جلوگیری از اخبار و اطلاعات نادرست در رسانه‌های اجتماعی-02.jpg

ټولنیزې رسنۍ زموږ د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ګرځېدلې او موږ ته د خبرو اترو، معلوماتو شریکولو او د روانو پېښو څخه خبرېدو اسانتیا برابروي. په هرصورت، د ټولنیزو رسنیو شمېر زیاتوالی هم د ناسمو معلوماتو او جعلي خبرونو خپرېدو لامل شوی، چې په ریښتینې نړۍ کې جدي پایلې لري. د سیاسي لاسوهنې او سایبري ځورونې څخه نیولې د خصوصي حریم په تړاو له اندېښنو، روغتیا او د هوساینې اړوند موضوعاتو پورې، د ټولنیزو رسنیو منفي اغېزې دي چې په وروستیو کلونو کې په زیاتېدونکې توګه څرګندې شوې دي، چې اړوند معلومات ډېری وختونه په ناسمه بڼه یا هم ناسم خبرونه د ریښتینو خبرونو په توګه وړاندې کېږي. دا پدیده د افرادو، سازمانونو او حکومتونو لپاره په پام وړ اندېښنې بدله شوې ده چې د عامه افکارو د اغېزمنولو، اختلاف او زیان رسولو ځواک لري. د جعلي خبرونو ماهیت او په ټولنه باندې یې د اغېزو درک کول خورا مهم دي ترڅو د خپرېدو پر وړاندې یې په اغېزناکه توګه مبارزه وشي. لکه څنګه چې ټولنیزې رسنۍ ورځ تر بلې وده کوي، دا مهمه ده چې په خطرونو یې پوه شئ او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته او د ځان او ټولنې ساتنه وکړئ.

د ناسمو معلوماتو او خبرونو د خپرېدو لاملونه

په ټولنیزو رسنیو کې د جعلي خبرونو او ناسمو معلوماتو د خپرېدو مختلف لاملونه شته. لومړی، په اسانۍ سره په ټولنیزو رسنیزو پلټفارمونو کې د معلوماتو د شریکولو اسانتیا د دې لامل کېږي چې ناسم معلومات په چټکۍ سره خپاره شي. دویم، ځینې اشخاص یا ډلې په قصدي توګه د خپلو شخصي، سیاسي یا مالي ګټو د ساتلو او ترلاسه کولو لپاره جعلي خبرونه جوړوي او شریکوي. درېیم، په ټولنیزو رسنیزو پلټفارمونو کې د تایید د میکانیزم نشتوالی هم د ناسمو معلوماتو خپرېدو ته لاره هواروي چې له ارزونې پرته خپاره شي. په پایله کې، د ټولنیزو رسنیزو پلټفارمونو د تعامل او غبرګون هم د پام وړ اغېز لري، چېرې چې خلک تر ډېره هغو معلوماتو باندې باور کوی او شریکوي یې چې د دوی له بارونو او اندونو سره اړخ لګوي او دغه چاره کولای شي د ناسمو معلوماتو په خپرېدو کې مرسته وکړي. دې ټولو عواملو ټولنیزې رسنۍ د جعلي خبرونو او ناسمو معلوماتو د خپراوي پر یو مناسب بستر بدل کړی دی. لاندې لاملونه د جعلي خبرونو او ناسمو معلوماتو د خپرېدو لامل کېږي:

