د امریکې متحده ایالاتو له خوا افغان همکارانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ويزې (SIV) پروګرام په لاره اچول شوي دی. د SIV پروګرام پر شرایطو برابر افغانانو ته اجازه ورکوي چې د قانوني دایمي استوګنې لپاره متحده ایالاتو کې بیامېشت شي.
له هغه وخته چې په تېرو کلونو کې د متحده ایالاتو د ځانګړي کډوالۍ ويزې په پروسه کې بدلونونه او پرمختګونه رامنځته شوي ، په ځانګړي توګه د 2022 کال د جولای په 20مه، د "وپوښتئ" ټیم اړتیا احساس کړه چې خپلو مخاروغتیایينو او د یاد پروګرام پر شرایطو برابر کسانو ته نوي معلومات وړاندې کړي. دا لارښود به تاسو ته ووایي چې د مرکې په جریان کې څه پېښ کېدی شي.
د یادولو وړ ده چې په دې لیکنه کې د کډوالۍ د نړیوالې مرستې پروژې (IRAP)چې د "وپوښتئ" پروژې همکار (Partner) ده، معلومات په دې لیکنه کې په پراخه کچه کارول شوي دي.
د کډوالۍ ځانګړې ويزې مرکه
که غواړئ چې د کډوالۍ یا مهاجرت ځانګړی ويزی (SIV) ته غوښتنه وکړئ، ستاسو سره به په خپل هېواد کې چېری چې اوس تاسې اوسېږئ د امریکې متحده ایالاتو په اړونده سفارت کې مرکه ترسره شي. په مرکه که به یو قونسلر افسر له تاسو پوښتنې وکړي څو پرېکړه وکړي چې ایا تاسې له امنیتي پلټنو او روغتیايي معایناتو وروسته (SIV) ترلاسه کولای شئ. مرکې معمولا له ۱۰ تر ۶۰ دقیقو پوری وي.
د دې لارښود سربېره، هر سفارت يوه وېبپاڼه لري کوم کې چې د مرکې لپاره د وخت اخستلو او عريضې سپارلو شرايط ښودل شوي وي. لا د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د امريکا د سفارت يا کونسلګرۍ د مرکې د چمتوالي لارښوونې هم بيا وګورئ.
تاسو باید مرکې ته له ځان سره څه راوړئ؟
د ويزې ملي مرکز یا NVC باید تاسو ته یو لیک ولېږی چې په هغه کې دا چې څه باید د ځانه سره راوړی تشریح شوي وي. دا ليک دې په پوره پاملرنې سره ولولئ او د ځانګړو مرکو لپاره عموما ته بايد له ځان سره ولرئ:
- د خپل NVC د مرکې د لیک یوه کاپي.
- خپل پاسپورټ چې تاریخ یې تېر نه وي او د هغې د مخ کاپي چې ستاسو نوم او انځور پکې وي. که تاسو په خپله کیس کې د کورنۍ غړي هم لرئ نو د هغوی پاسپورټونه هم چې تاریخ یې تېر نه وي او هم یې د نوم او انځور د مخ کاپي له ځان سره راوړئ.
- د ويزې هر غوښتونکي دوه قطعې رنګه انځورونه (د کورنۍ هغو غړو په ګډون چې ستاسو په کیس کې شامل دي) په کار دي. د بهرنیو چارو وزارت د انځور ځانګړتیاوې پهدې وېبپاڼه کې دي.
- ستاسې د زېږون کارت یا ستاسې اصلي تذکره، کوم چې د ملي پېژندنې کارت دې، یوه رسمي انګریزي ژباړه، او د دري او انګرېزي دواړو کاپي له ځانه هم راوړئ. همدارنګه اصلي سندونه، تصدیق شوي ژباړه، او د قضیې د هر غړي د سندونو کاپۍ هم راوړئ.
- د DS‑260 لخوا تصدیق پاڼه هم چې تاسو انلاین لېږلی وو. که تاسې په خپله کیس کې د کورنۍ غړي هم لرئ د هغو د DS‑260 تصدیق پاڼې هم راوړئ.
- د واده کړو غوښتونکو لپاره، د خپل واده اصلي نکاح خط، یوه رسمي انګرېزي ژباړه او یوه کاپی یې له ځان سره راوړئ.
- که ممکنه وي، ستاسې د متحده الایاتو د استخدام په اړوند ستاسې د کار د نښو کاپي مو له ځان سره راوړئ.
