10 ترفند قاچاق‌بران برای مهاجرت غیرقانونی پشتو.png

د قاچاق­بر (قاچاق­وړونکي) موندل په ځانګړې توګه د رسنیو، خواله شبکو او ټولنیزو وسیلو له لارې، ستونزمن نه دي. خورا اسانه ده چې هغه کسان یا خلک ومومئ چې یا په ریښتیا د خلکو قاچاق کوي یا یې تشه ادعا کوي. له همدې امله، د قاچاق­وړونکو لخوا د لوټ یا او بیا تري تم کېدو ډېرې کیسې شتون لري. په افغانستان، ایران او ترکیه کې ډېر داسې خلک شته چې په خپله غولوونکې ژبه کډول تېرباسي، هوکړې ته ورسره رسېږي، پیسې ترې اخلي او بیا تري تم کېږي. همدارنګه، یونان ته د مسافرو تر استولو وروسته د هغوی ملتیا پرېږدي. د یادونې ده چې یونان د اروپايي ټولنې لومړنی هېواد دی چې افغان پناه غوښتونکي ور دننه کېږي.

پر دې سربېره، یو بل بنسټ چې صرافۍ دي هم په دې بهیر کې ښکېل دي. د افغانانو په منځ کې د انسان د قاچاق په ډېرېدو ان د افغان قاچاق­برانو نوم د ډېرو مسافرو غوږونو ته د بېساري جعلکارانو او لوټمارانو په توګه رسېدلی دی. ډېر داسې مسافرین شته چې د قاچاق وړونکي سره په هوکړه کې، د سفر پیل کولو دمخه ټول لګښتونه ورکوي. د دغو مسافرو له ډلې ډېر یې د سړک په سر پرېښودل شوي هم دي. خو د قاچاق وړونکو او مسافرو تر منځ د بې باورۍ له رامنځ­ته کېدو سره د صرافیو ښکېلتیا ته لاره هواره شوه چې کله کله مسافر له دې لارې هم غولول کېږي.

مسافرین د پیسو هغه ټاکلې اندازه چې له قاچاق­وړونکي سره یې پرې هوکړه کړې، له هغو صرافیو سره د امانت په توګه ږدي چې قاچاق­وړونکی ورسره همکاري لري. دا صرافۍ د سره تړلې شبکې په بڼه کار کوي. په افغانستان کې یو قاچاق­وړونکی کولی شي په جرمني، برتانیې یا کوم بل هېواد کې له صرافیو سره همکاري ولري، یا په فرانسه کې اوسیدونکي قاچاق­وړونکي کولی شي په افغانستان کې له خپلو اړوند صرافیو سره همکاري وکړي. د قاچاق­وړونکي او مسافر تر منځ د تړون له مخې، دا پیسې به هغه مهال قاچاق­وړونکي ته ورکول کېږي چې مسافر خپل منزل ته ورسېږي.

خو هغه خطر چې مسافر د لوټ له ګواښ سره مخ کوي دا دی چې ممکن د صراف دفتر او د کاروبار ځای داسې غولونکی ځای وي چې د لنډې مودې لپاره جوړ شوی وي یا هم ځينې مسافرین د قاچاق­وړونکي له لوري د لارې په اوږدو کې د استوګنې په کورونو یرغمل شي او د مسافر کورنۍ یا له صراف سره منځکړی مجبور شي چې امانت ایښودل شوې پیسې ازادې کړي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې دننه صرافي اړ نه ده چې له مرکزي بانک سره تړاو (ثبت) ولري. د بېلګې په توګه، په یوه سوداګریزه ودانۍ کې یو دفتر دی، کله چې له مسافرو سره ناسته پاسته کوي، ځينې خلک هلته شته چې په اصل کې د صراف همکاران دي او د نورو مسافرو په توګه ځان معرفي کوي او جعلي فورمې ډکوي خو د څو میاشتو تېرېدو، په ورته سوداګریزه ودانۍ کې د پام­وړ صرافۍ دفتر هېڅ درک نه لري.

په دې لیکنه کې د قاچاق­برانو د لسو هغو چلونو په اړه یادونه کوو چې افغانان په ناقانونه توګه کډوالۍ ته هڅوي.

د قاچاق­وړونکو تېرایستونکي چلونه

انساني قاچاق یو جنایت او وحشتناک کاروبار دی. هر کال په زرګونو پناه غوښتونکي د قاچاق­وړونکو د دروغجنو ژمنو او دوکې له امله له مرګوني ګواښ سره مخ کېږي. همدارنګه په دغو لوټمارانو باندې د باور له امله ډېر خلک مري.

قاچاق­بران د پېرېدونکو د راجلبولو او د ناقانونه کډوالۍ د کاروبار د غوړولو په خاطر له درواغو او تېرایستونکو ژمنو کار اخلي. همدغه چاره هر کال د ډېرو افغان کډوالو د مړینې لامل کېږي، چې موږ یې لاندې یادونه کوو:

۱- اروپايي هېوادونه د کارځواک له ناورین سره مخ دي!

