توصیه‌های

ژمی د واورې او کنګل او سړو موسم دی، کوم چې ممکن د نړۍ خلک ښه راغلاست ورته ووایي. خو د ژمي موسم، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې واوره او یخنۍ خلکو ته ډېرې ستونزې جوړوي.

دا چې د هېواد ډېرې سړې سیمې غرنۍ هم دي، د سړکونو د پاکولو لپاره اړین وسایل نه شته، د خلکو اقتصاد ټیټ دی او د ژمي په موسم کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د اړین پوهاوی کچه هم ټيټه ده، نو له همدې امله دا موسم له ځانه سره بلا ډېرې ستونزې لري. فزیکي ټپونه او اقتصادي زیانونه چې د ژوند شرایط اغیزمن کوي او د خلک له ستونزو سره مخ کوي. خو د خوندیتابه د ساده لارښوونو په پام کې لرلو سره، خلک کولای شي د ژوند شرایطو او د ژمي په موسم کې د ستونزو سره مخ کېدو مخه ونیسي یا خطرونه را کم کړي.

دغه راز په ورته وخت کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د واورې ورېدو او د ژمي موسم په پيلېدو سره ، افغانان، د بل هر هیواد د خلکو په پرتله، د خپلې روغتیا ساتنې لپاره د خوندیتوب په تړاو پوهاوي ته اړتیا لري. د همدې لپاره؛ لپاره، په دې لیکنه کې به موږ تاسو ته ځینې سپارښتنې وکړو تر څو په واورو او سړو ورځو کې د پلي تګ راتګ او موټر چلولو پر مهال یې په پام کې ولرئ، موږ تاسو ته مشوره درکوو چې روغ پاتې شئ او له ستونزو څخه خلاص ژمی ولرئ.

ولې باید په واورو او یخنۍ ورځو کې پام وکړو؟

له هر ژمي سره باران، اورښتونه، توپان، واوره او ساړه راځي. کله چې واوره ، باران او یخ شي، د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او بوډاګانو لپاره دا ډېره عامه ده چې پر ځمکه راولېږي. په زړو کې، د بدن د روغتیا حالت او د زړښت له امله، ځینې وختونه د رالوېدو له امله د هډوکو سطحي ماتېدنه د لویو ستونزو او ټپونو لامل کېدای شي. د سړو په موسم کې پر ځمکه راغورځېدل له عامو پېښو څخه یوه ده. د واورې او اورښتونو پرمهال دخوندیتوب او د پېښو مخنیوي لپاره، ځینې دا د خوندیتوب لارښوونې په پام کې ونیسئ.

پلی مزل

که تاسو له کوره بهر له موټر پرته او پلي وتلو اراده لرئ، نو باید لاندې ټکو ته پام وکړئ:

  • د واورې او یخنۍ په وخت کې د غیر ضروري تګراتګ  څخه ډډه وکړئ.
  • د کور څخه د وتلو په وخت کې مناسب بوټان پر پښو او جامې واغوندئ.
  • که ممکنه وي، ماشومان او زاړه خلک باید له کوره ونه وځي ځکه چې سړکونه او کوڅې د کنګل له امله کنډوکپر وي.
  • د ودانیو، سړکونو او پلونو پر وړاندې د پلي مزل لارو څخه د تېرېدو پرمهال احتیاط سره تېر شئ.
  • کله چې د بامونو واوره پاکوئ، په ځانګړې توګه د برېښنا لېږد مزو باندې دواورو له اچولو څخه ډډه وکړئ.
  • له لوړو ځایونو څخه د رالوېدو د مخنیوي لپاره باید، ماشومان لوړو ځایونو لکه د کور بامونو ته ور پورته کېدو ته پرېنښودل شي.
  • که پلي یاست نو له سړک څخه د تېرېدو پرمهال، له ټکر څخه د مخنیوي لپاره، ډاډ ترلاسه کړئ چې په څنډو کې تېر شئ او د سړکونو په منځ کې له تګ څخه ډډه وکړئ.
  • له سړک څخه د تېرېدو پرمهال د موټرو واټن ته پام وکړئ، په بشپړ احتیاط تېر شئ او له منډو ډډه وکړئ.
  • کله هم چې له سړک څخه تېرېږئ، له موټر څخه واټن وساتئ او له منډو څخه ډډه وکړئ.
  • کله چې له سړک څنډو څخه تېرېږئ ، د راځوړندو کنګلونو د را لوېدو خطر ته پام وکړئ. محتاط اوسئ چې له ودانیو در باندې نه راپرېوځي.
  • د ولاړو اوبو، حوضونو او مصنوعي جهيلونو د کنګل پرسر تېرېدو څخه ډډه وکړئ.
  • د واورینو توپونو غونډاسکو او توپونو ویشتل د ټپي کېدو، ړوندوالي او مالي زیان لامل کېدای شي.
  • کله چې د بام څخه واوره پاکوئ، پر سړک او کوڅې کې د واورې اچولو پرمهال پام وکړئ چې واوره پر خلکو ور وانه­چوئ او یو تن د لارښود په توګه ودورئ.
  • په ځمکه د غورځېدو او موټرو سره د ټکر له امله د زیانونو د مخنیوي لپاره، ماشومان باید کوڅه او سړک دیخ پر سره د ښویدنې لوبو ته پرېنښودل شي.

