مهاجرت غیرقانونی افغان‌ها و پیامدهای ناگوار آن.png

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې خلک یې د ښه ژوند په موخه له دغه هېواد څخه لرې ناقانونه کډوالۍ ته مخه کوي او نورو هېوادونو ته د رسېدو لپاره ناقانونه او قاچاقي لارې غوره کوي.

د اسلامي امارت له واکمنۍ را وروسته، بهر ته د افغانانو د کډوالۍ زیاتوالي د قاچاق­برانو بازار ښه ګرم کړی دی. اوس مهال په کابل او ولایتونو کې لسګونه داسې قاچاق ­وړونکي شته چې افغانان د اروپايي ټولنې هېوادونو، استرالیا، کاناډا او د امریکا د لویدیځ نورو هېوادونو ته قاچاق کوي.

ډېری افغانان چې بل هېواد ته د کډوالۍ اراده لري فکر کوي چې د عامو، سمو او عاقلانه لارو لکه پناه، تعلیمي مهاجرت، کورنۍ مهاجرت او نورو غوراویو له لارې مهاجرت خورا ګران یا ناشونی دی، له همدې امله یو زیات شمېر افغان کورنۍ په ځانګړې توګه ځوانان هڅه کوي چې د ناقانونه لارو چارو په نیولو بل هېواد ته کډوال شي او د مسافرت له ستونزو، مصارفو او مودې ناخبره وي. د دې حقیقت څخه ناخبره دي چې ناقانونه لارې لکه پناه ډېرې ستونزې او خطرونه لري چې د انسان په ذهن او بدن ناوړه اغېزه کوي.

په دې لیکنه کې د افغانانو د دغه ناقانونه مهاجرت او د ناقانونه لارو د بدمرغه پایلو په اړه بحث کوو.

د افغانانو د کډوالۍ لاملونه

د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ د ډېرېدو لاملونه خورا زیات دي. د ناامنیو شتون، د وسله والو ډلو له خوا تاوتریخوالی، غچ اخیستنه، خراب اقتصادي وضعیت، د بیکارۍ زیاتوالی او د هویت کړکېچ هغه مهم لاملونه بلل کېږي چې پرمختللو هېوادونو ته د ځوانانو د کډوالۍ لامل کېږي.

دا مهال په پاکستان او ایران کې څه باندې پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي. د قاچاق وړونکو ډلو د دروغجنو تبلیغاتو او د هغوی د فریب په پایله کې دغه خلک د ناقانونه کډوالو په توګه، د دې پرځای چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او یا د قانوني مهاجرت لارې ونیسي، اروپايي او امریکايي هېوادونو ته مخه کوي.

همدارنګه، ځینې ناقانونه کډوال هغه خلک دي چې د ځینو دلیلونو له امله له خپل هېواد څخه تښتېدلي او ممکن محاکمه شي.

ناقانونه کاډوالۍ

د ناقانونه کډوالۍ معنا دا ده چې یو څوک یا یوه ډله د اړونده اجازې او ویزې پرته د یو هېواد خاورې ته ننوځي او د هغه هېواد د کډوالۍ له قوانینو څخه سرغړونه وکړي. د بېلګې په توګه، یو تن د ایران، ترکیې، کاناډا، امریکا، یونان او یا نورو اروپايي هېوادونو خاورې ته د ورننوتلو لپاره، د دې پر ځای چې په عادي، قانوني لارو چارو باندې فکر وکړي؛ د دغو هېوادونو خاورې ته په ناقانونه ډول، پرته له ویزې ورننوځي، او د ځمکې، اوبو او ان هوایي لارو له لارې په قاچاقي ډول ورځي. هر کال ډېر خلک د دغو هېوادونو د سرحدي ساتونکو له خوا په ډزو وژل کېږي، په ډله ییزو کښتیو کې په سمندر کې ډوبېږي، یا هم د لوږې او د لارو د سختیو او یا هم د انسان په قاچاق کې د ښکېلو کسانو د حرص او ناوړه ګټو له امله مري.

