Italy

په ایټالیا کې له کورنۍ سره یوځای کېدل یوه قانوني او خوندي لاره ده چې په پایله کې یې ستاسو د کورنۍ نږدې غړي ایټالیا ته راځي. ایټالیا د هغو خلکو لپاره د کورنۍ د بیا یوځای کېدو ویزه وړاندې کوي، چې په دې هېواد کې ژوند کوي. د هغو خلکو د کورنۍ غړي چې په ایټالیا کې ژوند کوي د کورنۍ د بیا یوځای کېدو ویزې ترلاسه کولو لپاره د نورو ویزو په پرتله ایټالیا ته د ننوتلو ډېر چانس لري.

که تاسو د ایټالیا اوسېدونکي یاست یا تابعیت لرئ، تاسو کولی شئ خپل وړ خپلوان چې د اروپایي ټولنې پرته د نورو هېوادونو اتباع دي، ایټالیا ته راوغواړئ او له خپلې کورنۍ سره یوځای شئ.

د دې ليکنې په لړ کې د کورنۍ د غړو د پیوستون لپاره د اړتيا وړ شرايطو او اسنادو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کېږي، چې تر ډېره په ايټاليا کې د ساین ‌پوست د څانګې له سرچينو څخه را اخيستل شوي دي.

د وړتیا شرطونه

که تاسو په ایټالیا کې یاست او یا د اروپایي ټولنې پرته د نورو هېوادونو اتباعو سره ګډ ژوند کوئ او لاندې شرایط پوره کړئ، نو تاسو کولی شئ د کورنۍ بیا پیوستون لپاره غوښتنه وکړئ:

  • تاسو په ايټالیا کې لږترلږه د یو کال د اوسېدو قانوني اجازه ولرئ او یا په ایټالیا کې د اعتبار وړ جواز لرونکي سره واده کوئ.
  • تاسو لږترلږه په ایټالیا کې د یو کال د اوسېدو اجازه و لرئ.
  • تاسو په ایټالیا کې د پناه غوښتنې یا فرعي خوندیتوب دریځ ترلاسه کړی وي، کولی شئ له اروپايي ټولنې بهر یو هېواد څخه ایټالیا ته د خپلې کورنۍ نږدې غړو د راوستلو لپاره غوښتنه وکړئ.
  • تاسو باید لږ تر لږه عاید او مناسب استوګنځی یا کور و لرئ.
  • که تاسو د کډوالۍ یا فرعي خوندیتوب دريځ لرئ، تاسو د غوښتنلیک سپارلو لپاره د عاید یا استوګنې ثبوت وړاندې کولو ته اړتیا نه لرئ.  

په یاد ولرئ، که تاسو لاهم د خپلې پناه غوښتنې قضیې په اړه وروستۍ پرېکړې ته انتظار یاست یا د دوه کلن لنډمهاله استوګنې اجازه لرئ تاسو د غوښتنلیک سپارلو وړ نه یاست.

د کورنۍ کوم غړي د پیوستون وړ دي؟

  • مېړه یا مېرمن چې عمر یې له ۱۸ کلونو څخه پورته وي؛
  • د ۱۸ کلونو څخه کم ماشومان چې واده شوي نه دي؛
  • د ۱۸ کالو څخه پورته ماشومان چې د ناوړه روغتیایی شرایطو یا نورو معلولیتونو له امله په تاسو پورې تړلي دي.
  • د ۶۵ کلونو څخه کم عمر لرونکي، تاسو پورې تړلي میندې پلرونه، چې نور اولادونه نه لري چې په خپل اصلي هېواد کې د دوی پالنه وکړي.
  • هغه میندې پلرونه چې، د ۶۵ کلونو څخه لوړ عمر لرونکي څخه ډېر وي او نور اولادونه یې نه شي کولی د جدي روغتیایي ستونزو له امله په خپل هېواد کې د دوی پالنه وکړي.

