نجات

په اوبو کې ډوبېدل یو داسې حالت دی چې کېدای شي ډېر خلک ورسره مخ شوي وي او تجربه یې ولري. په اوبو کې د ډوبېدو له اغېزو څخه یوه هم ساه بندي ده چې د خلکو روغتیا ته زیان رسولی شي او د انسان د مړینې لامل کېږي. په اوبو کې ډوب شوی تن باید لومړنۍ مرستې ترلاسه کړي ترڅو د نورو راتلونکو روغتیايي ستونزو او عوارضو مخه ونیول شي. خلک کولای شي د خوندیتوب د ځینو ساده لارښوونو په پام کې نیولو سره د ډوبېدو خطر کم کړي.

ډېری هغه خلک چې د ډوبېدو له خطر سره مخ کېږي ماشومان او تنکي ځوانان دي، خو کېدای شي د ډوبېدو پېښې د هر عمر خلکو ته ور پېښې شي. له بلې خوا په افغانستان کې د استوایي سیمو اوسېدونکي د کال په ګرمو موسمونو کې په لویو ویالو، سیندونو، جهیلونو، بندونو او یا د لامبو وهلو حوضونو ته ځي چې ډېر کله خپل ژوند په خطر کې اچوي او یو شمیر افغانان په اوبو کې ډوبېږي. سربېره پر دې؛ داسې افغانان هم شته چې د مهاجرت پر مهال له بحرونو او سمندرونو څخه تېرېږي او کله ناکله بېړۍ له ستونزو سره مخ کېږي او سپرلۍ یې په اوبو کې ډوبېږي. د داسې یو چا په توګه چې له داسې پېښو سره مخ شوي یاستئ، که دغه پېښې تاسو یا نور خلک ګواښي، نو که اړین مهارتونه او بشپړه پوهه ولرئ، کولای شئ په اسانۍ سره خپل ژوند او نور خلک وژغورئ. دا مه هېروئ چې د دې پوهې ترلاسه کول اړین او حیاتي ارزښت لري، ځکه چې د نورو خلکو سربېره، کېدای شي تاسو یا ستاسو عزیزان او د کورنۍ غړي ور سره مخ شي.

دا چې څنګه ځان له ډوبېدو څخه وژغورو، له ډوبېدونکي تن سره څنګه مرسته وکړو، او له له ډوب شوي تن سره څه مرسته وکړو، یا د ډوبېدو څخه د مخنیوي لپاره د خوندیتوب لارښوونې کومې دي؟ دا ټول ټکي مو په دې لیکنه کې راټول کړي دي.

څنګه ځان له ډوبېدو وژغورو؟

که تاسو په ناڅاپي توګه اوبو ته ولوېدئ یا په اوبو ژورو کې راګېر شئ، نو تاسو به ځینو ځانګړو خوځښتونو ته اړتیا ولرئ چې تاسو به د اوبو سطحې ته نږدې کړي. له همدې امله، د ځان ژغورلو لپاره لاندې تخنیکونه وکاروئ:

  • خپلې مټې په اوبو کې وساتئ! هرڅومره چې ستاسو د بدن ډېرې برخې په اوبو کې وي، هومره به تاسو باندې لږ فشار راشي او په پایله کې به تاسو د خپلو پښو او لاسونو ساده خوځښت سره د اوبو څخه راووځئ. هېڅکله هڅه مه کوئ چې سرته ځان وباسئ، ځکه چې دا به تاسو نور هم ستړي کړي او په اوبو کې به ستاسو د ډوبېدو خطر لوړ کړي.
  • لاسونه خلاص کړئ! کله چې تاسو خپل لاسونه خلاص کړئ، ستاسو د پښو او لاسونو په ساده خوځښت سره، اوبه تاسو ته متقابل ځواک درکوي، او په پایله کې به تاسو د اوبو څنډو ته نږدې شئ.
  • خپلې پښې د کینچۍ په څېر وخوځوئ! خپلې پښې پرلار تګ په څېر حالت کې وساتئ او د کینچی په څېر حرکت ورکړئ. د فشار له امله لغتو او لاس پښو اچولو څخه ډډه وکړئ. تاسو باید خپل ځان کنټرول کړئ ځکه چې په دې وخت کې تاسو یوه موخه لرئ او هغه موخه دا ده چې ډوب نه شئ. نو، د امکان تر بریده په تر ټولو نږدې موقعیت کې، خپلې پښې د کینچی په شکل وخوځوئ او په دې توګه به اوبه  ډېرې حرکت وکړي. د لاسونو او پښو حرکتونه په خپلو کې همغږي ته اړتیا لري چې تاسو باید دمخه دغه حرکتونه تمرین وي او په نوبتي ډول دغه حرکتونه وکړئ.
  • په منظمه توګه ساه واخلئ! کله چې تاسو په سږو کې هوا لرئ، د اوبو پر سر د پاتې کېدو ښه چانس لرئ. په منظمه توګه او ارامۍ سره تنفس وکړئ. په پرلپسې ډول په چټکتیا تنفس مه کوئ، ځکه چې د ساه لنډۍ سربېره، به تاسو ډېر ژر ستړي کړي.
  • د کلک ځای په لټه کې اوسئ! خپلې شاوخوا ته وګورئ تر څو چې یو کلک ځای لکه لویه ډبره، کاڼي یا ونې ومومئ او ورو ورو د دغو شیانو په لور حرکت وکړئ. که ستاسو پښې ځمکې ته رسېږي، سمدستي همالته ودرېږئ.
  • د مرستې غوښتنه وکړئ! شاوخوا وګورئ ترڅو له نورو خلکو څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. د شور او غږ په اچوتولو سره له لرې خلکو څخه مرسته وغواړئ. همدارنګه؛ تاسو کولی شئ د جامو په څېر د یوټوکر په لوړولو او ښورولو سره د مرسته کوونکو پام ځان ته راواړوئ.

څنګه پوه شو چې یو څوک ډوبېږي؟

مخکې له دې چې د یو چا د ژغورلو هڅه وکړئ، تاسو باید پوه شئ چې ایا هغه تن د ډوبېدو په حال کې دی او که نه. په راتلونکو کرښو کې موږ هغه نښې در سره شریکوو چې دا په ګوته کوي چې یو څوک ډوبېږي، او بیا به موږ د هغه کس د ژغورلو طریقې او لارې وڅیړو:

  • د ډوبېدونکي تن سر معمولاً تر اوبو لاندې وي او خوله یې په اوبو کې پټه وي او یاد کس هم په اوبو کې پورته او ښکته ځي؛
  • د ډوبېدونکي تن تر ډېره سر شاته ځوړند وي او کله ناکله د خولې په پرانستلو بېواکه تنفس کوي؛
  • د ډوبېدونکي تن سر معمولاً پورته او پښې یې ښکته وي او یو مستقیم حالت لري؛
  • د سړي لاسونه بغلونو ته پرانیستي وي؛
  • د ډوبېدونکي سترګې پټې وي او یوې نقطې ته په غیر معمولي ډول ګوري؛ او
  • که څه هم د ډوبېدونکي تن پر سترګو ویښتان راپرېوځي، یاد تن هڅه نه کوي چې هغه لرې کړي.

