نکات

سېلاب له خورا ویجاړونکو طبیعي پېښو څخه یوه ده، چې هر کال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې مالي او ځاني زیانونه اړوي. په وروستیو کلونو کې، د اورښت زیاتوالی، هوا شرایطو، او د اورښت د ځایي او لنډمهاله بدلونونو له امله، ډېری وختونه د لویو ویجاړوونکو سېلابونو شاهدان یو.

د غوره او مخنیوونکي مدیریت په پار، د خطرناکو سېلابونو د پیښو څخه مخکې، د سېلابونو پرمهال او تر سېلاب وروسته یا د سېلابونو د منفي اغېزو او نه جبران کېدونکو زیانونو د له منځه وړلو لپاره د خوندیتوب تدابیر تنظیم او پلي کېږي.

څرنګه چې د سېلابونو مخنیوی د لګښت، وخت او زیانونو له نظره ګټور دی، او د سېلاب د پېښېدو په صورت کې، ناورین ته د غبرګون چاره چټکوي، د دې لیکنې موخه دا ده چې د سېلاب په تړاو په درې پړاوونو کې د خوندیتوب د لارښوونو په توګه، ترسېلاب وړاندې، د سېلاب پرمهال او تر سېلاب وروسته د اړینو ګامونو په اړه ټولیز معلومات وړاندې شي.

له سېلاب څخه مخکې اړین ګامونه

د لاندې ټکو په پام کې نیولو سره تاسو کولی شئ د سېلابونو پر وړاندې د کورنۍ مالي او ځاني زیانونه راکم کړئ:

  • د سیند په څنډو او سېلاب ځپلو سیمو کې د ودانیو له جوړولو ډډه وکړئ.
  • د سېلاب د زیانونو د کمولو لپاره یو خورا مهم ګام د معیاري ودانیو او د وړ ودانیزو توکو کارول دي.
  • د بنسټ دیوالونو (تهدابونو) یا د ځمکې لاندې دېوالونو پیاوړي کولو لپاره، په اوبو ضد موادو د دغو دېوالونو پوښل ګټور دي.
  • د کور یا ودانۍ په پورتنیو برخو کې د برېښنا د مزو پیوستون او نصبول.
  •  په هر کور کې د لومړنیو روغتیايي مرستو او خوړو کڅوړې شتون چې تاسو یې په خورا اسانۍ برابرولی شئ.
  •  هڅه وکړئ، د اړتیا وړ توکي، قیمتي توکي، ارزښت لرونکي او مهم اسناد د کور یا ودانۍ په لوړو ځایونو کې خوندي کړئ.
  • د راډیو، تلویزیون او ټولنیزو رسنیو له لارې د هوا پېژندنې ادارې له لوري د هوا وضعیت او سېلابونو په اړه اړین معلومات او پوهاوی ترلاسه کړئ.
  • په رسنیو کې د سېلاب خبرداری د سېلاب معنی لري، نو مهرباني وکړئ، جدې یې وګڼئ او مخکې له مخکې چمتو اوسئ.
  • د بېړنیو حالتونو لپاره، ډاډ ترلاسه کړئ چې ځینې اړین خواړه، معدني اوبه او د روغتیا ساتنې توکي لکه د تشناب مایع، دستکشې او ماسکونه، لوښي، پیالې، څراغونه، د بیټرۍ او کمپلو سره راډیو او نور اړین وسایل چمتو کړئ.
  • په سېلاب ځپلو سیمو او د سیند په اوږدو کې مه پنډېږئ، او په دې ځایونو کې د موټر له درولو څخه هم ډډه وکړئ.
  • هڅه وکړئ په خپل ښار (سیمه) کې د بېړنۍ استوګنې لپاره یو څو ځایونه په نښه کړئ، ترڅو که تاسو ته د وتلو ویل کېږي، و کولای شئ ډېر چټک حرکت وکړئ.
  • که څاروي لرئ، نو د لېږدولو لپاره یې اړین او مناسب اقدامات وکړئ.
  • د شګو د کڅوړو (بوجۍ) چمتو کول او د کور په ګودام کې یې زېرمه کول. دغه زېرمه د سېلاب لارې په وړاندې خنډ په توګه کېښودلای شئ او کور او ځمکې ته د ډېرو اوبو د ننوتلو مخه پرې نیولای شئ.

