آتش‌سوزی

په کورونو او استوګنځیو کې اورلګېدنه یو له هغو ناورینونو څخه دی چې له پخوا زمانو څخه پېښېږي او په لنډ وخت کې د خلکو مال او روغتیا له سخت خطر سره مخ کړي. اورلګېدنه د سون­توکو سوځولو او یا ناغوښتل شوی اور لمبو ته ویل کېږي چې د تودوخې له سرچینې څخه د نه کنټرولیدو پر وخت پیل کېږي او په خپل حرارتي ځواک سره خپرېږي او وده کوي.

پوښتنه پیدا کېږي چې اورلګېدنې څخه مخکې او د اورلګېدنې پر مهال باید څه وشي او کوم مخنیوونکي تدابیر په پام کې ونیول شي. باید یادونه وکړو چې اورلګېدنه داسې پېښه ده چې هرچاته، هر مهال او هر ځای کې پېښېدی شي او تاسو به پوهېږئ چې د دغو پېښو وړاندوینه نه کېږي، خو موږ باید هېر نه کړو چې ډېری پېښې د مخنیوي وړ دي.

موږ د اورلګېدنې د لاملونو او د اوروژنې د ګامونو په تړاو په دې لیکنه کې تاسو ته معلومات درکوو چې باید په کورونو او استوګنځیو کې د اورلګېدنې پرمهال یا تر اورلګېدنې وړاندې یې په پام کې ونیسئ.

د اورلګېدنې مهم لاملونه

تر ټولو لومړی، دا پوهېدنه اړینه ده چې اورلګېدنه ۳ عناصر لري، چې دغه ۳ عناصر له اکسیجن، تودوخې او سوځېدونکو موادو څخه عبارت دي. څرنګه چې دغه ټول ۳ عناصر تل په استوګنځیو او کورونو کې شتون لري، نو موږ تاسو ته د اورلګېدنې مهم لاملونه په لاندې ډول در یادوو:

  • د پخلي پرمهال په کور پخلنځي کې اورلګېدنه: په کور کې د اورګېدنې لاملونو لاملونو او ځایونو څخه په پخلنځي کې اورلګېدنه ده چې کېدای شي د ګاز ډبې، منقل او نورو  وسایلو د اور لامل کیدی شي.
  • د تودوخې د وسایلو له امله اورلګېدنه: په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې د تودوخې وسایل لکه ګازي ګرموونکې بخارۍ، برېښنایي بخارۍ، د لرګیو یا نورو سون­توکو بخارۍ او د تیلو بخارۍ په کورونو او نورو استونګنځیو کې د اورلګېدنې لاملونه دي.
  • د برېښنایی وسیلو او توکو له امله اور لګېدنه: برېښنایي وسایل په کورونو او استوګنځیو کې د اورلګېدنې بل عام لامل دی. ډېر کله بریښنایي سیسټمونه او مزي یا د برېښنا لینونه خرابېږي او د اورلګېدنې لامل کېږي.
  •   بې پروايي: د اورلګېدنې یو لامل، ډېری وختونه بې احتیاطي کېدای شي د اورلګېدنې لامل شي. د هر ډول سون­توکو  ناسم استعمال لکه سیګرټ، بلېدونکي لایټر، زاړه برېښنایي مزي او زاړه بریښنایي تجهیزاتو استعمال کولای شي د اور لامل شي.
  •   د ماشومانو لوبې: د ماشومانو لوبې او ناڅرګندې تېروتنې، په سون­توکو لکه ګوګړو یا سیګرټ لایټر باندې لوبې په کارولو سره لوبې، د اورلګېدنې د رامنځته کېدو له مهمو عواملو څخه کېدای شي.

د اورلګېدنې مخنیوی

اورلګېدنې د مخنیوي لپاره تر ټولو ساده او اغېزمنه لاره د اورلګېدنې له ګواښ خوندیتوب او د ارولګېدنې د پیل مخنیوی دی. د اورلګېدنې د پیل مخنيوی کوونکو تګلارو په تعقیبولو سره د اورلګېدنې د مخنيوي نورو تدابیرو ته اړتیا نه ېېښېږي. د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره تر هرڅه وړاندې، د اورلګېدنې عناصرو ته جدي پاملرنه وکړو، کوم چې تودوخه، سون­توکي او اکسیجن دی. په ورته وخت کې، له کورونو او ودانیو څخه د اکسیجن ایستل تقریبا ناشونی چاره ده، او په پایله کې، موږ باید د مخنیوي لپاره دوه نورو عواملو ته جدي پام وکړو. د استوګنې په کورونو کې ډېری اورونه د بې احتیاطۍ او یا د ودانیو زړښت له امله وي، چې په لږ فکر او کم لګښت یې مخنیوی کېدای شي.