د قاچاق­برانو په خبره، د اروپايي هېوادونو چارواکي د کارګرانو د کمښت له امله له اقتصادي کړکېچ سره مخ دي او هر څوک د پناه غوښتونکي په توګه مني. نو همدا اوس مناسب وخت دی چې له پولو تېر شئ او د اروپايي هېوادونو خاورې ته ور دننه شئ، په ځانګړې توګه جرمني! خو په اصل کې دا خبره ریښتیا نه ده.

۲- د سرحدي کنټرول پر مهال په خوب ویده کیدل!

په دې حالت کې، د پولیسو افسران په قانوني توګه اجازه نه لري چې تاسو له خوبه را ویښ کړي، نو تاسو په اسانۍ سره له پولې څخه تیریږئ! دا ادعا، ستر دروغ دي. هېڅ داسې قانون نه شته چې د پولې د څارونکو د پلټنې مخه ونیسي. ان کله چې تاسو ویده یاست؛ دوی به تاسو له خوبه راویښ کړي او پوښتنې ګروېږنې به در څخه وکړي او له تاسو څخه به اړوند هېواد ته د کډوالۍ دلیل او اړین اسناد وغواړي.

۳- امېندواره میرمنې ژر تر ژره پناه اخیستلی شي!

قاچاق­بران تر ډېره پناه غوښتونکو میرمنو ته په دروغو سره دوکه ورکوي چې امیندواره میرمنې د پناه اخیستلو ښه چانس لري. دا یو بشپړ دروغ دی. پناه یوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د پناه غوښتنې شرایط پوره کوي. او مسافر کولای شي دا شرایط او ادعاوې په اړوندو محکمو یا ادارو کې ثابتې کړي.

۴- له بشپړ ځاني امنیت سره پناه!

قاچاق­وړونکي ډېرکله ادعا کوي چې هغه کښتۍ یا بېړۍ چې تاسو د غیرقانوني کډوالۍ په جریان کې لېږدوي، په بشپړه توګه خوندي او پراخه ده، لکه څنګه چې یو څوک تصور کولی شي دا کښتۍ په سینماګانو او تفریحی پارکونو سره سمبال شوي. خو خبره بل ډول ده، ځکه قاچاق­وړونکي د پناه غوښتونکو د لېږدولو لپاره له وړو او خرابو کښتیو څخه کار اخلي. له همدې امله دوی تل د پناه غوښتونکو د لېږدولو لپاره ارزانه او کوچنۍ کښتۍ کرایه کوي او هر کال بې­شمېره پناه غوښتونکي په سمندر کې ډوبېږي او د قاچاق­برانو د ګټې لپاره خپل ژوند او مال له لاسه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې قاچاق­وړونکي د پناه غوښتونکو په وړاندې کوم قانوني مسولیت پر غاړه نه لري.

۵- د ۱۸ کلونو څخه کم خلک په اسانۍ سره پناه ترلاسه کوي!

د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکو خلکو ته په چټکۍ سره پناه ورکول کېږي. له همدې امله، که تاسو وښایاست چې تاسو له اتلس کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو ته به پرته له کومې اوږدمهاله پروسې پناه درکړل شي. دا ناسمه خبره ده، ځکه چې عمر په المان کې د پناه غوښتنې په اړه هېڅ اغیزه نه لري. ان د اتلس کلونو څخه کم عمر لرونکي خلک باید ثابته کړي چې د دوی ژوند په خپل هېواد کې په خطر کې و او یا دا چې دوی د جګړې او ترهګرۍ له ویرې تښتیدلي دي.

۶- کډوال له هېوادونو پیسې ترلاسه کوي!

قاچاق­وړونکي کډوالو ته وايي چې هېوادونه پناه غوښتونکو ته له ور رسېدو سره سم د هرکلي لپاره یوه اندازه پیسې ورکوي. دا خبرې لوی دروغ دي. هېڅ هېواد او هېڅ حکومت هېڅ پناه غوښتونکي ته د ښه راغلاست په نامه پیسې نه ورکوي. په زړه پورې خبره دا ده چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نه حکومت او نه هم خلک د کډوالو په اړه سم نظر لري. ځکه په کوربه هېواد کې د دغو کډوالو شتون د دوی لپاره کومه ګټه نه لري.

۷- کډوالو ته کور ورکوي!

هرڅومره ژر چې تاسو یو اروپايي هېواد ته د پناه غوښتونکي په توګه ور دننه شئ، حکومت به تاسو ته یو کور درکړي. دا یوه لویه بې اساسه ادعا ده. هېڅ هېواد او هېڅ دولت ورغلو مهاجرو ته شخصي کور نه ورکوي. همدارنګه، پناه غوښتونکي نه شي کولی په ازاده توګه د کوربه هېواد په خاوره کې ژوند وکړي چې دوی ور ننوتلي دي. سربېره پر دې، پناه غوښتونکي ممکن په لرې پرتو سیمو کې ژوند کولو ته اړ شي چېرې چې هېڅوک د دوی په ژبه نه پوهیږي.