د سېلاب پرمهال څه باید وکړو؟

د سېلاب په لړ کې د لاندې ټکو په نظر کې نیولو سره ، کولی شئ د کورنۍ مالي او ځاني زیانونه کم او خوندیتوب ډاډمن کړئ:

  • که چېرې د سېلاب شونتیا او باران ډېر سخت وي او تاسو د سیند په څنډو یا د پله له پاسه یاست، ژر تر ژره هغه ځای پریږدئ.
  • د ډله ایزو رسنیو لکه راډیو، ټلویزیون او ټولنیزو رسنیو له لارې اړین معلومات او اړینې لارښوونې ترلاسه کړئ، او که چېرې تاسو ته د کورنو د پرېښودلو امر وشي، په جدي توګه یې په پام کې ونیسئ او ژر تر ژره خپل د استوګنې ځای پریږدئ.
  • ان که باران هم نه وي، د اوبو په لارو مه تېرېږئ، او که د اوبو کچه ستاسو له زنګونونو څخه لوړه وي، نو په هېڅ حالت کې له دې سیمو څخه مه تېرېږئ، ځکه چې تاسو په دې کار سره، خپل ژوند ته له خطر پېښولو سره سره، زیانمنو شویو سیمو ته د مرستې رسولو خنډ ګرځئ.
  • له کور څخه تر وتلو وروسته، له سیندونو یا نورو سېلابي لارو او خوړونو لرې په په لوړو ځایونو کې پناه واخلئ.
  • له داسې کمزورو پلونو څخه لرې اوسئ چې د راغورځېدو احتمال لري.
  • که تاسو خپل استوګنځي پرېږدئ، تر وتلو دمخه برېښنا، اوبو او ګاز سیسټم بند کړئ. که د برېښنا په پرې کولو بریالي نه شئ، د برېښنايي وسایل برېښنا پرې کړئ. پام مو وي چې په هېڅ حالت کې برېښنایي وسایلو ته لوڅ لاس مه ور وړئ.
  • مهرباني وکړئ د سېلاب اوبو ته مه ورګډېږئ! ځکه چې سېلاب ممکن د برېښنا له مزو سره په تماس کې وي او د برېښنا جریان ولري.
  • د لرګي یا بل کوم مناسب توکي په نیولو سره په اوبو کې حرکت وکړئ.
  • که ستاسو کور له سېلابي ځمکې څخه لرې وي، په کور پاتې شئ.
  • باید په یاد ولرئ، کله چې د سېلابونو پرمهال موټر چلوئ له هغو سړکونو مه تېرېږئ چې د ویجاړېدو خطر لري. څرنګه چې د موټر بریکونه به په اوبو کې ښه کار ښه کار نه کوي، نو د موټر ډبل ګېر وکاروئ. که چېرې موټر په اوبو کې ودریږي ، ژر تر ژره ځان وباسئ او لوړ ځای ته لاړ شئ.
  • تل د خطر خبرتیاوو ته غوږ شئ چې د اړتیا په صورت کې خپل د اوسېدو ځای پریږدئ.
  • ارام اوسئ او خپل ګاونډیان او هغه خلک چې د امکان تر بریده د سېلاب له خطر سره مخ دي خبر کړئ.
  • د خپلې روغتیا د ساتلو لپاره، په اوبو کې حرکت مه کوئ، ځکه چې که تاسو خپل توازن له لاسه ورکړئ، نو تاسو به د سېلاب څپې له ځان سره واخلي، چې د تیلو، غوړو او فاضله اوبو سره ککړې شوې دي.
  • ان د ککړو اوبو (فاضلاب) له ویالو او کانالونو څخه چې ظاهراً ارام برېښي، لرې اوسئ، ځکه چې سېلاب ناڅاپه او پرته له خبرتیا څخه پېښېدای شي.

څنګه کولای شو چی د سېلاب وروسته زیانونه راکم کړو؟

د لاندې ټکو په نظر کې نیولو سره تر سېلاب وروسته، تاسو کولی شئ د کورنۍ مالي زیانونه راکم کړئ:

  • د سېلاب ځپلو سیمو د پېژندلو او د اوسیدو لپاره د خوندي ځایونو په اړه د معلوماتو لپاره، له هغو بنسټونو او موسسو سره اړیکه ونیسئ چې ستاسو په ځای کې مرستندویه چارې پر مخ وړي.
  • د برېښنا زاړه مزي د اور لامل کېدای شي. هڅه وكړئ چې واړه اورونه ووژنئ او ژر تر ژره د اور وژنې ادارې (اطفایه) سره اړیکه ونیسئ.
  • څرنګه چې خزندې لکه ماران او نورې خزندې هم خپل استوګنځایونه د سېلابونو له امله له لاسه ورکوي، په پایله کې، دا خطرناکې خزندې او سرېدونکي خپلې ځالې پرېږدي او بهر راوځي نو له همدې امله، د خزندو له چیچلو څخه خپل خوندیتوب ډاډمن کړئ.
  • د خپلې روغتیا ساتنې لپاره، په کلکو کوتیو کې چمتو شوي یا کنسرو خواړه وکاروئ.
  • که شونې وي، له ټپيانو سره مرسته وکړئ او د اړتیا په صورت کې له نورو څخه مرسته وغواړئ.
  • که تاسو د اور اور وژنې اراده لرئ، د اوبو د سرچینو د ویجاړېدو له امله د اوبو فشار کمښت ته پام وکړئ.
  • د سېلاب په اوبو ککړ خواړه کېدای شي د ساري ناروغیو لکه هیپاټایټس، کولرا او نورو وژونکو ناروغیو د لیږد لامل شي، نو ډاډمن شئ چې ګټه تر وانخلئ.
  • د څښاک د اوبو خوندیتوب لپاره، ډاډمن شئ چې اوبه و وېشوئ.
  • د هر ډول خطر په صورت کې اړوندو چارواکو ته خبر ورکړئ.
  • د سېلاب څخه پاتې شوې ککړې اوبه د هر ډول حشراتو او موږکانو لپاره مناسب ځای دی، نو ډاډه اوسئ چې د خپل کور دروازې او کړکۍ په خوندي ډول وپوښئ.
  • که چېرې کوم خطر د باوري رسنیو لخوا اعلان شوی وي، له هغه ځای څخه چې د سېلابونو د راوتلو شونتیا پکې وي، ژر ځان وباسئ.