  • حساسیت­پالنه: ناسم معلومات او جعلي خبرونه کېدای شي حساس وي او پاملرنه راجلب کړي، کوم چې لا ډېرې ښکېلتیا ته لاره هواروي او کولای شي ډېر کلیکونه، خوښونه، شریکول او تبصرې رامنځ ته کړي.
  • سیاسي اجنډا: ناسم معلومات او جعلي خبرونه د سیاسي اجنډا پرمخ وړلو لپاره کارول کېدای شي چې د ناسمو معلوماتو په خپرولو سره د یو ځانګړي سیاسي ګوند یا نوماند ملاتړ کوي.
  • مالي ګټې: ناسم معلومات او جعلي خبرونه د ویبپاڼو یا ټولنیزو رسنیو پاڼو ته د ټرافیکو په لېږدولو سره د عاید تولید لپاره کارول کېدای شي چې اعلانونه یا سپانسر شوې منځپانګې لري. د پیسو ګټلو لپاره د جعلي خبرونو او معلوماتو خپرول او شریکول په ټولنیزو رسنیو کې یوه جدي ستونزه ده چې خلک لارورکي کړي او په ټولیزه توګه خلکو او ټولنې ته زیان ورسوي. خورا مهمه ده چې تل په معلوماتو تر باور او له نورو سره شریکولو وړاندې یې تایید کړئ. په ټولنیزو رسنیو کې د فعالو کسانو ډېری یې د لیدونکو د پام ور اړولو لپاره جنجالي مسایل، ناسم معلومات او جعلي خبرونه خپروي. ټولنیزو رسنیزو پلټفارمونو د جعلي خبرونو له خپرېدو سره د مبارزې لپاره ځينې ګامونه پورته کړي دي خو دا د ټولنیزو رسنیزو پلټفارمونو په کاروونکو پورې اړه لري چې په مسولانه ډول انتقادی فکر لرونکي واوسي.
  • ایډیالوژیکي باورونه: ناسم معلومات او جعلي خبرونه د قوي ایډیالوژیکي عقیدې لرونکي اشخاصو یا ډلو لخوا خپرېدای شي، ان که معلومات د حقایقو یا شواهدو پر بنسټ سم هم نه وي.
  • ناوړه اراده: ناسم معلومات او جعلي خبرونه د خلکو یا ډلو په اړه د افواهاتو یا ناسمو ادعاګانو په خپرولو سره د زیان یا ګډوډۍ لامل کېدای شي.

په حقیقت کې، د ټولنیزو رسنیو الګوریتمونه ډېری هغې منځپانګې ته لومړیتوب ورکوي چې د ښکېلتیا کچه لوړوي، لکه په زړه پورې یا جنجالي کیسې او پېښې. کېدای شي د ناسمو معلوماتو په خپرولو او زیات لیدونکو ته د رسیدو چار اسانه کړي. سربېره پردې، د ټولنیزو رسنیزو پلټفارمونو ډېری یې د تبلیغاتو او سیاسي لاسوهنې لپاره د وسیلو په توګه کارول کېږي، او بهرني حکومتونه او نور لوبغاړي دا پلټفارمونه د ناسمو معلوماتو خپرولو او اختلاف رامنځ ته کولو لپاره کاروي.

د ناسمو معلوماتو او جعلي خبرونو خپرېدل

په ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، یوټیوب، اينسټاګرام او ټویټر کې د ناسمو معلوماتو او جعلي خبرونو خپرول یوه لویه ستونزه ده. په دې پلټفارمونو کې ناسم معلومات په چټکۍ سره خپرېږي او په ریښتینې نړۍ کې جدي پایلې لري، لکه د عامه افکارو اغېزمن کول، د تاوتریخوالي هڅول، او د ډیموکراسۍ کمزوري کول. په دې لیکنه کې موږ په مهمو ټولنیزو رسنیزو پلټفارمونو لکه یوټیوب، فیسبوک، اينسټاګرام، ټیک­ټاک (Tik Tok) او ټویټر (X) کې د ناسمو معلوماتو او جعلي خبرونو خپرېدو باندې رڼا واچوو.