څنګه ډوبېدونکي تن له ډوبېدو وژغورو؟

که تاسو له پورتنیو نښو نښانو سره مخ شئ، وخت مه ضایع کوئ او هغه کس ته نږدې ور شئ او د وضعیت د څرنګوالي ارزونه وکړئ او د اړتیا په صورت کې مرستې ته ور ودانګئ. پام مو وي چې مرستې ته یوازې هغه مهال اقدام وکړئ چې ستاسو د اوبو له ورزش یا لامبو سره بشپړ اشنا اوسئ. د ډوبېدونکي تن د ژغورنې لپاره، لاندې پړاوونه تعقیب کړئ:

  • لرګین ډانګ وکاروئ! که مو ولیدل چې یوڅوک ډوبېږي، یو نسبتا اوږد لرګین ډانګ ومومئ او لومړی په دې ډانګ سره د اوبو ژوروالی وګورئ، او بیا ورو ورو هغه کس ته ور نږدې شئ، د ډانګ بل سر د ډوبېدونکي تن په لور اوږد کړئ او ورو ورو یاد تن د وچې پر لور وخوځوئ.
  • د ژغورنې لپاره رسۍ وکاروئ! اوږده رسۍ ومومئ، د رسۍ یو پای په خپله ټینګ ونیسئ او بل پای د ډوب شوي کس په لور وغورځوئ او ورو ورو یاد تن د وچې پر لور وخوځوئ.
  • له باد ډکه وسیله چمتو کړئ! که تاسو ولیدل چې ستاسو په شاوخوا کې خالي بوتلونه، د سپورت توپونه یا د لامبو جاکټ شتون لري، سمدلاسه یې د ډوبېدونکي تن په واک کې ورکړئ ترڅو یاد تن وکولی شي چې د ځان د ژغورنې لپاره یې وکاروي.
  • کوچنۍ کښتۍ وکاروئ! کله چې کښتۍ یا د موټرو ټوپ شتون ولري او تاسو پوهیږئ چې څنګه یې وکاروئ، په هغې کې کښینئ او د ژغورنې چارې ګړندۍ کړئ.
  • ډوبېدونکي تن له شا څخه ونیسئ! که تاسو یو څوک د ډوبېدو په حالت کې ولید، او تاسو لامبو مهارت و لرئ، تاسو باید اوبو ته ځان ور وغورځوئ او هڅه وکړئ چې ډوبېدونکي تن وژغورئ. هڅه وکړئ چې ډوبېدونکي تن له شا څخه ونیسئ. ډوبېدونکي تن به په وارخطایۍ په تاسو برید وکړي او تاسو به هم له ځان سره ډوب کړي. له شا څخه د ډوبېدونکي تن نیول به تاسو له دې ستونزو څخه وژغوري.
  • د اوبو لاندې سړی وژغورئ! که چیرې یو تن په بشپړه توګه په اوبو کې ډوب شوی وي، د اوبو لاندې د هغه په لور حرکت وکړئ او بیا هڅه وکړئ چې یاد تن د لاسونو او تخرګونو لاندې ونیسئ او مخ پورته يې ټېل وهئ. که اړتیا وه، تاسو کولی شئ د ډوبېدونکی تن له لاسونو یا ویښتو څخه ونیسئ او پورته یې در وکاږئ او کله مو چې هرڅه په خپله ولکه کې راووست نو بیا کولای شئ ډوبېدونکي تن د لامبو په واسطه وژغورئ.
  • ډوبېدونکي تن، له اوبو راوباسئ! اوس چې تاسو د سر ته رسیدلی یاست، نو هڅه وکړئ چې ځان او ډوبېدونکی تن د اوبو څنډې ته ورسوئ او له اوبو څخه یې وباسئ. د انسان د بدن یواځینۍ برخه چې په دې موده کې باید له اوبو څخه پورته وي د ډوبېدونکي تن سر دی. سره له دې چې باید خپل کار په خورا ارامۍ سره باید ترسره کړئ، دا مه هېروئ چې ډوبېدونکی تن باید ژر تر ژره له اوبو څخه راویستل شي ترڅو لومړنۍ مرستې ترسره کړي.

