د امریکې متحده ایالات خپل افغان او عراقي همکارانو لپاره د کډوالۍ ځانگړې ویزې (SIV) پروگرام پیل کړی دی. د SIV پروگرام پر شرایطو برابر افغانانو ته اجازه ورکوي چې د قانوني دایمي استوگنې لپاره متحده ایالاتو ته کډوال شي.

په تېرو کلونو کې زرگونه افغانان د SIV پروگرام له لارې د خپلو کورنیو له غړو سره امریکې ته کډوال شوي دي. خو بل خوا بیا په زرگونو افغان ملاتړي او شریکان اوس هم متحده ایالاتو ته د کډوالۍ په برخه کې له خنډ او همدارنگه له دې هېواد سره د همکارۍ له امله بېلابېلو گواښونو سره مخ دي.

د امریکې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ټینگار کړی چې د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانگړو ویزو د ورکولو پروسې ته ژمن دی او دا پروسه یې گړندۍ او نوره هم اسانه کړې ده. وروسته له هغه چې په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت وځنډول شو، د نورو هېوادونو په سفارتونو او قونسلگریو کې ډېر کارکوونکي گمارلي څو د کډوالۍ ځانگړې ویزې (SIV) غوښتنلیکونه پروسس کړي.

څرنگه چې په تېرو کلونو کې د متحده ایالاتو د کډوالۍ ځانگړې ویزې بهیر کې بدلونونه او پرمختگونه رامنځته شوي، په ځانگړې توگه د 2022 کال د جولای په 20مه، د "وپوښتئ" ټیم اړتیا احساس کړه چې خپلو مخاطبینو او هغه خلک چې د SIV پروگرام لپاره پر شرایطو برابر دي د کډوالۍ ځانگړې ویزې په اړه ځانگړې مقاله چمتو کړي.

د SIV پروگرام په اړه عمومي معلومات

امریکې څه دپاسه 20 کاله په افغانستان کې شتون درلود. دا شتون له نظامي او ملکي فعالیتونو سره مل و، چې زرگونو افغانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه. په دې توگه په زرگونو افغانانو د امریکایي پوځیانو، دیپلوماټانو او قراردادیانو تر څنگ خدمت کړی دی. دغو کسانو امریکې ته اړینې ژبنۍ، کلتوري، جغرافيايي او جنگي پوهه او مهارتونو په وړاندې کولو سره خپلو ځانونو او خپلوانو ته یې ډېرې امنیتي ننگونې رامنځته کړي دي.

په 2006 کې د متحده ایالاتو کانگرس د کډوالۍ ځانگړې ویزې (SIV) پروگرام رامنځته کړ، کوم چې له جدي گواښ لاندې پر شرایطو برابر غوښتونکي په متحده ایالاتو کې د بیامېشتېدنې او خوندي کېدو اجازه ورکوي.

د SIV پروگرام شرایط څه دي؟

هغه افغان اتباع چې لاندې شرایط یې پوره کړي وي د متحده ایالاتو د کډوالۍ ځانگړې ویزې لپاره پر شرایطو برابر دي:

  • هغه کسان چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو په سفارت یا د دې دولت پورې اړوند نورو ادارو کې د کارکوونکو په توگه کار کړی؛ یا
  • هغه خلک چې د ناټو (NATO) نړیوالو ځواکونو یا د متحده ایالاتو د نظامي واحدونو سره د ترجمانانو یا لارښود په توگه کار کړی؛ یا
  • هغه کسان چې د ناټو سازمان لپاره د حساسو او باوري فعالیتونو د ترسره کولو لپاره گمارل شوي؛ یا
  • په افغانستان کې مېشت د متحده ایالاتو د دولت قراردادیان دي؛ یا
  • په امریکایي موسسو کې کار کړی؛ یا
  • د متحده ایالاتو دولت پورې اړوند پروژو موخو لپاره په ملي یا نړیوالو ادارو کې کار کړی؛
  • دې وظيفې يادو کسانو ته جدي امنیتي گواښونه رامنځته کړي دي؛
  • دا کار باید د 2001 کال د اکټوبر له 7مې څخه د 2022 کال د ډسمبر تر 31مې نېټې پورې په افغانستان کې ترسره شوی وي.

د کورنۍ کوم غړي پر شرایطو برابر دي؟

د 18 کلنۍ څخه پورته مېرمن او د 21 کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان د کډوالۍ ځانگړې ویزې پروگرام له لارې متحده ایالاتو ته د تللو پر شرایطو برابر دي. د DS-260 فورمې یا د انلاین ویزې غوښتنلیک سپارلو په وخت کې د کورنۍ د غړو عمر د بحث وړ دی.

