی سند چې انګلیسي ته ژباړل شوی وي؛
  • د پوهنتون ټرانسکرپټ (Transcript) په انګلیسي ژبه کې؛
  • د سپارښتنې دوه لیکونه (2 Recommendation Letters)؛
  • د انګلیسي ژبې سره بلدتیا چې د ایلتس (IELTS) لپاره 5 نومرې او د (TOEFL) لپاره 79 نومرې دي؛
  • خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو د ژمنلیک؛
  • د هڅونې لیک (Motivational Letter) چې په برېټانیا کې په اړونده برخه کې د زده کړې دلیل لیکل کېږي؛
  • د برېټانیا د حکومت ویزې ترلاسه کولو شرایطو پر بنسټ اړین روغتیایی اسناد؛
  • د سوانحو لنډیز (Resume)؛
  • د زېږېدنې کارت؛
  • تذکره؛ او
  • او پاسپورټ.

یادښت: غوښتونکي موږ وړاندیز کوو چې تاسو د خپل غوښتنلیک چمتو کولو او په دې لینکونو کې د وړتیا شرایطو، کاري تجربې او مرجه لیکونو (References) په اړه په معلومات ولولئ.

غوښتنلیک څنګه وسپارو (How to Apply)؟

غوښتونکي کولی شي خپل غوښتنلیکونه د برېښنایی سېسټم له لارې په انلاین بڼه وسپاري. پر شرایطو برابر نوماندان کولی شي د  شیونینګ د غوښتنلیک انلاین سېسټم (How to Apply) ته مراجعه او اړوندې فورمې ډکې کړي. د دې سکالرشپ لپاره د غوښتنلیک سپارلو په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.

د نوم لیکنې د پیل او پای نېټه

هغه غوښتونکي چې د دې سکالرشپونو لپاره لېوالتیا لري کولای شي د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۲مې څخه د نومبر تر لومړیو پورې خپل غوښتنلیکونه د بیاکتنې او منل کېدو لپاره د برېټانیا حکومت ته واستوي. د  شیونینګ د نوم لیکنې د پیل او پای مهالوېش کتلو لپاره د  شیونینګ وېبپاڼه وګورئ.

د غوښتنلیک د بیاکتنې او د پایلې اعلانولو پړاوونه

  • د شرایطو د نه پوره کولو په صورت کې د ځواب وړاندې کول: د برېټانیا حکومت به د اړوند حساب یا اکاونټ له لارې غوښتونکو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر پایه یا د ډسمبر میاشتې تر پایه پورې ځواب ووایي. د دې سکالرشپ ردېدو په تړاو د نورو معلوماتو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.
  • پر شرایطو برابر نوماندانو شارټ لیست: د ۲۰۲۴ کال په فبروري میاشت کې به هغه نوماندان چې شرایط یې پوره کړي وي  شیونینګ لپاره به شارټ لیست شي.
  • له نوماندانو سره لومړنۍ مرکه: د ۲۰۲۴ کال په فبروري میاشت کې او ممکن په مارچ میاشت کې شارټ لیست شوي نوماندان د ویډیو کنفرانس له لارې مرکې ته حاضر شي او هر نوماند سره به په جلا توګه مرکه تر سره شي. د  شیونینګ مرکې په اړه د نورو معلوماتو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.
  • ریفرینس چیک: د ۲۰۲۴ کال له فبروري څخه تر اپریل پورې له هغو غوښتونکو څخه چې د  شیونینګ بورسونو لپاره منل شوي دي، غوښتنه کېږي چې د خپل غوښتنلیک د راتلونکو پړاوونو بشپړولو لپاره د برېټانیا حکومت ته د دوه ریفري (Referee) په ګډون ټول اړین اسناد واستوي. په دې مرحله کې د غوښتونکي په اړه د دوو کسانو څخه معلومات یا ریفرینس چک (Reference Check) ترلاسه کېږي. د نورو معلوماتو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ.
  • د برېټانیې په سفارت کې د  شیونینګ وروستۍ مرکه: له غوښتونکو څخه غوښتل کېږي چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ او اپریل په میاشتو کې د  شیونینګ وروستۍ مرکې لپاره په اړوند هېواد کې د برېټانیې سفارت یا د اړوند هېواد نږدې سیاسي استازولۍ ته ولاړ شي. په دې مرکه کې به د برېټانیا د حکومت څو تنه استازي په حضوري او انلاین بڼه حضور ولري.
  • پایلې: د ۲۰۲۴ په جون کې د  شیونینګ بورسونو لپاره د بریالي او غوره شويو نوماندانو لیست به د برېټانیا حکومت لخوا خپور شي او اړونده نوماندان به د برېښنالیک له لارې خبر شي.
  • د چونینگ د غوښتنلیک بیاکتنې، مرکې، پایلې اعلان او نور پړاوونو په تړاو لا ډېر معلومات د  شیونینګ وېبپاڼه کې وګورئ.
  • د پوهنتون د درسونو پیل: د ۲۰۲۴ کال په سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې به له زده کوونکو وغوښتل شي چې په برېټانیا کې اړوندو پوهنتونونو ته د درس په موخه حاضر شي. البته، مخکې له دې زده کونکي باید د برېټانیا د ویزې ورکولو مرکز له لارې د دې هېواد ویزې ترلاسه کړي.

دا باید په یاد ولرئ چې د برېټانیا حکومت په ټولو پړاوونو کې غوښتونکو، کاندیدانو او محصلینو ته لازمې لارښوونې کوي.

مرسته او مشوره

د  شیونینګ بورسونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دې رسمي وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ. د افغانستان لپاره د  شیونینګ په تړاو د ځانګړو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دې ځانګړي لینک څخه لیدنه وکړئ. د دې سکالرشپونو پورې اړوند ډېرو اړوندو اندېښنو او پوښتنو ته د  شیونینګ وېبپاڼه کې ځوابونه وړاندې شوې دي.

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسید" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.