- د COM یا د ماموریت د مشر د منل کېدو د لیک یوه کاپي.
- ستاسو لاسلیک شوې DS-157 فورمه، یا که چېرې تاسو څخه غوښتنه شوې وي.
- د خپل سپارښتنلیک، د کارکولو تایید لیک او د نورو سندونو کاپي چې د COM د غوښتنې د پروسې په ترڅ کې مو لېږلي وو.
تاسې څوک مرکې ته راوستلی شئ؟
- د NVC لارښوونې د سفارت د مرکې په اړه ولولئ او دا چې باید څوک له ځان سره مرکې ته راولئ. په کابل کې د امریکې متحده ایالاتو په سفارت کې د مرکو لپاره معمولاً له ۱۴ کلونو څخه کم عمره ماشومان د ويزې د مرکې لپاره نه غوښتل کېږي. د هغې پرځای تاسو کولای شئ یوازې د هغو د پېژندنې سندونه له ځان سره راوړئ. نور سفارتونه او کونسلګرۍ بیا وایي چې د هر عمر غوښتونکي اړ دي چې مرکې ته راشي.
- که تاسو وکیل لرئ، وکیل مو کولای شي په انتظارخونه او مرکه کې له تاسو سره وي. ستاسې وکیل باید د منلو یو وړ G‑28 یا G‑28i فورمه مخکې له مرکې څخه سفارت ته ورکړې او له سفارت څخه یې تاییدي ترلاسه کړې وي. وکیلان باید اړوند سفارت ته خبر ورکړي څو سفارت ته په ننوتلو کې ورته ستونزه نه وي. هغوی باید ستاسو د مرکې نېټه او وخت په غوښتنلیک کې شامل کړی .
- هغه غوښتونکي چې زاړه، ماشوم بچې یا معیوب وي، کولای شي یو تن له ځان سره راولي. که تاسې د چا مرستې ته اړتیا لرئ، سفارت له مخه خبر کړئ. سفارت ته په ننوتلو کې له ستونزو څخه د بچ کېدو په موخه له مخکې څومره چې ممکنه وي د هغې کس نوم او د ژوندلیک اړوند معلومات سفارت ته ولېږئ. د خپلې مرکې نېټه او وخت په خپل غوښتنلیک کې شامل کړئ.
- هر څوک چې غواړي سفارت ته راشي باید د اړوند سفارت د قونسلرۍ برخی څخه له مخکې تماس وونیسي او د هغې کس بشپړ نوم، د زېږېدنې نېټه او له غوښتونکي سره د اړیکو اړوند معلومات اړوند سفارت ته د برېښنالیک له لارې ولېږي.د خپلې مرکې نېټه او وخت په خپل برېښنالیک کې شامل کړئ . هر څوک چې سفارت ته ننوځي باید یو تصويري پېژندپاڼه لکه تذکره یا پاسپورټ له ځان سره ولري.
خپلې مرکې لپاره د ژباړونکي یا ترجمان غوښتنه
د ویزې مرکه په انګرېزۍ ژبه ده. سفارت معمولاً د هغو خلکو لپاره چې انګرېزي یې مورنۍ ژبه نه وي ژباړونکې لري. تاسې باید د مخه سفارت ته چې مرکه پکې لرئ څخه تماس وونیسئ چې تاسې یوه ژباړونکي ته اړتیا لرئ. دا ډېره اړینه ده که د هغه هېواد ژبه چې سفارت پکې دی، غېرمعموله وي.
په مرکې کې څه پېښېږي؟
افسر کولای شي د هرو هغو پوښتنو یا سندونو په اړه پوښتنه وکړي چې ستاسو د SIV په غوښتنلیک کې وي. یو شمېر عام موضوعات یې په لاندې توګه دي.
- ستاسو کورنۍ: افسر به له تاسې پوښتنه وکړي چې ایا مېرمن/خاوند یا ماشومان لرئ. که لرئ یې، افسر به ستاسو د واده په اړه پوښتنه وکړي او دا چې کله مو ماشومان زېږدلي. هغوی کېدی شي ستاسو د خويندو وروڼو او والدېنو په اړه هم پوښتنه وکړي.