څنګه  غوښتنلیک وسپارئ (How to Apply)؟

د کورنۍ د غړو د پیوستون بهیر لاندې دوه پړاوونه لري:

  • لومړی پړاو ستاسو لخوا د یو ایټالوي تبعه په توګه ترسره کېږي، چې په ایټالوي کې د "Sportello Unico Immigrazione"  په نوم یادیږي.
  • دویم پړاو په پام وړ هېواد کې د ایټالیا په قونسلګرۍ کې ترسره کېږي چیرې چې ستاسو د کورنۍ غړي اوسېږي.

د ایټالیا دننه تبعه له لوري اقدام

هغه څه چې تاسو یې د ایټالیا د تبعه په توګه ترسره کوئ لاندې وړاندې کېږي:

۱- د کډوالۍ ادارې پاڼې ته ورتګ

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ ادارې Sportello Unico Immigrazione ویبپاڼې څخه لیدنه وکړئ. په ویبپاڼه کې، د کیڼ لوري څخه وړ غوراوی وټاکئ. تاسو کولی شئ د خپل SPID (عامه ډیجیټل پیژندنې) په کارولو سره سیسټم ته ننوځئ، یا که تاسو لاهم SPID نه لرئ، د خپلو شخصي اړینو معلوماتو په وړاندې کولو سره ثبت نام وکړئ. د Registrati senza SPID" په ټاکلو ځان ته نوی کارن­-حساب جوړ کړئ.

دا د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۰ د سپتمبر څخه را په دېخوا، تاسو کولی شئ یوازې د خپل SPID  په کارولو سره اکونټ ته ننوځئ. تاسو کولی شئ د غوښتنلیک په تړاو انلاین لارښوونې دلته ومومئ.

۲- د جواز غوښتنه

تر راجسټریشن یا ثبت وروسته، تاسو کولی شئ خپل انلاین پروفایل ته لاسرسی ومومئ او د "nulla osta" غوښتنه وکړئ. "nulla osta" یو اجازه لیک دی چې تاسو اړ یاست چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت څخه یې ترلاسه کړئ ترڅو خپله کورنۍ ایټالیا ته راوړي. که تاسو نړیوال خوندیتوب لرئ، تاسو کولی شئ لاندې اسناد انلاین توګه وسپارئ تر څو د "nulla osta" غوښتنه وکړئ.

  • د استوګنې اجازه یا Permesso di Soggiorno
  • د ۱۶ یورو پوسټي ټاپه چې په ایټالوی ژبه کې "marca da bollo"  نومیږي؛
  • د اعتبار وړ پاسپورټ یا د سفر سند؛
  • د کورنۍ د غړو د پاسپورتونو کاپي؛ او
  • هغه سندونه چې ستاسو د کورنۍ خپل منځي اړیکې ثابتوي، لکه نکاح خط یا د ماشومانو تذکرې او زېږد-کارتونه

هغه افغانان چې نه شي کولای د کورنیو اړیکو اړوند سندونه وړاندې کړي، کولای شي د خپلو کورنیو اړیکو وضاحت وړاندې کړي.

۳- د کډوالۍ دفتر ته مراجعه وکړئ

کله چې تاسو د کورنۍ بلنې د اجازې غوښتنه د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې لیکلې وي، تاسو کولی شئ د ملاقات غوښتنه وکړئ ترڅو خپل اسناد د اړوند ښار د مهاجرت څانګې ته په شخصی توګه وړاندې کړئ. د نوم لیکنې وروسته، تاسو به د اسنادو لیست ترلاسه کړئ چې تاسو باید د ملاقات لپاره راوړئ. ځینې اسنادونه باید راوړي:

  • ستاسو د استوګنې د جواز دوه کاپۍ؛
  • ستاسو د هویت کارت کاپي او اصلي؛
  • د marca da bollo اصلي رسید؛
  • د کورنۍ د غړو د پاسپورټونو کاپي؛ او
  • د کورنۍ د وضعیت او استوګنې سند وړاندې کول، کوم چې تاسو کولی شئ د سیمه ایزې ښاروالۍ چیرې چې تاسو ژوند کوئ، د ثبت دفتر څخه، څخه یې غوښتنه وکړئ.