په ډېری پېښو کې، ناقانونه کډوالي له وروسته پاتې هېوادونو څخه د ډېرو سوکاله او ازادو هېوادونو پر لور پېښېږي. په ټولیزه توګه، د کډوالۍ د دغې تګلارې د بېساري خطرونو له امله، خلک تر ډېره د دې خطرونو او ستونزو په پام کې نیولو سره د کډوالۍ لپاره تر ټولو غوره هېوادونه ټاکي. هغه افغانان چې د دغو ناقانونه لارو مهاجرت کوي د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او ترکیې کې نیول کېږي او بیا بېرته افغانستان ته لېږل کېږي. که چېرې دوی له اروپایی او امریکایی هېوادونو څخه وایستل شي نو یقینا به دغو هېوادونو ته په خپلو راتلونکو سفرونو کې له ستونزو سره مخ شي، خو دا چې په قانوني یا ناقانونه توګه خپل منزل (پام وړ هېواد) ته له رسېدو سره سم د پناه غوښتنه وکړي. که چېرې یو څوک د پناه غوښتنې لپاره قوي دلیل ولري او منزل هېواد د جنیوا کنوانسیون له غړو هېوادونو څخه وي، کولای شي د پناه غوښتنې بهیر پر مخ یوسي.

د ناقانونه کډوالۍ ناوړه پایلې

لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، ډېری افغانان په دې باور دي چې پناه غوښتنه د مهاجرت لپاره، په ځانګړې توګه په کړکېچنو حالاتو کې یو ساده او اسانه لاره ده. داسې افغانان هم کم نه دي چې پام­وړ هېواد ته له ننوتو سره سم د پناه غوښتنې له عواقبو په ناخبرۍ سره د پناه غوښتنه کوي، او د ناپوهۍ له امله په دې عواقبو کې ځان ښکېلوي. په لاندې کرښو کې به تاسو له هغو دلایلو سره اشنا شئ چې کډوالي د مهاجرت په تر ټولو بدې تګلارې بدلوي:

  • ډېر مالي لګښتونه

د هغه څه برعکس چې خلک فکر کوي، د پناه غوښتنې له لارې ناقانونه مهاجرت نه یوازې ارزانه نه دی، بلکې هر کال یې له امله زرګونو افغانان د درغلیو او لوټمارۍ په جال کې راګېریږي چې له دوی څخه ډېرې پیسې غواړي او ځان ته د پام وړ مالي زیانونه اړوي. هغه شرکتونه او اشخاص چې له پناه غوښتونکو څخه لوړ فیس اخلي د خیالي ژوند ژمنې ورکوونکي په عمل کې هغه مجرمین دي چې ستاسو ژوند د خپلو شخصي ګټو لپاره په خطر کې اچوي. په داسې حال کې چې ان د پام وړ پېښو کې، تاسو کولی شئ د ناقانونه لارو په پرتله خورا ټیټ لګښت کې قانوني کډوالۍ ترلاسه کړئ. ځینې هغه ​​خلک د هېوادونو د اوبو او ځمکنیو پولو له لارې په دغو سیمو کې پېژندل شویو قاچاق وړونکو ته بیا ځلې په مستقیمه توګه د پام وړ پیسې او لګښتونه ورکوي، تر څو د دوی لپاره منزل ته د ترانسپورت چارې ترسره کړي، چې په دې حالت کې به هم ګران تمام شي.

ناامني، وزګارتیا او د ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره هیلې لرل، کورنۍ دې ته اړ کړې دي چې د دا ډول سفرونو ټول خطرونه ومني. دوی خپلې ټولې شتمنۍ پلوري او داسې قمار وهي چې د ګټلو چانس یې کم او دوی ورته ډېر خوشبین نه دي.