د SIV  پړاوونه

هغه کسان چې د کډوالۍ ځانگړې ویزې پروگرام لپاره پر شرایطو برابر دي د لاندې مرحلو څخه تېرېږي:

لومړی پړاو: د اسنادو راټولول او د غوښتنلیک سپارل

دویم پړاو: د اسنادو بیاکتنه او د ماموریت د رییس (COM) پرېکړه

درېیم پړاو: د ویزې لپاره انلاین غوښتنلیک یا د DS-260 انلاین فورمې سپارل

څلورم پړاو: د ویزې ترلاسه کولو لپاره مرکه

پنځم پړاو: متحده ایالاتو ته ننوتل

څنگه درخواست وکړئ (How to Apply)

لومړی پړاو - د اسنادو راټولول او د غوښتنلیک سپارل

غوښتنلیک ورکوونکي باید لومړی اړین اسناد چمتو کړي. د ویزې ملي مرکز (NVC) د معیارونو او غوښتنو سره سم د اسنادو بشپړول د SIV د بیامېشتېدنې پروگرام لومړی او لومړني پړاو دی. د متحده ایالاتو د کډوالۍ ځانگړي ویزې پروگرام لپاره اړین اسناد د بشري سرچینو لیک (Employment Verification Letter)، د سپارښتنې لیک (Recommendation Letter)، د DS 157 فورم، پاسپورټ او تذکره (Passport and Tazkera) او د دفتر د پېژندنې کارت (Badge Number) چې د هر یو په اړه مفصل معلومات په لاندې ډول چمتو شوي دي:

1- د بشري منابعو لیک یا Employment Verification Letter: د دندې تصدیق لیک چې اړوندې ادارې د بشري سرچینو څانګې یا مسوول لخوا کارکوونکو ته چمتو کېږي چې د HR Letter په نوم هم یادېږي. ډاډ ترلاسه کړئ چې د بشري سرچینو لیک لاندې معلومات لري:

  • د غوښتونکي بشپړ نوم
  • د غوښتونکي د زېږون نېټه
  • د غوښتونکي د دندې سرلیک
  • د غوښتونکي د کار ځای
  • د دندې پیل نېټه (کال، میاشت، ورځ)
  • د دندې د پای نېټه (کال، میاشت، ورځ)
  • د وظیفې د ختمولو دلیل
  • د پروژې نوم
  • د قرارداد شمېره
  • د تړون موده
  • د قراردادي شرکت نوم
  • د متحده ایالاتو په دولت کې د قراردادي دفتر
  • که امکان ولري د قرارداد یا فرعي قرارداد یوه کاپي چمتو کړئ
  • د بشري منابعو د مسوول نوم چې د بشري منابعو لیک ترتیب کوي
  • د بشري منابعو د مسوول اصلي لاسلیک
  • د مسوول شخص یا د بشري سرچینو برخې برېښنالیک ادرس
  • د مسوول شخص یا د بشري سرچینو برخې د ټلېفون شمېره
  • هغه نېټه چې لیک لاسلیک شي

که ستاسو دفتر اوس مهال د بشري منابعو څانگه نلري، د لیک ترتیب کوونکی باید دا موضوع په هغه لیک کې تشریح کړي چې دوی تاسو ته چمتو کوي.

که ستاسو شرکت نور شتون ونلري یا په هغه شرکت کې ستاسو هېڅ ریکارډ شتون نلري، له خپل مستقیم امر یا بل پر شرایطو برابر لوړپوړي کارکوونکي څخه وغواړئ چې ستاسو لپاره د سپارښتنې یو لیک ولیکي. دا لیک باید د امر د سپارښتنې لیک څخه جلا وي. په دې لیک کې دا باید تشریح شي چې شرکت نور شتون نلري او یا یې د کارکوونکو مخینه یې نه دی ساتلی، د دندې د پیل او پای نېټه او ستاسو د خدمت د پای ته رسېدو دلیل ذکر کړي. تاسو باید هڅه وکړئ د امکان تر حده ډېر د سپارښتنې لیکونه د خپل مستقیم امر یا په دفتر کې د نورو پر شرایطو برابر لوړپوړو کارکوونکو څخه ترلاسه کړئ. ستاسو لوړپوړي همکاران باید په خپل لیکونو کې یادونه وکړي چې دوی ستاسو سره په گډه کار کاوه. دا به تاسو سره د بشري سرچینو د اسنادو نشتوالی توجیه کولو کې مرسته وکړي او ستاسو د دندو پورې اړوند شرایط په ښه توگه ثابت کړي.

2 - د سپارښتنې لیک یا Recommendation Letter: دا لیک د مستقیم امر یا سوپروایزر لخوا کارکوونکي ته وړاندې کېږي چې د امریکې تابعیت لري. ډاډ ترلاسه کړئ چې د امر د سپارښتنې لینک لاندې معلومات لري:

  • د غوښتونکي بشپړ نوم
  • د غوښتونکي د زېږون نېټه
  • د غوښتونکي د دندې سرلیک
  • د غوښتونکي د کار ځای
  • د غوښتونکي د پېژندنې شمېره (که امکان ولري)
  • د غوښتونکي د دندو توضیحات
  • د مستقیم امر عمومي معلومات
  • دا تاییدول چې د غوښتونکي مستقیم امر و
  • د مستقیم امر لخوا د دندې پرمهال د غوښتونکي د نظارت پیل نېټه (کال ، میاشت، ورځ)
  • د مستقیم امر لخوا د غوښتونکي د نظارت پای نېټه (کال ، میاشت، ورځ)
  • د ماموریت د رییس یا COM د تصویب لپاره د غوښتونکي د حکم توجیه کول، په شمول د دې حقیقت توضیح کول چې غوښتونکي متحده ایالاتو ته صادقانه او ارزښتناک خدمت وړاندې کړی.
  • د هغه گواښونو تشریح چې غوښتونکی د خپلې دندې له امله تجربه کوي
  • په دې اړه تبصره کول چې ایا غوښتونکی د متحده ایالاتو ملي امنیت او خوندیتوب ته گواښ دی
  • نوم، د دندې سرلیک، رسمي او شخصي برېښنالیک ادرس
  • د مستقیم امر د ټلېفون شمېره
  • د قلم په وسیله د امر لاسلیک او د لیک د لاسلیک نېټه

ستاسو مستقیم امر باید د دندې د مودې په جریان کې ستاسو سره اشنا وي چې ستاسو د دندې د تایید په اړه د سپارښتنې په لیک کې ذکر شوی. که تاسو نشئ کولی له خپل مستقیم امر سره اړیکه ونیسئ، په اړوند دفتر یا څانګه کې بل کس یا بل پر شرایطو برابر لوړپوړي کارکوونکي کولی شي ستاسو لپاره لیک ولیکي.