یوټیوب

په یوټیوب کې جعلي خبرونو او ناسمو معلوماتو خپرېدل یوه جدي ستونزه ده او په ټولیز ډول د ویډیويي منځپانګې له لارې را څرګندیږي. په نړۍ کې د ویډیو شریکولو ترټولو لوی پلیټ فارم په توګه، یوټیوب د ناسمو معلوماتو خپرېدو اړوند له بېساري ستونزو سره مخ دی. دلته په یوټیوب کې د جعلي او غلط خبرونو ښودلو څرنګوالی په ګوته شوی دی:

  • لنډ ګمراه کوونکي ویډیو سرلیکونه او انځورونه: د منځپانګې جوړوونکي تر ډېره د کلیکونو او ټرافیک راجلبولو لپاره ګمراه کوونکي یا په زړه پوري ویډیو سرلیکونه او انځورونه کاروي. دا تکتیکونه کولای شي کاروونکي  داسې ویډیوګانو سره مخ کړي چې ناسم یا توپیري چلند اړوند معلومات وړاندې کوي.
  • د روغتیا اړوند ناسم معلومات: یوټیوب د ساینسي او روغتیايي ناسمو معلوماتو د کوربتوب له امله تل تر نیوکو لاندې دی. په دې معلوماتو کې ناسمه درملنه، معجزه لرونکی خواړه او ناسمه روغتیايي مشوره شامله ده.
  • د سازش تیورۍ: یوټیوب چې د ویډيوګانو پر مټ د بې اساسه موضوعاتو لپاره تبلیغات کوي، د دسیسې تیوریو لپاره وړ ځای دی. دا ډول منځپانګه کولای شي لوی لیدونکي راجلب کړي او ناسم لید وهڅوي.
  • الګوریتمیک سپارښتنې: د یوټیوب الګوریتم سپارښتنې کولای شي په ناڅاپي ډول خورا ناسم یا ګمراه کوونکې منځپانګې خپرېدو ته وده ورکړي. هغه کاروونکي چې له جعلي خبرونو سره ښکېل دي ممکن له نورو ورته منځپانګو سره مخ شي.
  • د تعامل او عکس‌العمل خونې (Echo chambers): د نورو ټولنیزو رسنیزو پلټفارمونو په څېر، یوټیوب کولای شي د د تعامل او عکس‌العمل خونې (Echo chambers) را منځ ته کړي چېرې چې کاروونکي له داسې منځپانګې سره مخ کېږي چې د دوی د موجوده باورونو سره سمون لري او دوی لا ډېر له جعلي خبرونو سره مخ کوي.
  • اعلانونه او سپانسر: منځپانګه جوړوونکي یا سازمانونه ممکن د ویډیو اعلاناتو یا تبلیغاتو لپاره پیسې ورکړي چې کولای شي په ناڅاپي ډول ډېر کاروونکي ناسمو معلوماتو سره مخ کړي.

فیسبوک

د معلوماتو د شریکولو (Share) اسانتیا او فیسبوک ته خلکو پراخ لاسرسي دغه پلټفارم د ناسمو معلوماتو خپرولو لپاره پر یو مناسب پلټفارم بدل کړی دی چې د افرادو، سازمانونو او په ټوله کې د ټولنې لپاره د پام وړ پایلې لرلای شي. په فیسبوک کې د جعلي خبرونو د خپرېدو پرڅرنګوالي پوهېدل خورا مهم دي ترڅو له منفي اغېزو سره مبارزه وشي او د ټولنیزو رسنیو د باخبره او مسولانه کارونې ته وده ورکړي. دلته په فیسبوک کې د جعلي خبرونو د خپرېدو څرنګوالی څېړو:

  • د خبر فیډ (News Feed): د جعلي خبرونو لیکنې تر ډېره د کاروونکو په خبر News Feed کې څرګندیږي او د ریښتینو خبري سرچینو سره ګډېږي. کاروونکي ممکن له داسې حساسو یا ناسمو سرلیکونو سره مخ شي چې د پام راجلبولو او کلیک رامنځ ته کولو لپاره ډیزاین شوي وي.
  • الګوریتمیک وده: د فیسبوک الګوریتم، په داسې حال کې چې د ښکلتیا پر بنسټ منځپانګې د لومړیتوب لپاره ډیزاین شوی، کولای شي په ناڅاپي توګه جعلي خبرونو خپرېدو ته داسې وده ورکړي چې لوړه کچه ښکېلتیا (خوښونه، شریکول، تبصرې) رامنځ ته کړي. داچاره کېدای شي د جعلي خبرونو د ډېر زیات خپرېدو لامل شي.
  • د فیسبوک ډلې (Facebook Groups): جعلي خبرونه یا ناسم معلومات د فیسبوک په تړلو یا ډاګیزو ګروپونو کې خپرېدای شي، چېرې چې ورته فکر لرونکي خلک د یو بل د باور ملاتړ کوي او ناسم معلومات شریکوي.
  • اعلانونه او سپانسر شوې منځپانګه: ځینې وختونه، جعلي خبرونه د پیسو په بدل کې اعلاناتو یا سپانسر شوې مینځپانګې له لارې خپرېږي، تر څو کاروونکو ته یاده منځپانګه ډېره څرګنده شي.
  • د تعامل او عکس‌العمل خونې (Echo chambers): د فیسبوک الګوریتم ممکن کاروونکي په د تعامل او عکس‌العمل خونې (Echo chambers) کې وساتي، چېرې چې دوی هغه مواد ګوري چې د دوی له موجوده باورونو سره سمون لري، چې په دې توګه په پام وړ ګروپونو کې د جعلي خبرونو د خپرېدو سبب ګرځي.

ټویټر یا اېکس (X)

په ټولنیزو رسنیو لکه ټویټر کې د جعلي خبرونو خپرېدل په وروستیو کلونو کې په ډېرېدونکې توګه د اندیښنې وړ ګرځیدلي دي. د معلوماتو د شریکولو اسانتیا او د دې پلټفارمونو پراخوالي دا د ناسمو معلوماتو خپرولو لپاره یو مناسب بستر جوړ کړی چې د افرادو، سازمانونو او ټولنې لپاره د پام وړ پایلې لري. په ټولنیزو رسنیو کې د جعلي خبرونو په خپرېدو څرنګوالي پوهېدل خورا مهم دي ترڅو له دې ډول منفي اغیزو سره مبارزه وشي او د رسنیو پلټفارمونو باخبره او مسولانه کارونې ته وده ورکړل شي. دلته په ټویټر کې د جعلي خبرونو د خپرېدو په څرنګوالي رڼا اچول شوې ده:

  • تمایل لرونکې موضوعات (Trending Topics): د جعلي خبرونو کیسې کولای شي د ټویټر تمایلي موضوعاتو ته لاره پیدا کړي او دغو موضوعاتو ته د پراخه لاسرسي او لید لاره هواره کړي.
  • روباټونه او خپلسری ټويټونه (Bots and Automation): ټویټر د پام وړ اتوماتیک روباټ حسابونو د کوربتوب له امله پېژندل شوی چې کولای شي په چټکۍ سره جعلي خبرونه خپاره کړي. دا روبوټونه کولای شي د جعلي خبرونو ټویټونو لړۍ زیاته کړي.
  • لنډ متنونه: د ټویټر د تورو محدودیت د لنډو، حساسو او ځینې وخت ناسمو معلوماتو خپرولو ته لاره هواروي او د جعلي خبرونو خپرېدل اسانه کوي.
  • ریټویټ او ډېرخپرېدل: په ټویټر کې د ریټویټ کولو او شریکولو اسانتیا په دې معنا ده چې جعلي خبرونه په چټکۍ سره لوړه کچه لیدونکو ته رسول کېږي، په ځانګړي توګه که چېرې نفوذ لرونکي کاروونکي ناسم معلومات بیاځلې ټویټ کړي.
  • د تایید ننګونې: ټویټر د کاروونکو او منځپانګې د تایید کولو په چاره کې له جدي ننګونو سره مخ دی چې دغه پلټفارم جعلي حسابونو او ناسمو خبري سرچینو ته کار اسانه کوي.