  • ځاني زیانونه

ناقانونه کډوالي نه یوازې مالي زیان رسوي، بلکې ستاسو روغتیا او ژوند ته هم خطرناکه ده. څرنګه چې پناه غوښتونکي او کډوال د ترانسپورت له قانوني لارو کار نه اخلي او په ناقانونه توګه سفر کوي، نو په دې لاره کې له ګڼو خطرونو څخه تېرېږي. په ځانګړې توګه، هغو هېوادونو ته د قاچاقي کډوالي چې د هېواد له دوه یا ډېرو سرحدونو تېرېدو ته اړتیا لري د دې خطر شدت د پام وړ توګه زیاتوي. د بېلګې په توګه، د سمندري ترانسپورت لپاره، ډېری خلک د بار وړونکو کښتیو، کانټینرونو، ټېلرونو او کښتیو کې د ساه بندېدو یا ډوبېدو له امله مړه کېږي. د کډوالو د نړیوال سازمان له لوري د اعلان شویو شمېرو له مخې هر کال له ۴۰۰۰ څخه زیات کسان د ناقانونه مهاجرت له امله مړه کېږي او تر کېدای شي دا شمېرې تر دې ډېرې لوړې وي ځکه دقیقې شمېرې لاس کې نه شته.

همدارنګه په دې کار کې ښځې او ماشومان له هر اړخه ډېر زیانمنېږي او په ډېرو مواردو کې ځورول کېږي او مل ماشومان هم له هر ډول اورایي او جسمي ستونزو سره مخ کېږي. ان ځینې خلک په غیر ارادي ډول په رسنیو او انساني قاچاق په شبکو کې نیول ګیر کېدای شي.

  • جنسي ځورونه

د سفر ستونزې له یوې خوا او له بلې خوا د قاچاقبرانو وحشیانه او غیر انساني چلند، کډوال په ځانګړې توګه ماشومان، تنکي ځوانان، نجونې او ښځې له ناوړه جنسي ځورونې سره مخ کوي او قاچاق وړونکي ورته د لارې په اوږدو کې په بده سترګه ګوري. د باوري رسنیزو سرچینو د راپورونو له مخې، اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په موخه پر یو شمېر کډوالو ښځو د قاچاقبرانو له خوا جنسي تېري شوي او له قاچاقبرانو سره جنسي اړیکې ته اړ ایستل شوې دي. ان قاچاقبران په رسمي توګه د کورنۍ له نارینه­وو څخه منزل ته د رسېدو په بدل کې د هغوی له لوڼو او ښځو سره د جنسي اړیکو غوښتنه کوي.

په هرصورت، ځینې افغانان اروپایي هېوادونو ته قاچاقي کډوالۍ پر مهال، په خپله خوښه یا په زور هر کار، ان جنسي اړیکې ته تسلیمېږي. که څه هم د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د قاچاق­وړونکو له خوا د جنسي تېري د پېښو دقیقې شمېرې نه شته، خو هېواد ته د راستنېدونکو پناه غوښتونکو لیدلې او اورېدلې کېسې ښیي چې په دې ډول لارو کې جنسي تېری ناشونې موضوع نه ده.

د اروپايي ټولنې پولیسو، یا یوروپول، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي "انټرنېټ او د انسان قاچاق سره تړلي دي." دې ادارې یادونه کړې چې ډېری ټولنیز رسنیز پلټفارمونه، د ملګرو موندنې اپلیکېشنونه او انلاین ګروپونه د جنسي ګټې اخیستنې، استثمار یا د بدن د غړو د پلور لپاره په انساني قاچاق کې د ښکېلو خلکو لخوا تښتول کېږي. دا کسان هڅه کوي چې د قانون د پلي کولو لپاره د پېژندلو څخه ډډه وکړي.

