د ‌کویینزلنډ پوهنتون د نړیوالو زده کوونکو لپاره د ښوونکې روزلین پیټلین په تدریس جامع او وړیا انلاین انګلیسي ګرامر کورس وړاندې کوي. یاد کورس، ۸ اونۍ دوام کوي چې په لړ کې به یې د ګرامر، ژبدود او لیکدود په برخو کې زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې بشپړې زدکړې زمینه برابره شي. کورس د هغو افغانانو لپاره چې اوس مهال زدکړو ته لاسرسی نه لري او ښوونځي او ښوونیز مرکزونه یې پرمخ تړل شوي، یو ښه فرصت دی چې د انګلیسي ژبې د مهارتونو د لوړولو لپاره ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د ‌کویینزلنډ پوهنتون دغه کورس په بشپړ ډول وړیا دی، خو که زده کوونکي د سند ترلاسه کول غواړي نو یوه کوه اندازه فیس باید ورکړي. په ټوله کې، د ‌کویینزلنډ پوهنتون وړیا انلاین انګلیسي ګرامر کورس د ژبې مهارتونو او د لیکلو وړتیاوو د لوړولو لپاره غوره او زرین چانس دی.

عمومي معلومات

  • کوربه: د ‌کویینزلنډ پوهنتون
  • بڼه: انلاین
  • د غوښتنلیک وروستۍ نېټه: نه لري
  • موده: اته اونۍ
  • جنسیت: نارینه او ښځینه
  • مالي پوښښ: په بشپړه توګه تمویل شوی
  • ډول: کورس
  • وړ هېوادونه: د نړۍ ټول هېوادونه

د کورس امتیازات او ګټې

  • په انګلیسي ژبه د لیکنې مهارت؛
  • د انګلیسي ژبې نحو او لیکدود وده؛
  • د نوم لیکنې لپاره فیس ته اړتیا نه شته؛
  • هر مهال کولای شئ د کورس درسونو ته لاسرسی و لرئ؛
  • له خپل مهال وېش سره سم په درسونو کې برخه اخیستلی شئ.
  • د انګلیسي مهارت لپاره د ۲۱مې پیړۍ معیارونو سره تطابق؛
  • کورس په بشپړ ډول وړیا دی؛ او
  • د کمه اندازه فیس په مقابل کې زده کوونکو ته سند هم ورکوي.

شرایط

  • کورس د هر تابعیت، اکادمیک پس منظر، او عمر زده کونکو لپاره پرانیستی دی؛
  • په کورس کې د نوم لیکنې لپاره، هیڅ مخکنۍ وړتیا ته اړتیا نه شته؛
  • هر څوک کولای شي په کورس کې نوم لیکنه وکړي؛
  • زده کوونکي باید قوي انټرنیټ ته لاسرسی ولري؛ او
  •  هغو زده کوونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې انګلیسي یې اصلي ژبه نه ده.

څنګه نوم لیکنه وکړئ؟

د ‌کویینزلنډ پوهنتون وړیا انګلیسي ګرامر کورس لپاره غوښتنه کولو لپاره ، تاسو کولی شئ د پوهنتون ویبپاڼې ته ورشئ او لارښوونې تعقیب کړئ. په دغه اته اونیز کورس کې د نوم لیکنې لپاره لومړی د پوهنتون ویبپاڼې ته ورشئ او وروسته دا لینک کښېکاږئ.

لکه څنګه چې دغه کورس د edX انلاین ښوونیز پلټفارم له لارې وړاندې کېږي نو تاسو کولای شئ په دغه انلاین ښوونیز پلټفار کې د کارن-حساب جوړولو لپاره په وپوښتئ یا ”بپرسید“ ویبپاڼه کې د edX ښوونیز پلټفارم په اړه لیکنه ولولئ او په لارښوونو عمل وکړئ.

که له وړاندې په edX انلاین ښوونیز پلټفارم کې کارن-حساب لرئ نو کولای شئ د Sign In غوراوي په کارولو سره خپل کارن ته دننه شئ او په کورس کې خپله نوم لیکنه بشپړه کړئ.

مرسته او مشوره

د ‌کویینزلنډ پوهنتون وړیا انګلیسي ګرامر کورس او د دغه پوهنتون نورو ښوونیزو پروګرامونو کې د ګډون لپاره د دغه پوهنتون ویبپاڼې ته او یا هم د edX ښوونیز پلټفارم ویبپاڼې ته ورشئ.

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.