- ستاسې د دندی تاریخچه: افسر به ستاسو د دندی په اړه پوښتنه وکړي چې د امریکې متحده ایالاتو لپاره مو تر سره کړې او تاسې ته یې اجازه درکړې څو د SIV غوښتنه وکړئ. هغوی به پوښتنه وکړي چې کله او چېرته کار کوئ یا کړی مو دی. کېدی شي ستاسو د امریکایي څارونکو په اړه هم پوښتنه وکړي. که چېرې اړیکه یې درلوده، هغوی به دا هم وپوښتي چې ولې مو دنده پرېښوده.
- ستاسې تاریخ په هکله په افغانستان کې: افسر کېدی شي پوښتنه وکړي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال چېرته اوسېدئ او څه کار مو کاوه. افسر کېدی شي ستاسو د زده کړو او د دندی د تاریخچې په اړه هم پوښتنه وکړي.
- افسر کېدی شي هم پوښتنه وکړي چې په کومو ځایونو کې اوسېدلي یاست او سفرونه مو کړي. هغوی کېدی شي ستاسو د ټیلفون شمېرو، برېښنالیکونو او اجتماعی رسنېو د اکانټونو په اړه چې کارولي مو دی پوښتنه وکړي. کېدی شي هغوی ستاسو د خويندو وروڼو، ماشومانو او والدېنو او دڅارونکو په اړه هم پوښتنه وکړي.
که تاسې باور لرئ چې کوم یو یې پر تاسو د عملي کېدو وي، د خپلې قضیې لپاره د قانوني مشورې له یو وکیل سره په اړیکو نیولو فکر وکړئ. ځینې عمومی موارد مسئلې چې باید وڅارل شي په لاندې ډول دي:
- له دندې ګوښه شوي ياست: که تاسو د امریکې متحده ایالاتو سره په تړاو له کومې دندې ګوښه کړای شوي یاست نو دا کېدی شي ستاسو په غوښتنلیک اغېز وکړي. که له دندې د کومې غلطۍ پر اساس ګوښه شوي واست ، فکر وکړئ که داسې کومه لاره وي چې خپل ګومارونکي ته ووایئ چې دوی سندونه بیا تازه کړي. که شواهد لرئ چې ولې ګوښه شوي وئ، لکه له هغه پوځي آمر څخه مو لیکونه چې خبر وي ولې ګوښه شوي وئ، هغه شواهد راوړئ.
- ماشومان: که تاسو ماشومان لرئ، په ځانګړي توګه چې عمرونه یې له ۱۴ کلو ډېر وي، ځان باوري کړئ چې د هغو د زېږېدنې د کره نېټو سندونه لرئ. که په ځینو سندونو کې د زېږېدنې نېټې کره نه وي، لکه په تذکرو کې، نو هر بل سند چې لرئ، وړاندې یې کړئ، لکه د ښوونځي مخینه یا نور سوابق، چې ستاسو د ماشوم عمر څرګندوي.
- واده: که تاسې د امریکې متحده ایالاتو کې یاست او مېرمن/خاوند مو غوښتنه کوي چې غواړی تاسو سره د امریکې متحده ایالاتو کې یو ځای شي، دې کې باید شامل وي لکه ستاسې د واده انځورونه، په ځانګړي توګه چې وښايي په کومه نېټه اخیستل شوي، یا د واده خدمتونونو اړوند رسیدونه.
- مخکني ودونه او طلاق: که تاسو یا ستاسو مېرمنې مخکې له بل چا سره واده کړی وي، نو د پخواني مېرمنې/خاوند د طلاق یا د مرګ شواهد راوړئ چې وښايي ستاسې اوسنی واده قانوني او د منلو وړ دې.
- د ويزې پخواني غوښتنلیکونه: که تاسې پخوا د امریکې متحده ایالاتو هرې ويزې ته غوښتنه ورکړي وي، تېار اوسئ چې د هغې په اړه خبرې وکړئ.
یادونې
- له مرکې څخه لږ تر لږه ۳۰ دقیقې مخکې ځان ورسوئ.
- تاسې باید لوی بکسونه، موبایلونه، یا وسلې له ځانه سره سفارت ته رانوړئ.
- تاسې باید هرومرو ټولهغه سندونه چې پورته "تاسې باید مرکې ته څه له ځان سره راوړئ؟" په برخه کې یاد شوي له ځان سره د ويزې مرکې ته راوړئ.
- مخکې له دې چې مرکه پېل شي، تاسو کېدی شي په سفارت کې څو ساعته انتظار پاتی شئ. تاسو کولای شئ له ځان سره یو بنیان، اوبه، او د خوړلو لپاره یو څه راوړئ.