د ډوبېدو نښې نښانې څه دي؟

تر ډوبېدو وروسته داسې پیښیږي چې یو څوک نه شي کولی د اوبو لاندې ساه واخلي. د دې پیښې په پایله کې، بدن د اکسیجن له سخت کمښت سره مخ  کېږي او د بدن  ډېری غړي او سیسټمونه د خپلو دندو په سرته رسولو کې پاتې راځي. یو څوک چې ډوب شوی وي کېدای په بشپړ ډول هوښ نه وي، نورې نښې نښانې یې په لاندې ډول دي:

  • سوړ او زخم شوی پوستکی
  • د سینې دردونه
  • ټوخی
  • ساه لنډي
  • التهاب او کانګې
  • ځینې نورې نښې

لومړنۍ مرستې

  • له اوبو څخه د ډوب شوي کس د ایستلو وروسته، د لیږد په وخت کې باید د انسان سر د بدن له نورو برخو څخه ټیټ وي ترڅو اوبه د تنفسي لارو څخه بېرته له سږو او بدن څخه راووځي. تاسو باید د یاد تن د تنفس لارې پرانیزئ او د فعالولو لپاره یې ځان چمتو کړئ؛
  •  که د اوبو ککړتیا یا ککړ شیان د ډوب شوي تن په خوله یا تنفسي لارو کې موجود وي، لرې یې کړئ. همدارنګه، که د ډوب شوي تن تنفسي لاره د زړه بدوالي او کانګو له امله بنده وي، باید پاک یې کړئ؛
  • د ژوند نښې وګورئ! د ژوندانه تر ټولو مهمې نښې د انسان نبض او د تنفسي سیستم د فعالیت نښې دي. په ورته وخت کې، تاسو باید هڅه وکړئ چې د انسان بدن هم ګرم وساتئ؛
  •  که تاسو د تنفسي نښو نښانو معاینه کړې وي او ستونزه پکې وینئ، نو تاسو باید د تنفس ورکولو چاره پیل کړئ او دې کار ته تر هغه وخته ورکړئ تر څو چې امبولانس راورسېږي؛
  • کله چې د ژوند نښې لکه د زړه ضربان او تنفس فعالیت بیرته پيل شي، تاسو باید ډوب شوی تن پر یوه اړخ څملوئ او بدن یې په کمپلې ګرم وساتئ؛
  • که چیرې ډوب شوی تن د غاړې په ګډون د بدن په بېلابېلو برخو کې ټپونه لري یا یې هډوکي مات وي، باید د کټ یا طبي لېږدوسیلې په کارولو سره لیږدول شي؛
  • د ډوب شوي تن د سږو له دننه څخه د اوبو د ایستلو لپاره وخت مه ضایع کوئ، او د ډوب شوي تن بدن د اندازې ته په پام، د یاد تن په څملولو او د معدې پر برخې د وړ فشار په واردولو سره له سږو او معدې د اوبو ایستولو هڅه وکړئ؛ او
  • په یاد ولرئ چې ان که چیرې یو څوک د ۱۵ یا ۲۰ دقیقو څخه  ډېر تر اوبو لاندې وي، تاسو باید مصنوعي تنفس ورکړئ او ناهیلي نه شئ.

د ډوبېدو مخنیوی

مخنیوی تل له درملنې څخه غوره دی. د ډوبېدو مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې په لاندې ډول دي:

  • د اوبو چاپېریال پېژندل: تل له شاوخوا اوبیز چاپیریال سره اشنا اوسئ. کله چې تاسو لامبو وهل غواړئ، اړ یاست د اوبو ژوروالی او ځانګړتیاوې وپېژنئ، په ځانګړې توګه کله چې تاسو له پوهاوي په داسې اوبیز چاپیریال کې لامبو وهئ چې هېڅ بلدتیا ورسره نه لرئ. څرنګه چې د افغانستان جغرافيه غرنۍ او لوړه ژوره ده، سمندرونه، جهيلونه او سيندونه ښايي په لومړي سر کې لږ د اوبو ژوروالی ولري، او په ځينو ځایونو کې کېدای شي تاسو له ناڅاپي ژورو سره مخ شئ. په دې حالت کې، که تاسو د یوې شیبې لپاره هم ناغېړي وکړئ، د اوبو څپې کېدای شي ستاسو ژوند وګواښي. ډېری وختونه، په ځانګړې توګه په بندونو او سربندونو کې، داسې ګډوبی یا ګرداب  جوړېږي چې ان ماهر لامبو وهونکي پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
  • د اوبو چاپېریال ته ورو ورو ننوتل: کله چې تاسو اوبو ته ننوځي، لومړی د خپل شاوخوا چاپېریال وارزوئ او یو څه مزل پکې وکړئ ترڅو له چاپېریال سره لومړنۍ بلدتیا ومومئ. د طبیعي اوبو په چاپیریال کې، تاسو ممکن لیدتېروتنو له امله په اوبو کې ځینې خنډونه لکه ډبرې/کاڼي ونه وینئ. سپارښتنه کوو چې تاسو هیڅکله په داسې اوبو کې مخ پر سر په اوبو کې مه ور دانګئ. لومړی د څو ګامونو په اخیستلو سره د اوبو ژوروالی او ځانګړتیاوې وپیژنئ او بیا لامبو وهلو ته دوام ورکړئ.
  • د اوبو د سیندونو سره د چاپیریال څخه مخنیوی: هڅه وکړئ د اوبو ځواکمنو څپو جریانونو ته له وردانګلو ډډه وکړئ. که کله په داسې ځواکمنو څپو کې راګیر شئ، نو هڅه وکړئ په اوبو کې د خپلو پښو په خوځولو په شا لاوري لامبو ووهئ ترڅو په اوبو کې د شته خنډونو لکه تیږې (ډبرې) له امله رامخې ته کېدونکو ټپونو خطر کچه راټيټه کړئ. کله چې تاسو د اوبو کمزورې څپو ځای ته رسېږئ، د وچې لور ته لامبو ووهئ.
  • ډله ­ایزه لامبو وهل: که امکان ولري، د کورنۍ له غړو یا ملګرو سره لامبو ووهئ ځکه چې د ستونزې په صورت کې له تاسو سره مرسته کولی شي. په ورته وخت کې، له هغو خلکو سره لامبو و وهئ چې ماهر لامبو وهونکي وي او د ستونزو په صورت کې له تاسو سره مرسته کولی شي. که نور څوک و نه مومئ په شاوخوا کې د هرچا څخه خبر اوسئ، تر څو د اړتیا پر مهال مرسته درسره وکړي.
  • د اوبو چاپیریال خوندیتوب: که ستاسو د کورنۍ یو غړی یا ماشوم لامبو نه شي کولی، نو خپل کور ته نږدې د حوض یا جهيل په شاوخوا کې خنډونه جوړ کړئ او د هغوی د لوبو ټول توکي او لارې وتړئ لرې وساتئ چې د اوبو حوض یا ډنډ ته رسېږي، تر څو ستاسو په نه شتون کې په اوبو کې د لوبو لپاره زړه ښه نه کړي. همدارنګه؛ ډاډمن شئ چې د اوبو ژوروالی کم دی او غوڅوونکې تیږې نه لري.
  • د لامبو وهنې توکو کارول: که تاسو په کور کې د لامبو حوض لرئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د ژغورنې وسایل کاروئ. که په دوامداره توګه په بحرونو او جهيلونو کې لامبو وهئ، د لامبو ژغورونکی جاکټ يا نور ورته توکي لکه د موټر ټایر ټوپ یا بادي ټوپ له ځان سره واخلئ.