اينسټاګرام

په اينسټاګرام کې جعلي خبرونه، که څه هم د فیسبوک او ټویټر په څېر پلټفارمونو په پرتله ډېر اغېزمن نه دي خو لاهم یوه جدي اندیښنه ده. اينسټاګرام په اصل کې یو انځوریز پلټفارم دی چې خپلې ځانګړي ننګونې او د ناسمو معلوماتو خپرولو لارې برابروي، دلته یې څو بېلګې وړاندې کېږي:

  • ناسم انځوریز معلومات: د لیکنو پرځای، په اينسټاګرام کې جعلي خبرونه ډېری وختونه د ناسمو انڅوریزو معلوماتو، انفوګرافیک یا Meme په بڼه راځي. دا انځورونه کېدای شي د بېلارې کوونکي یا ناسمو معلوماتو وړاندې کولو له امله په چټکۍ سره په لوړه کچه خپاره شي.
  • د اغېز پر بنسټ ناسم معلومات: د ستر اغېزلرونکو (Influencers) سره د اينسټاګرام اغېزکوونکي کولای شي په غیر ارادي یا قصدي ډول جعلي خبرونه خپاره کړي. د دوی پوسټونه، خوښوونې یا تبصرې ممکن د دوی د پیروانو ترمنځ د پام وړ اغېز ولري.
  • هشټاګ: په اينسټاګرام کې د هشټاګ کارول کولای شي د ناسم معلوماتو ‌ډېر څرګندېدو کې مرسته وکړي. کاروونکي کولای شي د ځانګړي هشټاګ پورې اړوند پوسټونه ترلاسه کړي، په احتمالي توګه دوی د بېلارې کوونکې منځپانګې پر لور رهبري کوي.
  • د الګوریتمیک خطر سره مخ کېدل: د اينسټاګرام الګوریتم د کاروونکي ښکېلتیا پراساس منځپانګې ته وده ورکوي. که جعلي خبرونه لایکونه، تبصرې او شریکول ترلاسه کړي، دا د کاروونکو په فیډونو کې په ښکاره ډول راڅرګندېږي.
  • د کاروونکي لخوا تولید شوې منځپانګه: اينسټاګرام د کارونکي لخوا رامینځته شوي مینځپانګې ته وده ورکوي، په دې معنا چې هرڅوک کولای شي پوسټونه رامینځته او شریک کړي. دا غوراوی د ناسمو معلوماتو اسانه خپرولو ته پراختیا ورکوي.
  • د محصولاتو په اړه ناسم معلومات: د محصولاتو، روغتیايي مشورو، یا د ژوندبڼې په اړه ناسم معلومات په اينسټاګرام کې پراختیا رامنځته کولای شي، ډېری وختونه د اغېزکوونکو یا د ځانګړو سوداګریو له ګټو سره سم پرمخ وړل کېږي.

ټیک­ټاک (TikTok)

جعلي خبرونه او ناسم معلومات زیانمن او ګمراه کوونکي ثابتېدای شي، خو دا مهمه ده چې د TikTok  په ګډون په هر پلټفارم کې د د معلوماتو تر شریکولو دمخه معلومات وارزوئ. که تاسو په TikTok کې جعلي خبرونه یا ناسم معلومات ومومئ، تاسو کولای شئ د بیاکتنې او لرې کولو لپاره یې ټیک ټاک ته خبر (Report)  ورکړئ. سربېره پردې، دا غوره ده چې د خبرونو او معلوماتو لپاره معتبرې سرچینې تعقیب کړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو دقیق معلومات ترلاسه کوئ. دلته په TikTok کې د جعلي خبرونو د خپرېدو څرنګوالي ته اشاره کېږي:

  • ناسم سیاسي معلومات: په دې معلوماتو کې د سیاسي کاندیدانو، ګوندونو یا پالیسیو په اړه تېرایستونکي یا ناسم معلومات شامل دي. دا معلومات کېدای شي په قصدي یا غیر ارادي توګه خپاره شي او د عامه افکارو او د ټاکنو پایلو باندې جدي اغېز ولري.
  • د عامې روغتیا په اړه ناسم معلومات: په دې معلوماتو کې د واکسینونو په اړه د دسیسې د تیورۍ، د ناروغیو د درملنې یا معالجې په اړه ناسم معلومات، یا د ځینو روغتیایي درملنې او خوندیتوب په اړه ناسم معلومات شاملېږي. د روغتیا په اړه ناسم معلومات خطرناک دي ځکه چې د خلکو روغتیا او ژوند له خطر سره مخ کوي.
  • د روانو چارو په اړه ناسم معلومات: په دې معلوماتو کې د مهمو ټولنیزو مسلو لکه د اقلیم بدلون، کډوالۍ یا بشري حقونو په اړه ناسم یا جعلي معلومات شامل دي. د روانو چارو په اړه ناسم معلومات کولای شي ګډوډي او ناسم پوهاوی رامنځ ته کړي او د خلکو لپاره د مهمو مسلو په اړه باخبره پریکړې کول ستونزمن کړي.
  • هشټاګ: په TikTok کې د هشټاګ کارول کولای شي د ناسمو معلوماتو خپرېدو کې مرسته وکړي. کاروونکي کولای شي د ځانګړي هشټاګ پورې اړوند ټول پوسټونه پر یو وخت کې ترلاسه کړي، په احتمالي توګه دغه معلومات کاروونکي ګمراه کوونکي منځپانګې پر لوري بیايي.
  • الګوریتمیکه پراختیا: د TikTok الګوریتم، په داسې حال کې چې لا ډېرې ښکېل کوونکې منځپانګې ته لومړیتوب ورکولو لپاره ډیزاین شوی او کولی شي د لوړې کچې ښکیلتیا خوښونه، شریکول، تبصرې)رامنځ ته کړي او  د جعلي خبرونو د لا ډېر خپرېدو لامل شي.

په ټوله کې، په TikTok کې جعلي خبرونه ډېری ډولونه لري او په قصدي یا غیر ارادي ډول خپرېدلی شي. د دې لپاره چې په TikTok او نورو ټولنیزو رسنیزو پلټفارمونو کې د جعلي خبرونو خپرېدو مخه ونیول شي، مهمه ده چې د معلوماتو شریکولو دمخه محتاط اوسئ او حقیقت وپلټئ.

د جعلي خبرونو او ناسمو معلوماتو د خپرولو ناوړه اغېزې

رسنۍ او ټولنیزې شبکې زموږ په ورځني ژوند کې د پام وړ اغیزه لري. دا پلټفارم موږ ته زمینه برابروي چې د ټولې نړۍ خلکو سره اړیکه ونیسو او معلومات تبادله کړو. په هرصورت، په ټولنیزو رسنیو کې د غلطو معلوماتو او جعلي خبرونو خپرېدو د پام وړ اندیښنې رامنځ ته کړي او په ریښتینې ژوند کې یې منفي پایلې درلودې دي. په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ناسم معلومات د ډیموکراسۍ کمزوري کولو، تاوتریخوالي هڅولو، او د بشري حقونو او بشري ازادۍ زیانمنولو په ګډون د ژوند په نورو برخو کې جدي او منفي پایلې لري. په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ناسم معلومات او جعلي خبرونه کولی شي پراخې ناوړه اغیزې ولري، په راتلونکو کرښو کې په دې تړاو ځينې مهمو ټکو یادونه کوو:

د ډیموکراسۍ کمزوري کول: ناسم معلومات او جعلي خبرونه د عامه افکارو د زیانمنېدو او د ډیموکراسۍ بهیر لکه ټاکنو ته زیان رسولو لپاره کارول کېدای شي.

تاوتریخوالی هڅول: ناسم معلومات او جعلي خبرونه کولای شي تاوتریخوالی رامنځ ته کړي او په ریښتینې نړۍ کې د زیان لامل شي، لکه د کرکې جرمونه او تاوتریخوالی.