ژباړونکي سره یو ځای مرکه
که تاسې د خپلې مرکې لپاره ژباړونکي ته اړتیا لرئ، نو بیا اړینه ده چې خپل ځوابونه په لنډو جملو کې دا به ژباړونکې ته ستاسو د خبرو په ژباړلو کې مرسته وکړي .ژباړونکي ته پوره وخت ورکړئ څو ستاسو د کیسې جزیات په سمه توګه د کډوالو افسر ته وژباړي.
تاسې باید افسر ته ووایئ:
- تاسې د ژباړونکي په خبرو نه پوهېږئ.
- تاسې فکر کوئ چې ژباړونکې کېدی شي په څه چې وایئ، نه پوهېږي.
- ژباړونکې هر هغه څه چې تاسې وایئ پوره نه ژباړي.
- ژباړونکې تاسې سره احترامانه چلند نه کوي.
بیا تشریح کړئ تاسې چې ولې د ژباړونکي په خبرو نه پوهېږې .ستاسو ژباړونکې به ستاسې د قضیې په وروستۍ پرېکړه هېڅ کوم اغېږ ونلري. همدارنګه، ستاسو ژباړونکې به ستاسو د قضیې په اړه له مرکې څخه بهر هېڅ بحث ونکړی. هغوی محرمیت ته ژمن دي.
د مرکې محرمیت
د مرکې په پېل کې ډېر احتمال لري چې د کورنۍ ټول غړي شتون ولري. که داسې څه وي چې له تاسو پوښتنه وشي او تاسو یې د کورنۍ په شتون کې نه غواړئ شریک کړی، افسر ته ووایئ چې تاسو د دې موضوع په اړه یوازې له هغه سره غواړئ یو په یو خبرې وکړئ د دی په ځای چې د اړینو جزییاتو تېر شئ یا دا چې ووایئ چې”زه خبر نه یم“ د امریکې متحده ایالاتو حکومت ستاسو شواهد محرم ساتي.
عمومي معلومات
- څنګه هغه پوښتنو ته باید څه ډول ځواب ووایاست چې په ځواب باندی یې نه پوهېږئ. که له تاسو څخه یوه پوښتنه وشي او تاسې د هغی په ځواب باندی نه پوهېږئ، سوال ته ناسم ځواب مه ورکوئ.
- ولې که تاسې ته ځېنې تشریحات دریاد نه دي تشریح یئ کړئ څومره چې کولای شئ.بیا تشریح ورکړئ چې ولې نه دریادېږي دا به ښه وي چې د دی ځواب کې ووایاست چې نه مو په یادیږی یا نه پوهېږئ او تشریح ورکړي چې ولې .
- د بېلګې په توګه، که هغوی ستاسو څخه پوښتنه وکړی چې په کومه نېته یو څه پېښ شوي دی، او تاسو ته دومره یاد وي چې د ۲۰۱۳ کال اوړی وو، ورته ووایئ چې د ۲۰۱۳ کال اوړی وو پر ځای د دې چې یو مشخصه نېټه وښایئ.
- که دمې ته اړتیا لرئ، تاسو کولای شئ د هغی غوښته وکړئ. که د مرکې په ترڅ کې د یوې لنډې دمې غوښتنه وکړئ دا کومه بده خبره نده او نه بې ادبي ده. دا تاسو ته مهمه ده چې د ارامۍ احساس وکړئ او خپله کیسه بیان کړئ. که خفه یا نارام یاست، د یوې لنډې دمې غوښتنه وکړئ تر هغې چې آرام ښۍ او خپل فکر یو وار بیا راغونډ کړئ.
- هېڅ څه نا ويلی مه پرېږدئ. ځان باوري کړئ چې افسر ته ټول هغه څه ووایاست چې په اړه یې درڅخه پوښتنه کوي. د افسر هره پوښتنه ځواب کړئ او موضوع باندی تمرکز ولرئ.
- تل ریښتینی اوسئ.که هغوی د هر څه په اړه پوښتنه کوي تاسو ریښتیا ووایئ. که تاسو په وېره کې یاست چې ستاسو ځواب به ستاسو قضیې ته زیان ورسوي، بیا هم دا ښه ده چې تاسو ریښتیا ووایئ. وروسته تاسو تشریح ورکولای شئ چې دغه جزیبات باید ستاسو قضیې ته زیان ونه رسوي. د ناسمو معلوماتو ورکول کولای شي ستاسو د قضیې د رد کېدو لامل شي.