که چېرې سوپروایزر د امریکې تابعیت ونه لري، هغه کارکوونکي یا غوښتونکي ته افغان امر د سپارښتنې لیک ورکوي، غوره ده چې د امریکې تابعیت لرونکی یې تایید کړي. په یاد ولرئ چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې اوس د امر د سپارښتنې لیک لپاره اړین نه دی چې د یو امریکایي تبعه لخوا لیکل شوي یا لاسلیک کړي. که چېرې د ویزې ملي مرکز له تاسو څخه وغواړي چې ستاسو د امریکایي امر په وسیله لیک چمتو کړئ، تاسو کولی شئ تشریح کړئ چې دې ته نور اړتیا نلرئ.

3- د DS 157 فورم: په دې فورمه کې د غوښتونکي شخصي او رسمي معلومات ذکر شوي. د DS-157 فورمې د ډکولو لارښوود دلته ولولئ.

4- پاسپورټ یا تذکره (Passport and Tazkera): پاسپورټ او تذکره د افغاني هویت د تایید لپاره له غوښتنې سره ضمیمه کېږي. که غوښتونکی پاسپورټ نه وي ترلاسه کړی، هغه به د خپل هویت د تایید لپاره یو الکترونیکي تذکره یا ژباړل شوي کاغذي تذکره وړاندې کړي.

5- د دفتر د پېژندنې کارت یا Badge Number: دا هماغه کارت دی چې د بشري سرچینو څانگې لخوا کارکوونکي ته د دندې د ترسره کولو په وخت کې د پېژندنې لپاره ورکول شوی وي.

تاسو باید پورتني اسناد مطابق د SIV پروگرام لارښودونو او معیارونو سره سم چمتو کړئ ، که نه نو ستاسو اسناد به د NVC لخوا ونه منل شي او ستاسو څخه به د اړوندو اسنادو د سمولو او بیالېږلو غوښتنه وکړي. سپارښتنه کېږي چې د اسنادو بشپړولو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې ځانگړي لارښود ته مراجعه وکړئ.

د اسنادو له چمتو کولو وروسته باید څه وکړو؟

د اړینو اسنادو چمتو کولو وروسته، تاسو خپل برېښنالیک پاڼې ته لاړ شئ، د برېښنالیک نوې پاڼه پرانیزئ، خپل نوم، تخلص او د زېږون نېټه د برېښنالیک په موضوع کې او د برېښنالیک متن کې د کډوالۍ ځانگړي ویزې پروگرام لپاره غوښتنه وکړئ، پورته ټول پنځه بشپړ شوي اسناد ضمیمه یا اپلوډ کړئ کوم چې په pdf شکل کې دي او وزن باید له 5 میگابایټ (mb) څخه ډېر نه وي او د AfghanSIVApplication@state.govبرېښنالیک پتې ته یې واستوئ کوم چې د امریکایي NVC سره ته به ولېږل شي.

دویم پړاو - د اسنادو بیاکتنه او د ماموریت د رییس (COM) پرېکړه

 د غوښتنې په ترلاسه کولو سره د NVC دفتر غوښتونکي ته د قضیې پېژندنې شمېره (Case Number) چمتو کوي. که غوښتل شوي اسناد د SIV پروگرام د لارښوونو سره سم ترتیب شوي وي، د قضیې شمېره په ورته برېښنالیک کې دا یادونه هم کېږي چې ستاسو لخوا ټول اړین اسناد ترلاسه شوي دي (ډېری غوښتونکي دا د Under Review پړاو په توگه گڼي) او ستاسو غوښتنلیک د پرېکړې لپاره د ماموریت رییس (COM) ته لېږل کېږي.

که چېرې اسناد د SIV پروگرام لخوا غوښتل شوي لارښوونو او معیارونو سره سم تنظیم شوي یا لېږل شوي نه وي، له غوښتونکي څخه به وغوښتل شي چې اړوند اسناد سم کړي او د برېښنالیک له لارې ولېږي. ډېری غوښتونکي دا غلطۍ د Miss Document په توگه پېژني. د اسنادو بشپړولو وروسته، د ټول اسناد د پرېکړې لپاره د ماموریت رییس (COM) ته لېږل کېږي.

هغه وخت چې غوښتنلیک له COM سره وي د Under Review پړاو ویل کېږي. د دې مودې په جریان کې چارواکي به د غوښتونکي اسناد په احتیاط سره څېړي. دا احتمال شته چې په دې پړاو کې د اسنادو د اعتبار او جعل کولو لپاره ټېکنالوژي وکارول شي. بیا د برېښنالیک له لارې د اړونده دفتر د بشري منابعو برخې او مستقیم امر یا سوپروایزر سره اړیکه نیول کېږي. د برېښنالیکونو له لارې یوازې د بشري سرچینو د اسنادو او امر لیک له روغوالي څخه ډاډ تر لاسه او که اړتیا وي ځینې پوښتنې هم ترې کېږي.