شهرت ته زیان: ناسم معلومات او جعلي خبرونه کولای شي د افرادو او سازمانونو شهرت ته زیان ورسوي او په ژوند کې ځينې ناوړه پایلې ولري لکه د کاري فرصتونو له لاسه ورکولو لامل شي.

د دسیسې تیورۍ ترویج: ناسم معلومات او جعلي خبرونه د دسیسې تیورۍ ته وده ورکوي او په ملي بنسټونو باور کمزوری کوي او د ټولنیزې ناکرارۍ او بې ثباتۍ لامل کېږي.

ویره او ترهه خپرول: ناسم معلومات او جعلي خبرونه ویره او ترهه خپروي، په ځانګړې توګه د کړکېچ یا بېړني حالت په وخت کې.

روغتیا ته زیان: داسې شواهد شتون لري چې ښیي د ټولنیزو رسنیو ډېر کارول د خلکو په رواني روغتیا او هوساینې منفي اغېزې کولای شي، چې د خپګان، اضطراب او یوازیتوب احساساتو سره مخ کېږي. سربېره پردې، څېړنو ښودلې چې د ټولنیزو رسنیو کارول کولای شي د ځان درناوي کچې ټيټېدو او د ځانباورۍ زیانمنېدو کې مرسته وکړي. خورا مهمه ده چې ټولنیز رسنۍ انډول وکاروئ او ستاسو په رواني روغتیا باندې د دې منفي اغېزو څخه خبر اوسئ.

له شخصي حریم څخه سرغړونه: ټولنیزې رسنۍ د معلوماتو راټولولو، د محرمیت پورې اړوند عکسونو او معلوماتو خپرولو، سایبري ځورونې، او هیک کولو له امله په بالقوه توګه خصوصي حریم تهدیدوي. کاروونکي باید د خپل خصوصي حریم د خوندیتوب په تړاو محتاط وي چې کوم معلومات انلاین شریک کړي ترڅو د ځان ساتنه وکړي.

په ټولیز ډول، په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو معلوماتو او جعلي خبرونو ناوړه اغېزې د پام وړ او پراخه دي. دا خورا مهمه ده چې د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړئ او د ټولنیزو رسنیو په بېلابېلو پلټفارمونو کې د کره او باوري معلوماتو ودې ته لار هواره کړي. په دې توګه موږ کولای شو خپل ځان او خپله ټولنه په ننني ډيجيټل پېر کې د ناسم معلوماتو او اعلاناتو منفي اغېزو څخه خوندي کړو.

کومې سرچینې د باور وړ دي؟

د خبرونو او معلوماتو باوري سرچینې هغه دي چې د کره او باوري معلوماتو چمتو کولو مخینه لري. په دې منابعو کې د اعتبار لرونکي خبري سازمانونه، اکاډمیک بنسټونه او دولتي سازمانونه پکې شامل دي. دا ډېره مهمه ده چې د معلوماتو سرچینې په جدي توګه و ارزول شي او د معلوماتو د دقت تایید کولو لپاره ډېری سرچینې وپلټئ. سربېره پر دې، د خبرونو شرایط او احتمالي تړاو په پام کې ونیسئ چې ممکن په معلوماتو کې شتون ولري. دلته د معتبرو سرچینو ځینې بلېګې وړاندې کېږي:

تاسیس شوي خبري سازمانونه: خبري سازمانونه چې د ژورنالیستي بشپړتیا لپاره شهرت لري، لکه رویټرز، اسوشیټیډ پریس، او وال سټریټ ژورنال، د خبرونو او معلوماتو باوري سرچینې دي.

دولتي سازمانونه: دولتي سازمانونه چې د کره او باوري معلوماتو د وړاندې کولو دنده لري، لکه د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونه (CDC) او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هم د روغتیا معلوماتو او خبرونو په برخه کې باوري سرچینې دي.

پوهنیز بنسټونه: هغه بنسټونه چې د غوره څېړنو او همغږي بیاکتنې بهیر لپاره شهرت لري، لکه پوهنتونونه او څېړنیز مرکزونه، د ساینسي څیړنو باوري سرچینې دي.

