لغزش

د ځمکې ښویېدنه یو طبیعي ناورین دی چې کولی شي د انسان ژوند او چاپیریال ته جدي زیانمنوونکې پایلې ولري. د ځمکې ښویېدنه هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې ډبرې، تیږې، خاوره، یا کثافات لاندې خواته وخوځېږي. ځمکه ښویېدنه د ډېرو فکتورونو له امله رامنځ ته کېدای شي لکه ډېر باران، زلزلې، اورغورځېدنې یا اتش فشاني پیښې او بشري فعالیتونه لکه د ځنګلونو له مینځه وړل او غیر معیاري ودانیزې چارې پر مخ وړل. د دې عواملو له امله د خاورې او ډبرې سطحې بېځایه کېږي او د ځمکې ښویېدنې لامل کېدای شي.­

د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د مې په میاشت کې د افغانستان د بدخشان ولایت په اباري کلي کې د ځمکې ښویېدنې له امله شاوخوا ۳۰۰ د استوګنې کورونه تر خاورو او خټو لاندې لاندې شول. په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر د معلوماتو له مخې، د دې پېښې له امله تر ٣٥٠ تنه و وژل شول او تر دوو زرو د ډېرو خلک تري تم شول. پر دې پېښې سربیره په افغانستان کې د ځمکې ښویېدنې له امله هر کال لسګونه کسان وژل کېږي.

خلکو ته لارښوونه او پوهاوی ورکول د ځمکې ښویېدنې په وړاندې د دوی خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره له خورا مهمو ګامونو څخه ګڼل کېدای شي. په افغانستان کې د ځمکې ښویېدنې لاملونه څه دي؟ د کنټرول لپاره یې له کومو لارو چارو کار اخیستل کېدای شي؟ او د زیانونو د کمولو او له امله یې د اوښتو تلفاتو د کمولو لپاره کوم تدابیر نیول کېدای شي؟ په دې لیکنه کې به پرې بحث وکړو.

د ځمکې ښویېدنې لاملونه

د ځمکې ښویېدنې کېدای شي د مختلفو عواملو له امله رامنځته شي لکه زلزلې، او د ځمکې سطحې لاندې اوبو شتون، او داسې نور. د ځمکې ښویدنې مهم عوامل په لاندې ډول دي:

  • ډېر باران: کله چې خاوره له اوبو ډکه شي، نو درنېږي او خپل قوت له لاسه ورکوي، چې دا د یوې سطحې د ښکته کېدو لامل کېږي. د ځمکې ښویدنې له خورا عامو ډولونو څخه یو له خټو څخه په جوړو شویو طبقو کې پیښیږي. څرنګه چې د دې ډبرو په منځ کې سوري ډېر وي، نو د باران له امله اوبه جذبوي او وزن کچه یې لوړیږي.
  • زلزله: د زلزلې په وخت کې د ځمکې ټکان د دې ­سبب کېږي چې خاوره یا ډبرې بې ثباته شي او طبقې ښکته لاړې شي.
  • د اورغورځېدنې یا اتش فشاني حالت: د اتش فشاني پیښې د ګرمو ګازونو، ایرو او ډبرو د ټوټو د خپریدو له امله د ځمکې ښویېدنې ­لامل کېږي، ­کوم چې کولی شي شاوخوا غرونه وخوځوي.
  • تخریب: د طبیعي پېښو لکه باد او اوبو له امله د خاورې یا ډبرې تدریجي تخریب کولی شي ­غرونه یا غونډۍ بې ثباته کړي او د ځمکې ښویېدنې خطر ولري.
  • انساني فعالیتونه: ودانیز فعالیتونه او د کان کیندنې کولی شي د ځمکې طبیعي جوړښت بدل کړي او د خاورې یا ډبرو ثبات کمزوری کړي او د ځمکې ښویېدنې خطر ډېر کړي.

د ځمکې ښویېدنې د کنټرول لارې چارې

په مختلفو هېوادونو کې د ځمکې ښویېدنې د کنټرول، خطر کمولو او مخنیوي لارې موندلو لپاره ډېر کارونه ترسره شوي دي. خو تر اوسه په  دې برخه کې ډېر برياليتوبونه نه دي تر لاسه شوي. د ځمکې د طبقو د ډول او جوړښت له مخې د ځمکې ښویېدنې لپاره مختلف احتیاطي  تدابیر وړاندیز شوي دي:

  • د تشو او درزونو ډکول: په تشو ځایونو او درزونو کې د سیمنټو اچول او ډکول یې د ځمکې ښویدنې مخنیوي لپاره له تر ټولو عامو تګلارو څخه ده. څرنګه چې افغانستان د ځمکې ښویېدنې ډېرې پېښې رامنځته کېږي، نو د دې میتود کارولو لپاره، اړینه ده چې لومړی په ښویېدونکې ځمکې کې د اوبو د ننوتلو اصلي سرچینې او لارې په نښه شي او بیا د کانال او تونل په جوړولو سره اوبه بلې لارې ته واړوئ. په تشو ځایونو او نورو درزونو کې د سیمنټو اچولو، پوښل یا پلاستیک نیول خورا اغېزمن دي.
  • مرستندوی یا استنادي دېوالونه: د ټولو طرحو اصلي هدف دا ده چې د ښویېدونکو طبقو د حرکت مخه ونیسي. د مرستندویه استنادي دیوالونو د جوړولو لپاره، اړینه ده چې د ځواک دقیقه کچه وموندل شي چې په وړاندې یې یو ځواکمن خنډ رامنځ ته شي.
  •  د ځوړ حالت له منځه وړل: که چېرې د ساحې جوړښت خاوره وي او محاسبه په ساحه کې د موجوده ځوړ حالت بې ثباتۍ په ګوته کوي، نو لاندې وړ تګلارې باید په پام کې ونیول شي، لکه د مخ پرځوړ حالت کمول تر هغه پورې چې لږترلږه کچې ته ورسېږي (له ۳۵ درجو څخه کم)، له ښوویېدونکې ځمکې څخه د اضافي بار کمول او لرې کول، د اوبو په استخراج او تبخیر په مرسته د اوبو د اندازې په کمولو سره د خاورې مقاومت زیاتول، د ونو په کرلو سره د ځمکې د مقاومت زیاتول او د ځنګل رامینځته کول، کوم چې د نباتاتو وده ده چې د ښوویېدنې له خطر سره مخ ځمکه پوښي.
  • د اوسپنې مېخونه، کانکریټ او د پیچونو او نټونو کارول: له دې طریقې ګټه اخیستنه په هغو سیمو کې خورا اغېزمن دي چې غټې ډبرې او کاڼي لري. د ښوویدنې له خطر سره مخ ډبرې یا ځمکې تر پېژندلو وروسته، په دغو ډبرو او کاڼو کې سوري جوړېږي او له لویو اوباثباته ډبرو سره په میخونو نښلول کېږي ترڅو د ښویېدنې مخه یې ونیول شي.
  • جالۍ نیول: دا طریقه اکثرا په هغو سیمو کې کارول کیږي چېرته چې ټوخی شګې او ګټکۍ (میده کاڼي) زیات وي. په لومړي سر کې، د کانکریټ اوسپنې میخونه په ځواکمنو او کلکو ځایونو کې ټک وهل کېږي، او بیا د مېخونه د شبکې په ډول د مخ ځوړ ځمکې سطحه کې اچول کېږي.

د دې ټولو سره سره، د ځمکې ښویېدنې د خطر ۱۰۰٪ مخنیوی ممکن نه دی. له همدې امله، هغه سیمې چې د ځمکې ښویېدنې خطر شتون لري باید له منځه یوړل شي او لږترلږه یو کیلو مټر واټن ته د ودانیزو چارو مخه ونیول شي.

د ځمکې ښویېدنې په صورت کې باید څه وشي؟

د ځمکې ښویېدنې پرمهال، دا اړینه ده چې لاندې ګامونه پورته کړئ:

  • که تاسو د کور دننه یاست، په کور کې پاتې شئ او د کړکیو، دروازو، او بهرنی دیوالونو څخه لرې خوندي ځای ته لاړ شئ.
  • که تاسو بهر یاست، د ونو، ودانیو او برېښنا مزو څخه لرې یوې پرانیستې سیمې ته لاړ شئ.
  • که موټر چلوئ، د سړک غاړې ته ودرېږئ او په موټر کې پاتې شئ تر څو چې د ځمکې ښویېدنې خطر له منځه لاړ شئ.
  • هر ډول غیر معمولي غږونو ته پام وکړئ چې ممکن د ځمکې ښویېدنه په ګوته کړي.
  • د اړتیا په صورت کې ژر تر ژره وتلو ته چمتو اوسئ.
  • په سیلابونو یا کثافاتو په منځ کې د تګ یا موټر چلولو څخه ډډه وکړئ.
  • د ځمکې ښویېدنې له پای ته رسیدو وروسته، تر څو چې د سیمه ایزو چارواکو له لوري نه وي ویل شوي، د اغېزمنې سیمې څخه لرې پاتې شئ.