که تاسو پناه یا فرعي خوندیتوب لرئ، تاسو اړ نه یاست چې د خپل عاید یا استوګنې د ثابتولو لپاره یو سند چمتو کړئ، ځکه تاسو د مهاجرینو د استوګنې په مرکز (SIPROIMI) کې اوسیږئ. تاسو کولی شئ له خپلې کورنۍ سره یوځای شئ.  کله چې تاسو نوم لیکنه وکړئ، تاسو ته به د غوښتنې ځانګړې شمیره درکړل شي.

د خپلې نوملیکنې د جزیاتو په کارولو سره د ایټالیا د کډوالو چارو وزارت ویبپاڼې (Sportello Unico Immigrazione)  ته ننوځئ ترڅو وګورئ چې تاسو د لیدنې وخت ټاکل شوی او که نه؟! د څار لپاره بله لاره نه شته او تاسو به هیڅ بریښنالیک یا خبرتیا ترلاسه نه کړئ.

په یاد ولرئ:

  • که تاسو پناه یا فرعي خوندیتوب لرئ، تاسو اړ نه یاست چې د عاید یا استوګنې ثبوت وړاندې کړئ.
  • د ۹۰ ورځو دننه، د ایټالیا د کډوالۍ اداره باید ستاسو کورنۍ ته د بلنې لپاره د اجازې غوښتنه وکړي یا ستاسو غوښتنه رد کړي.
  • که ستاسو غوښتنه رد شي، تاسو کولی شئ د بیاکتنې غوښتنه وکړئ.

د هغو خلکو لپاره چې نړیوال خوندیتوب لري، د دې بهیر د نورو معلوماتو لپاره، دلته کلیک وکړئ.

د کاري جواز د استوګنې لرونکو لپاره شرایط څه دي؟

که تاسو د کاري استوګنې جواز Permesso Per Motivi di Lavoro (Autonomo or Subordinato)، تحصیل Permesso Per Motivi di Studio، یا د اوږدې مودې استوګنې Ex Carta di Soggiorno اجازه لرئ، تاسو باید د پناه غوښتنې یا فرعي خوندیتوب لرونکي خلکو د پناه غوښتنې ورته کړنلاره تعقیب کړئ. خو تاسو باید جلا شرایط مراعت کړئ.

  • کلنی عاید د ایټالیا د ټولنیز هوساینې مقدار څخه ډېر دی: په ۲۰۱۹ کې، دا اندازه ۵,۹۵۳.۷۴ یورو وه او په ۲۰۲۰ کې، دا اندازه ۵,۹۷۷.۷۹ یورو ته لوړه شوه. دا شمیر ستاسو د کورنۍ د هر غړي لپاره ۵۰٪ زیاتیږي. د بېلګې په توګه، کله چې تاسو خپل ژوندملګری/ې یا ماشوم ایټالیا ته راولئ، تاسو باید د ایټالیا د ټولنیزې سوکالۍ دوه چنده پیسې ۱۱۹۵۵.۵۸ یورو عاید ترلاسه کړئ. پرته له دې چې تاسو څه ډول جواز (کار، تحصیل یا اوږد مهاله استوګنځی) لرئ، کلني عاید ته اړتیا ده.
  • د مناسب استوګنې سند یا certificato di idoneità alloggiativa: ستاسو کور باید د کورنۍ د غړو د شمیر لپاره مناسب وي. د اړوندې څانګې خلک به ستاسو استوګنځي لیدو ته درشي؛ که ستاسو کور د دوی معیارونه پوره کړي، دوی به تاسو ته یو سند درکړي. د دې سند د ترلاسه کولو څرنګوالي په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، تاسو کولی شئ خپل سیمه ایزې ښاروالۍ ته مراجعه وکړئ.