غیر انتفاعي سازمانونه: دا سازمانونه خلکو ته د کره معلوماتو په چمتو کولو تمرکز کوي، لکه د حقیقت موندنې سازمانونه لکه Snopes او PolitiFact.

مجلې او مهالنۍ: د علمي او پوهنیزو مجلو په ګډون هغه مجلې او څېړنیزې خپرونې چې په دې برخه کې د کارپوهانو له خوا په دقت سره څېړل شوي وي، معتبرې او باوري سرچینې دي.

یادونه کېږي چې ان معتبر سرچینې هم ځینې وختونه ناسم یا ناکره وي، نو د ناسمو معلوماتو د خطرونو او منفي اغېزو څخه د مخنیوي لپاره، دا غوره ده چې د څو سرچینو څخه معلومات تایید کړئ او چمتو شوي معلومات په جدي توګه ارزونه وکړئ.

د ناسمو معلوماتو او خبرونو د خپرېدو مخنیوی

د ټولنیزو رسنیزو پلټفارمونو لکه فیسبوک، ټویټر (X)، اينسټاګرام او یوټیوب کې د ناسم معلوماتو او جعلي خبرونو سره د مبارزې لپاره د دې ګامونو اخیستل مه هیروئ. د بېلګې په توګه، د ټولنیزو شبکو کاروونکي کولای شي:

سرچینې تایید کړئ: مخکې له دې چې په ټولنیزو رسنیو کې خبرونه یا معلومات له نورو سره شریک کړئ، خپلې سرچینې تایید کړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې دوی معتبر او باوري دي.

د حقایقو کتنه: د خبرونو او معلوماتو د شریکولو دمخه د دوی د دقت تصدیق کولو لپاره د تصدیق ویپاڼې یا وسایل وکاروئ.

انتقادي فکر: د خبرونو یا معلوماتو په اړه انتقاد وکړئ چې ډېر ښه یا ډېر بد ښکاري. د کیسې د ریښتینولۍ معلومولو لپاره خپل قضاوت او تحقیق وکاروئ.

د ناسمو معلوماتو راپور ورکړئ: که تاسو ناسم معلومات یا ګمراه کوونکي خبرونه ومومئ، اړونده چارواکو یا د ټولنیزو رسنیزو پلټفارمونو ته یې په اړه راپور ( Report) کړئ.

باوري سرچینې تعقیب کړئ: په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې باوري خبري سرچینې او ژورنالیستان تعقیب کړئ ترڅو له روانو چارو او پېښو څخه خبر اوسئ. د باور وړ معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، د ټولنیزو رسنیزو پلټفارمونو کې د بنسټونو او سازمانونو رسمي پاڼو او حسابونو ته مراجعه وکړئ، کوم چې عموما شین رنګه (نیلي) ټیک مارک (Verify) لري.

په ټوله کې، په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو معلوماتو او جعلي خبرونو مخه نیول انتقادي فکر، شک، او د معلوماتو له شریکولو دمخه د تایید کولو ته اړتیا لري. د دې ګامونو په اخیستلو سره، موږ کولای شو ډاډ ترلاسه کړو چې موږ بشپړ باخبره یو او خپل ځان او نور په ټولنیزو رسنیو په پلټفارمونو کې د ناسمو معلوماتو او اعلاناتو ناوړه اغېزو څخه خوندي کړی دی.

مرسته او مشوره

په نننۍ مجازي او ډیجیټل نړۍ کې، د باور وړ خبرونو او سمو معلوماتو موندل یوه لویه ننګونه ده او عام خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي. سپارښتنه کېږي چې د ټولنیزو شبکو او رسنیو د ناوړه او منفي اغېزو د مخنیوي لپاره پورتني ټکي په پام کې ونیسئ او د اړتیا په صورت کې د حقیقت موندنې ځینو ویبپاڼو ته لکه Snopes، FactCheck.org، Fact Chek او PolitiFact ته مراجعه وکړئ.

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.