پر انسانانو باندې د ځمکې ښویېدنې ناوړه اغېزې­

نور د ځمکې ښویېدنې ځای نه شته دا یو ځل پېښېږي، خو ځینې وختونه د ځمکې ښویېدنې پېښې په څو پړاوونو کې پېښېږي، چې په ترڅ کې یې د ځمکې مختلفې برخې د یو بل په سر کې تېرېږي. د ځمکې ښویېدنې هر ډول، په سیمه کې د موجوده شرایطو د ګډوډۍ لامل کېږي، په ځانګړې توګه په مهمو سیمو لکه لویو او ټرانسپورټي لارو، درو او د اوبو په زېرمو او بندونو کې واقع کېږي.

د ځمکې ښویېدنې سرعت د مختلفو پېښو کې سره ورته نه دی. کله، کله کېدای شي ورو وي، نو ځکه دودیز معمولي وسایل کېدای شي و نه شي کولای ثبت یې کړي او د دې ډول ځمکې ښویېدنې اغېزې کېدای شي څو کاله وروسته رابرسېره شي. ځینې وختونه، کېدای شي دومره ناڅاپه وي چې د ټولې سیمې خوندیتوب له ګواښ سره مخ کړي. دا ډول پېښه په  طبیعت کې کمه واقع کېږي او معمولا د زلزلې له امله رامینځته کېږي.

ځمکه ښوویېدنه کولای شي په انسانانو باندې ډېرې ناوړه اغېزې ولري­، دلته ځینو زیانونو ته اشاره کوو:

  • ځاني زیانونه: ځمکه ښوویېدنه وژونکې ده او د دې لامل کېږي چې خلک د خاورو لاندې شي.
  • مالي زیانونه: ځمکه ښوویېدنه کېدای شي ­ودانیو، سړکونو او نورو زیربناوو ته زیان ورسوي او د پام وړ اقتصادي تاوان لامل شي.
  • کډوالي: ځمکه ښوویېدنه خلک دې ته اړ کولای شي چې خپل کورونه او ټولنې پرېږدي، او د دې لامل کېږي چې ­له خپلې اصلي سیمې څخه وکوچېږي ­او په نورو سیمو کې په لنډمهاله یا دایمي توګه مېشت شي.
  • د چاپیریال زیان: ځمکه ښوویېدنه کولای شي د خاورې تخریب، د ځنګلونو تخریب او نور بدلونونه رامینځته کړي او په اوږده مودې کې د چاپیریال د ویجاړتیا لامل شي.
  • اقتصادي اغېزې: ځمکه ښوویېدنه کولای شي سړکونه ­زیانمن کړي، ترانسپورت له منځه یوسي او په سیمه ایز اقتصاد کې ستونزې رامینځته کړي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې په کرنې او ځمکو تکیه کوي.
  • اروايي اغیزې: ځمکه ښوویېدنه کولای شي اغیزمن شوي خلکو ته د پام وړ رواني رنځ لامل شي، لکه اضطراب، خپګان، او تر پېښې وروسته رواني فشار اغېزو سبب کېږي.

په یاد ولرئ چې د ځمکې ښویېدنې پېښې غیر متوقع او خطرناکې وي، نو دا مهمه ده چې محتاط اوسئ او د ځایي چارواکو لارښوونې تعقیب کړئ. د مخکینۍ خبرتیا سیسټمونه کولی شي خلکو ته د احتمالي ځمکې ښویېدنې په اړه خبرداری ورکړي او دوی ته د وتلو او د خوندیتوب نورو اقداماتو لپاره موکه ورکړي.

د ځمکې ښویېدنې او زلزلې ترمنځ توپیر څه دی؟

ځمکه ښویېدنه د ځمکې په برسېرنه سطحه کې واقع کیږي او په کمه سیمه کې پېښېږي. په داسې حال کې چې زلزله د ځمکې په ټیټو سطحو کې واقع کیږي، او پراخه سیمه لړزوي. زلزله د ځمکې ښویېدنې له لاملونو څخه یو مهم لامل هم دی.

په ټوله کې، د ځمکې ښویېدنه د ځمکې د جاذبې د مستقیم یا غیر مستقیم اغیز لاندې، د یوې لویې ډبرې یا خاورې د یو ځای څخه بل ځای ته لېږد یا له لوړې سیمې څخه ټیټې سیمې ته د ځمکې خوځښت دی.

مرسته او مشوره

که مرستې ته اړتیا لرئ او جدي ټپي یاستئ، سملاسي له سیمه ایزو مسولینو لکه پولیس، د ژغورنې ټیمونه، په سیمه کې فعال سازمانونه، امبولانس، د اور وژنې یا د بېړنيو خدماتو چمتو کوونکو سره اړیکه ونیسئ چې ممکن په هغه سیمه کې وي.

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.