ځینې مهم ټکي چې باید په کور، استوګنځي او کارځای کې د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره په پام کې ونیول شي:

  • د دې لپاره چې د خوندیتوب لارښوونو پر ځای کړئ او د اور وژونکي تجهیزات ولرئ، تاسو باید په کور کې د اور وژنې وسایل ولرئ او د دې وسایلو کارولو څرنګوالي سره اشنا شئ ترڅو تاسو د پېښې په صورت کې یې په مؤثره توګه وکاروئ. اور وژونکي وسایل باید په کلني او منظم ډول وارزول شي. دا باید په یاد ولرئ چې اور وژونکي په سم ځای کې ځای پر ځای شوي ګړئ.
  • ډاډ ترلاسه کړئ چې د اورلګېدنې ۳ عناصر (د اورلګېدنې مثلث) په یو ځای کې سره ګډ ځای پر ځای نه کړئ، که نه نو د اورلګېدنې شونتیا لوړېږي.
  • پام وکړئ چې ماشینونه، وسایل او توکي ډېر ګرم نه شي.
  • کورونو کې د سوځېدونکو توکو خپرېدو او ککړتیا مخه ونیسئ.
  • هغه صافي او غوړي جامې چې د تجهیزاتو او وسایلو د پاکولو لپاره کارول کېږي له ځانه لرې وساتئ.
  • په خپل کور کې هر ډول ککړتیا لکه تیل، غوړ او سوځېدونکي مواد خوندي وساتئ.
  • سوځېدونکي او لمبه کېدونکي توکي په خوندي او مناسب ځای کې زېرمه کړئ.
  • د اورلګېدني پر وخت، تر هرڅه وړاندې سمدستي د اوروژنې ادارې (اطفایه) ته خبر ورکړئ.
  • که تاسو غواړئ سفر وکړئ، نو د خپل استونګنځي د کاز بندولو څخه ډاډمن شئ.
  • اوراخیستونکي توکي له تودوونکو وسایلو څخه لرې ساتل یو خورا مهم اصل دی چې باید د استوګنې په ځایونو کې ورته جدي پاملرنه وشي.
  • ډاډ ترلاسه کړئ چې برېښنايي وسایل او نښلېدونکي مزي یې معیاري دي.
  • د اوروژونې د وسایلو مختلف ډولونه وکاروئ او د کورنۍ ټولو غړو ته یې د کارولو څرنګوالی ور زده کړئ.
  • د اورلګېدنې پرمهال د ژغورنې لاره له خپلې کورنۍ سره په ګډه وګورئ او د ژغورنې څرنګوالی تمرین کړئ.
  • هېڅکله اوراخيستونکي مايعات لکه تېل، کيروسين يا پټروليم په کور کې مه ساتئ او دا مايعات په يو مناسب خوندي کانټینر کې زېرمه کړئ.
  • تر سګرټ څښولو وروسته سګرټ مړ کړئ، خو دا غوره ده چې هیڅکله سګرټ ونه څښئ.
  • یو له هغو اقداماتو څخه چې په کور کې د اورلګېدنې د مخنیوي لپاره اخیستل کېدای شي د دود حس کوونکي ځيرک خبرداري سیسټم نصب کول دي چې دا اورلګېدنې په مخنیوي کې خورا اغیزمن دی. په خونو او پخلنځي کې د اورلګېدنې د ځيرک خبرداري سیسټم په نصبولو سره، تاسو کولی شئ په لومړیو شېبو کې د اور مخنیوی وکړئ. په دې توګه به، خلک به پوره وخت ولري چې اور مړ کړي او یا د ځان ژغورنې لپاره د اورلګېدنې ځای پریږدي. د خبرداري ځيرک سیسټمونه کولی شي په کورونو او استوګنځیو کې د اورلګېدنې پرمهال د مړینې احتمال نیمایي کم کړي.