د دې لپاره چې دا ثابته کړئ چې تاسو د مقرراتو سره په همغږۍ کې یاست، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د کورنیوچارو وزارت په ویبپاڼه کې مو د کورنۍ د بلنې اجازې Nulla Osta لپاره د غوښتنې پر مهال ټول اړوند اسناد شامل کړئ.

له ایټالیا بهر د کورنۍ غړو لخوا عمل

دویم پړاو؛ هغه مرحله ده چې ستاسو د کورنۍ غړي باید اقدام وکړي. کله چې د کډوالو وزارت ستاسو کورنۍ ته د بلنې اجازه صادره کړه، د ایټالیا قونسلګرۍ به ستاسو د کورنۍ غړو ته په هغه هېواد کې چې ستاسو کورنۍ ژوند کوي، د ویزې ورکولو اجازه ترلاسه کړي. بیا، تاسو باید د دې جواز اصلي بڼه چې تاسو ته د وزارت لخوا صادر شوي ستاسو کورنۍ ته واستوئ.

د ویزې غوښتنلیک او مرکه

ستاسو د کورنۍ غړي شپږ میاشتې وخت لري چې په هغه هېواد کې د ایټالیا له قونسلګرۍ څخه د ویزې لپاره غوښتنه وکړي چې دوی پکې ژوند کوي. وروسته باید دوی په اړوند هېواد کې د ایټالیا قونسلګرۍ ته لاړ شي، ان که دوی د هغه هېواد اتباع نه وي. دوی باید لاندې اسناد د مرکې لپاره له ځان سره ولري ترڅو له تاسو سره خپلې کورنۍ اړیکې ثابت کړي:

  • د کورنۍ د غړو د هویت کارتونه (تذکره)؛
  • د واده کارت (نکاح خط)؛
  • د زیږون کارتونه؛ او
  • نور غوښتل شوي اسناد باید په سمه توګه ژباړل او تصدیق شي.

قونسلګرۍ ۳۰ ورځې وخت لري چې د غوښتنلیک بیاکتنه وکړي او بیا ویزه صادره کړي. ستاسو غوښتنلیک به کافي اسنادو د نه لرلو له امله رد نه شي. که تاسو نه شئ کولی داسې سند وړاندې کړئ چې ستاسو د کورنۍ اړیکې ثابتوي، نو په اړوند هېواد کې به د ایټالیا قونسلګرۍ ستاسو د کورنۍ په اړه تحقیق وکړي او دا پروسه به ستاسو لپاره لګښت لرونکې وي. ټوله پروسه ممکن له یو کال څخه ډېر وخت ونیسي.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) کولی شي ستاسو سره ستاسو د کورنۍ اړیکو ثابتولو کې مرسته وکړي. که تاسو غواړئ د DNA معاینات وکړئ، دا به د هر شخص شاوخوا 230 یورو لګښت ولري. که څه هم، که تاسو پناه یا فرعي خوندیتوب و لرئ، IOM ممکن د لګښتونو ټوله یا یوه برخه ورکړي.

وکیل کولی شي ستاسو سره د کورنۍ د بلنې اجازې یا ستاسو د کورنۍ غړو لپاره ویزې ترلاسه کولو پورې اړوند هرې ستونزې کې مرسته وکړي؛ د بېلګې په توګه؛ تاسو کولی شئ د وکیلانو CILD  legal@cild.eu بریښنالیک ته یو لیک واستوئ.