۸- کډوالو ته په لویو کمپنیو کې دندې ورکول کېږي!

په اروپا کې، په ځانګړې توګه په المان کې لوی صنعتي شرکتونه شته چې په دوامداره توګه د ځوانو کارګرانو په لټه کې دي. له همدې امله المان یا بریتانیا هره ورځ پنځه زره کډوال مني چې د دوی کاري ځواک ور ته اړتیا لري. دا هم یو بې بنسټه ادعا ده. مهمه نه ده چې پناه غوښتونکی څومره مهارت لري، دوی به تر هغه وخته پورې په کوم اروپايي هېواد کې د کار کولو حق و نه لري تر څو چې د هغوی د کېس پایله نه وي راوتلې او د کار شرایط یې نه وي پوره کړي. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر اروپايي هېوادونه د هغو قانوني کډوالو هرکلی کوي چې په دې هېواد کې د کار کولو اراده لري. په ځانګړې توګه هغه خلک چې په یو هېواد کې یې د کارخاوند څخه د دندې وړاندیز ترلاسه کړی وي.

حقیقت دا دی چې دا ممکنه ده چې په دې هېوادونو کې په ځینو نا اړینو مسلکونو کې کارموندنه خورا اسانه ده. په اروپا کې ځینې لوړ معاش لرونکې دندې شته چې عاید یې هیښوونکی دی.

۹- کډوال کاناډا ته استول کېږي!

که تاسو په اروپایی هېوادونو کې ژوند کول خوښ نه کړئ، د دې هېوادونو حکومتونه به تاسو ته کاناډا ته د کډوالۍ لپاره وړیا ویزه درکړي. دا یوازې یوه تشه ادعا او ستر دروغ دي. اروپايي هېوادونه نه یوازې دا چې د مهاجرو د منلو مسولیت نه لري، بلکې د کاناډا او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ داسې تړون نه دی شوی او نه به وي. نو هیله ده چې د قاچاق­برانو په بې اساسه ژمنو مه ځان غولوئ!

۱۰- په سرحدونو کې کډوالو ته ښه راغلاست!

د کرسمس په مناسبت، اروپايي هېوادونه د خپلو سرحدونو ته لوی بسونه لیږي ترڅو پناه غوښتونکي خپلو هېوادونو ته انتقال کړي. دا یو ډېر ستر دروغ دي. اروپايي هېوادونه ډېر قانون منونکي دي او د دوی د کډوالۍ قوانین د ډالۍ ورکولو په نامه هېڅ نه لري. د مهاجرت قوانینو په اړه د لا ډېرو معلوماتو لپاره، تاسو د کډوالۍ وکیل څخه مرسته ترلاسه کولی شئ، ځکه چې د دې امکان له نشت سره برابر دی چې حکومتونه به په بېلابېلو فرصتونو کې په وړیا توګه سرحدونو ته بسونه واستوي ترڅو کډوال د یو هېواد خاورې ته راولي.

ګرانو لوستونکو، دا اوازې د الماني د قاچاق­برانو له خوا د مهاجرت قربانيانو او پناه غوښتونکو ته ویل شوې دي او چې د المان د حکومت له لوري په یوه ټولګه کې راټول شوي او د Rumors About German په ویبپاڼه کې خپاره شوي دي. د دې وېبپاڼې موخه المان ته د کډوالۍ غوښتونکو ته پوهاوی ورکول او د قاچاق­برانو له فریب څخه یې ژغورنه ده.

اړینه یادونه

کله چې تاسو د قاچاق­وړونکي په لاس کې یاست، یعنې له هغې شیبې څخه چې تاسو ورسره معامله یا تړون کوئ، تاسو د خپل ځان واک نه لرئ او تاسو نور د خپل ژوند د هېڅ برخې په تړاو اصلي پریکړه کوونکي نه یاست. که تاسو د پولیسو لاس ته ورشي، دوی به هم ملامتي ستاسو پر غاړه در واچوي او خپل کار به سم وښيي او تاسو بیا د اعتراض حق هم نه لرئ. د دې تر څنګ، تاسو خپل، د خپلې کورنۍ غړو او خپلو عزیزانو او ماشومانو د ژوند او هویت قاچاق­بر ته په لاس ورکړی دی. په دې حالت کې به قاچاق­وړونکي ستاسو د وخت، د خوب ځای، د ژوندبڼې، خواړو او جامو ډول ټاکي.

د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو د جولای ۳۰ مه د نړۍوالې ټولنې د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه د "انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ" نومولې ده.

مرسته او مشوره

هغه افغانان چې مشخصو معلوماتو او همکارۍ ته اړتیا لري کولای شي چې لاړ شي د WhatsApp شمیره "پوښتنه " (+93729807235) یا فیسبوک میسنجر یا له لارې "پوښتنه " ویب پاڼه د "پوښتنې" مشاورینو سره اړیکه ونیسئ او نور معلومات ترلاسه کړئ.