  • د قضیې د ردولو امکان

په اوس وخت کې، د پناه غوښتنې له لارې مهاجرت کېدای شي د ډېرو خلکو انتخاب وي، ان د هغو خلکو لپاره چې په خپل اصلي هېواد کې په بشپړه سوله کې ژوند کوي. دا د همدې خیالي فکرونو له امله ده، چې د لګښت، مودې، اړینو وړتیاوو او ځینو نورو شیانو له پلوه د دې تګلارې اسانتیا ده. په هرصورت، اتباع د پناه غوښتنې وړ دي، خو که افغانان دا ثابته نه کړي چې دوی په خطر کې دي، د دوی کېس به رد شي. د قضیې رد کېدل پخپله د پناه غوښتونکي په اړه جدي اغېزه لري او پناه غوښتونکي د بې برخلیکۍ حالت او ان د اخراج له ګواښ سره مخ کوي.

له بلې خوا، د پناه غوښتنې فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره، د هغو حقیقي اړمنو خلکو ته فرصتونه له منځه وړي چې پناه ته اړتیا لري، لکه د جنګ ځپلو هېوادونو خلک او هغه خلک چې پام­وړ هېواد کې له ګواښ سره مخ دي. خو له نېکه مرغه، د پام­وړ هېوادونه هم په دې مسله پوره پوهیږي او په اسانۍ سره د پناه غوښتنې هره غوښتنه نه مني، خو دا چې په بشپړه توګه ثابته شوې نه وي چې د پناه غوښتونکي ژوند په خطر کې دی.

  • د پناه غوښتونکو په پنډغالي کې ژوند

یو هېواد ته د ننوتلو وروسته، کډوال باید لومړی وکولای شي د پام­وړ هېواد ته د کډوال کېدو ادعا ثابته کړي. دا قضايي بهیر لامل کېږي چې په ډېرو مواردو کې د پناه غوښتونکو د غوښتنلیک د ردېدو لامل کېدای شي. هغه خلک چې په کوربه هېواد کې د پاتې کېدو اراده لري باید مخکې له دې چې ټولنې ته ورګډېدو اجازه ورکړل شي د کډوالو په پنډغالو کې ژوند وکړي. دا دوره له دوو څخه تر دریو میاشتو پورې پیل کېږي او ان د دوه کلونو څخه زیات دوام کولی شي. د کډوالو په پنډغالو کې ژوند ډېر سخت او له سپکاوي ډک دی. دا سمه ده چې په وروستیو کلونو کې پرمختللو هېوادونو د پناه غوښتونکو د هوساینې لپاره ډېرې اسانتیاوې په پام کې نیولي او هغوی ته یې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي دي، خو دا کار نه دي توانېدلي چې په پنډغالو کې د ژوند ناوړه اړخونه له منځه یوسي.

  • پټ او ناقانونه کار

پناه غوښتونکو ته په پام­وړ هېواد کې د کار اجازه نه ورکول کېږي، او دوی باید لومړی د دې وړتیا ولري چې د هغه هېواد لپاره لنډمهاله استوګنځي ترلاسه کړي، کوم چې یوه اوږده پروسه ده. په بله وینا، که تاسو په دې وخت کې پیسو ګټلو ته اړتیا لرئ، تاسو باید په پټه او ناقانونه توګه کار وکړئ، چې کېدای شي پر تاسو لپاره منفي اغېزې ولري. د بېلګې په توګه، ‌ډېری کډوال دا خطر مني او ان د مهاجرینو په پنډغالو کې ان د لږ عاید ترلاسه کولو لپاره په تور کار بوخت دي.

• کور ته د ستنېدو توان نه لرل

پام­وړ هېواد ته تر ننوتلو وروسته، کډوال ادعا کوي چې دوی په خپل هېواد کې د ژوند کولو فرصت نه درلود او د ژوندانه له سختو شرایطو څخه را تښتېدلي دي. د پایلې په توګه، د یو هېواد له استازو سره د اړیکو هره لاره یا ان د بېرته راستنېدو هڅه د پناه غوښتونکي په توګه د شخص حیثیت له لاسه ورکوي. دا قانون یواځې د پناه غوښتنې د کېس د منل کېدو، د هغه هېواد د استوګنې او په پای کې د هغه هېواد د پاسپورټ او تابعیت ترلاسه کولو پورې محدود نه دی، او خپل هېواد ته په بېرته ورګرځېدو، ان د کډوالۍ د پام­وړ هېواد د قبولي په لرلوسره هم د هغه هېواد د استوګنې او تابعیت ترلاسه کړی حق له لاسه ورکوي.