د سېلاب لامل څه شی دی؟

په افغانستان کې سېلابونه د مختلفو عواملو له امله رامنځ ته کېدای شي، لکه د سختو بارانونو اورښت، د واورې ویلې کېدل یا اوبه کېدل او د بندونو یا سربندونو ماتېدل. بشري تخریبي فعالیتونه لکه د ځنګلونو له مینځه وړل، ښاري پراختیا او د ځمکې نامناسب کارول او د اضافي اوبو مدیریت کولو لپاره د سمندرونو او سیندونو ظرفیت کمېدل د سېلابونو له راوتو سره مرسته کوي. بلخوا، تمه کېږي چې د اقلیم بدلون به د نړۍ په ډېرو برخو کې د سېلابونو شمېر او شدت لوړ کړي.

پر انسانانو باندې د سېلابونو ناوړه اغېزې­

سېلابونه کولی شي په انسانانو باندې ډېری ناوړه اغېزې ولري ، په شمول :

  • ځاني زیان: سېلابونه خطرناک او وژونکي ثابتېدای شي او د ډوبېدو، ټپي کېدو او له ناروغۍ سره د مخ کېدو لامل کېږي.
  • بې ځایه کېدنه: سېلابونه کولای شي خلک دې ته اړ کړي چې خپل کورونه او ټولنې پرېږدي او د بې­ځایه کېدو او معیشت له لاسه ورکولو لامل شي.
  • مالي زیان: سېلاب د کورونو ، سوداګرۍ او بېبناوو د زیانمنېدو لامل کېږي، چې په پایله کې د پام وړ اقتصادي زیانونه رامنځته کېږي.
  • روغتیايي خطرونه: سېلابونه د باکتریا ، ویروسونو او نورو ناروغیو باندې د اخته کېدو او د ناروغۍ د خپریدو او لېږد لامل کېږي.
  • رواني اغېزې: سېلاب په رواني روغتیا باندې دوامداره ناوړه اغېزه لرلی شي او د فشار، اضطراب او خپګان لامل کېږي.
  • د خدماتو ګډوډول: سېلاب د اړینو خدماتو لکه برېښنا، د اوبو رسولو او ترانسپورت بهیر د ګډودۍ لامل کېدای شي او لومړنيو اړتیاوو ته د خلکو لاسرسی ستونزمنوي.

دا یوازې یو څو ډېری ناوړه اغېزې دي چې کېدای شي د سیلاب له امله انسانان ورسره مخ شي. مهمه دا ده چې د خپل ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره د سېلابونو سره تړلي خطرونو په وړاندې چمتوالی او د خطرونو له منځه وړلو لپاره ګامونه پورته کړئ.

د پایلې په توګه، سېلاب خطرناک او ویجاړونکی ثابتېدای شي، خو داسې ګامونه شته چې تاسو یې پر مټ کولای شئ د خپل ځان او د کورنۍ د غړو ساتنه وکړئ. په یاد ولرئ چې د سېلاب په وخت کې خپل خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړئ او د ځایی سازمانونو او چارواکو لارښوونې تعقیب کړئ. ستاسو په سیمه کې د هوا شرایطو څخه خبر اوسئ او د اړتیا په صورت کې د چټک عمل کولو لپاره چمتو اوسئ. که تاسو په داسې سیمه کې اوسیږئ چې د سېلابونو خطر لري، د خپل کور یا استوګنځي د خوندیتوب لپاره د ګامونو اخیستلو په اړه فکر وکړئ، بېلګې په ډول د کور لوړول یا بېخي بدلون. په یاد ولرئ، د سېلاب پر مهال، خوندیتوب باید تل ستاسو لومړیتوب وي.

مرسته او مشوره

که د سېلاب پرمهال مرستې ته اړتیا لرئ او جدي ټپي یاستئ، سملاسي له سیمه ایزو مسولینو لکه پولیس، د ژغورنې ټیمونه، په سیمه کې فعال سازمانونه، امبولانس، د اور وژنې یا د بېړنيو خدماتو چمتو کوونکو سره اړیکه ونیسئ چې ممکن په هغه سیمه کې وي.

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.