همدارنگه، د هغو افغانانو لیست چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت (Department of Defense - DoD) قراردادي ادارو سره یې کار کړی دی په ربیت پروژه (Project Rabbit) کې ثبت شوی دی. یو ټکی باید په پام کې ونیول شي چې ستاسو د بشري سرچینو په لیک کې، تاسو باید د Rabbit پروژې یادونه یا تاسو د برېښنالیک لېږلو په جریان کې د دې مسلې په هکله NVC ته یادونه کړې وي.

وروسته له دې چې د ماموریت رییس (COM) نظر مثبت وي، غوښتونکي ته تایید (COM Approval) ورکول کېږي. په اسنادو کې د نیمگړتیاوو شتون یا د بشري سرچینو سند یا د امر لیک د اعتبار نه تصدیق کېدو په صورت کې غوښتونکي ته د رد لیک (Denial Letter) لېږل کېږي.

که د رد لیک ترلاسه کړو نو بیا څه وکړو؟

که تاسو د رد لیک (Denial Letter) ترلاسه کړئ، خپل ځان مه بایلئ. هغه کسان چې واقعاً پر شرایطو برابر دي او کولی شي اړین اسناد چمتو کړي، دا خورا ممکنه ده چې د COM پرېکړه بدل کړي. نو ځکه د رد لیک ترلاسه کول په دې معنی نده چې COM په دایمي توگه تایید شوی نه دی ځکه لاهم د پرېکړې د بدلولو فرصت شتون لري.

تاسو به د برېښنالیک له لارې د ماموریت رییس (COM) رد لیک ترلاسه کړئ چې د رد کولو لاملونه تشریح کوي. تاسو کولی شئ د COM د رد لیک پر وړاندې اپیل درج کړئ. ستاسو اپیل باید د رد لیک برېښنالیک ترلاسه کولو څخه 120 ورځو کې دننه وشي. د بهرنیو چارو وزارت د دې 120 ورځو مودې هاخوا د غوښتنې د منلو واک لري. په اپیل کې تاسو باید غوښتنه وکړئ چې ستاسو رد شوې کیس بیا پرانستل شي او بیا تاسو د خپلې غوښتنې اړوند اضافي معلومات چمتو کړئ. ستاسو په اصلي غوښتنلیک کې معلومات باید په رد لیک کې ورکړل شوي توضیحات روښانه کړي یا په رد لیک کې کوم شته ستونزې د له منځه وړلو په موخه نوي معلومات وړاندې کړئ. د "وپوښتئ" په وېبپاڼه کې د (COM) ماموریت د رییس د رد لیک په وړاندې د اپیل په اړه ځانگړي معلومات او لارښوونې ولولئ.

که هرڅه سم او په نورمال ډول پرمخ لاړ شي، تاسو به د ماموریت د رییس (COM) تایید ترلاسه کړئ. تاسو به د COM څخه یو لیک او د غوښتنلیک تایید یا د برېښنالیک له لارې د ښه راغلاست لیک ترلاسه کړئ او په هغه کې لارښود هم وي څنگه د کډوالۍ ځانگړي ویزې پروسې پر مخ بوځئ. په دې لیک کې ویل شوي چې غوښتونکی به د کابل نمبر (KBL Number) په 14 ورځو کې ترلاسه کړئ.

درېیم پړاو - د انلاین ویزې غوښتنلیک یا د DS-260 فورمې ډکول

 د خپل NVC د ښه راغلاست لیک او KBL شمېرې له ترلاسه کولو وروسته، تاسو باید د خپل ځان او د کورنۍ کوم پر شرایطو برابر غړي چې تاسو سره متحده ایالاتو ته مهاجرت کوي د انلاین ویزې غوښتنلیک یا د DS-260 فورمه ډک او وسپارئ.

د DS 260 فورمه د برېښنایی ویزې غوښتنلیک فورمه ده. دا فورمه ستاسو د پخوانیو ادرسونو، د کار نېټې، زده کړې، د ټلېفون شمېرو، ټولنیزو رسنیو اکونټونو، او د کورنۍ غړو په اړه پوښتنې په گډون ډېری شخصي پوښتنې شتون لري او تاسو هرې پوښتنې ته په احتیاط سره ځواب ورکوئ. دا فورمه په انگلیسي ژبه ده او په انلاین بڼه ډکېږي.

کله چې تاسو DS-260 فورمه پیل کړئ، تاسو به د لارښوونو سره یوه پاڼه وگورئ. دا پاڼه به تاسو ته ووایي کله چې فورمه ډکوئ تاسو باید خپل پاسپورټ او نور اړوند اسناد ولرئ. تاسو باید خپل غوښتنلیک په برېښنایی توگه لاسلیک کړئ. تاسو باید دا ومنئ چې چمتو شوي معلومات ستاسو د ریښتیني معلوماتو پراساس کره او سم دي.