  • د کوربه هېواد د خلکو ناخوښي

په هغو هېوادونو کې چې د کډوالو شمېر لوړ شوی، لکه اروپايي هېوادونه چې په منځني ختیځ کې جنګ ځپلو هېوادونو ته نږدې دي او جرمني او انګلستان یې ښکاره بېلګې دي، د کډوالو په اړه د وګړو لید په هېڅ ډول ښه نه دی. که څه هم د دغو هېوادونو اتباع د وجدان له مخې له پناه غوښتونکو سره خواخوږي لري، خو تر ټولو لومړی، دوی پناه غوښتونکو ته پر پام وړ هېواد د بار په سترګه ګوري. په حقیقت کې د پناه غوښتونکو لګښتونه د پام وړ هېواد د خلکو له جیبونو او د اړوند هېواد له راټولو شویو مالیاتو څخه ترلاسه کېږي او د هېواد د خلکو دا ناخوښي په بشپړه توګه منطقي ده. ان بریتانیا یو ګام نور هم پرمخ ځي او پناه غوښتونکي له خپلې خاورې باسي د روانډا په څیر درېیم هېواد ته یې لېږي.

  • تر کلونو پورې له اصلي اوسېدونکو پورې ناانډوله حقونه

ان یو څوک چې کېس یې منل شوې وي، تر څو د هغه هېواد تابعیت ترلاسه نه کړي، کېدای شي د هغه هېواد له اصلي اتباعو سره د تابعیت او حقوقو په برخه کې یو څه توپیر ولري او تر هغه چې د هغه هېواد پاسپورت تر لاسه کوي، دا حالت همداسې دوام کوي. اوس د کډوالو د وضعیت او په ځانګړې توګه د پورته یادو شویو ټکو په اړه سره ورته وضعیت ته پام وکړئ. د بېلګې په توګه، فرض کړئ چې تاسو ته د کار اجازه درکړل شوې ده، خو که چېرې کارګمارونکي پوه شي چې تاسو د کار ویزې پرته او د کډوال په توګه دې هېواد ته راغلی یاست، یا دا چې تاسو د کار اجازه لیک ترلاسه کولو امله د کار په لټه کې یاست، نو ستونزمنه به وي چې کارګمارونکی تاسو وګماري.

 

  • سختې لارې

نارینه، ښځینه، ځوانان یا ماشومان د افغانستان یا هر بل هېواد څخه پناه غوښتونکي چې غواړي وخوځېږي؛ د سفر پیل کولو لپاره، دوی باید له داسې سختو لارو څخه تېر شي چې ساعتونه پلی مزل وکړي، او له غرونو، سمندرونو او سیندونو څخه تېر شي. دا څرګنده نه ده چې قاچاق وړونکي یا لېږدوونکي په کومو شرایطو کې پناه غوښتونکي د تېښتې او مهاجرت د بهیر په ترڅ کې خپل منزل ته رسوي. د ناامنه کښتیو او ټایر ټیوبونو په کارولو سفر، په کانټینرونو کې له سرحدي پولیسو د پټېدو په موخه تګ او په ځنګل او فرعي سړکونو کې د شپې اوږد مزل بېساري ځواک ته اړتیا لري. دا هغه حقایق دي چې پناه غوښتونکي یې باید د لارې په اوږدو پر ځان ومني.

