د آلمان دولت د 2023 کال د جون په 26مه، له خطر سره د مخ افغانانو د منلو او لېږد بهیر بیا پیل کړ.

د دې بهیر په ترڅ کې به هره میاشت تر زرو پورې خلک آلمان ته لېږدول کېږي. د آلمان چارواکو ویلي دي چې دا پروګرام د زرو کسانو په میاشتني منلو سره به له وړاندې ټاکل شوې موخې د ترلاسه کولو لپاره ګړندی شي. په لومړي ګام کې له هغو کسانو ملاتړ کېږي چې د خپلو ویزو د ځنډولو له امله په پاکستان او ایران کې انتظار ته اړ شوي ول. وروسته به د هغو کسانو د لېږد ملاتړ پیل شي چې په افغانستان کې دي او په آلمان کې د منلو ژمنه ترلاسه کړې ده.

د روان کال په مارچ میاشت کې د آلمان دولت د لوړ خطر سره د مخ افغانانو د ویزې د صادرولو چارې د ځينو ناوړو استفادو له امله په لنډمهاله توګه ځنډولې وې. په دې توګه امنیتي مرکې به په راتلونکي کې ترسره شي څو د جعل او ناوړه استفادې مخه ونیول شي. ویل کېږي چې د آلمان امنیتي ادارې د امنیتي مرکو لپاره د آلمان سیاسي ادارو ته لېږل کېږي.

د کډوالۍ د دې پروګرام له ودرېدو څخه وړاندې 12 زره او 600 کسان په افغانستان کې او شاوخوا 15 زره کسان په پاکستان او ایران کې د آلمان د کډوالۍ د منلو ژمنې سره سم دې هېواد ته د کډوالۍ په تمه وو.

د آلمان د دولت د کډوالۍ دا پروګرام د 2022 کال په اکټوبر میاشت کې هغه مهال پیل شو چې د طالبانو په راتګ سره یو شمېر افغانان له امنیتي ننګونو سره مخ شول.