د تایید غوراوي تاسو ته اختیار درکوي چې خپل تاییدپاڼې څخه یو کاپي واخلئ. تاسو باید د امکان په صورت کې دا تاییدپاڼه چاپ یا کاپي کړئ. تاسو اړتیا لرئ دا د خپلې ویزې مرکې لپاره له ځانه سره ولرئ.

که تاسو د خپلې کورنۍ سره سفر کوئ، نو اړینه ده چې د کورنۍ د هر غړي لپاره د DS 260 جلا فورمه ډکه کړئ. تاسو کولی شئ د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې د DS 260 فورمې په اړه د ډېري پوښتل شویو پوښتنو ځوابونه ولولئ.

که اړتیا وي، تاسو کولی شئ د  DS-260 فورمې نمونه  وگورئ او د انلاین غوښتنې دمخه یې د ډکولو تمرین وکړئ. تاسو کولی شئ په دې لینک کې د DS-260 فورمې ډکولو لارښود وگورئ.

د DS-260 فورمې له لېږلو وروسته څه کېږي؟

د DS-260 فورمې له ډکولو وروسته تاسو او د کورنۍ د ټولو غړو چې تاسو سره مهاجرت کوي باید د هغوی د ویزې غوښتنلیک په ملاتړ اړین مدني اسناد د ویزې ملي مرکز ته واستوئ. تاسو باید خپل ټول مدني اسناد د ویزې ملي مرکز (NVC) کې د برېښنالیک له لارې ثبت کړئ. که تاسو ټول اړین اسناد سپارلي وي، NVC باید تایید کړي چې ستاسو غوښتنلیک بشپړ شوی. د NVC دفتر به تاسو سره اړیکه ونیسي کله چې اړونده سفارت د مرکې لپاره اماده وي د مرکې مهالویش تاسو ته لېږي.

دا مدني اسناد عبارت دي له:

  • د کورنۍ د هر غړي لپاره پاسپورټ چې امریکې ته مهاجرت کوي؛
  • نکاح خط که اصلي غوښتونکی واده شوی وي؛
  • که تاسو له خپل ژوندملگری څخه جلا شوي یاست نو خپل طلاق خط هم ولېږئ؛
  • د زېږون کارتونه یا الکترونیکي تذکرې یا په انگلیسي ژباړل شوي تذکرې د اصلي غوښتونکي سره د کورنۍ اړیکې ثابتولو لپاره؛
  • د اصلي غوښتونکي سره د کورنۍ اړیکې ثابتولو لپاره د زویولي یا فرزندي ماشوم سند؛
  • د دفتر د پېژندنې کارت (Badge Number)؛
  • د  234 DS- فورمې ډکول او لاسلیک کول؛
  • که تاسو د 12 میاشتو څخه زیات له افغانستان پرته په بل هېواد کې ژوند کړی وي، د کورنۍ د هر غړي چې عمر یې له 16 کالو څخه پورته وي د پولیسو اسناد. د پولیسو سند په اړه د نورو معلوماتو لپاره دې رسمي لینک ته مراجعه وکړئ. که تاسو د افغانستان اوسېدونکی یاست د پولیسو سند ته اړتیا نشته.

ستاسو مدني اسناد باید په افغانستان کې د رسمي صادروونکي ادارې لخوا صادر شوی وي. د هر هېواد لپاره د مدني اسنادو اړتیاو پوهېدو لپاره د متحده ایالاتو سند موندونکي وېبپاڼه وگورئ. ټول اسناد باید په انگلیسي ژبه وي او اسناد باید په دري یا پښتو ژبو د تصدیق شوي ژباړې سره مل وي. ټول پورته ذکر شوي اسناد چې تاسو اپلوډ کوئ باید په pdf یا jpg بڼه وي او هر یو فایل باید د 4 میگابایټ (mb) څخه ډېر نه وي.

یوځل چې تاسو ټول اړین اسناد په ښه کیفیت کې ولرئ دا د نوي برېښنالیک پاڼه کې ضمیمه کړئ او NVCSIV@state.gov ته یې واستوئ.

د DS-260 فورم سپارلو وروسته، تاسو باید د تاییدپاڼه چاپ کړئ او مرکې ته یې له ځان سره وېسئ. تاسو کولی شئ دا د DS-260 فورمې بشپړولو وروسته هر وخت د CEAC پورټل څخه ډاونلوډ او چاپ کړئ. د ویزې غوښتنلیک په رسمي ډول تر هغه وخته نه صادرېږي چې د ویزې غوښتونکي د متحده ایالاتو د قونسلگرۍ مسوول لخوا مرکه شوي نه وي.

دا باید په یاد ولرئ چې د مدني اسنادو تصدیق په اړه د برېښنالیک له لارې غوښتونکي ته خبر ورکول کېږي. دا لیک کېدی شي د 90-120 ورځو ترمنځ وخت ونیسي څو غوښتونکي ته واستول شي.

تاسو کولی شئ د NVCSIV@state.gov برېښنالیک پتې ته د یو لیک په لېږلو سره د ویزې ملي مرکز څخه وغواړئ چې ستاسو کیس هر هغه هېواد ته چې د متحده ایالاتو سفارت شتون لري ولېږدوي.

