پیش‌گیری

ټرافيکي پېښې هر هغه ټکر یا تصادم ته ویل کېږي چې د موټر، پیاده، بایسکل چلوونکي یا په سړک کې کوم بل شی ­سره پېښېږي. دا پېښې کېدای شي د کوچنیو ټکرونو څخه تر لویو ټکرونو پورې وي چې پایله کې یې د جدي ټپونه یا مرګ ژوبله رامنځته کېږي. ټرافيکي پېښې د مختلفو دلایلو له امله رامنځ ته کېدای شي لکه د موټر چلونکي تېروتنه، د موټر تخنیکي ستونزې، د هوا ناوړه شرایط، د سړک وضعیت او داسې نور. احتیاط او پاملرنه پرسړک له دغه ډول پېښو څخه د خوندیتوب او مخنیوي لپاره خورا مهم دي.

د ټرافيکي پېښو له امله د انساني تلفاتو شمېر هرکال او هېوادونو ته په پام یو له بل څخه توپیر لري. خو په ټولیز ډول، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، د ټرافيکي پېښو مرګ ژوبله په ټوله نړۍ کې د مړینې یو له مخکښو لاملونو څخه ده، چې په کال کې نږدې ۱.۳۵  میلیون وګړو ژوند اخلي، چې په منځني ډول هره ورځ ۳۷۰۰ تنو د مړینې ښودنه کوي. همدارنګه، د ترافيکي پېښو له امله هر کال د مړینو تر څنګ په ميليونونو کسان ټپيان او معيوب کېږي. د دې تلفاتو ډېری برخه په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې پېښېږي، چیرې چې د سړک خوندیتوب اقدامات او بېخ­بناوې کافي ­نه دي. په همدې حال کې د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې (WHO) ، ټرافیکي پېښې په افغانستان کې د عامې روغتیا برخې له اصلي اندېښنو څخه یوه ده چې په کلني ډول په ټرافيکي پېښو کې د ۱۵۰۰۰ کسانو د مړینې او د ۳۰۰۰۰ تنو د ټپي کېدو لامل کېږي. ډېری دا پېښې د سړکونو ناکافي زیربنا، د ټرافيکي قوانینو او مقرراتو نشتوالي، د موټر چلولو ناسم چلند، او د خوندیتوب اسانتیاوو نشتوالي له امله پېښېږي.

په دې لیکنه کې به له ټرافيکي پېښې سره د مخ کېدو د خوندیتوب په لارو چارو خبرې وشي، ځکه چې د موټر چلولو پر مهال د ځینو ساده لارښوونو په پام کې نیول د دې لامل کېږي چې د ټرافيکي پېښو څخه مخنیوی وشي او خطر یې راکم کړل شي.

د ټرافيکي پېښو لاملونه

د ټرافیکي پېښو د رامنځته کېدو لپاره ډېری عوامل شتون لري، چې ځینې خورا عام لاملونه یې په لاندې ډول دي:

  • له قوانینو سرغړونه: د ټرافيکي قوانینو تر پښو لاندې کول، په افغانستان کې د ټرافيکي پېښو له اصلي لاملونو څخه یو دی. ډېری موټر چلوونکي چې له ټرافيکي پېښو سره مخ کېږي د موټر چلولو جواز ­­او د ټرافيکي قواعدو په تړاو اړینه پوهه نه لري.
  • بې پامه موټر چلول: په بې پامۍ موټر چلوونکي په افغانستان کې تر ټولو زیاتې ټرافيکي پېښې کوي. دوی د موټر چلولو پر مهال ­په بشپړې پاملرنې سره موټر نه چلوي او په ­تیلیفون خبرې کوي ، په سمارټ فونونو بوخت وي او پیغامونه ­لیږي، خوراک کوي یا په نورو داسې کارونو بوخت وي چې ­د موټر چلوونکي پام له سړک څخه ­واړوي.
  • لوړ سرعت: په غیرقانوني یا لوړ سرعت موټر چلول چې د سړک شرایطو لپاره مناسب نه وي کولای شي د ­ټرافيکي پېښو خطر لوړ کړي.
  • د نشې یا ذهني اختلال پر وخت موټر چلول: د مخدره توکو لکه چرس، پوډر یا الکول تر اغېز لاندې موټر چلول کولای شي د غوره پرېکړې او چټک غبرګون په برخه کې د موټر چلوونکي وړتیا کمزورې کړي. په نشه يي حالت کې د موټر چلول د ټرافيکي پېښو یو له اصلي لاملونو څخه دی.
  • بې احتیاطه موټر چلول: په بې احتیاطۍ موټر چلولو کې ځينې چلندونه لکه لوړ سرعت، د موټر شاته تګ، د بل موټر په ټرافیکي لین کې سفر کول، او ­د ټرافيکي نښو له پامه غورځولو سره موټر چلول شامل دي چې د ټرافيکي پېښو له لاملونو څخه ګڼل کېږي.
  • خرابه هوا یا د سړک شرایط: باران، واوره، کنګل او  خراب موسم او د سړک شرایط کولای شي ­موټر چلول ډېر ستونزمن کړي او د حادثې خطر زیات کړي.
  • د موټر تخنیکي ستونزې: په دې کې د بریکونو، ټایرونو، سټرینګ یا د موټر په نورو برخو کې ستونزې شاملې دي چې کولای شي د ټرافيکي پېښو لامل شي.
  • د هغو موټرو شتون چې د افغانستان لاس نه دي: د افغانستان د قوانینو له مخې په افغانستان کې د ښي لاسي موټرو د فعالیت اجازه نشته. یوازې د افغانستان لاس کنټرول موټرو (کیڼ لاس سټرینګ) موټر د فعالیت اجازه لري. په ورته وخت کې، حاکمو نظامونو د ښي لاسي موټرو ته اجازه ورکول کېږي، چې دا په سړکونو کې د ټرافیکو جریان ګډوډوي ­او په دې توګه د ټرافيکي پېښو لامل کېږي.