د اوبو له زیانونو څخه د خوندیتوب لارښوونې او سپارښتنې دلته ولولئ:

  • ماشومان باید د لویانو له ملتیا پرته اوبو ته و نه دانګي.
  • ماشومان باید د لامبو خوندیتوب توکو سره اوبو ته دننه شي لکه (د لامبو واسکټ، د لامبو بازو بند، د لامبو حلقه).
  • ماشومان د ویالو، سیندونو او سمندرونو پر غاړو، خطرناکو اوبیزو چاپېریالونو او حوضونو ته نږدې، یواځې مه پریږدئ. په اوبو کې د ماشومانو ډوبېدل په خورا چوپتیا پېښېږي.
  • د حمام ټب مه ډکوئ. د اوبو کچه باید دومره ټیټه وي چې د ماشوم د ډوبېدو او ساه بندۍ خطر پکې شتون و نه لري.
  • د حوض او څاه په شاوخوا کې ساتونکې موانع او خنډونه جوړ کړئ.
  • لامبو زده کړئ.
  • کله چې په کښتۍ کې سپرېږئ د لامبو ژغورونکی جاکټ واغوندئ.
  • هغو اوبو ته مه ور دانګئ چې په ژورتیا کچې یې نه پوهېږئ.
  • په سړو اوبو کې ناڅاپه غوټه د شاک یا سکتې لامل  کېدای شي.
  • د شپې په خطرناکو اوبو کې لامبو وهلو څخه ډډه وکړئ.
  • په سمندري توپاني هوا کې په سمندر کې له لامبو وهلو څخه ډډه وکړئ.
  • که لامبو وهل مو نه وي زده، په خطرناکو اوبو کې له لامبو وهلو څخه ډډه وکړئ.
  • په سیند کې، د لامبو وهلو پرمهال د نښه شوې اجازې سیمې له بریده مه و ځئ.
  • د لامبو پر مهال خپله وړتیا له حده لوړه مه ګڼئ، ځکه چې ځینې ډوب شوي قربانیان په لامبو وهلو کې ښه مهارت لري.
  • که د لامبو وهلو پر مهال کې ستاسو عضلات سست یا د ستړيا احساس کوئ، سمدلاسه له اوبو څخه راووځئ.
  • د لامبو وهلو تر مخه د الکول، نشه يي توکو او خوب ګولیو له استعمال څخه ډډه وکړئ.
  • کله چې په سیند کې لامبو وهئ، د سیند پر غاړه خپل یو ملګری او پیژندونکی ودروئ چې ستاسو څارنه وکړي او د اړتیا په صورت کې مرستندویانو ته خبر ورکړي.
  • هېڅکله یوازې په هغو سیمو کې لامبو مه وهئ چیرې چې ژوند ژغورونکي نه وي.
  • په اوبو کې او د لامبو پرمهال له خطرناکو لوبو ډډه وکړئ.
  • که په لامبو نه پوهېږئ، د ډوبېدونکي تن د ژغورنې لپاره اوبو ته مه وردانګئ، ځکه شونې ده چې تاسو هم ډوب شئ.
  • په سیندونو کې، په غیر ارادي ډول په اوبو کې غورځیدل په ځانګړې توګه د کب نیولو، کښتۍ سپرلۍ، ولاړ یا د سیند پر غاړه د پلي تګ پر مهال ناڅاپي په اوبو کې لوېدل د ډوبېدو لامل  کېږي.
  • سیندونه بې ثباته څنډې لري، کېدی د سیند څنډو ته کمرونه راولوېږي، محتاط اوسئ.
  • بندونه د لامبو وهلو لپاره مناسب ځایونه نه دي، ان د بندونو په ارامو اوبو کې له لامبو وهلو څخه ډډه وکړئ.

مرسته او مشوره

که په اوبو کې د ډوبېدو د پېښو پرمهال مرستې ته اړتیا لرئ او یا ټپیان یاست، سمدستي له سیمه ایزو مسوولینو لکه پولیسو، د ژغورنې ټیمونو، په سیمه کې فعال مرستندویه سازمانونو، یا د بېړني خدماتو چمتو کوونکو ته چې ممکن په هغه سیمه کې وي، تیلیفون وکړئ. د امبولانس ۱۰۲ شمېرې او د پولیسو ۱۱۹ شمېرې ته زنګ ووهئ.

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" ویبپاڼې مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.