موټر چلوونه

په واورینو او سړو ورځو کې د موټر چلوونې پر مهال باید تاسو لاندې ټکو ته پام وکړئ:

  • تر هر څه وړاندې، د واورې او یخنۍ  په وخت کې د موټر چلولو او غیر ضروري سفرونو څخه ډډه وکړئ.
  • کله چې د سړک سطحه کنګل او کنډوکپر وي، پرته له زنځیرونو یا چاین د موټر له چلولو څخه ډډه وکړئ.
  • ډاډ ترلاسه کړئ چې موټر خوندي دی او د خوندیتوب پر اسانتیاوو سره مجهز دی.
  • د موټر د تودوخې سیسټم فعالیت څخه ځان ډاډمن کړئ.
  • د موټر د تخنیکي ستونزې په صورت کې، موټر په مناسب ځای کې ودروئ او په مناسب واټن کې د خبرتیا نښې ځای پر ځای کړئ ترڅو د تېرېدونکو موټرو سره د ټکر مخه ونیسي.
  • د موټر چلولو په وخت کې پر ښوویېدونکې لار د ناڅاپي بریک کولو څخه ډډه وکړئ.
  • په موټر کې د اکسیجن د کمښت او د زیان رسوونکو ګازونو د تولید د مخنیوي لپاره، په تړل شوي ځای کې له درېدو څخه ډډه وکړئ.
  • په مجاز سرعت سره، حرکت وکړئ.
  • پیاده مزل کوونکو ته پام وکړئ او له دوی څخه خوندي واټن ولرئ.
  • هیڅکله بایسکل یا موټرسایکل مه کاروئ.

لومړنۍ مرستې

کله چې واوره، باران او یخ شي، نو کنګل او پرځمکه راغورځېدل د خلکو لپاره ډېر پېښېدونکې ستونزې دي. ځینې وختونه رالوېدل او یو کوچنۍ ستونزه کولای شي د انسان روغتیا له خطر سره مخامخ کړي. له همدې امله لومړنۍ مرستې د انسان د روغتیا په ساتلو کې حیاتي رول لوبوي، نو د لومړنیو مرستو لاندې ټکو ته پام وکړئ:

ساړه                                                                                  

  • ساړه وهلی تن تړلي، وچ او تود چاپیریال ته انتقال کړئ.
  • د پام وړ تن لمدې جامې لرې کړئ. د امکان په صورت کې، د کار د اسانه کولو او د نور زیان څخه د مخنیوي لپاره په کینچۍ سره جامې غوڅې او له بدن څخه یې لرې کړئ.
  • پر پام وړ تن کمپلې واچوئ او هغه ګرم کړئ، خو په یوځل یې ډېر مه تودوئ.
  • زیانمن ته ګرم مایعات ورکړئ.
  • د بدن هغه برخې چې یخې شوي وي مه مالش کوئ لکه ګوتې او پښې ، مخ او غوږونه.

غورځېدنه او ټپیان

کله چې په واوره کې د راغورځېدو له امله ټپي او هډونه یې مات شوي، زخم شوي او بې ځایه شوي وي، نو اړینه ده چې لاندې کارونه ترسره کړئ:

  • د پېښې خوندیتوب ته پام وکړئ ترڅو تاسو و نه غورځئ او ټپي نه شي.
  • د اړتیا په صورت کې له نورو خلکو څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.
  • پرته له دې چې د هغه ژوند په خطر کې وي، ټپي هېڅکله مه خځوئ.
  • زیانمن د کمپلې او د تودوخې موجودو وسایلو سره ګرم وساتئ.
  • که چیرې وینه لیدل کېږي، د ململ یا پاک ټوکر په کارولو سره د وینې بهېدنې مخنیوی کړئ.
  • له ناروغ سره پاتې شئ تر څو هغه ته د باور وړ مرستې راورسېږي.

مرسته او مشوره

که تاسو مرستې ته اړتیا لرئ او کوم څوک جدي ټپي وي، سم­دلاسه له سیمه ایزو مسولینو سره اړیکه ونیسئ لکه پولیس، د ژغورنې ټیمونه، په سیمه کې فعال سازمانونه، امبولانس، د اور وژنې یا د بیړني خدماتو چمتو کوونکي چې ممکن په هغه سیمه کې وي د مرستې لپاره زنګ ووهئ.

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.