د ټرافيکي پېښو کنټرول میتودونه

د ټرافيکي پېښو د کنټرول لپاره بېلابېلې لارې چارې شته چې عبارت دي له:

  • زده کړه او پوهاوی: د خوندي موټرچلوونې د تګلارو، د قوانینو او لارښوونو د په پام کې نیولو ارزښت او د موټر چلوونکو او پلي تېرېدونکو، او نورو ټولو هغو روزنه چې پر سړک تېروبېر کېږي،کولای شي د پېښو شمېر کمولو کې مرسته وکړي.
  • د نشې په حالت کې له موټر چلوونې ډډه کول: د موټرچلوونې قوانینو سره سم موټرچلوونه او د ټرافیکو او د موټر چلولو لارښوونو په ګډون، له نشې پرته موټر چلول، د ټرافيکي پېښو خطرناکې ­پایلې له منځه وړي.
  • د موټر چلوونې قوانینو او لارښوونو پلي کول: د موټرچلوونې قوانینو سره سم موټرچلوونه او د ټرافیکو او د موټر چلولو لارښوونو په ګډون، د سرعت محدودیت، د سیټ ملابند کارول، او له نشې پرته موټر چلول، د ټرافيکي پېښو خطرناکې ­پایلې له منځه وړي.
  • د سړکونو وضعیت ښه کول: ښه ډیزاین شوي سړکونو ­او زیربناوو، ­په ګډون د ټرافيکي لارښوونو او نښو نصبول، او د پیاده تګ راتګ لپاره جلا لار کولای شي په سړک کې د هرچا لپاره خوندیتوب کچه لوړه کړي.
  • د افغانستان لاس موټرو کارول: په افغانستان کې د کیڼ لاس (افغانستان له قوانینونو سره سم کیڼ لاسي موټر) کنټرولېدونکو موټرو کارول د ټرافيکي پېښو په کمولو کې اغېزمن تمامېدای شي.­
  • د موټر د خوندیتوب ځانګړتیاوې: د خوندیتوب ځانګړتیاو کارول لکه د هوا کڅوړې (Airbags)، د کولپ ضد بریکونو او ­بریښنایی ثبات کنټرول کولای شي د پېښو مخه ونیسي  او د ټرافيکي پېښو د شدت په کمولو کې مرسته وکړي.
  • له ټیکنالوژۍ کار اخیستنه: پرمختللې ټیکنالوژي لکه د ټکر مخنیوي سیسټمونه، د لین د وتلو خبرتیا او اتوماتیک بېړنی بریک کولای شي د پېښو مخنیوي کې مرسته وکړي یا یې د اغېزې کمولو کې مرسته وکړي.

د پورته یادو شویو میتودونو په پام کې لرلو سره،کېدای شي ټرافيکي پېښې کمې او د هرچا لپاره د سړک خوندیتوب رامنځته کړي.