د اور په وخت کې څه وکړئ؟

کله چې له اورلګېدنې سره مخ کېږئ، ترټولو مهم کار د اور د خپرېدو او پراخېدو مخینوی او اور مړ کول دي. ځکه اور په چټکۍ سره خپرېږي، نو لومړی کار باید د اور وژنې ادارې یا اطفايې سره اړیکه نیوله ده او هڅه وکړئ چې د پېښې لنډ توضیحات ورکړي.

د ودانۍ د جوړولو د څرنګوالی په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړئ او په دې اړه له ګاونډیانو او مرستندویانو سره خبرې وکړئ. اړینه ده چې پوه شئ چې فلزي جوړښتونه د اور په وړاندې خورا کمزوري دي او ډېر کم اور کولای شي چې وسره په خوا کې نږدې واقع شوې فولادي کټارې او میلې سمدلاسه ویلې او منحل کړي او د خپل مقاومت لویه برخه له لاسه ورکړي. نو د اورلګېدنې پرمهال لاندې مهمو ټکو ته پام وکړئ:

  • هڅه وکړئ چې ټول خلک له ودانۍ څخه وباسئ؛
  • په هېڅ حالت کې داسې ودانۍ ته مه ورننوځئ، چېرته چې اور لګېدلی وي؛
  • هغه ځای ته مه ورځئ چې اور پکې لګېدلی وي؛
  • اور په شګو یا مالګې پاشلو، نم لرونکې یا لمدې کمپلې یا ورته نورو څيزونو باندې مړکړئ؛
  • که لوګی، تودوخه یا اورونه ستاسو د وتلو مخه ونیسي، دروازه وتړئ او په خونه کې پاتې شئ؛
  • غوره دا ده چې د اور له خطر څخه د لرې پاتې کېدو لپاره یوه خونه یا د کړکۍ تر څنګ ځای غوره کړئ؛
  • د کړکۍ له لارې یوازې د روښانه رنګ ټوکر په کارولو سره د مرستې غوښتنه وکړئ؛
  • که امکان ولري، د اور وژنې ادارې (اطفایه) ته زنګ ووهئ او د خپل ځای ځایګي په اړه خبر ور کړئ؛
  • هڅه وکړئ خپل ګاونډیان او ملګري له پېښې خبر کړئ ترڅو دوی د اور وژنې ادارې (اطفاییه) سره اړیکه ونیسي او ستاسو د ژوند ژغورلو کې مرسته وکړي؛
  • د اور په وخت کې، تاسو کولی شئ د خپلې خولې او پزې شاوخوا د لاسڅپوڼي یا رومال په تړلو سره د ګاز یا زهرجنو لوګیو څخه ځان وساتئ؛
  • د تېلو نفتي موادو له امله رامنځته شوي اور د وژنې لپاره اوبه مه کاروئ؛ او
  • که ستاسو جامې اور واخلي، پر ځمکه پروت وکړئ، او څو ځلې ورغړئ، تر څو ستاسو د جامو اور مړ شي.

د یادونې وړ ده که اور په وخت کنټرول نه شي نو کور، استوګنځي او ودانۍ ته به ډیر زیان واړوي. په ځینو مواردو کې اورلګېدنه له نورو طبیعي پېښو سره تړاو لري لکه زلزلې، چې ترې سمدستي وروسته اورلګېدنه پېښېږي. په ډیری پېښو کې، د اورلګېدنې ورپسې زیانونه ان د اورلګېدنې له لومړنیو زیانونو څخه هم ډېر وي، نو اړینه ده چې تر اورلګېدنې وروسته د ارو راتلونکو زیانونو ته پاملرنه وکړئ.

مرسته او مشوره

که د اولګېدنې د پېښو پرمهال تاسو مرستې ته اړتیا لرئ او ټپیان یاست، سمدستي له سیمه ایزو مسولینو لکه پولیس، د ژغورنې ټیمونه ، په سیمه کې فعال مرستندوی سازمانونه، د اور وژنې یا د بیړني خدماتو چمتو کوونکو ته چې ممکن په هغه سیمه کې وي، تیلیفون وکړئ. د امبولانس ۱۰۲ شمېرې او د پولیسو ۱۱۹ شمېرې ته زنګ ووهئ.

هغه افغانان چې ځانگړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسېد" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.