د ایټالیا قونسلګري په افغانستان کې نه شته، څه باید وکړئ؟

لکه څنګه چې په کابل کې د ایټالیا سفارت تړل شوی، ستاسو کورنۍ کولی شي له افغانستان څخه بهر د ایټالیا په هر سفارت یا قونسلګرۍ کې د ویزې غوښتنه وکړي؛ د بېلګې په توګه، دوی کولی شي په تهران کې د ایټالیا د قونسلګرۍ شمېرې دلته او په اسلام اباد کې د ایټالیا د قونسلګرۍ د اړیکو شمېرې دلته ترلاسه کړي. که ستاسو کورنۍ نه شي کولی هغه اسناد چمتو کړي چې تاسو سره د کورنۍ اړیکه وښيي، تاسو کولی شئ یو بیان چې ستاسو لخوا لیکل شوی او لاسلیک شوی وي د ایټالوي ډیپلوماتیکو یا قونسلګرۍ چارواکو ته وسپاري چې ستاسو د کورنۍ اړیکې (څوک چې په قانوني توګه په ایټالیا کې ژوند کوي) ستاسو له کورنۍ سره په ګوته شوې وي.

کله چې ستاسو د کورنۍ غړي ایټالیا ته ورسیدل

کله چې ستاسو د کورنۍ غړي ایټالیا ته راشي، دوی باید ایټالیا ته له رسیدو سره سم په ۴۸ ساعتونو کې د "Cessione di fabbricato" فورمه ډکه کړي او پولیسو ته یې وسپاري. یاده فورمه له دې ځایه دا ډاونلوډ کړئ او په دې تړاو نور معلومات ترلاسه کړئ. دا په هغو خلکو باندې تطبیق کېږي چې د کار، زده کړو یا د اوږدې مودې استوګنې جواز لري.

ایټالیا ته تر رارسېدو وروسته په ۸ ورځو کې، ستاسو کورنۍ باید ستاسو په ښار کې د کډوالو په سیمه ایز دفتر کې راجستر شي. د پولیسو افسران د ډاګخونې (پوسته خانې) دفتر ته د استوګنې د اجازې غوښتنلیک کڅوړه وړاندې کوي او ستاسو د کورنۍ یو غړی به یو رسید ترلاسه کړي.

په ایټالیا کې استوګنه

د کډوالۍ دفتر به له تاسو او ستاسو د کورنۍ له غړو سره اړیکه ونیسي ترڅو د اسنادو د ترلاسه کولو بهیر پیل کړي چې ستاسو کورنۍ په ایټالیا کې د پاتې کېدو لپاره ورته اړتیا لري. په ټولیز ډولله ۴ تر ۶ میاشتو پورې موده نیسي ترڅو د مهاجرت دفتر ستاسو د کورنۍ د غړو د استوګنې جواز صادر کړي. په دې موده کې به، ستاسو د کورنۍ غړي د پېژندنې اسناد ونه لري.

په هرصورت، په یاد ولرئ چې رسید (هغه پاڼه چې ستاسو د کورنۍ غړي په پوست خونه کې د اسنادو د کڅوړې له لیږلو وروسته ترلاسه کوي) خلکو ته اجازه ورکوي چې په قانوني توګه په ایټالیا کې پاتې شي او خدماتو ته لاسرسی ومومي. په یاد ولرئ چې د دې رسید سره، خلک نه شي کولی نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

که ستاسو د کورنۍ غړي د کورنۍ د بیا یوځای کېدو له لارې تاسو سره په ایټالیا کې یوځای شوي وي، دوی به هم له ټولو هغو حقونو څخه ګټه پورته کړي چې تاسو یې لرئ. دا حقوق په لاندې ډول دي:

  • زده کړه
  • هوساینه
  • روغتیایی خدمتونه
  • کار
  • سفر د استوګنې د جواز او یو باوري ملي پاسپورت سره، تاسو کولی شئ د شینګین په سیمه کې د ۹۰ ورځو لپاره سفر وکړئ.

مرسته او مشوره

هغه افغانان چې مشخصو معلوماتو او همکارۍ ته اړتیا لري کولای شي چې لاړ شي د WhatsApp شمیره "پوښتنه " (+93729807235) یا فیسبوک میسنجر یا له لارې "پوښتنه " وېبپاڼه د "پوښتنې" مشاورینو سره اړیکه ونیسئ او نور معلومات ترلاسه کړئ.