چگونه یک رمز عبور یا Password قوی و مناسب بسازیم؟-02.jpg

انټرنیټ او مجازی نړۍ چې په دې عصر کې یې خلکو ته خورا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي دي، د یوې وړې تېروتنې او د شخصي معلوماتو په افشا کولو سره د ډېرو ستونزو د راټوکېدو لامل کیدای شي. د ټیکنالوژۍ پرمختګ او د انټرنیټ ته د اړتیا زیاتوالي سره، بېلابېلو کارن-حسابونو ته د ننوتلو لپاره د پاسورډ (Password) کارول خورا مهم شوي. پاسورډ ستاسو د کارن-حساب د خوندیتوب ساتلو لپاره د امنیتي میتود په توګه، د ډېر ځواک سربېره، لاهم د هېکرانو لخوا مات او هېک کیدای شي. دغه چاره ستاسو کارن-حساب ته د ناقانونه لاسرسي لامل کیږي.

باید د ټولو کارن-حسابونو جوړولو لپاره یو خوندي پټنوم وکارول شي. یو خوندي پټنوم د تورو، شمیرو او لیک نښو له ترکیب څخه جوړ شوی چې هېکرانو ته ناپېژنده وي.

په دې لیکنه کې به، موږ د پاسورډ هېک کېدلو فکتورونو ته کتنه وکړو، او دا چې څنګه د کارن-حساب ساتلو لپاره ځواکمن او مناسب پاسورډ غوره کړئ؛ دا به له تاسو سره د خوندي پټنوم غوره کولو کې مرسته وکړي ترڅو ستاسو معلومات د هېکرانو له لوري له ګواښ سره مخ نه شي.

د پټنوم یا پاسورډ (Password) ماتېدو او هېک کولو لاملونه

پاسورډ د بېلابېلو لاملونو لپاره هېک کېدای شي، په لاندې کرښو کې به موږ د پاسورډ د هېک کېدو ځينې فکتورونه یاد کړو، خو کېدای شي نور عوامل هم شتون ولري:

  • کمزوری پاسورډ: د ضعیف او اسانه پاسورډ کارول هېکرانو ته وړتیا ورکوي چې ستاسو د پټنوم د ماتولو او هېک هڅه وکړي لکه ډېکشنرۍ برید (Dictionary Attack) یا Brute Force بریدونه.
  • د فشینګ بریدونه: په فشینګ (Phishing) بریدونو کې، هېکران هڅه کوي چې تاسو د جعلي بریښنالیکونو، پیغامونو یا جعلي ویبپاڼو لینکونو په لېږلو سره ستاسو پټنوم ته لاسرسی ومومي. که تاسو دې بریدونو ته غبرګون وښیئ او خپل پټنوم په ناسمو ځایونو کې دننه کړئ، هېکران کولی شي په اسانۍ سره ستاسو کارن-حساب ته لاسرسی ومومي.
  • څارګر سافټویرونه: ستاسو په سمارټ فون، کمپیوټر یا نورو بریښنایی وسیلو کې نصب شوي ځينې د جاسوسۍ سافټویرونه هېکرانو ته توان ورکوي چې ستاسو پټنوم غلا کړي او ستاسو حساب ته لاسرسی ومومي.
  • د معلوماتو افشا کول: په بېلابېلو پلټ­فارمونو لکه لوی شرکتونه او ټولنیزو سایټونو کې د معلوماتو افشا کول ستاسو د پټنوم د هېک لامل کېدای شي. که ستاسو پټنوم په ډیټابیس کې وي، هېکران کولی شي ستاسو حساب ته د ننوتلو لپاره یې وکاروي.

د دې عواملو له امله، دا مهمه ده چې د پیاوړي او مناسب پاسورډ په غوره کولو او د امنیتي اصولو په تعقیب خپل پټنوم خوندي کړئ.

څنګه پیاوړی پټنوم یا Password جوړ کړو؟

یو خوندي او مناسب پاسورډ د انګرېزي له غټو او کوچنیو تورو، شمېرو او سمبولونو یا نښو له ترکیب څخه جوړېږي. همدارنګه، د بېلابېلو سپارښتنو سره سم، پاسورډ باید لږترلږه اته توري ولري. د پټنوم امنیت زیاتولو لپاره، تاسو کولی شئ لاندې تګلارې وکاروئ:

  • داسې پټنوم غوره کړئ چې د وړاندوینې یا هېک کېدو وړ نه وي! هغه نومونه، شمیرې او جملې مه کاروئ چې ستاسو لپاره مهمې دي، لکه ستاسو د تلیفون شمیره، د زېږون نیټه، د خپل ځان یا د کورنۍ د نورو غړو نوم او داسې نور. دا معلومات د هر چا لپاره د پېژندنې وړ دي.
  • خپل پټنوم له نورو سره مه شریکوئ! په داسې حال کې چې پټنوم خورا شخصي دی، خو په ډېرو برخو کې د کارېدو وړ دی، نو له نورو سره یې مه شریکوئ.
  • اوږد پاسورډ غوره کړئ! د ۸ او ۱۰ تورو ترمنځ پټنوم یا پاسورډ وکاروئ، خو اوږد پاسورډونه ډېر خوندي دی. په هرصورت، ځینې سایټونه یا اپلیکېشن کارونه دا کچه محدوده کړئ.
  • لږ تر لږه د انګرېزي یو غټ او یو کوچنی توری وکاروئ! خپل پټنوم یوازې له غټو یا کوچنيو انګلیسي تورو څخه مه غوره کوئ. بلکې، یو خوندي پټنوم د دې دواړو ترکیب څخه جوړېږي. د بېلګې په توګه، د "IamFrOmAfghaNisTan" جمله د کوچنیو او لویو تورو څخه جوړه ده.
  • په خپل پټنوم کې واټن وکاروئ! په ټولیزه توګه، ډېری سیسټمونه تاسو ته اجازه نه درکوي چې په پټنوم کې واټن ته ځای ورکړئ. خو که یو واټن ته اجازه ورکوي، نو خورا ګټوره چاره ده چې د تورو تر منځ د واټن یا انډر سکور "_" وکاروئ.
  • د بېلابېلو کارن-حسابونو لپاره ورته پاسورډ مه کاروئ! د ورته پاسورډونو کارول هېکرانو ته اسانه کوي چې ستاسو یو حساب ته په لاسرسي سره نورو کارن-حسابونو ته هم په خورا سادګۍ لاسرسی ومومي. د دې لپاره چې خپل پاسورډونه په اسانۍ سره یاد وساتئ، تاسو کولی شئ یو بل ته ورته جملې وکاروئ، د بیلګې په توګه "Im@fg*N_#9" او "_Im#9*fg@N".
  • خپل پاسورډ له خپل موبایل یا کمپیوټر پرته بل ځای کې ولیکئ! که تاسو د خپل پاسورډ د هېرېدو په اړه اندیښمن یاست او غواړئ چې په کوم بل ځای کې یې ولیکئ، نو غوره ده چې په خپل موبایل، ټابلیټ، لپټاپ او نورو سیسټمونو کې یې ونه لیکئ، ځکه چې د هېکرانو لپاره دا خورا اسانه ده چې لاسرسی ورته ومومي. تاسو کولی شئ د خپل پټنوم یادولو لپاره کوډ هم وکاروئ ترڅو ان که څوک یې ومومي، دوی به ستاسو په پټنوم نه پوهېږي.

څنګه وپوهېږو چې خوندي پټنوم لرو؟

زموږ سپارښتنه دا ده چې تاسو د Security.org ویبپاڼې ته لاړ شئ او هلته خپل پټنوم ولیکئ. دغه ویبپاڼه تاسو ته وایي چې د هېکر په خپل کمپیوټر ستاسو د پاسورډ یا پټنوم هېک کولو لپاره په اټکلي ډول څومره وخت ته اړتیا لري.

د پټنوم په یادولو کې یوه له عملي لارو څخه د پاسورډ د اساس په توګه د یوې جملې یا عبارت کارول دي. یوازې په یاد ولرئ چې ستاسو پټنوم باید د شمیرو، نښو او نورو تورو سره یوځای د غټو او کوچنیو تورو له ترکیب څخه جوړ شي.

په یاد ولرئ چې ستاسو د حساب ساتلو غوره لاره دا ده چې خپل پټنوم وخت پر وخت ډول بدل کړئ. دا غوره ده چې لږترلږه په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل خپل پټنوم بدل کړئ.

د پاسورډ د مدیریت اپلېکېشن

د پورتنیو سپارښتنو سربېره، د پاسورډ مدیریت سافټویر کارول لکه LastPass، Dashlane، او 1Password تاسو ته اجازه درکوي خپل پټنوم په محرم ځای کې ذخیره کړئ او د قوي پاسورډ په جوړولو سره ستاسو حساب د هېک کېدو مخه ونیسئ.

همدارنګه، د دودیز پاسورډ برعکس، دوه فکټور تایید (Two-Factor Authentication) تګلاره کې کارن-حساب ته د ننوتلو دوه مرحلې شاملې دي. په دې تګلاره کې، د پټنوم د دننه کولو وروسته، تاسو باید د دوه پړاویز تایید کوډ داخل کړئ چې تاسو ته درکړل شوی. د دوه فاکتور تایید کول او د پیاوړي پاسورډ کارول ستاسو د حساب لپاره د خوندیتوب تر ټولو غوره تګلاره چمتو کوي.

مرسته او مشوره

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼېله لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.