څلورم پړاو - د ویزې ترلاسه کولو لپاره مرکه

تاسو به په هغه هېواد کې د متحده ایالاتو په سفارت کې مرکه وکړئ چېرې چې تاسو اوس اوسېږئ. په مرکه کې د قونسلگرۍ یو مسوول به له تاسو څخه پوښتنې وکړي څو پرېکړه وکړي چې ایا تاسو د امنیتي څېړنو او روغتیایی معایناتو له بشپړولو وروسته SIV ترلاسه کولی شئ. مرکې معمولا له 10 څخه تر 60 دقیقو پورې دوام کوي.

مخکې له دې چې مرکې ته لاړ شئ د متحده ایالاتو سفارت یا قونسلگرۍ کې د مرکې چمتو کولو لارښوونې ولولئ. دا لارښود به تاسو ته ووایي چې د مرکې په جریان کې څه تمه وکړئ. د دې لارښود سربېره، هر سفارت یوه وېبپاڼه لري چې د مرکې مهالویش او غوښتنلیک ډکولو لپاره اړتیاوې مشخصوي.

د مرکې لپاره کوم اسناد باید له ځانه سره ولرئ؟

د ویزې ملي مرکز (NVC) باید تاسو ته یو لیک درلېږلی او په هغه کې ویل شوی وي چې تاسو باید کوم اسناد له ځانه سره ویسئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د ځانگړو لارښوونو معلومات په دقت سره لوستلی دی. په معمول ډول تاسو باید د مرکې مرکزي دفتر ته لاندې اسناد له ځانه سره واخلئ:

  • د NVC بلنې کاپي؛
  • ستاسو او ستاسو د کورنۍ د غړو اصلي پاسپورټ چې لږترلږه د شپږو میاشتو لپاره اعتبار لري او د پاسپورټ د پاڼې یوه کاپي چې ستاسو نوم او انځور پکې وي؛
  • د هر هغه کس لپاره دوه رنگه انځورونه چې د ویزې لپاره یې غوښتنه کړې د کورنۍ د غړو په گډون چې ستاسو په کیس کې دي؛ د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې د انځورونو په اړه لارښوونې او اړتیاوې ولولئ؛
  • ستاسو د زېږون کارت یا اصلي تذکره، کوم چې ستاسو هویت ښیي. تاسو باید د انگلیسي رسمي ژباړه او د دري او انگلیسي نسخو یوه کاپي هم له ځانه سره وېسئ؛ ټول ژباړل شوي اسناد باید د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا تصدیق شي؛ همدارنگه، اصلي اسناد، تصدیق شوي ژباړه او د کورنۍ د هر غړي د اسنادو کاپي؛
  • د DS 260 فورمې تاییدپاڼه چې تاسو انلاین ثبت کړی دی. که ستاسو په قضیه کې د کورنۍ غړي شامل وي د دوی DS 260 فورمې تاییدپاڼه؛
  • د واده کېدو په صورت کې د نکاح خط اصلي سند، د انگلیسي رسمي ژباړه او د هغې یوه کاپي؛
  • که ممکنه وي، ستاسو د کار د کارت د پېژندنې یوه کاپي یا د دفتر قرارداد لیک؛
  • د ماموریت د رییس (COM) څخه د تایید لیک یوه کاپي؛
  • د DS-157 فورمې لاسلیک شوی کاپي؛
  • د امرینو د سپارښتنې لیکونو یوه کاپي، د استخدام تصدیق لیک او نور اسناد چې تاسو د COM غوښتنلیک پروسې په جریان کې ثبت کړي وي؛

مرکې ته باید څوک له ځانه سره بوځي؟

  • د متحده ایالاتو په سفارت کې د مرکو لپاره، سفارت معمولاً د کورنۍ ټولو غړو څخه غوښتل کېږي چې د ویزې په مرکه کې گډون وکړي.
  • که تاسو وکیل لرئ ستاسو وکیل کولی شي ستاسو سره په انتظار خونه کې او د مرکې پر مهال وي. وکیل باید د مرکې څخه مخکې اړونده فورمې سفارت ته وسپاري او د سفارت څخه تایید ترلاسه کړي.
  • غوښتنلیک ورکوونکي کولی شي د مرستې لپاره یو کس له ځانه سره بوځي که دوی زاړه، معیوب یا کوچني وي. که تاسو د چا سره مرسته کولو ته اړتیا لرئ، سفارت ته خبر ورکړئ. د مرسته کوونکي شخص د نوم او هویت معلومات ژر تر ژره واستوئ څو سفارت ته د دوی د ننوتلو په اړه له هر ډول خنډونو او ستونزو څخه مخنیوی وشي. ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو د مرکې نېټه او وخت په خپل غوښتنلیک کې ذکر کړئ.
  • هر هغه څوک چې سفارت ته ځي باید مخکې له دې له اړوند سفارت سره اړیکه ونیسي تر څو په دې اړه قونسلگرۍ څانگې ته خبر ورکړي او خپل بشپړ نوم، د زېږون نېټه او له غوښتونکي سره اړیکه په یوه لیک کې ولیکئ. په خپل برېښنالیک کې ستاسو د مرکې نېټه او وخت په ځیر سره یاد کړئ. هر څوک چې سفارت ته ننوځي باید د پېژندپاڼې انځورونه لکه اصلي تذکره یا پاسپورټ له ځان سره ولري.