  • جدي رواني او روحي ستونزې

د ټولو هغو ټکو پر بنسټ چې په پورتنیو معلوماتو کې یې یادونه وشوه او په ټولیزه توګه د کډوالۍ په لار کې د بلا ډېرو ستونزو او کړاوونو له امله، د پام وړ هېواد خاورې ته د لارې په اوږدو کې او بیا د منزل هېواد په پنډغالي کې د اوږدې مودې لپاره ناوړه وضعیت کې وخت تېرولو له امله، په انسان کې ډېرې جدي ناوړه روحي او اروايي اغېزې رامنځته کېږي او کېدای شي د تابعيت له تر لاسه کولو وروسته کلونه کلونه د انسان په وجود او روح کې پاتې شي.

مهمه یادونه

کله چې تاسو د قاچاق­وړونکي په لاس کې یاست، یعنې له هغې شیبې څخه چې تاسو ورسره معامله یا تړون کوئ، تاسو د خپل ځان واک نه لرئ او تاسو نور د خپل ژوند د هېڅ برخې په تړاو اصلي پریکړه کوونکي نه یاست. که تاسو د پولیسو لاس ته ورشي، دوی به هم ملامتي ستاسو پر غاړه در واچوي او خپل کار به سم وښيي او تاسو بیا د اعتراض حق هم نه لرئ. د دې تر څنګ، تاسو خپل، د خپلې کورنۍ غړو او خپلو عزیزانو او ماشومانو د ژوند او هویت قاچاق­بر ته په لاس ورکړی دی. په دې حالت کې به قاچاق­وړونکي ستاسو د وخت، د خوب ځای، د ژوندبڼې، خواړو او جامو ډول ټاکي.

د قاچاق­بر (قاچاق­وړونکي) موندل په ځانګړې توګه د رسنیو، خواله شبکو او ټولنیزو وسیلو له لارې، ستونزمن نه دي. خورا اسانه ده چې هغه کسان یا خلک ومومئ چې یا په ریښتیا د خلکو قاچاق کوي یا یې تشه ادعا کوي. له همدې امله، د قاچاق­وړونکو لخوا د لوټ یا او بیا تري تم کېدو ډېرې کېسې شتون لري. په افغانستان، ایران او ترکیه کې ډېر داسې خلک شته چې په خپله غولوونکې ژبه کډول تېرباسي، هوکړې ته ورسره رسېږي، پیسې ترې اخلي او بیا تري تم کېږي. همدارنګه، یونان ته د مسافرو تر استولو وروسته د هغوی ملتیا پرېږدي. د یادونې ده چې یونان د اروپايي ټولنې لومړنی هېواد دی چې افغان پناه غوښتونکي ور دننه کېږي.

پر دې سربېره، یو بل بنسټ چې صرافۍ دي هم په دې بهیر کې ښکېل دي. د افغانانو په منځ کې د انسان د قاچاق په ډېرېدو ان د افغان قاچاق­برانو نوم د ډېرو مسافرو غوږونو ته د بېساري جعلکارانو او لوټمارانو په توګه رسېدلی دی. ډېر داسې مسافرین شته چې د قاچاق وړونکي سره په هوکړه کې، د سفر پیل کولو دمخه ټول لګښتونه ورکوي. د دغو مسافرو له ډلې ډېر یې د سړک په سر پرېښودل شوي هم دي. خو د قاچاق وړونکو او مسافرو تر منځ د بې باورۍ له رامنځ­ته کېدو سره د صرافیو ښکېلتیا ته لاره هواره شوه چې کله کله مسافر له دې لارې هم غولول کېږي.