له مرکې څخه وروسته
- قونسلر افسر به له تاسو پوښتنه وکړي چې یوه لیکلې بیانیه ورکړئ چې اراده مو کړې چې متحده ایالاتو ته لاړ شئ، له خپلې اوسنۍ دندې استعفی وکړئ او خپله اوسنۍ دنده د تل لپاره پرېږدئ.
- د مرکې په پای کې، کېدی شي د مرکې افسر تاسې ته ووایي چې ایا ستاسو کیس به "اداري پروسې" ته مخکې ولاړه شي یا ایا دا به د کوم ځانګړي لامل له کبله رد شي.
- که ستاسې کیس رد شوي وي، معمولاً به تاسې یو ایمیل تر لاسه کړئ چې به د کومې ځانګړې لامل ذکر کوي.
- که چېرې تاسې ته ووئیل شول چې ستاسې کیس به اداري پروسې لپاره مخکې ولېږل شي کېدای شي تاسې اوس هم په مرکه کې یو خبرتیا تر لاسه کړئ چې وایي به ستاسې ویزه د اداري پروسې له امله "رد" شوې ده. د مرکې وروسته د بهرنیو چارو وزارت د ویزې تر نه ورکولو پورې ټولې عرېضې"رد" ګڼي.
- که ستاسې د قضيې حالت د CEAC په دې وېبپاڼه ښايي چې ستاسې قضيه په "رد" کې ده، تاسې کولای شئ چې له سفارت څخه اړېکه وونیسئ څو معلومه شي چې ایا دا په "اداري پروسې" کې ده.
- د بهرنېو چارو وزارت ځینې وخت ستاسو د هغی آمر د اړیکو تازه معلومات غواړي چې تاسو ته یی د سپارښتنې لیک لیکلی وو یا هغه کمپنۍ چې ستاسو د کار تاییدي یې ورکړی وه. که چېرې ممکنه وي تاسې باید له هغو سره په اړیکه کې پاتې شئ څو باوري اوسئ چې د غوښتلو په صورت کې د هغو سره د اړیکو تازه معلومات لرئ.
- مخکې له دې چې تاسې خپل SIVs تر لاسه کړئ، تاسې او ستاسو د کورنۍ غړي ټول باید د امریکې متحده ایالاتو سفارت لخوا په تایید شوي کلینیک کې روغتیايي معاینات وکړي. تر هغې چې سفارت نه وي ويلي تاسې روغتیایي معایناتو ته وخت مه نیسئ. کله چې د روغتیايي معایناتو وخت راورسېد، تاسو به یو برېښنالیک ترلاسه کړئ چې پکې به لیکلي وي چې کله او چېرته خپل روغتیايي معاینات ترسره کړئ.
د SIV پروګرام په اړه عمومي معلومات
امریکې څه دپاسه ۲۰ کاله په افغانستان کې حضور درلود. دا حضور له نظامي او ملکي فعالیتونو سره مل و، چې زرګونو افغانانو ته یې د کار زمینه برابره کړه. په زرګونو افغانانو د امریکايي پوځیانو، دیپلوماټانو او قراردادیانو تر څنګ خدمت کړي دي. دغو کسانو امریکې ته اړینې ژبنۍ، کلتوري، جغرافيايي او جنګي پوهه او مهارتونه وړاندې کول، چې د دوی ځانونو او خپلوانو لپاره یې ډېر امنیتي خطرونه رامنځته کړل.
په 2006 کې د متحده ایاالتو کانګرس د مهاجرت ځانګړي ویزې (SIV) پروګرام رامنځته کړ، کوم چې له جدي ګواښ لاندې پر شرایطو برابر غوښتونکي په متحده ایالاتو کې د بیامېشتېدنې او خوندي کېدو اجازه ورکوي.
مرسته او مشوره
د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ د وړیا حقوقي خدمتونو وړاندې کوونکو نوملړ په دې ځای کې شته.د امريکا په متحده ايالاتو کې د کډوالۍ شخصي وکيلانو نوملړ په دې ځای کې دی.
هغه افغانان چې ځانګړو معلوماتو یا مشورې ته اړتیا لري کولی شي د "بپرسید" یا "وپوښتئ" مشاورینو سره د "وپوښتئ" 93729807235+ واټساپ شمېرې، یا فیسبوک مسېنجر یا د "وپوښتئ" وېبپاڼې له لارې اړیکه ونیسي او لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.