مرکه به په کومه ژبه کېږي؟

د ویزې مرکې په انگلیسي ژبه ترسره کېږي. سفارتونه معمولاً هغو خلکو لپاره یو ژباړونکي لري چې په هغه ځای کې څوک په انگلیسي خبرې نه کوي. ستاسو د مرکې دمخه، تاسو باید سفارت ته خبر ورکړئ چېرې چې تاسو سره مرکه کېږي چې تاسو خپلې مرکې لپاره ژباړونکي ته اړتیا لرئ. د ژباړونکي لرل خورا مهمه ده که چېرې مطلوبه ژبه په هغه هېواد کې چې سفارت موقعیت لري معمول نه وي. که تاسو په مرکه کې یو ځای ژباړونکي ته اړتیا لرئ، پوښتنو ته په لنډو جملو ځواب ورکړئ. دا به د یو ځای ژباړونکي سره مرسته وکړي چې ستاسو خبرې په بشپړه توگه ترجمه کړي. ژباړونکي ته وخت ورکړئ چې ټول توضیحات مسوول افسر ته ښه تشریح کړي.

په مرکه کې څه پیښېږي؟

مرکه کوونکی ممکن له تاسو څخه د هرې پوښتنې یا اسنادو په اړه پوښتنه وکړي چې د SIV غوښتنلیک برخه ده. په دې برخه کې ځینې عام مسایل شتون لري چې په لاندې توگه پرې بحث کېږي:

  • ستاسو کورنۍ: مرکه کوونکی به له تاسو وپوښتي چې ایا تاسو ژوندملگری یا ماشومان لرئ. که تاسو لرئ، مرکه کوونکی به ستاسو د واده او ستاسو د ماشومانو د زېږون په اړه پوښتنه وکړي. دوی ممکن ستاسو د خویندو یا والدینو په اړه هم پوښتنه وکړي.
  • ستاسو د کار تاریخ: مرکه کوونکی به متحده ایالاتو لپاره ستاسو د کار په اړه پوښتنه وکړي چې تاسو ته یې د SIV لپاره د غوښتنلیک اجازه درکړې ده. دوی به له تاسو وپوښتي چې تاسو کله او چېرته کار کوئ یا کار کړی دی. دوی کېدی شي ستاسو د امریکایي امرینو په اړه پوښتنه وکړي. که دا ستاسو لپاره په کیس کې وي، دوی به له تاسو وپوښتي چې ولې تاسو خپله دنده پرېښوده.
  • په افغانستان کې ستاسو تاریخ: مرکه کوونکی ممکن له تاسو وپوښتي چې تاسو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال چېرته اوسېدلئ او کار کاوه. مرکه کوونکی ممکن ستاسو د زده کړې او دندو د نېټو په اړه پوښتنه وکړي.
  • مرکه کوونکی ممکن له تاسو څخه د ټولو هغو ځایونو په اړه معلومات وغواړي چې تاسو سفر یا ژوند کړی. دوی ممکن له تاسو څخه ستاسو د ټلېفون شمېرې، برېښنالیک پتې، او د ټولنیزو رسنیو اکونټونو په اړه پوښتنه وکړي. دوی ممکن ستاسو د خویندو، ماشومانو او والدینو په اړه هم پوښتنه وکړي او د هغوی په اړه معلومات وغواړي.
  • پخوانۍ ودونه او طلاقونه: که تاسو یا ستاسو ژوندملگری مخکې له بل چا سره واده کړی وي، د پخوانۍ مېرمنې د طلاق یا مړینې په اړه اسناد چمتو کړئ څو څرگنده شي چې ستاسو اوسنۍ واده په قانوني توگه اعتبار لري.
  • د پخوانۍ ویزې غوښتنلیکونه: که تاسو په تېرو وختونو کې د متحده ایالاتو د کومې ویزې لپاره غوښتنه کړې وي، د دوی په اړه بحث کولو ته چمتو واوسئ.

 د مرکې وروسته څه کېږي؟

د قونسلگرۍ مسوول به له تاسو څخه وغواړي چې یو لیک ولیکئ چې تاسو یې اراده لرئ:

  • متحده ایالاتو ته ځئ؛
  • له خپلې اوسنۍ دندې استعفا کوئ؛ او
  • د تل لپاره خپله اوسنۍ دنده پرېږدئ.

وروستي پړاو - د امریکې متحده ایالاتو ته ننوتل

غوښتونکي معمولاً د متحده ایالاتو په سفارت کې د مرکې وروسته د کډوالۍ ځانگړې ویزه ترلاسه کوي، په دې معنی چې دوی متحده ایالاتو ته د ننوتلو ټول شرایط پوره کړي دي. غوښتنلیک ورکوونکي کولی شي امریکې ته د د الوتکې د ټکټ په چمتوکولو سره امریکې ته مهاجرت وکړي.

هغه کسان چې د امریکې ویزې یې ترلاسه کړي دي کولای شي د کډوالۍ د نړیوال سازمان (International Organization for Migration - IOM) په همکارۍ د الوتکي ټکټونه، د بیامېشتېدنې په بهیر کې مرسته او متحده ایالاتو ته د سفر لازمې لارښوونې ترلاسه کړي. د دې سازمان څخه د همکارۍ غوښتلو طریقه دا ده چې غوښتونکي په لومړي پړاو کې لاندې دوه فورمې ډکوي او لاسلیک کوي:

  • د کورنۍ د هر غړي لپاره د کور ساتنه او د 234DS- فورمې لاسلیک کول
  • د یوه کیس یا کورنۍ لپاره د Refugee Benefits فورمې ډکول او لاسلیک کول
  • د کورنۍ د ټولو غړو د پاسپورټونو او ویزو کاپي

پورتني اسناد د siv_ope@iom.int برېښنالیک پتې ته واستوئ کوم چې IOM پورې اړه لري. په یاد ولرئ چې تاسو به د برېښنالیک لېږلو وروسته به تاسو اتومات ځواب (Auto-replay) ترلاسه نکړئ. په نورمال ډول، پورته ذکر شوی سازمان په شاوخوا یوه میاشت کې د غوښتونکو غوښتنې پروسس کوي او د کورنۍ د ټولو غړو سفر زمینه برابروي.