مسافرین د پیسو هغه ټاکلې اندازه چې له قاچاق­وړونکي سره یې پرې هوکړه کړې، له هغو صرافیو سره د امانت په توګه ږدي چې قاچاق­وړونکی ورسره همکاري لري. دا صرافۍ د سره تړلې شبکې په بڼه کار کوي. په افغانستان کې یو قاچاق­وړونکی کولی شي په جرمني، برتانیې یا کوم بل هېواد کې له صرافیو سره همکاري ولري، یا په فرانسه کې اوسیدونکي قاچاق­وړونکي کولی شي په افغانستان کې له خپلو اړوند صرافیو سره همکاري وکړي. د قاچاق­وړونکي او مسافر تر منځ د تړون له مخې، دا پیسې به هغه مهال قاچاق­وړونکي ته ورکول کېږي چې مسافر خپل منزل ته ورسېږي.

خو هغه خطر چې مسافر د لوټ له ګواښ سره مخ کوي دا دی چې ممکن د صراف دفتر او د کاروبار ځای داسې غولونکی ځای وي چې د لنډې مودې لپاره جوړ شوی وي یا هم ځينې مسافرین د قاچاق­وړونکي له لوري د لارې په اوږدو کې د استوګنې په کورونو یرغمل شي او د مسافر کورنۍ یا له صراف سره منځکړی مجبور شي چې امانت ایښودل شوې پیسې ازادې کړي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې دننه صرافي اړ نه ده چې له مرکزي بانک سره تړاو (ثبت) ولري. د بېلګې په توګه، په یوه سوداګریزه ودانۍ کې یو دفتر دی، کله چې له مسافرو سره ناسته پاسته کوي، ځينې خلک هلته شته چې په اصل کې د صراف همکاران دي او د نورو مسافرو په توګه ځان معرفي کوي او جعلي فورمې ډکوي خو د څو میاشتو تېرېدو، په ورته سوداګریزه ودانۍ کې د پام­وړ صرافۍ دفتر هېڅ درک نه لري.

په هر صورت، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له نسکورېدو وروسته یو زیات شمېر کارپوه اوسېدونکو په قانوني او ناقانونه توګه له هېواده ووتل. که پاتې خلک هم له افغانستانه ووځي، د بشري منابعو په برخه کې د تېر دولت د تېرو څو کلونو کې ترلاسه شوې ټولې پانګونې به ضایع شي. نو له همدې امله نړیوالې ټولنې او سیاسي مشرانو ته بویه چې په جدي ډول د کارموندنې او متشبثینو د اغېزمنو پروګرامونو په لاره اچولو سره د کاري ځواک د تېښتې او نورو هېوادونو ته د ځوانانو د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسي.

د "وپوښتئ" له کارپوهانو څخه د مرستې غوښتنه 

هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو ته اړتیا لري، د "وپوښتئ" د معلوماتو مرکز ستاسو په خدمت کې دی. تاسو کولی شئ په انلاین بڼه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د وپوښتئ "وټساپ شمېرې"(93729807235+) ، فېسبوک مسېنجر (Facebook Messenger) یا د وېبپاڼې د مسېنجر له لارې زموږ کارپوهانو سره اړیکه ونیسئ!

یا هم د متحده ایالاتو د کډوالۍ پروګرامونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، "وپوښتۍ" ویبپاڼه وګورئ.

که تاسو په بېړني حالت کې له افغانستان څخه په وتلي یاست، د "وپښتئ" مشاورین وړاندیز کوي چې تاسو په هغه هېواد کې چې تاسو اوسیږئ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) سره اړیکه ونیسئ.

نور معلومات 

هغه کسان چې په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ، بیامېشتېدنې، ښوونیزو او لوړې زده کړې د پروګرامونو او د نورو بېلابېلو فرصتونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو په لټه کې دي، او همدارنګه په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو څخه د بشردوستانه خدمتونو د معلوماتو او دولتي ادارو څخه د مدني اسنادو د اخیستلو د پړاوونو د پوهېدو په لټه کې دي، د "وپوښتئ" وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړي:

وپوښتئ ویبپاڼه  (www.beporsed.org)

فېسبوک (@beporsed)

ایکس (X) یا ټویټر (@beporsed)

اینسټاګرام (@beporsed)

وټساپ (93729807235+)

مسنېجر (@beporsed)