د ټرافيکي پېښې پرمهال څه باید وکړو؟

د ټرافيکي پېښې رامنځټه کېدو په صورت کې دلته ځينې ټکي شته چې تاسو کولای شئ په پام کې نیولو سره یې، ­د دې پېښو له امله رامینځته شوي زیانونه له مینځه یوسئ، یا کم کړئ.

  • د مرستې غوښتنه وکړئ! که کولای شئ، سمدستي د مرستې لپاره روغتیایی ټیمونو ­او امبولانس ته زنګ ووهئ.
  • خپل خوندیتوب ډاډمن کړئ! مخکې له دې چې له نورو سره د مرستې هڅه وکړئ، د خپل وضعیت ارزونه وکړئ او خپل خوندیتوب ډاډمن کړئ.
  • خوندي ځای ته لاړ شئ! که امکان ولري، خپل موټر د سړک څخه لرې خوندي څنډې ته ولېږدوئ ترڅو د نورو پېښو مخه ونیول شي.
  • پولیسو ته زنګ ووهئ! د حادثې د راپور ورکولو لپاره، له پولیسو سره اړیکه ونیسئ او د ځای توضیحات، په پېښه کې د ښکېلو موټرو شمېر، او ټپونو په اړه معلومات ورکړئ.
  • ټپونه وګورئ! ټپي شوي کسان وګورئ او د اړتیا په صورت کې ورسره مرسته وکړئ. ځان او نور هر هغه څوک چې په حادثه کې ښکیل دي، ټپونه یې وګورئ. که څوک ټپي شوی وي، سمدلاسه له روغتیايي ټیمونو ­سره اړیکه ونیسئ.
  • د ټپيانو له لېږدولو ډډه وکړئ! که چیرې سړی بې هوښه وي، د اړتیا پرته یې له ځایه مه خوځوئ، ترڅو  د نورو ټپونو د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.
  • د وینې بهېدنې مخه ونیسئ! که له کوم ټپي بهېږي، د ټوکر په کارولو یا په ټپ ټوکر یا بل پاک توکي ایښودلو سره وینې بهېدو مخه ډب کړئ.
  • خبرداری! که چیرې کوم دویم خطر شتون ولري، خپل واټن وساتئ او نورو ته خبرداری ورکړئ چې لرې پاتې شي.

په یاد ولرئ چې لومړی خپل خوندیتوب ډاډمن کړئ او که تاسو ډاډه نه یاست چې څه وکړئ نو د بېړني خدمتونو د رسیدو ته انتظار وکړئ.

پر انسانانو د ټرافيکي پېښو ناوړه اغېزې

ټرافيکي پېښې کولای شي په انسانانو باندې هراړخیزه پراخې منفي اغېزې ولري، ځينې په لاندې ډول دي:

  • فزیکي ټپونه: ټرافيکي پېښې کولای شي یو شمېر فزیکي ټپونه او ستونزې رامینځته کړي لکه د هډوکو ماتېدل، د سر ټپونه، د پوزې ټپونه او ځينې داخلي زخمونه رامنځته کړي.
  • روحي ستونزې: ټرافیکي پېښې کېدای شي یو دردناکه تجربه وي چې کولای شي له پېښې وروسته د احساساتي او رواني فشار، اضطراب او اختلال لامل شي.
  • مالي زیانونه: ټرافيکي پېښې کېدای شي د پام وړ مالي زیانونو لامل شي لکه روغتیا لګښتونه، د ترانسپورتي وسیلو او موټرو ترمیم او نورو لګښتونو لامل شي.
  • معلولیت: په ځینو مواردو کې، ټرافيکي پېښې د معلولیت لامل کېږي، کوم چې د خلکو د ژوند په څرنګوالي د پام وړ ناوړه اغېزه کولای شي.
  • مړینه: په ډېرو پېښو کې، ټرافيکي پېښې د مړینې لامل کېږي او کورنۍ ­د دې پېښو له امله خپل عزیزان او خپلوان له لاسه ورکوي.

مرسته او مشوره

که د ټرافيکي پېښو پرمهال تاسو مرستې ته اړتیا لرئ او ټپیان یاست، سمدستي له سیمه ایزو مسولینو لکه پولیس، د ژغورنې ټیمونه ، په سیمه کې فعال مرستندوی سازمانونه، د اور وژنې یا د بیړني خدماتو چمتو کونکو ته چې ممکن په هغه سیمه کې وي، تیلیفون وکړئ. د امبولانس ۱۰۲ شمېرې او د پولیسو ۱۱۹ شمېرې ته زنګ ووهئ.

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.