دا ډېره مهمه ده چې صبر وکړئ او IOM ته اجازه ورکړئ چې د الوتکي ټکټ نیولو لپاره ستاسو کیس وارزوي. د IOM دفتر ستاسو د ویزې د ختمېدو نېټې څخه خبر وي او هغه څاري. لومړیتوب هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د ویزې نېټې لږې پاتې وي.

امریکې ته ستاسو په راتگ سره، ستاسو د استوگنې لپاره اړین ترتیبات د امریکایي دولت تر څارنې لاندې نیول شوي دي. تاسو ډاډه اوسئ چې ستاسو او ستاسو کورنۍ ته به د یوې ادارې لخوا پاملرنه وشي چې ستاسو د ځای په ځای کولو او بیامېشتېدنې اسانتیا مسوولیت لري. همدارنگه، امریکې ته د ننوتلو دمخه او وروسته به ستاسو د بیامېشتېدنې د جزیاتو په اړه کافي معلومات او اړین لارښوونې وړاندې شي.

مهم ټکي

  • د ځانگړي مهاجرت ویزې کیس یا د امریکا SIV د غوښتونکو ډېر صبر او زغم ته اړتیا لري، نو دا اړینه ده چې آرام او په سړه سینه په تمه واوسئ.
  • لږ تر لږه د خپل ملاقات له وخت څخه 30 دقیقې وړاندې د مرکې ځای ته ورشئ.
  • تاسو نشئ کولی سفارت ته له ځانه سره لوی کڅوړې، گرځنده ټلېفونونه یا وسلې وېسئ.
  • تاسو باید د ویزې د مرکې په وخت کې د مرکې لپاره ټول اړین اسناد له ځان سره وېسئ.
  • ډېر احتمال شته چې تاسو د مرکې له پیل څخه څو ساعته مخکې په سفارت کې انتظار وکړئ. تاسو ممکن د اوبو بوتل او د څښاک یا خوړلو لپاره یو څه له ځان سره وېسئ.
  • که تاسو ځینې توضیحات په یاد کې نلرئ، څومره چې تاسو پوهېږئ هومره معلومات ورکړئ. بیا ووایاست چې ولې اړوند موضوع ستاسو په یاد کې نه دی. دا به غوره وي چې تاسو تشریح کړئ چې ولې دا اوس ستاسو په ‌ذهن کې په دې اړه څه نه شته.
  • تل صادق اوسئ او تل د هر هغه څه په اړه ریښتیا ووایاست چې دوی یې له تاسو څخه غوښتنه کوي.
  • تاسو او ستاسو د کورنۍ غړي چې تاسو سره سفر کوي باید د SIV ترلاسه کولو دمخه د متحده ایالاتو د سفارت لخوا منل شوي کلینیک کې اړین روغتیایي معاینات بشپړ کړئ. د روغتیایي معایناتو لپاره وخت مه اخلئ تر هغه وخته پورې چې سفارت له تاسو څخه غوښتنه نه وي کړې. کله چې ستاسو لپاره روغتیايي معاینه اړینه وه، تاسو به یو برېښنالیک ترلاسه کړئ او تاسو ته به ووایي چې کله او چېرته ستاسو روغتیايي معاینه ترسره کړئ.
  • د خپل Case Worker سره نرم او دوستانه چلند وکړئ او له هغوی څخه وغواړئ چې د ستونزې په حل او د دندې موندلو کې تاسو سره مرسته وکړي.

مرسته او مشوره

د مهاجرت ځانگړي ویزې (SIV) پروسې په اړه د نورو معلوماتو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼه وگورئ. تاسو کولی شئ د ماموریت د رییس (COM) څخه د تایید ترلاسه کولو دمخه د AfghanSIVApplication@state.gov ته د یو لیک په لېږلو سره د خپل کېس په اړه معلومات ترلاسه کړئ. غوښتونکي کولی شي د امریکې د ویزې ملي مرکز د دفتر د کارکوونکو څخه یوه سره د 0828-334) 603 +1( ټلېفون له لارې اړیکه ونیسي او د خپل کیس په اړه معلومات ترلاسه کړي. له ذکر شوي پړاو وروسته، تاسو کولی شئ د nvcsiv@state.gov برېښنالیک پتې ته یو لیک واستوئ او په دې توگه معلومات ترلاسه او خپل کیس په اړه خپلو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ.

تاسو کولی شئ د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وېبپاڼې ته هم مراجعه وکړئ. همدارنگه د کډوالو د نړیوالې مرستې پروژې (IRAP) وېبپاڼې څخه چې د "وپوښتئ" یوه همکار (Partner) دی او د SIV پروگرام اړوند هم گڼ معلومات لیکلي دي لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، یا فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.